ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په پکتیا کې د حافظانو په یوه غونډه کې له فتنو او فساده د خوندینې لپاره په هره کورنۍ کې د یوه دیني زدهکوونکي پر موجودیت ټينګار وکړ.
مجاهد وویل: «دا یو تجارت دی؛ داسې تجارت چې پهکې تاوان نهشته. زما هیله دا ده، چې مسلمان وروڼه حتما په خپلو کورنیو کې یو اولاد مدرسې ته وقف کړي».
تر دې مخکې هم ډېریو طالب چارواکو ویلي، چې د مدرسو زدهکونکو په تېرو شلو کلونو جګړو کې اساسي نقش درلود او د دغې ډلې مشر هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مدرسو او په ځانګړې توګه د «جهادي» مدرسو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم (د وږي په ۱۸مه) د دیني مدرسو او دارالعلومو د زدهکوونکو تر منځ د سیالیو د پای په مراسمو کې وویل: «دیني مدرسو او طالبانو یې د اشغالګرانو پر وړاندې د ۲۰ کلن جهاد په بهیر کې اساسي نقش درلود او هغوی د اشغالګرانو پر ضد مبارزو او د قربانیو په زغملو سره د افغانستان د خپلواکۍ زمینه برابره کړه».
هغه زیاته کړه: «د دیني مدرسو په فعالیت او د هغو د مبارزو په برکت طالبان پر ټول افغانستان بریالي شول» او څرګنده یې کړه: «همدا مدرسې وې چې د نړۍ د مستکبرانو او اشغالګرانو پر ضد جهاد وکړ او هغوی یې مات کړل».
یاد طالب والي د دینی مدرسو طالبان د تېرې ۲۰ کلنې جګړې اصلي قربانیان وبلل.
د طالبانو د دفاع وزارت د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي رییس امیر محمد حلال (د تلې ۴مه) د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو یوې یاد غونډې ته په وینا کې وویل، چې په مدرسو کې د وژل شویو طالب جنګیالیو د ماشومانو روزنه به په راتلونکو جګړو کې د هغوی د پلرونو تشه ډکه کړي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده (د لړم په ۲۷مه) په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي وو، چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي.
دې ته ورته په دې تړاو د نورو طالب چارواکو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د دیني مدرسو زدهکوونکي په جنګي روحیه روزل کېږي او طالب چارواکي دغه زدهکوونکي خپل راتلونکي وسلهوال جنګیالي ګڼي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق (د تلې په ۲۹مه) د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د کلتوري حقونو په اړه وینا کې ویلي وو، چې طالبان تر خپل واک لاندې د «جهادي مدرسو» په پراختیا سره د عصري زدهکړو سیسټم کمزوری کوي او په ټولنه کې افراطیت او طالباني ایډیالوژي ترویجوي.
له دې سره سم، د نړۍوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدرسو جوړولو بهیر په بېساري ډول پراخ شوی او دا چاره د دیني افراطیت، ذهنیت جوړونې او د راتلونکو نسلونو د سختدریځه کېدو جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما ثمر ویلي، چې د طالبانو په دیني مدرسو کې د ځوانانو مغزونه مینځل کېږي او خبرداری یې ورکړی، چې د الشباب او بوکوحرام په څېر افراطي او اسلامپالې ډلې د ټولنې د کنټرول لپاره طالبان خپل الګو بولي.
د سرچینو په وینا، ډېری طالب چارواکو او ځینو لوړپوړو قومندانانو په خپلو ولایتونو کې د راتلونکې لپاره د جنګیالیو د لرلو او همداراز روزلو لپاره په خپلو ولایتونو او یا هم تر حاکمیت لاندې سیمو کې د دیني مدرسو په نوم دغه ډول مرکزونه لري.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، یاد چارواکي هم ډېری وخت له خپلو دغو مدرسو لیدنه کوي او له زدهکوونکو سره یې مالي مرستې هم کوي.
د چارو د څارونکو په باور، طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز په جهادي مدرسو، جوماتونو او د دیني بنسټونو پر جوړولو کړی، خو له دې سره سره، نړۍوالو او د بشري حقونو بنسټونو د دغه مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغوی په باور، دغه مدرسې افراطیت ته وده ورکوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، په هېواد کې ۲۰۳۷۲ دیني مدرسې فعالې دي او پهکې ۲ میلیونه ۴۵۶ زره ۱۳۲ طلاب زدهکړې کوي، خو د چارو څارونکي د مدرسو شمېر له دغه شمېر څخه ډېر زیات بولي.