• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د نړیوال قانون د جوړولو امکان څېړي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د برېتانیا حکومت وايي چې له مدني ټولنې او نړیوالو شریکانو سره په مشورو بوخت دی، څو د یوه نوي نړیوال قانون د جوړولو امکان وارزوي؛ داسې قانون چې په افغانستان کې د روان وضعیت په څېر شرایطو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندلو په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د دې وضعیت د په رسمیت پېژندلو غوښتنو څخه خبر دی او له مدني بنسټونو او خپلو شریکانو سره دا موضوع څېړي چې ایا د یوه نوي نړیوال قانون جوړول له دا ډول شرایطو سره په مبارزه کې مرسته کولای شي او که نه؟

دا دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د فرانسې او هسپانیا حکومتونو د افغانستان له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارټایډمصداق بللی دی.

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، د تګ راتګ پر ازادۍ او په ټولنیزو فعالیتونو کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

په نړیوالو قوانینو کې د یوه خپلواک جرم په توګه د جنسیتي اپارټایډ په رسمیت پېژندل د افغانستان د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو او نړیوالو حقوقي کارپوهانو له غوښتنو څخه دي.

ډېر لیدل شوي

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»
۱
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۲

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۳
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۴

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۵

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

•
•
•

نور خبرونه

د بلوچستان محکمې د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده د ډسمبر تر ۹مې وغځوله

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۰
100%

د بلوچستان عالي محکمې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بولان مېډیکل کالج د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو په اړه خپل لنډمهالی حکم د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې وغځاوه.

د بولان مېډیکل کالج افغان زده‌کوونکي عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دوی د قضیې وروستۍ اورېدنه په مثبته فضا کې ترسره شوې او د قاضي او حکومتي وکیلانو له رویې داسې ښکاري چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو د دوام په اړه به مثبتې پرېکړې وشي.
عمران خان وايي، د قضیې اورېدنه د نومبر په ۲۴مه ترسره شوې، په داسې حال کې چې دوی تمه لرله اورېدنه به د نومبر په ۲۵مه وي.
د نوموړي په وینا، په دې اورېدنه کې د پاکستان طبي او غاښونو شورا، د بولان مېډیکل کالج، د بولان پوهنتون د طبي علومو او روغتیايي څانګې او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت استازو او وکیلانو ګډون کړی و.
هغه وايي، د حکومتي ادارو د وکیلانو رویه سخته نه وه او قاضي هم د قضیې په اړه نرمه او مثبته رویه لرله. د عمران خان په خبره، قاضي له اړوندو لورو د ځواب غوښتنه کړې وه او د اورېدنې فضا د زده‌کوونکو لپاره هیله‌بښونکې وه.
عمران خان زیاته کړې چې قاضي افغان محصلینو ته ډاډ ورکړی چې خپلې زده‌کړې به بشپړوي او په دې اړه یې د دوو وروڼو ترمنځ د اختلاف مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي چې اختلافات د وروڼو ترمنځ هم رامنځته کېږي.
د نوموړي په وینا، د محکمې د وروستۍ اورېدنې او د قاضي د رویې له مخې دوی هیله لري چې د زده‌کوونکو د اوسېدو او زده‌کړو په اړه به قانوني خوندیتوب بیا هم وغځول شي.
هغه وايي، شاوخوا ۹۰ سلنه ډاډ لري چې د محکمې اوسنی حکم به د اړتیا په صورت کې بیا وغځول شي، څو افغان محصلین وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
عمران خان له خپلو نورو افغان محصلینو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي، ځکه د ده په باور د قضیې د حل په برخه کې مثبت پرمختګ روان دی او تمه لري چې د محکمې د پرېکړو له لارې به د دوی د زده‌کړو دوام خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د بلوچستان عالي محکمې د بولان مېډیکل کالج ۱۶ افغان محصلینو ته لنډمهالی قانوني خوندیتوب ورکړی و.
محکمې په خپل حکم کې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې دې د یادو محصلینو زده‌کړې نه ځنډول کېږي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
له یاد حکم وروسته افغان محصلین خپلو درسونو ته ستانه شوي وو او په لیلیو کې یې هم د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وه.
د محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده اوس د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې غځول شوې ده.

عمر داوودزی: طالبانو سره د خبرو د فرصت نښې را څرګندې شوې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰
100%

د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې تایید کړه چې له طالبانو سره یې اړیکې نیولې دي. نوموړي وویل، د پردې تر شا د دواړو لورو لپاره فرصتونه شته او هیله یې څرګنده کړه چې دغه اړیکې به د سیاسي مذاکراتو د پیل لامل شي.

داوودزی د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع دوره‌يي رییس دی. هغه د افغانستان انټرنشنل «د ورځې بحث» خپرونه کې وویل، د مخالفانو د واک په جوړښت کې د ګډون په اړه د هبت‌الله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې تصادفي نه وې او د طالبانو د مشر د سیاست د بدلون ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه چې د اوسنیو اړیکو د جزیاتو افشا کول ښايي سیاسي بهیرونو ته زیان ورسوي.

عمر داوودزي د کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخوندزاده وروستۍ وینا بې‌سارې وبلله او ویې ویل، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې انتظار درلود چې طالبان له مخالفانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د ښاغلي داوودزي په وینا، هېواد ته د بېرته ستنېدو او په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره د طالبانو د مشر له لوري د مخالفانو تازه بلنه د هغه په دریځ کې یو مهم بدلون دی.

هغه د طالبانو د مشر د دې څرګندونې په اړه چې ګواکې د افغانستان ټول وګړي حنفي مذهبه دي، وویل چې دې خبرې د افغانستان د ټولنې یوه مهمه برخه خواشینې کړې او ښايي د ژبې د ښویېدو له امله شوې وي.

د طالبانو مخالفان احتمالي مذاکراتو ته چمتووالی نیسي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع دوره‌يي رییس وویل، د یکشنبې په ورځ د دې مجمع په غونډه کې یې د طالبانو د مشر د څرګندونو په اړه د خپل دریځ دلیلونه له نورو غړو سره شریک کړي او یو شمېر وړاندیزونه یې مطرح کړي دي.

د هغه په وینا، د مجمع غړو له وړاندیزونو سره موافقه کړې او د طرحې د چمتو کولو او راتلونکو پړاوونو ته د چمتووالي لپاره یې یوه ډله جوړه کړې ده.

ښاغلي داوودزي وویل، د هبت‌الله اخوندزاده څرګندونې باید د طالبانو د سیاست د بدلون په توګه وکتل شي، که څه هم دا بدلون لا هم په قانون یا مقرره نه دی بدل شوی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو سیاسي مخالفان هم باید د احتمالي بدلونونو لپاره چمتو وي او په احتیاط او دقت عمل وکړي، څو رامنځته شوی فرصت له لاسه ور نه کړي.

د لویې جرګې او ټاکنو د جوړولو وړاندیز

عمر داوودزي وویل، که طالبان خبرو اترو ته چمتو شي، د هغه وړاندیز به د یوې خپلواکې، ملي او د پرېکړې کولو د واک لرونکې لویې جرګې جوړول وي.

هغه زیاته کړه چې یوه ګډه کمېسیون باید د لویې جرګې د جوړېدو د څرنګوالي، واکونو او غړو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي داوودزي وویل، د افغانستان ځینې پخوانۍ لویې جرګې د هغه وخت د دولت تر اغېز لاندې وې او وړاندیز شوې جرګه باید خپلواکه وي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع ازادې ټاکنې د مشروعیت ترلاسه کولو یوازینۍ لار ګڼي او په دغو ټاکنو کې باید ښځې او نارینه د رایې ورکولو برابر حق ولري.

هغه د پخواني حکومت د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې د طالبانو ګډون نه کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل، که طالبان د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې د ګډون غوښتنه وکړي، دا به یې پرځای غوښتنه وي.

خو ښاغلي داوودزي ټینګار وکړ چې د مذاکراتو د پیل په صورت کې به د هغه وړاندیز د پخواني حکومت د اساسي قانون ساتل او د اړتیا په صورت کې د هغه تعدیل وي.

هغه وویل، دغه اساسي قانون د اوسني عصر له شرایطو سره سمون لري، په نړیواله کچه پېژندل شوی او د افغانستان خلک هم ورسره بلدتیا لري.

د طالبانو مشروعیت

عمر داوودزي په افغانستان کې سیاسي مشروعیت یوه پېچلې موضوع وبلله او ویې ویل چې د افغانستان په تاریخ کې یوازې حامد کرزی او اشرف غني د خلکو د رایو له لارې د ولسمشرۍ مقام ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا، د افغانستان نورو واکمنانو د کودتا، زور یا میراث له لارې واک ترلاسه کړی دی.

ښاغلي داوودزي وویل، طالبان د نړیوال مشروعیت له پلوه په ډېر کمزوري دریځ کې دي. هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ طالبانو ته نه سپارل کېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو، واک ته د رسېدو د څرنګوالي له پام پرته، دا څوکۍ په واک کې لرله.

مخالفانو ته د حکومت د اجراییوي برخې د سپارلو احتمال

عمر داوودزي وویل، د طالبانو مشر په خپله وروستۍ وینا کې د حکومت او دولتي څوکیو ترمنځ توپیر کړی دی.

ښاغلي داوودزي وویل، طالبانو د دوحې په مذاکراتو کې هم د امارت د ساتلو او د یوه ګډ حکومت د جوړولو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل، افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې څو ځله د داسې ډلو واک ته رسېدل لیدلي چې خپل مخالفان یې تېښتې، زنداني کېدو یا جګړې ته اړ کړي دي. د هغه په وینا، وروسته بیا مخالفانو د مرستو په ترلاسه کولو سره حکومت نسکور کړی او له خپلو سیالانو سره یې ورته چلند کړی دی.

ښاغلي داوودزي د دې کړۍ د پای ته رسولو او د خبرو اترو له لارې د یوه ګډ حل غوښتنه وکړه؛ داسې حل چې د افغانستان ټول وګړي په یوه ملي دولت کې ونډه ولري.

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر پر افغانستان، په ځانګړې توګه پر کابل او کندهار، د پاکستان هوايي بریدونه یوه لویه تاریخي تېروتنه وبلله او ویې ویل چې پاکستان باید د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.

عمر داوودزي وویل، پاکستان باید د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د یوې ډلې پر وړاندې د بلې ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د طالبانو پر سیاست د سیمه‌ییزو بدلونونو اغېز

عمر داوودزي وویل، په سیمه کې نوي ایتلافونه د جوړېدو په حال کې دي او چین غواړي چې افغانستان هم د دغه هېواد او پاکستان ترڅنګ ودرېږي.

د هغه په وینا، د مکې د تړون د ځینو غړو هېوادونو هم غوښتنه ده چې افغانستان له دې تړون سره یوځای شي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي د دغو غوښتنو د پوره کېدو مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه چې له ایران او روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل هم د لوېدیځو هېوادونو او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له هرکلي سره نه دي مخ شوي.

د هغه په وینا، طالبان د هېواد په یوازې ځان اداره کولو کې ناکام شوي او د افغانستان د ثبات د ټینګښت لپاره د یوه ملي حکومت جوړول اړین دي.

د طالبانو په دننه کې دوه بېلابېل لیدلوري

عمر داوودزي وویل، د طالبانو په دننه کې دوه بېلابېل لیدلوري شته او د دې ډلې د سیاستونو د بدلون پلویان د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

د هغه په وینا، په طالبانو کې یو جریان د ښځو له کار او د نجونو له زده‌کړو سره مخالف دی او غواړي چې واک د طالبانو او دیني عالمانو په انحصار کې پاتې شي. هبت‌الله اخندزاده تر اوسه د همدې لیدلوري پیروي کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو په دننه کې بل جریان دغه سیاستونه د منځنیو پېړیو اړوند ګڼي او باور لري چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د داسې وضعیت دوام نه مني.

ښاغلي داوودزي وویل، د هغه په باور، دویم جریان توانېدلی چې د طالبانو مشر په ځینو مهمو برخو کې د خپلو سیاستونو پر بدلون قانع کړي.

هغه د طالبانو د مشرتابه د احتمالي بدلون په اړه وویل چې دا موضوع پخپله طالبانو پورې اړه لري او دی نه غواړي په دې بحث کې ښکېل شي.

له طالبانو د اوسني فرصت د کارولو غوښتنه

عمر داوودزي د افغانستان له سیاسي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې اوسنی فرصت له لاسه ور نه کړي.

هغه وویل، طالبانو په نولس سوه نویمو کلونو کې په ټول افغانستان د واکمنېدو فرصت درلود، خو د دې ډلې د مشرانو ناسمې پرېکړې طالبان له ستونزو سره مخ کړل.

ښاغلي داوودزي خبرداری ورکړ چې ښايي طالبان یو ځل بیا له ورته وضعیت سره مخ شي.

هغه د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې، ګاونډیو هېوادونو او تر ټولو مهمه، د افغانستان له خلکو سره تر مخامخېدو مخکې خپل سیاستونه بدل کړي او د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د ۴۰۰ لاریو د یوې شبکې جوړولو وړاندیز شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۰
100%

د ټرانسپورټ او لوژستیک دوو شرکتونو د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د باروړونکو موټرو د یوې شبکې جوړولو وړاندیز کړی دی. له دې طرحې سره به شاوخوا ۴۰۰ لارۍ چمتو شي، ترڅو د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د توکو منظم او ډاډمن لېږد رالېږد تنظیم کړي.

په جرمني کې د مېشت شرکت «اېم‌ټي‌اېس منګل ټرانسپورټ او لوژستیک» بنسټ‌اېښودونکي او مشر اصغرخېل منګل په عشق‌اباد کې د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو ټرانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو نړیوال فورم ته ویلي:«د سرحدي سوداګرۍ په پراختیا کې د ځمکني ټرانسپورټ ستراتیژیک رول ته په کتو، موږ وړاندیز کوو چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د ځمکني ټرانسپورټ عصري شبکه شي».

نوموړي ویلي چې په دې شبکه کې د شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ لاریو د یوه ګډ کاروان جوړول شامل دي.

نوموړي زیاته کړې:«د دغه شبکې اصلي موخه د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د بارونو د منظم او باوري بهیر او لېږد رالېږد تنظیمول دي.»

منګل باور لري چې د دغو تصدیو جوړول به د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بارونو د دوامدار بهیر رامنځته کولو، د سرحدي سوداګرۍ پراختیا، د نویو کاري فرصتونو پیدا کولو او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کې مرسته وکړي. د نوموړي په وینا، MTS او ILS ټرانسپورټي شرکتونه چمتو دي چې د دغې پروژې په عملي کولو کې عملي رول ولوبوي.

منګل همداراز د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د ټرانسپورټي نښلونې په پراختیا کې د ترکمنستان رول ستایلي او ټینګار یې کړی چې د دغه هېواد جغرافیايي موقعیت ورته اجازه ورکوي چې نه یوازې د یوه ټرانزیټي ټکي په توګه، بلکې د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا په پراخ بهیر کې د یوه فعال ګډونوال په توګه عمل وکړي.

په همدې تړاو، هغه د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو پر اهمیت او همدارنګه له پاکستان، هند او چین سره د منځنۍ اسیا د بازارونو د نښلولو د امکاناتو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

د دغه شرکت مشر د «لاجوردو دهلېز» د راتلونکو فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې چې افغانستان له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې سره نښلوي. نوموړي ویلي:« دا لاره د کسپین سیمې او قفقاز له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا او اروپايي بازارونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اضافي فرصتونه پرانیزي».

منګل ټینګار وکړ چې افغانستان ته باید یوازې د یوې ټرانزیټي خاورې په سترګه ونه کتل شي، بلکې د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا د یوه بشپړ ګډونوال په توګه وپېژندل شي. هغه وویل چې د سړک ټرانسپورټ او سرحدي بېخبناوو پراختیا به د شته ټرانسپورټي لارو له وړتیا څخه د لا اغېزناکې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.

د منګل په خبره، هغه ټرانسپورټي لارې چې له افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه تېرېږي، او همدارنګه هغه لارې چې سیمه د باکو او ترکمنباشي له کسپین بندرونو سره نښلوي، دا وړتیا لري چې د باروړونکي ټرانسپورټ او په ټولیز ډول د سیمې اقتصاد ته نوی خوځښت ورکړي.

د MTS او ILS ترانسپورټي شرکتونه د نړیوال ګروپ برخه دي. د MTS مرکزي دفتر د جرمني په هامبورګ ښار کې دی، او د ILS په شبکه کې په دوبۍ، کراچۍ، کابل او د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو کې شرکتونه شامل دي.

دا راپورونو له‌مخې، دا ګروپ له څه باندې ۲۵ کلونو راهیسې د نړیوال ټرانسپورټي لوژستیک په بازار کې فعالیت کوي او سمندري، ځمکني، اورګاډي، هوايي، څو اړخیز او پروژه‌يي ټرانسپورټي خدمات وړاندې کوي. دغه شرکت له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کانټینرونو یوه شبکه لري چې د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو منظم لېږد رالېږد تضمینوي.

د نړیوالو مرستو کمښت یو میلیون افغان ښځې او نجونې له ملاتړ څخه بې‌برخې کړې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په روان زېږدیز کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیانمنو ښځو سره د خدمتونو د وړاندې کولو څه باندې ۱۹۳ مرکزونه د مرستو د کمښت له امله تړل شوي دي. دغه وضعیت تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په څلورمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین له پیلېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د ښځو په برخه کې له فعالو سازمانونو څخه د بېړني مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وویل، اقتصادي ستونزو، چاپېریالي بحرانونو، پرله‌پسې بشري ناورینونو او د ښځو پر حقونو او ازادیو د محدودیتونو زیاتېدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ډېر کړی دی.

هغې وویل، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي خطر زیاتېږي، هغه خدمتونه چې ښځې او نجونې پرې تکیه کوي، د مرستو د کمښت له امله له منځه ځي.

د مېرمن فرګوسن په وینا، د ښځو په برخه کې فعال سازمانونه ښځو ته خوندي ځایونه، مشورتي خدمتونه، مسلکي زده‌کړې او نور اړین خدمات برابروي. په داسې شرایطو کې چې له ښځو سره مرسته باید د ښځو له لارې وشي، د دغو سازمانونو بدیل نشته.

هغې له حکومتونو او نړیوالو مرسته‌کوونکو وغوښتل چې له دغو سازمانونو سره خپل مالي ملاتړ زیات کړي او د افغان ښځو او نجونو د تاوتریخوالي له وېرې پرته د ژوند کولو د حق ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سږنۍ نظرپوښتنه، چې په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې له ۷۴ سازمانونو څخه ترسره شوې، ښيي چې د دغو سازمانونو نږدې درې پر څلور برخې بودیجه په تېر میلادي کال کې کمه شوې ده. له نیمایي ډېرو یې هم اړ شوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د ملاتړ خدمتونه راکم کړي.

په دې نظرپوښتنه کې د ګډون کوونکو نیمایي سازمانونه اټکل کوي چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به خپل فعالیتونه ودروي یا به په بشپړ ډول وتړل شي. په داسې حالت کې به تر ۴۲۷ زرو پورې ښځې د ملاتړ له خدمتونو څخه د بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو هغه موندنې چې د روان کال په مارچ میاشت کې خپرې شوې، ښيي چې په افغانستان کې د ښځو د رسمي عدلي او قضايي میکانیزمونو ته د لاسرسي احتمال د نارینه‌وو په پرتله نږدې څلور برابره کم دی.

دغه مخ پر زیاتېدو نابرابري د دې لامل شوې چې ډېرې ښځې د خپلو حقونو د دفاع، د ملاتړ غوښتلو او له ناوړه چلند سره د مقابلې لپاره خوندي لاره ونه لري.

ملګري ملتونه، مرسته‌کوونکي، مدني ټولنې او په افغانستان کې نور همکار بنسټونه د سږني ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې د «لا هم یو ځای یو، د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږئ» تر شعار لاندې فعالیت کوي. د دغه کمپاین موخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورته د رسېدنې پر بېړنۍ اړتیا ټینګار دی.

۲۲ زره افغانۍ؛ د طالبانو له خوا د «ناقانونه» موټرو د یو کلن جواز بیه

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له‌خوا د ښي لاس موټرو د ثبت او سټیکر کولو پروسه ډېره پیچلې ده او له موټر چلوونکو څخه په دې پلمه ډېرې پیسې اخیستل کیږي. د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان د یوه عادي موټر د یو کلن سټیکر پر سر تر ې۲۲ افغانۍ غواړي.

طالبانو نن په کندهار کې د ښي لاس (کانټینري) موټرو د سټېکر او ثبت بهیر پیل کړ. طالبانو د موټرو د سټېکر لپاره اصول او لارښود چمتو کړی دی او موټرو ته د سټېکر د ورکړې او په یوه ولایت کې د چلېدو لپاره د یوه کال جواز ورکوي.

په کندهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت ویاند نذیراحمد ځايي رسنیو ته ویلي، چې د موټرو د سټېکر ورکړې په بدل کې د پیسو اندازه د موټرو د سلنډر او ماډل له مخې ټاکل شوې ده. نوموړي ویلي: «که د یوه موټر ماډل له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ وي او څلور سلنډره وي، نږدې ۲۲ زره افغانۍ فیس به بانک ته تحویلوي او وروسته به په همدې ولایت کې د موټر د ګرځېدو لپاره د یوه کال جواز ورکول کېږي.»

100%

طالبان موټرو ته د سټېکر د ورکړې پر مهال د موټرو څښتنان هم بایومېټریک کوي او د هغوی ټول معلومات له ځان سره ساتي.

100%

طالبانو ویلي چې په هر ولایت کې سټېکر کېدونکي موټرونه یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري او بل ولایت ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

په ورته مهال په کندهار کې ګڼو کسانو د خپلو موټرو د ثبت او سټیکر کولو لپاره مراجعه کړې ده، خو دوی وايي د طالبانو له لوري اخېستل کېدونکي پیسې خورا ډېرې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محب الله وايي:«نقلیه وسایط د تګ راتګ د اسانتیا لپاره ده، نو په یوه ولایت کې د ګرځېدو د اجازې لپاره دومره ډیرې پیسې ورکول په درد نه خوري. خلک د دومره لوړ فیس ورکولو توان نه لري، نه هر څوک دنده لري، نه کاروبار لري. خلک له لوږې مړه کېږي او دومره ډیرې پیسې ورکول خو بیخې لرې خبره ده».

په ورته مهال په کندهار کې د یو شمېر موټر پلورنځیو مسوولان وايي چې د طالبانو له لوري د موټرو د راجسټر او سټیکر د پروسې له پیلېدو سره د موټرو بیې هم ټیټې شوې دي. د دوی په خبره ډیری کسان د موټرو د راجسټر د پیسو د ورکړې توان نه لري.

په کندهار کې د موټرو د یوه پلورنځي مسول چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«څو ورځې مخکې چې د موټرو د سټیکر اعلان وشو، نو ځینو کسانو چې کوچني موټر لرل اوس یې بېرته خرڅوي. ځکه د ځینو موټرو قیمت او د سټیکر فیس کله پرتله شي نو د موټر نیم قیمت د سټیکر په فیس کې ځي. خلک شورمانو ته موټرونه راولي خو د رانیولو لپاره یې ګیراکان نشته».

د موټرو د سټیکر او په یوه ولایت کې د ګرځېدو اجازې ته په ټولیزو رسنیو کې هم ځینو کسان غبرګون ښودلی دی.

د رفیع الله په نوم د کندهار یو اوسېدونکی وايي:«زما د ۲۰۱۲ ماډل اکوا موټر د سټیکر مصرف ۲۲زره افغانۍ کېږي. په دې پیسو یو کال په کرایي موټر کې تګ راتګ کېدای شي».

که څه هم د موټرو د سټیکر فیسونه افغانستان بانک ته جمع کېږي، خو یو شمېر کسان وايي چې طالبانو له لوري د یادو پیسو اخېستل عامو خلکو لویه اقتصادي ضربه ورکوي. د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو اداره د عایدو لویه تکیه پر عامو خلکو د لوړو مالیاتو پر لګولو ده. د دوی په وینا طالبانو خلکو ته د عامه خدماتو وړاندې پر ځای د عامو خلکو لوټولو ته مخه کړې ده.

د « ناقانونه» موټرو په اړه بدلیدونکی چلند

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لیندۍ په دویمه اعلان وکړ چې له کابل پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د «ښي لاس» اسټرینګ لرونکو موټرو د ثبت او سټیکر د وېش نوې لړۍ یې پیل کړه. د طالبانو د دغې اقدام له‌مخې به سټیکر شوې موټرونه د خپل اړوند ولایت پرته بل ولایت ته د تګ اجازه ونه لري.

په افغانستان کې که څه هم د ترافیکو د اصولو له مخې د ښي لاس موټرو چلول ناقانونه کړنه بلل کېږي، خو دا ډول موټرونه لا هم په پراخه کچه هېواد ته واردېږي او پر سړکونو تګ راتګ کوي. طالبانو د بشپړ بندیز پر ځای، یوازې د ولایتونو ترمنځ د دغو موټرو پر تګ راتګ او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي.

ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې «بهرني لاس» موټرونه پکې خورا ډېر چلول کېږي.
نیوکې دا دي چې طالبان له بهرني لاس موټرو څخه د مالیاتو پر راټولولو خوښ دي، خو ترافیکي ګواښونو ته یې چندان پاملرنه نه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تېر کال د وږي په اتمه، پر دغو موټرو چې په هېواد کې د «پاکستان لاس» موټرو په نوم هم یادېږي، محدودیتونه لګولي وو او یوازې په هماغه ولایت کې یې د تګ راتګ اجازه ورکړې وه چې سټېکر یې ترې اخیستی وي. چارواکو دغه وسایط په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو یو له اصلي لاملونو بللي دي، ځکه د افغانستان سړکونه او ترافیکي قوانین د «کیڼ لاس» اسټېرنګ لرونکو موټرو لپاره جوړ شوي دي.