• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د وسله‌والې نښتې پر مهال د شپږو کسانو له وژلو خبر ورکړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دې ډلې ځواکونو د چهارشنبې په شپه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والې نښتې پر مهال شپږ کسان وژلي دي. طالبان ادعا کوي، چې وژل شوي کسان غله وو او د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د چهارشنبې په شپه د شپې شاوخوا دوه بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وسله‌والې نښتې پر مهال د دې ډلې ځواکونو شپږ کسان وژلي دي.

د ځدراڼ په وینا، دغه شپږ کسان په یوه موټر کې سپاره وو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو.

نوموړي پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو څو ځله دغو کسانو ته د درېدو امر کړی و، خو موټر یې نه‌وو درولی او په پایله کې د ډزو د تبادلې پر مهال ټول شپږ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې د نښتې له پای ته رسېدو وروسته له وژل شویو کسانو درې تومانچې او دوه چاقوګانې ترلاسه کړي دي.

طالبانو دغه کسان غله بللي، خو د هغوی د هویت او هغو غلاوو په اړه چې دوی پرې تورن وو، نور جزییات نه دي ورکړي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ
۱

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

۴

عبدالسلام حنفي: د پانګونې لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابروو

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو له یوناما د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د اقتصاد وزیر د یوناما له مشرې غوښتي چې د افغانستان پر اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو لپاره هڅې وکړي. نوموړي د راستنېدونکو کډوالو، بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزې یادې کړې او د بشري مرستو پر ځای یې د دوامدارو اقتصادي همکاریو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، دین محمد حنیف د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د پراختیايي او بشري همکاریو پر پیاوړتیا، د ملګرو ملتونو پر روانو پروګرامونو او د راتلونکو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، رباب فاطمې د طالبانو د ادارو او یوناما ترمنځ د همغږۍ له ښه کېدو خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره د سیاسي تعامل د ښه کولو، د بشري مرستو د دوام، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې او تخنیکي همکاریو په برخه کې د یوناما د هڅو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزیر ادعا کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د اقتصادي زیربناوو، کورنیو او بهرنیو پانګونو، کورنیو تولیداتو، صادراتو او ملي عوایدو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي تعامل د پراختیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو لرې کول او د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی د اقتصادي نظام په پیاوړتیا، سوداګرۍ، پانګونې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لرلای شي.

دین محمد حنیف د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ته په اشارې ویلي، افغانستان له اقلیمي بدلونونو، وچکالیو، طبیعي پېښو، بېوزلۍ، بېکارۍ او د راستنېدونکو کورنیو له اړتیاوو سره هم مخ دی او د دغو ستونزو هوارول د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې د نړیوالو همکاریو تمرکز باید یوازې پر بېړنیو بشري مرستو محدود پاتې نه شي، بلکې په تدریجي ډول دوامدارو پراختیايي پروګرامونو، د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا او اقتصادي ځان‌بسیاینې ته واړول شي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په وینا، د یوناما مشرې د بشري او پراختیايي همکاریو د دوام، له طالب ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او د لا زیاتو سرچینو د راجلبولو ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره بهرنۍ زېرمې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کنګل شوې. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته د لاسرسي محدودیتونه ولګول او د دغو زېرمو د لېږد او کارولو مخه ونیوله.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ؛ افغان ښځې لا هم له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې لا هم له خپلو بنسټیزو حقونو، د کار او زده‌کړو له فرصتونو محرومې دي او ګڼې یې د بې‌وزلۍ، لوږې، رواني فشارونو او ټولنیز محرومیت تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څه دپاسه پنځه کاله پوره کېدو سره، لا هم د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون نه دی راغلی. برعکس، د هغوی پر وړاندې محدودیتونه پراخ شوي او د ژوند نږدې ټولې برخې یې تر اغېز لاندې راوستې دي.

افغانې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي، ښځې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او په ګڼو دولتي او خصوصي ادارو کې یې د کار دروازې تړل شوې دي. همداراز، پر تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي، ټولنیز حضور او د خپل نظر پر څرګندولو محدودیتونه لګول شوي دي.

100%

دا محدودیتونه یوازې د یوې زده‌کوونکې د ښوونځي پرېښودلو یا د یوې ښځې د دندې له لاسه ورکولو په معنا نه دي؛ بلکې د میلیونونو افغان نجونو او ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، فکري ودې، ټولنیز هویت او راتلونکي د محدودولو سبب شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، کله چې یوه نجلۍ له زده‌کړو محرومه شي، په راتلونکي کې د خپلواک ژوند، د کار بازار او د ټولنې په پرېکړو کې د ګډون فرصتونه هم ترې اخیستل کېږي. په دې توګه، د ښځو پر وړاندې تبعیض یوازې اوسنی نسل نه، بلکې راتلونکي نسلونه هم اغېزمنوي.

100%

زبیده چې پخوا یې په یوې خصوصي رسنۍ کې د ویاندې په توګه دنده ترسره کوله او د یوې لور مور ده، وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغې افغانستان انترنېشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، خاوند یې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د مغزي سکتې له امله مړ شو او د خاوند کورنۍ هغه له کوره وشړله له هغه وروسته یې د خپلې لور د ساتنې او د ژوند د اړتیاوو پوره کولو مسوولیت یوازې پر غاړه پاتې شو.

زبیده وايي، اوس د کومې رسمي دندې له لرلو پرته د خلکو جامې ګنډي او په همدې لږ عاید د خپلې لور د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د نوموړې په وینا، کله ناکله د ورځې د کار پیدا کولو فرصت لري او کله بیا د ګاونډیانو له خوا د نیمې ډوډۍ په ترلاسه کولو هڅه کوي چې خپله لوږه تېره او لور ته ډوډۍ برابره کړي.

هغه وايي: «کله د ورځې کار پیدا کړم او کله له ګاونډیانو نیمه ډوډۍ وغواړم چې یوازې خپلې لور ته یې ورکړم؛ خو ډېری وخت داسې وي چې زه خپله وږې ویده کېږم.»

زبیده وايي، د لوږې او بې‌وزلۍ درد یې دومره دروند نه دی لکه د بې‌وسۍ، ناچارۍ او ناهیلۍ احساس چې د زده‌کړو او کاري وړتیاوو له لرلو سره سره یې د یوه عادي ژوند له جوړولو عاجزه کړې ده.

نوموړې د طالبانو له خوا د نیول کېدو یوه ترخه خاطره هم بیانوي او وايي، سره له دې چې بشپړ حجاب یې اغوستی و، د ځینو ګنډل شویو جامو د پلورلو لپاره د دوکاندار پر لور د تګ پر مهال طالبانو ونیوله او دوه ورځې یې زنداني کړه.

د زبیدې په وینا، د تره زوی یې د لس زره افغانیو په بدل کې د هغې د خوشې کېدو زمینه برابره کړه، خو نوموړې تر اوسه نه ده توانېدلې چې دغه پور بېرته ادا کړي.

هغه وايي، د نیول کېدو له وېرې اوس له کوره بهر په سختۍ وتلای شي او د خپل او د خپلې لور د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.

د طالبانو د محدودیتونو بله جدي پایله د ښځو پر اقتصادي وضعیت د فشار زیاتوالی دی. هغه کورنۍ چې ښځې یې یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې، اوس له بې‌وزلۍ او اقتصادي ناامنۍ سره مخ دي. په ځانګړې توګه کونډې، بې‌سرپرسته ښځې او هغه کورنۍ چې نارینه یې له لاسه ورکړي، د عاید او ټولنیز ملاتړ د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

100%

له بلې خوا، د ښځو پر تګ راتګ او روغتیايي خدمتونو محدودیتونه د هغوی د ژوند او روغتیا په اړه اندېښنې زیاتوي. په داسې ټولنه کې چې ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې محدودې وي او ښځې له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ وي، د میندو او ماشومانو روغتیا هم له اضافي خطرونو سره مخ کېدای شي.

سلما چې د څلورو اولادنو مور ده او کابل کې ژوند کوي وايي، یوه میاشت کیږي چې پر غاښ مي درد دی، طالبان ښځې نارینه ډاکټر ته نه پریږدي، وایي ښځینه ډاکټرې ته ورسه او د هغې په وینا درېیو روغتونونو کې وګرځیدم خو ښځینه ډاکټره مي پیدا نکړه.

دا یوازې د سلما کیسه نه ده، بلکې د افغانستان په ګڼو ولایتونو او ولسوالیو کې لا هم ښځینه نسایي او ولادي متخصصې ډاکترانې نشته او امیندواره ښځې اړې دي چې د مسلکي روغتیايي خدمتونو پر ځای د سیمه‌ییزو قابلو او دودیزو دایګانو په مرسته ماشومان وزېږوي. دغه وضعیت د زېږون پر مهال د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي او ځینې ښځې د کافي روغتیايي پاملرنې د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د ۲۰۲۶ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هره دوه ساعته یوه ښځه د امیندوارۍ او زېږون له اړوندو لاملونو خپل ژوند له لاسه ورکوي او شاوخوا ۲۴ زره ښځې هره میاشت په لرو پرتو سیمو کې د خوندي زېږون له جدي خنډونو سره مخ دي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د هرو ۱۰۰زره زېږونونو پرمهال شاوخوا ۶۰۰ مېندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

100%

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی یوازې د ښځو مسوولیت نه دی، بلکې د کورنیو، ټولنې، دولتونو، مدني بنسټونو او نړیوالې ټولنې ګډه دنده ده. د دې ستونزې د حل لپاره د قانون حاکمیت، د قربانیانو ملاتړ، د زده‌کړو او کار فرصتونو برابرول، د جنسیتي تبعیض له منځه وړل او د عاملینو حساب ورکونه اړین دي.

په افغانستان کې د ښځو وضعیت دا پوښتنه لا جدي کوي چې څنګه د یوې ټولنې د پرمختګ، سولې او ثبات تمه کېدای شي، په داسې حال کې چې د هغې نیمایي وګړي له زده‌کړو، کار، خپلواکۍ او د خپل برخلیک په ټاکلو کې له ګډون څخه محروم وي؟

ارزو هم د هغو افغان ښځو له ډلې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د ژوند مسیر په بشپړ ډول بدل شوی دی.

نوموړې چې د دوو ماشومانو مور ده او د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د کندهار د عامې روغتیا ریاست کې دنده ترسره کوله خو د طالبانو له واکمنېدو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

ارزو افغانستان انترنېشنل - پښتو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، خاوند یې فلج دی او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو مسوولیت یې پر غاړه دی. هغه اوس د خلکو په کورونو کې د لوښو مینځلو، پاکولو او نورو وړو کارونو په ترسره کولو د خپلو ماشومانو د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

نوموړې وايي:«یو وخت ما په خپل کور کې یوه ښځه د کار لپاره نیولې وه، خو نن زه د خلکو کورونو ته ورځم او د هغوی لوښي وینځم او نور واړه کارونه کوم، څو خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړم.»

ارزو وايي، د هغې اصلي درد د کار کوچنیتوب یا د خلکو په کورونو کې د کار کولو خبره نه ده، بلکې دا ده چې له زده‌کړو او کاري تجربې سره سره د خپلې وړتیا مطابق د کار کولو فرصت نه لري.

هغه زیاتوي، د ژوند نیمایي یې د خوبونو او هیلو په نیمګړي پاتې کېدو تېره شوې، خو تر ټولو ستره اندېښنه یې د خپلو لوڼو راتلونکی دی.

100%

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په وهلو ټکولو او فزیکي ځورونې پورې محدود نه دی. جبري ودونه، د کورنۍ دننه تاوتریخوالی، جنسي ځورونه، رواني فشار، اقتصادي محرومیت او د خپلواک تصمیم نیولو حق سلبول هم د دې پدیدې مهمې بڼې دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ خپلواکو بنسټونو او د هغوی د شکایتونو د اورېدو میکانېزمونو کمزوري کېدو، د تاوتریخوالي قربانیانې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړې دي. ډېری ښځې د ټولنیزو فشارونو، اقتصادي وابستګۍ، د غچ اخیستنې د وېرې او د خوندي پناه‌ځایونو د نشتوالي له امله نه شي کولای خپلې ستونزې په رسمي توګه ثبت کړي.

دا وضعیت د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت خطر زیاتوي او قربانیانې دې ته اړ باسي چې په چوپتیا کې خپل درد وزغمي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې یوازي ۱۴ سلنه میرمنې خپل د ستونزو او کورني تاتریخوالي په اړه پولیسو ته شکایت کوي.

100%

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو په وار وار د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه غندلي او د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند د حقونو د بېرته تامین غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو یو شمېر نړیوال کارپوهان د طالبانو د سیاستونو د تشریح لپاره د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح کاروي او ټینګار کوي چې د ښځو د جنسیت له امله د هغوی په سیستماتیک ډول له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه ایستل باید د نړیوال حساب ورکونې موضوع وګرځي.

خو د افغان ښځو د حقونو فعالان وايي، یوازې د اندېښنې څرګندول او د محدودیتونو غندل بسنه نه کوي؛ نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، د سرغړونو د مستند کولو، د قربانیانو د ملاتړ او د مسوولینو د حساب ورکونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د دوی په باور، د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول سیاسي بحث چې ښځې او نجونې پکې حضور او د پرېکړې حق ونه لري، د ټولنې د نیمایي برخې له غوښتنو او حقونو سترګې پټوي.

د نومبر ۲۵مه یوازې د ښځو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي د غندلو ورځ نه ده؛ بلکې د هغو ښځو د اقتصادي، رواني او ټولنیز محرومیت د یادولو ورځ هم ده چې د خپل انساني کرامت، کار او خپلواک ژوند حق غواړي.

طالبان پرامیلا پاتن ته: افغاني ټولنې ته له خپل لیدلوري مه‌ګورئ

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغان ښځو په تړاو د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې پرامیلا پاتن وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې د افغان ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامین دي او افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري نه‌ګوري.

د یاد وزارت ویاند اسلم باداریوال د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته د افغان ښځو په تړاو د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې پرامیلا پاتن د وروستیو څرګندونو په تړاو ادعا کړې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو «بنسټیز حقونه» د شریعت په چوکاټ کې تامین دي او دغه وزارت په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین مسوولیت لري.

اسلم باداریوال ادعا وکړه: «د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکوي، چې د خویندو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او نن د همدې وزارت په هڅو په هېواد کې خویندې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې دي».

باداریوال د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې په خپلو څرګندونو کې د افغانستان عیني واقعیتونه په پام کې ونیسي او افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري نه‌ګوري.

هغه زیاته کړه: «له ټولو نړۍوالو ادارو او سازمانونو څخه غواړو چې په خپلو راپورونو کې د بې‌طرفۍ اصول مراعات کړي، افغاني ټولنې ته دې له خپل لیدلوري نه‌ګوري او په افغانستان کې شته حقایق د میداني شواهدو او راغللو بدلونونو له‌مخې انځور کړي».

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن د تېرې دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، چې د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي، بلکې د افغانستان پر ښځو او نجونو فشارونه او محدودیتونه لا زیات شوي دي.

هغې ویلي، چې د افغان ښځو وضعیت اوس یوازې د بشري حقونو اړوند او یوه کورنۍ مسئله نه، بلکې د بشري حقونو نړۍواله سرغړونه او په یوه پراخ ناورین بدل شوی، چې د نړیوالې ټولنې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

هغې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جبري ودونو، ډله‌ییزو جنسي تېریو او د جنسي تاوتریخوالي نورو بڼو ته په اشارې ویلي، د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو، کار، سفر او په عامه ژوند کې د ګډون فضا په جدي توګه محدوده شوې او په وینا یې، طالبان هڅه کوي، چې په ټولنه کې د ښځو حضور او تګ راتک له‌منځه یوسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۰
100%

د کندهار ښار اوسېدونکې مدینه څو ځله د طالبانو محکمو ته تللې ده. هر ځل یې د خپل خاوند له چلند او تاوتریخوالي شکایت کړی او د مرستې غوښتنه یې کړې، خو قاضیانو هرځل په دې ځواب د محکمې له دروازې ستنه کړې، چې «کور ته ولاړه شه، خاوند به دې راوغواړو».

خو مېړه یې هیڅ وخت محکمې ته نه دی غوښتل شوی. د مدینې د عدالت غوښتنې دا هڅې په داسې حال کې دي، چې د هغې په وینا، د خاوند د یوه ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شوی، حافظه یې کمزورې شوې او روغتیا یې له جدي ستونزو سره مخ ده. هغه اوس ۲۶ کلنه ده، خو د واده په ۱۲ کلونو کې یې د خسرګنۍ او مېړه په چلند کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

د واده په لومړي کال یې ماشوم وزېږاوه. له دې سره د کور کارونه او د ماشوم پالنه هم ورترغاړې شول، خو مورولۍ او د کورنیو مسوولیتونو زیاتېدو د تاوتریخوالي مخه ونه نیوله. 

یوه ورځ د ډوډۍ پر سر د شخړې پر مهال یې خاوند غوسه شو او د دیګ بخار په سر یې په ککرۍ وویشتله. د همدې ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شو او وروسته یې حافظه او روغتیا اغېزمنې شوې.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « سر مې ښه نه دی، ډېر څه مې هېرېږي، په کارونو نه پوهېږم، څو ځله د طالبانو محکمې ته ولاړم، هغوی به ویل کور ته ولاړه شه، موږ به دې خاوند راوغواړو، خو هیڅکله یې ور ونه غوښت».

مدینې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته هم مراجعه کړې ده. د هغې په وینا، د دې ادارې چارواکو یې خاوند ورغوښتی و، خو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام ونه کړ. پر ځای یې هغې ته سپارښتنه کړې وه چې خوش خويي او له خاوند سره ګذاره وکړي.

«طلاق ښه کار نه دی، ګذاره وکړئ»

مدینه لا ۱۴ کلنه وه چې پلار یې واده کړه. لا یې د ماشومتوب له نړۍ سره مخه ښه نه وه کړې چې د بل چا په کور کې یې د یوه داسې ژوند تجربه پیل کړه چې له نابلدۍ، سپکاوي، وهلو ټکولو او وېرې سره مل و.

د واده له لومړیو ورځو خاوند، خواښې، خسر او لیوره ورسره ناوړه چلند کاوه. د کور له ټولو کارونو سره بلده نه وه، خو د زده کړې او مرستې پر ځای به یې د کورنۍ له غړو سپکاوی، ښکنځل او وهل ټکول زغمل.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « خاوند، خواښې، خسر او لېوره مې بد چلند راسره کاوه. کله به مې سپکې خبرې اورېدې او کله به وهل او ټکول کېدم. ځینې وخت یې په درندو شیانو ویشتلم».

د مدینې د واده ۱۲ کاله تېر شوي، خو د هغې په وینا، د ژوند کړاوونه یې لا پای ته نه دي رسېدلي. دومره ناهیلې شوې چې ددې په خپله وینا، « څو ځله یې د ځان وژنې هڅه» هم کړې ده.

مدینه وايي، په محکمو کې یې د ځان په څېر ګڼې نورې ښځې هم لیدلې چې د خپلو مېړونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ وې. ځینو به د وهلو ټکولو شکایتونه کول او ځینو به د طلاق غوښتنه کوله، خو د ډېرو ښځو شکایتونه بې‌ځوابه پاتې کېدل.

محکمې ته په تللو دغو ښځو کې یوه هم د ارزګان د مرکز اوسېدونکې خاطره ده، چې له کلونو راهیسې پرې خاوند تاوتریخوالی کوي، په نورو کورونو کې کار کوي، خو په خپل لاس ګټلې پیسې یې په خپل واک کې نه وي.

هغې څو ځله د طلاق غوښتلو لپاره د طالبانو محکمو ته مراجعه کړې، خو قاضیانو د شکایت د څېړلو پر ځای ورته ویلي چې «طلاق ښه کار نه دی او باید له خپل خاوند سره ګذاره وکړئ».

د ښځو ډېری ملاتړې پروژې طالبانو بندې کړې

په کندهار او ارزګان کې ځینو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د کورني تاوتریخوالي پېښې وې، خو هغه مهال یو شمېر دولتي او نادولتي بنسټونو د ښځو شکایتونه اورېدل او د حقوقي مرستو، رواني ملاتړ او نورو خدمتونو له لارې یې د ښځو د ستونزو د حل هڅه کوله.

ددوی په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د ښځو لپاره د حقوقي مرستو او ملاتړ ګڼې لارې له خنډونو سره مخ شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د معلوماتو، مشورې او حقوقي مرستو (ICLA) پروګرام له لارې له اړو کسانو، په ځانګړي ډول بې‌ځایه شویو او زیانګالو ښځو سره د حقوقي مشورو او د مدني حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوله، خو په سپتمبر کې د یادې شورا د حقوقي مرستو (ICLA) پروګرام ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پروګرام د طالبانو عدلیې وزارت ځنډولی.

سره له دې چې د ناروې د کډوالو شورا یوې مسوولې افغانستان انټرنشنل ته د خپلو پروګرامونو د دوام خبر ورکړی، د افغانستان په جنوب کې له تاوتریخوالي سره مخ ښځې وايي، چې هغو ملاتړو بنسټونو ته اوس لاسرسی نه لري چې پخوا یې ورسره مرسته کوله.

د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د محکمو د پرېکړو، د کورني تاوتریخوالي د شکایتونو او د طلاق د غوښتنو په اړه منظم او هر اړخیز معلومات نه خپرېږي. له همدې امله، دا هم روښانه نه ده چې په جنوبي ولایتونو کې څومره ښځو د کورني تاوتریخوالي شکایتونه کړي، د هغوی له ډلې څو قضیې څېړل شوې او څومره ښځې خپلو قانوني حقونو ته رسېدلې دي.

په کندهار او ارزګان کې دوو مېرمنو له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې ښځې د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته مراجعه کولای شي او د مهر او میراث په څېر حقونه یې خوندي دي، خو د کورني تاوتریخوالي او د طلاق د غوښتنو په څېر قضیو کې د ښځو تجربې له دغو ادعاوو سره توپیر لري.

یوې ښځې، چې د محکمې له چارو او د ښځو د شکایتونو له بهیر سره نږدې پاتې شوې، وویل، « کله چې ښځې محکمې ته د شکایت لپاره ځي، د قضیې د څېړلو پر ځای ورته یوه یا دوې میاشتې وروسته د بیا ورتګ وخت ورکول کېږي. دا انتظار د هغو ښځو لپاره لا سخت دی چې ښايي په همغه کور کې له تاوتریخوالي سره ژوند کوي».

د طالبانو په محکمو کې هیڅ ښځینه قاضي او وکیله نشته

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۵ کال په اګست کې وویل، چې طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره قضايي نظام په وسیله بدل کړی او دا کړنې ښايي د بشریت ضد جرمونو کچې ته ورسېږي.

د بېنېټ په وینا، طالبانو د واک له نیولو وروسته د پخواني حکومت ۲۷۰ ښځینه قاضیانې له دندو لرې کړې او اوس په قضايي نظام کې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او په رسمي توګه ثبت شوې ښځینه وکیلانې نشته. هغه خبرداری ورکړی چې دې وضعیت د ښځو او نجونو لپاره د ناوړه چلند د راپورولو او عدالت ته د لاسرسي خوندي لارې محدودې کړې دي.

د کندهار او ارزګان یادې دوې مېرمنې وايي، چې کله کله د ښځو د ځان وژنې او مشکوکو مړینو راپورونه هم ورکول کېږي، خو د دغو پېښو د اصلي لاملونو د روښانه کېدو د مخنیوي لپاره د قربانیانو پر کورنیو فشار راوړل کېږي.

د طلاق، د ماشومانو د حضانت او کورني تاوتریخوالي ګڼ شکایتونه یا رد کېږي او یا منځګړې لارې ورته لټول کیږي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ښځو څانګې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ګډ راپور کې ویل شوي چې افغانې ښځې د نارینه‌وو په پرتله عدالت ته نږدې څلور برابره لږ لاسرسی لري. د راپور له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې رسمي حقوقي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو په منځ کې دا کچه ۵۳ سلنه ده.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او عدالت ته د هغوی د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه ملګري ملتونه د نومبر پر ۲۵مه، «۱۶ ورځنی کمپاین» پیلوي. د سږني کمپاین شعار «عدالت تضمین کړئ، د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ وکړئ او د مجازاتو معافیت پای ته ورسوئ» دی، خو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښيي چې د عدالت غوښتنې او عدالت ته د عملي لاسرسي ترمنځ لا هم لوی واټن شته.

د بشري حقونو څار سازمان: کرواسیا افغان ښځینه کډوالې په جبري توګه له خپلې خاورې باسي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۰
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د کرواسیا پولیس افغان ښځې، نجونې او هغه کسان چې د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي؛ په جبري توګه بوسنیا ته ستنوي او د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي.

دغه سازمان د کرواسیا چارواکي په پراخه کچه د کډوالو د بشري حقونو پر نقض تورن کړي او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې د دغه بهیر د درولو لپاره اقدام وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې د عالیې په نوم د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ کیسه هم راخیستې ده. هغې ویلي، د روان کال په لومړیو کې د کرواسیا پولیسو د دوی د کورنۍ له نیولو وروسته د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړل او بیا یې پر دغه ټیلیفونونو ډزې وکړې.

عالیې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښی و. دغه کورنۍ درې کاله په ترکیه کې تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنولو له وېرې اروپا ته روانه شوې وه؛ خو د کرواسیا پولیسو په جبري توګه بېرته بوسنیا ته ستنه کړه.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل ۴۳ مخیز راپور کې د نورو کډوالو هغه کیسې هم ثبت کړې دي، چې د کرواسیا د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري. د ګانا یوې ښځې ویلي، د کرواسیا پولیسو هغه او د هغې دوې لوڼې د ځنګلونو له لارې بوسنیا ته شړلې او له اوبو، خوړو او ګرځنده ټیلیفونونو پرته یې پرېښې دي.

د دغه سازمان کارپوهانو د راپور چمتو کولو لپاره له ټولټال ۸۰ کډوالو چې ښځې او نارینه په‌کې شامل دي مرکې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د اقدام غوښتنه

د بشري حقونو څار سازمان د ماشومانو د حقونو کارپوه مایکل ګارسیا بوچنک له اروپايي ټولنې غوښتي، چې ډاډ ترلاسه کړي، کرواسیا د یادې ټولنې قوانین مراعتوي او په خپلو پولو کې د کډوالو حقونو ته درناوی کوي.

د بشري حقونو فعالان له څو کلونو راهیسې د کرواسیا چارواکي د کډوالو په جبري بېرته ستنولو او له هغوی سره په ناوړه چلند تورنوي. څو ورځې مخکې هم یوې اتریشۍ مرستندویه ادارې د بوسنیا پر پوله د کرواسیا د پولیسو د عملیاتو پرمهال د څو کډوالو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د دغه ادارې په وینا، پنځه کسان د لاسونو او پښو د ماتېدو او د سر د ټپونو له امله په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي وو.

د «بالکان د لارې ژغورنې» (SOS) ادارې بنسټګر پېتار روزاندیچ د بشري حقونو څار سازمان د تازه راپور په غبرګون کې له اروپايي ټولنې او اتریش غوښتي، چې د کرواسیا پولیسو د کړنو پر وړاندې دریځ غوره کړي.

هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید تر هغه وخته د کرواسیا د سرحدي ساتنې لپاره بودجه ځانګړې نه‌کړي؛ څو چې د کډوالو جبري بېرته ستنول روان وي. روزاندیچ دغه راز ویلي، چې اتریش باید د دغه کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي. هغه د اتریش له حکومت غوښتي، چې په کرواسیا کې د دغه وضعیت تر دوام پورې هېڅ کډوال بېرته دغه هېواد ته ونه لېږي.