ځانګړی: سویس په افغانستان کې د ښځو سیستماتیک ځپل وغندل

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، جنسیتي ځورونه، که قانوني شرایط یې ثابت شي، د روم د اساسنامې له مخې د بشریت پر ضد جرم ګڼل کېدای شي. دغه وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیک ځپل غندي.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لړم په پنځمه، د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې لیکلي، چې ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه محرومول، او د هغوی پر تګ راتګ د سختو محدودیتونو لګول، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو جدي سرغړونه ده.
دغه وزارت زیاته کړې چې د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح په زیاتېدونکي ډول په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د بیانولو لپاره کارول کېږي؛ خو دا مهال د نړیوالو جزایي قوانینو له مخې د یوه خپلواک جرم په توګه نه ده پېژندل شوې.
سویس ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د جدي سرغړونو په تړاو د حساب ورکونې د تضمین لپاره خپلو ژمنو ته ژمن دی او له طالبانو یې غوښتي چې ټول هغه اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.
تر دې وړاندې هسپانیې او فرانسې هم د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بللي وو.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد به یې هڅه وکړي، څو دغه اصطلاح د بشریت پر ضد د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په راتلونکي کنوانسیون کې د یوه جرم په توګه وپېژندل شي.
د بشري حقونو سازمانونو هم غوښتنه کړې چې جنسیتي اپارتاید دې د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي، څو د ښځو د جوړښتي او سیستماتیک ځپنې عاملان د خپلو کړنو په اړه حساب ورکولو ته اړ شي.
اروپايي پارلمان هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو رژیم غلامي، جنسیتي اپارتاید او د ماشومانو ودونه په یوه منظم او بنسټیز سیستم بدل کړي دي.
د اروپايي پارلمان ویاند ویلي چې دغه بنسټ د اروپايي ټولنې له شورا او اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې په خپلو ټولو ډیپلوماټیکو اړیکو او تعاملاتو کې د طالبانو دغه کړنې وغندي.
د بریتانیا حکومت هم وايي چې له مدني ټولنې او نړیوالو شریکانو سره په خبرو بوخت دی، څو د یوه نوي نړیوال قانون د جوړولو پر امکان غور وکړي؛ داسې قانون چې د افغانستان د روان وضعیت په څېر شرایطو سره د مبارزې لپاره وکارول شي.
