دملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ښځو په وړاندي د تاوترخوالي د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې په خپل راپور کې ویلي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی انلاین نړۍ ته هم پراخ شوی او د ښځو د عامه حضور پر وړاندې یې نوی ګواښ رامنځته کړی دی.
د راپور په یوه سروې کې ۷۰ سلنه هغو ښځو ویلي، چې په عامه ژوند کې فعالې دي او د بشري حقونو مدافعانې، مدني فعالانې او خبریالانې دي، له انلاین تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو برخې مشرې، کالیوپي مینګیرو خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي د عاملینو د حساب ورکولو پر ځای، ښځې له ډیجیټلي فضا او عامه ژوند څخه شړل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مرستیالې اجراییوي مشرې، نیارادزای ګومبونزوانډا هم ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا اوس کولای شي په څو ثانیو کې د ښځو د بدن جعلي انځورونه یا ډیپفېک جوړ کړي؛ داسې انځورونه چې ښايي د ښځو ټول عمر ورسره پاتې شي.
د راپور له مخې، په افریقا کې د نږدې ملګرو او کورنۍ د غړو له خوا د ښځو د وژنې کچه تر ټولو لوړه ده او په هر یو لک ښځینه وګړو کې ۲،۹ قربانیانې ثبت شوې دي.
له افریقا وروسته، په امریکا کې دا کچه ۱،۴، په اقیانوسیه کې ۱،۱، په اسیا کې ۰،۶ او په اروپا کې ۰،۵ سلنه ده.
راپور وایي چې که څه هم په ټوله نړۍ کې د وژنو کچه راټیټه شوې، خو د ښځو د وژنو کچه په ورو سرعت کمه شوې ده.
د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، په امریکا کې د عمومي وژنو کچه د ښځو د وژنو په پرتله نږدې دوه برابره چټکه او په اروپا کې شاوخوا یو نیم برابره چټکه راټیټه شوې ده.
دا راپور د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی، چې ورسره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي کلنی ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیلېږي.
دغه کمپاین د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.
د روان کال د کمپاین شعار : «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یو موټی کېدل؛ عدالت تضمین کړئ، د قربانیانو ساتنه وکړئ او د عاملینو بېسزايي پای ته ورسوئ.»
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره او د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له حکومتونو، خصوصي سکټور، ملګرو ملتونو، رسنیو، د ښځو له سازمانونو او ټولنو غواړي، چې د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې پیاوړې کړي، د قربانیانو خوندیتوب تضمین کړي او عاملین د خپلو کړنو ځواب ویلو ته اړ کړي.
دغه کمپاین له خلکو هم غواړي، چې د پیوستون او ملاتړ په توګه نړۍ په نارنجي رنګ وپوښي.
نیارادزای ګومبونزوانډا له پولیسو وغوښتل، چې د ښځو شکایتونه واوري او څېړنه یې وکړي؛ محکمې دې د قربانیانو خبرې له داسې چلند پرته واوري، چې ګواکې هغوی پخپله محاکمه کېږي؛ حکومتونه دې د ښځو د خوندیتوب لپاره اړین خدمات برابر کړي او ټکنالوژۍ شرکتونه دې د انلاین ځورونې پر وړاندې اقدام وکړي.
هغې د تاوتریخوالي قربانیانو ته په خطاب کې وویل: «هرې هغې قربانۍ ته چې نن زموږ خبرې اوري، وایو چې هر ځل پر تاسو باور لرو. تاسو باید هېڅکله د دې ثابتولو ته اړ نه شئ، چې د باور وړ یاست.»