• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان اېواک د افغان کډوالو د احتمالي اېستلو د الوتنې په اړه خبرداری ورکړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۰

د افغان کډوالو ملاتړ سازمان «افغان اېواک» وايي، داسې باوري شواهد شته چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو اداره (ICE) د شکرانې د رخصتیو پرمهال له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو یوه الوتنه پلانوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې ښايي په دې الوتنه کې هغه افغانان هم شامل وي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو او ډیپلوماتانو سره همکاري کړې ده.

افغان اېواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر دې مخکې له ۲۰ ډېر افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدول شوي وو چې له دې ډلې ډېرو یې په امریکا کې د خوندیتوب او پناه حق هم ترلاسه کړی و.

دغه سازمان له امریکايي کانګرس غوښتي، چې د احتمالي الوتنې تر ترسره کېدو مخکې له حکومت څخه وضاحت وغواړي او د افغانانو د اېستلو پلان په اړه ځوابونه ترلاسه کړي.

د شکرانې ورځ (Thanksgiving Day) د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه مهمه ملي رخصتي ده، چې هر کال د نومبر په څلورمه پنجشنبه نمانځل کېږي. دغه ورځ د شکر، مننې او د کورنۍ د یوځای کېدو په مناسبت نمانځل کېږي. سږکال دغه ورځ د نومبر په ۲۶مه نمانځل کېږي.

افغان اېواک د احتمالي الوتنې د ترسره کېدو د کره وخت، د کډوالو د شمېر او د هغوی د هویت په اړه جزییات نه‌دي خپاره کړي.
افغان اېواک بنسټ په امریکا کې وړاندې هغو افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې وه، چې د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) سره د حاضرۍ، د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) د ملاقات یا محکمې ته د تګ نېټه لري، چې له وړاندې حقوقي چمتووالی ونیسي او د کډوالۍ وکیل وګماري.
دغه سازمان (د لړم ۲۸مه) په یوه پیغام کې ویلي و، د کډوالۍ قانوني مهلتونه لنډ دي او د ICE اداره کولای شي افغانان د عادي حاضرۍ پرمهال هم ونیسي. د افغان اېواک په وینا، که یو کس له نیول کېدو مخکې وکیل ولري او وکیل یې له قضیې خبر وي؛ نو کولای شي په بیړني حالت کې ژر اقدام وکړي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ
۱

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۲

ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي

۳

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې: د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي

۴

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

۵

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

•
•
•

نور خبرونه

د بشري حقونو څار سازمان: کرواسیا افغان ښځینه کډوالې په جبري توګه له خپلې خاورې باسي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۰
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د کرواسیا پولیس افغان ښځې، نجونې او هغه کسان چې د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي؛ په جبري توګه بوسنیا ته ستنوي او د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي.

دغه سازمان د کرواسیا چارواکي په پراخه کچه د کډوالو د بشري حقونو پر نقض تورن کړي او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې د دغه بهیر د درولو لپاره اقدام وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې د عالیې په نوم د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ کیسه هم راخیستې ده. هغې ویلي، د روان کال په لومړیو کې د کرواسیا پولیسو د دوی د کورنۍ له نیولو وروسته د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړل او بیا یې پر دغه ټیلیفونونو ډزې وکړې.

عالیې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښی و. دغه کورنۍ درې کاله په ترکیه کې تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنولو له وېرې اروپا ته روانه شوې وه؛ خو د کرواسیا پولیسو په جبري توګه بېرته بوسنیا ته ستنه کړه.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل ۴۳ مخیز راپور کې د نورو کډوالو هغه کیسې هم ثبت کړې دي، چې د کرواسیا د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري. د ګانا یوې ښځې ویلي، د کرواسیا پولیسو هغه او د هغې دوې لوڼې د ځنګلونو له لارې بوسنیا ته شړلې او له اوبو، خوړو او ګرځنده ټیلیفونونو پرته یې پرېښې دي.

د دغه سازمان کارپوهانو د راپور چمتو کولو لپاره له ټولټال ۸۰ کډوالو چې ښځې او نارینه په‌کې شامل دي مرکې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د اقدام غوښتنه

د بشري حقونو څار سازمان د ماشومانو د حقونو کارپوه مایکل ګارسیا بوچنک له اروپايي ټولنې غوښتي، چې ډاډ ترلاسه کړي، کرواسیا د یادې ټولنې قوانین مراعتوي او په خپلو پولو کې د کډوالو حقونو ته درناوی کوي.

د بشري حقونو فعالان له څو کلونو راهیسې د کرواسیا چارواکي د کډوالو په جبري بېرته ستنولو او له هغوی سره په ناوړه چلند تورنوي. څو ورځې مخکې هم یوې اتریشۍ مرستندویه ادارې د بوسنیا پر پوله د کرواسیا د پولیسو د عملیاتو پرمهال د څو کډوالو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د دغه ادارې په وینا، پنځه کسان د لاسونو او پښو د ماتېدو او د سر د ټپونو له امله په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي وو.

د «بالکان د لارې ژغورنې» (SOS) ادارې بنسټګر پېتار روزاندیچ د بشري حقونو څار سازمان د تازه راپور په غبرګون کې له اروپايي ټولنې او اتریش غوښتي، چې د کرواسیا پولیسو د کړنو پر وړاندې دریځ غوره کړي.

هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید تر هغه وخته د کرواسیا د سرحدي ساتنې لپاره بودجه ځانګړې نه‌کړي؛ څو چې د کډوالو جبري بېرته ستنول روان وي. روزاندیچ دغه راز ویلي، چې اتریش باید د دغه کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي. هغه د اتریش له حکومت غوښتي، چې په کرواسیا کې د دغه وضعیت تر دوام پورې هېڅ کډوال بېرته دغه هېواد ته ونه لېږي.

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۰
100%

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل ویلي، که څه هم په اروپا کې یې د سیاسي پناه غوښتنه منل شوې؛ خو د دې خبر پر اورېدو یې د خوښۍ پر ځای له خپل وطنه د لرېوالي درد یو ځل بیا تازه شوی دی. نوموړي د کډوالۍ د سختو ورځو او له خپلې خاورې د بېلتون د درد په اړه خبرې کړې دي.

امیرخېل د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۱۵مه یې کابل په مات زړه پرېښود او د پښتونخوا پر لور روان شو. هغه ویلي: «د خپلې مور، مېرمنې، ماشومانو، خویندو، وروڼو، دوستانو او ګران وطن د پرېښودو پر مهال مې څو ځله ژړلي دي».
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اوږده او له کړاوه ډک سفر کې د پښتونخوا د خلکو مینې، د ملګرو یادونو، د مینه‌والو اخلاص او په خپل وطن کې تېرو خاطرو یې څو ځله سترګې له اوښکو ډکې کړې دي.
هغه ویلي، کله چې د سیاسي پناه د منل کېدو خبر ورسېد، د خوښۍ پر ځای یې د وطن د بېلتون درد یو ځل بیا په زړه کې راژوندی شو. امیرخېل په خپل پیغام کې پوښتلي: «که مې په خپل ګران وطن کې د ارام ساه اخیستلای شوای، په پردیو وطنونو کې به مې څه غوښتل؟»
هغه پردی وطن د ژوند تېرولو ځای بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې هېڅکله د خپل وطن د خاورې، د مور د غېږې او د خپلو خلکو د مینې ځای نه‌شي نیولای. د جاوېد امیرخېل دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر موسیقۍ سخت محدودیتونه لګېدلي او ګڼ شمېر سندرغاړي او موسیقي‌پوهان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یوه څېړنیز راپور له مخې، د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ او د هنرمندانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ تر ۸۰ سلنه ډېر مسلکي او سیمه‌ییز سندرغاړي چې شمېر یې له ۱،۵۰۰ تنو او د هغوی د کورنیو له غړو اوړي؛ له هېواده وتلو او جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.
د ۲۰۲۱کال په ډسمبر کې د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ټول ۳۵۰ استادان او محصلین په ډله‌ییزه توګه پرتګال ته ولېږدول شول او هلته یې خپل انسټیټیوټ بېرته فعال کړ. تر څنګ یې سلګونه نور سیمه‌ییز سندرغاړي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ پېښور، کوټې او مشهد ته کډوال شول او یوشمېر پېژندل شویو موسیقارانو په اروپا، امریکا او کاناډا کې پناه واخیسته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د یونسکو سازمان په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې په خپلو راپورونو کې د طالبانو محدودیتونه د افغانستان کلتوري میراث ته سخت زیان بللي دي؛ خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لا هم ټینګار کوي، چې د دوی د قوانینو له مخې د موسیقۍ اورېدل او غږول «غیر شرعي» دي.
اوس‌مهال ګڼ افغان سندرغاړي په پېښور، کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشت دي او ځینې یې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او پناه غوښتنې دوسیې هم لري.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ۲۰۲۴کال د اګسټ په ۱۴مه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړی و، چې یوازې په همدې کال کې یې د کابل، هرات، پروان، پنجشېر او ننګرهار په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۱زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې راټولې او له‌منځه وړې دي.

اکاپس: افغانستان په ۲۰۲۷کال کې د سختو بارانونو او سېلابونو له ګواښ سره مخ دی

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰
100%

د بشري وضعیت د څېړنې ادارې «اکاپس» په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷کال کې د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله په افغانستان کې د ورښتونو زیاتوالی د سختو سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو ګواښ زیاتولای شي.

د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) په دغه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۷کال تر فبرورۍ پورې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو او د ختیځو او مرکزي سیمو په ځینو برخو کې له منځنۍ کچې د زیاتو ورښتونو اټکل شوی دی.
د اټکل له مخې، د ۲۰۲۷کال له مارچ څخه تر مئ میاشتې پورې دغه ورښتونه د هېواد نورو سیمو ته هم غځېږي او په اپرېل او مئ میاشتو کې به تر ټولو زیات وي. اکاپس وايي، د ورښتونو زیاتوالی او د تودوخې لوړېدل به په ژمي کې د توپانونو، د سیندونو د اوبو کچې لوړېدو، د واورو د ژر ویلي کېدو، ناڅاپي سېلابونو او په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوویېدنې احتمال زیات کړي. د راپور له مخې، د ورښتونو د کچې او جغرافیایي وېش په اړه لاهم ناڅرګندتیا شته.
د راپور په ټکو، د افغانستان شاوخوا ۲۴ سلنه خاوره د سېلابونو د ډېر لوړ ګواښ او ۲۲ سلنه یې د لوړ ګواښ په سیمو کې راځي چې ډېری یې په شمالي او ختیځو ولایتونو کې پرتې دي.
اکاپس یادونه کړې، چې په ۲۰۲۴کال کې د ال نینو او اقلیمي بدلونونو له امله سختو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۵ اغېزمن کړي وو او تر ۱۷۳ زرو ډېر کسان یې زیانمن کړي وو. همداراز، د ۲۰۲۶کال د مارچ او اپرېل سېلابونو د هېواد ۳۱ ولایتونه اغېزمن کړي، شاوخوا ۳۱ زره کسان زیانمن شوي، ۵۵ کسان مړه او ۱۴۸ نور ټپیان شوي وو.
راپور زیاتوي، چې د احتمالي سېلابونو اغېزې به د افغانستان پر بشري وضعیت هم فشار زیات کړي. د سېلابونو له امله د څښاک اوبو سرچینې، د اوبو رسولو شبکې او روغتیايي مرکزونه زیانمنېدای شي چې په پایله کې به د کولرا، نس‌ناستې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات شي. همداراز، د پولیو د ویروس د خپرېدو احتمال به هم لوړ شي.
د اکاپس د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷کال کې به د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا نهه سلنه زیاته شي او تر څلور مېلیونه ډېر ماشومان به درملنې ته اړتیا ولري؛ د سختې خوارځواکۍ پېښې هم ۱۶ سلنه زیاتېدای شي او نږدې ۱.۱ مېلیونه ماشومانو ته به ورسېږي.
راپور خبرداری ورکوي، چې سېلابونه او ځمکې ښوویېدنې به د کرنیزو ځمکو، فصلونو، څارویو او د خلکو د خوراکي توکو زېرمو ته زیان ورسوي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال له سپټمبر څخه تر اکتوبر پورې په افغانستان کې ۱۵.۹ مېلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو؛ خو اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل پورې به دغه شمېر ۱۹.۲ مېلیونو ته لوړ شي.

کاپس وايي، د سېلابونو له امله به د کورونو د ویجاړېدو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو ګواښ هم زیات شي؛ په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه راستانه شوي کډوال، بې‌ځایه شوي کسان، ښځې، ماشومان، زاړه او معلولیت لرونکي کسان به له زیاتو ستونزو سره مخ شي؛ ځکه ډېری یې په کمزورو کورونو او لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي او مرستې او لومړنیو خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د تګ راتګ او کار محدودیتونه به د طبیعي پېښو پرمهال مرستو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی نور هم ستونزمن کړي. همداراز، د سېلابونو له امله د معیشت له لاسه ورکول د ماشومانو د کار، کم‌عمره ودونو او ناقانونه کډوالۍ ګواښ زیاتولای شي.
اکاپس د بشري مرستو د کمښت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د ۲۰۲۶کال د بشري اړتیاوو او مرستو د پلان ۶۷ سلنه بودجه د نومبر تر ۱۱مې نه وه برابره شوې. د راپور له مخې، د بودجې کمښت او د ژمي پرمهال د لارو د بندېدو احتمال ښايي له ۱۴۰زرو ډېر زیانمن کسان له اړینو مرستو بې‌برخې کړي.

تر هسپانیا وروسته فرانسې له ښځو سره د طالبانو چلند «جنسيتي توپیر» وباله

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰
100%

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې او ویلي یې دي، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو د افغانستان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړې او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د بارو په وینا، فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې د بشري مرستو هغو پروګرامونو ته ۱۸۷ مېلیونه یورو ځانګړې کړي چې د افغان ښځو له‌خوا د ښځو د ملاتړ لپاره اداره کېږي. هغه ویلي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت له خرابېدو سره سم به یې هېواد له افغان ښځو خپل ملاتړ پراخ کړي.

د نوموړي په خبره، د فرانسې پوهنتونونه به د ۲۰۲۷کال په جنورۍ کې ۵۰ افغان نجونې او ښځینه محصلانې ومني او د فرانسې حکومت به د همدې کال په سپټمبر کې افغان ممتازو محصلانو ته ۳۵ تحصیلي بورسیې ورکړي.

د فرانسې د پارلماني شبکې د راپور له مخې، بارو ویلي چې هېواد یې راتلونکی کال ۲۰۰ نورې افغان ښځې هم مني چې دغه شمېر د اوسني شمېر پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، فرانسه به د دغه ښځو د منلو لپاره په سیمه، په ځانګړې توګه په پاکستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور پیاوړی کړي او د کډوالو په چارو کې به د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره همکاري وکړي.

بارو همداراز په پاریس کې د افغانستان د یوه فرهنګي مرکز د جوړېدو ملاتړ هم اعلان کړی دی.

بارو دغه څرګندونې د فرانسې په پارلمان کې د زرغون ګوندونو د استازې لېا بالاژ الماریکي د پوښتنې په ځواب کې وکړې. الماریکي له حکومته وغوښتل، چې فرانسې ته د طالبانو د دوو استازو د احتمالي سفر په اړه وضاحت ورکړي.
د هغې په وینا، ټاکل شوې چې دغه دوه کسان فرانسې ته ولاړ شي او له افغان کډوالو څخه د ځینو کسانو د بېرته شړلو په اړه خبرې وکړي. هغې د فرانسې حکومت ته په خطاب کې وویل: «تاسو د دې لپاره چې افغان وګړي د طالبانو لاسونو ته وسپارئ، ټولې ښځې قرباني کوئ».

بارو د دغو دوو کسانو د هویت او فرانسې ته د هغوی د سفر د نېټې په اړه څه ونه ویل. هغه وویل، د فرانسې حکومت غواړي د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او د فرانسوي چارواکو په ارزونه د عامه نظم او امنیت لپاره تر ټولو زیات ګواښ ګڼل کېږي.

هغه له طالبانو سره اړیکې «یوازې تخنیکي» وبللې او ویې ویل، چې فرانسه له دې ډلې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت هېڅ نیت نه‌لري.

د افغانستان د ښکلا تر شا پټ کړاوونه؛ د بهرنیو یوټیوب چلوونکو پر ویډیوګانو نیوکې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰
100%

د اېرلنډ «اېرش اګزمینر» ورځپاڼې افغانستان ته د بهرنیو یوټیوب چلوونکو پر سفرونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، یوشمېر دغه کسان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د یوه امن، ښکلي او سیاحتي هېواد په توګه انځوروي چې د دغه هېواد له واقعي وضعیت سره په ټکر کې دی.

یادې ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) په دغه خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان ته د بهرنیو یوټیوب چلوونکو سفرونه زیات شوي او ډېری یې په خپلو ویډیوګانو کې د طالبانو له وسله‌والو سره دوستانه چلند، د هېواد طبیعي ښکلا، د خلکو مېلمه‌پالنه او د سفر پرمهال د امنیت احساس ښيي؛ خو دغه ویډیوګانې د افغانستان د واقعیتونو یوازې یوه محدوده برخه منعکسوي او د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د خلکو د ژوند له پراخو ستونزو سترګې پټوي.
په مقاله کې راغلي، د افغانستان د طبیعي ښکلا، کلتور او مېلمه‌پالنې ښودل ستونزه نه ده؛ بلکې ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي، چې دغه ښکلاوې د مېلیونونه ښځو او نجونو د محرومیت، بې‌وزلۍ، ماشومانو د پلور، خوارځواکۍ، اقتصادي سقوط او د خلکو د محدودو ازادیو د پټولو لپاره وکارول شي. د مقالې له مخې، ګڼ بهرني یوټیوب چلوونکي افغانستان داسې معرفي کوي، لکه د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې دغه هېواد د نړۍ له ناسم قضاوت سره مخ شوی او اوس د سفر لپاره یو مناسب او خوندي ځای دی.
په مقاله کې د یوشمېر بهرنیو یوټیوب چلوونکو، په ګډون د امریکايي فلمي لوبغاړې ویتني رایټ او اډیسن پییر مالوف سفرونو ته اشاره شوې او پر هغو ویډیوګانو نیوکه شوې، چې په‌کې له وسله‌والو طالبانو سره دوستانه تعامل، د ښځو د وضعیت په اړه طنزيه څرګندونې او د افغانستان د کلتور په نوم د طالبانو د چلند ستاینه لیدل کېږي. د لیکوالې په باور، دغه ډول منځپانګه د افغانانو د کړاوونو پر ځای د طالبانو د واکمنۍ لپاره د نرم او مثبت تصویر په جوړولو کې مرسته کوي.
مقاله کاږي، چې د طالبانو تر واک لاندې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي، ښځې له ګڼو ټولنیزو او کاري محدودیتونو سره مخ دي او ځینې یې په پټه سوداګري او نجونې پټې زده‌کړې کوي. هغې نیوکه کړې، چې یوټیوب چلوونکي د افغانستان د وضعیت په اړه د افغان ښځو، فعالانو او هغو خبریالانو وضعیت پټوي چې د طالبانو د محدودیتونو او فشارونو په اړه راپورونه خپروي.
مقاله کې د خواله رسنیو د نفوذ په اړه خبرداری ورکړل شوی او لیکل شوي، دغه ډول ویډیوګانې کولای شي د خلکو برداشتونه، نظرونه او د یوه هېواد په اړه نړۍواله همدردي بدله کړي. هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان د واقعیتونو په اړه د یوه بشپړ انځور وړاندې کول او د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د کړاوونو نه هېرول د نړۍ ګډ مسوولیت دی.