د طالبانو ویاند: له نړیوالو سره تعامل کې پر «کورنیو موضوعاتو» هېڅ معامله نه کوو

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان «کورني مسایل» دغې ډلې ته په هېڅ ډول د معاملې وړ نه دي. هغه ټینګار کړی چې دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو دا چاره په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په تضمین پورې تړلې ده.
د نږدې ختیځ د پالېسۍ لپاره د واشنګټن انستیتیوت د نوې څېړنې له مخې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۰۳ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره ۳ زره او ۶۵۱ ډیپلوماتیک تعاملات کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دغه راپور په غبرګون کې وویل، دوی له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، خو دا چاره په دې مشروطه ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه شي.
ذبیحالله مجاهد په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان کورنۍ پالیسي او داخلي موضوعات د هېواد په خپلو چارو پورې اړه لري او له بهرنیو لورو سره هېڅ تړاو نه لري او د معاملې وړ هم نه دي. هغه زیاته کړه، د نړۍ د هېوادونو پر وړاندې د طالبانو دریځ روښانه دی او کابل له ټولو سره نېکې اړیکې غواړي، خو په دې شرط چې د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې تضمین وشي.
د نږدې ختیځ د پالیسۍ لپاره د واشنګټن انستیتیوت موندلو ښودلې وه، چې طالبانو پراخ ډیپلوماتیک تماسونه ساتلي دي. د دغه بنسټ د راپور پر بنسټ، ایران، چین، ترکیه، قطر، ازبکستان او هند په دې موده کې د کابل تر ټولو مهم ډیپلوماتیک شریکان پاتې شوي دي.
له دې ټولو سره، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو د پنځو کلونو په تېرېدو هم د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل د کابل او نړيوالې ټولنې تر منځ د اختلاف یوه بنسټیزه موضوع ده. د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي، خو طالبان دغو غوښتنو ته د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې په سترګه ګوري.
طالبان په داسې مهال یاد شوي او نور موضوعات«کورني مسایل» ګڼي او له بهرنیانو پکې د نه لاسوهنې ټینګار کوي، چې په دې اړه یې د افغانانو غوښتنې او نظرونه هم رد کړي دي.
