معنوي د دغې ویډیو په تړاو چې د افغانستان انټرنشنل له لوري هم خپره شوې ویلي، که دغه ډول بیعت واقعیت هم ولري، نو په کومو شرایطو او څومره ازادۍ او اختیار سره ترسره شوی دی.
د هغه په باور، د پنجشېر له خلکو سره د «جنګي اسیرانو» په څېر چلند کېږي او زیاتوي: «په داسې شرایطو کې چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه د پنجشېر اوسېدونکي تر سخت فشار، ګواښ او محدودیتونو لاندې ژوند کوي او داسې چلند ورسره کېږي لکه جنګي اسیران چې وي، نو څنګه کېدای شي له ازادانه او په خپله خوښه له بیعت څخه خبرې وشي»؟
د فضل احمد معنوي په باور، د شریعت په منطق او حقوقي اصولو کې بیعت هغه مهال معنا او اعتبار لري، چې د انسان د رضایت، اختیار او ازادې ارادې پر بنسټ ترسره شي او په وینا یې: «هغه بیعت چې د ګواښ، وېرولو او جبر په فضا کې واخیستل شي، نه د مشروعیت نښه ده او نه هم د خلکو رضایت څرګندوي، بلکې یوازې د زور پر وړاندې د تسلیمېدو ننداره ده».
پنجشېر د طالبانو د مخالفانو دودیز مرکز ګڼل کېږي. طالبانو د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې له یوې خونړۍ جګړې وروسته دې ولایت ته ننوتل، خو له هغې ورځې راهیسې لا هم په پنجشېر کې نښتې او چریکي جګړې روانې دي.
هغه اکبر وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوه منظمه تګلاره ده چې موخه یې د ټولنیز ژوند له ډګر څخه د ښځو اېستل دي. شهرزاد اکبر چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او اوس د رواداري سازمان مشره ده، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له مساوي انسانانو څخه دویمه درجه کسانو ته راټیټې شوې دي. د هغې په وینا، ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د نارینهو پرتله له لږو ازادیو او حقونو برخمنې دي او عدالت ته یې لاسرسی هم محدود دی. نوموړې زیاته کړې، د طالبانو لیدلوری دا دی چې د ښځې ځای په کور کې دی، دنده یې امېندواره کېدل، د ماشومانو زېږول او د کورنۍ پالنه ده او ښځې باید په ټولنیز ژوند کې حضور ونه لري.
هغې د افغانستان د ښځو وضعیت له «یوه لوی او پرانیستي زندان» سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې ښځې ژوندۍ دي خو له ژوند څخه بېبرخې شوې دي؛ ساه اخلي او د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو خپلو اړتیاوو، هیلو او خوبونو ته د رسېدو فرصت نه لري.
د ښځو ځپل؛ د طالبانو د منظمې تګلارې یوه برخه
د رواداري سازمان مشرې ویلي، طالبان دغه لیدلوری د قوانینو، په ځانګړي ډول د امربالمعروف قانون له لارې عملي کوي؛ دغه قانون د ښځو پر جامو، غږ او تګراتګ محدودیتونه لګولي او هغو نارینهو ته یې هم سزا ټاکلې چې دغه محدودیتونه نه عملي کوي.
د هغې په وینا، طالبانو د دغه میکانېزم له لارې نارینه هم د ښځو په کنټرول کې ښکېل کړي دي؛ داسې چې نارینه ښايي په موټر کې له محرم پرته د یوې ښځې د لېږدولو یا د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو د نه مراعتولو له امله مجازات شي.
اکبر دغه وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې طالبان یوازې ښځې نه؛ بلکې هغه نارینه هم مجازات کوي چې د ښځو په اړه ټاکل شوي مقررات مراعت نه کړي.
زمزمه په دې باور ده چې د ښځینه قاضۍ، څارنوالې او مدافع وکیلې نشتوالي هم د هغې ستونزه زیاته کړې ده.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که ښځینه حقوقي کارکوونکې وای، ښايي د خپل ژوند او جنسي تېري پېښه مې په اسانه او پوره ډول بیان کړې وای او د خپل حق غوښتنه مې کړې وای».
د ښځینه حقوقي کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې پر وړاندې بله ستره ستونزه ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني قضايي نظام جوړښت بدل شوی او ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې له خپلو مسلکي دندو او حقوقي فعالیتونو محرومې شوې دي.
د جمهوري نظام پر مهال هم په ټولو ولایتونو کې ښځینه مدافع وکیلانې نه وې، خو په کابل او نورو سترو ښارونو کې ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو د ښځو د قضیو په څېړنه او دفاع کې ونډه لرله.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځینه وکیلانو پخواني کاري جوازونه لغوه شول او د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوه.
په کابل کې مدافع وکیله بنفشه شریفي، چې مستعار نوم کاروي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د حقوقپوهانو هغه ټولنه چې له عدلیې وزارت سره ثبت وه، نور فعالیت نه لري او ښځو ته د وکالت جوازونه نه ورکول کېږي».
نوموړې زیاته کړه، « څو محدودې ښځې شته چې د خپلو اړیکو په کارولو سره ځینې وکالتونه کولای شي. وکالت هم بېلابېل ډولونه لري. یو ډول یې په محاکمو کې وي چې وثیقه اخلي او بل ډول یې د قراردادونو لیکل، مشورې ورکول او منځګړیتوب دی. په دې برخو کې ځینې ښځې فعالې دي، خو شمېر یې ډېر محدود دی او ښځو ته په دې برخه کې جواز نه دی صادر شوی».
په ننګرهار کې پخوانۍ مدافع وکیله پلوشه هم وایي چې د جمهوري نظام پر مهال یې له نورو ښځینه وکیلانو سره فعالیت کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاري جوازونه لغوه شول.
د هغو ښځو لپاره چې د کورني یا جنسي تاوتریخوالي په اړه شکایت کوي، د ښځینه وکیلانو او قضايي کارکوونکو شتون د پېښې د بیانولو، د محرمیت ساتلو او د حقوقي دفاع د ترلاسه کولو لپاره مهم دي.
طالبانو د جمهوري نظام پر مهال د نافذو قوانینو او ادارو په جوړښت کې بدلونونه راوستي، پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني زدهکړو لرونکي کسان ګومارلي دي.
د هغې په وینا، د دغو ادارو له لغوه کېدو یا محدودېدو سره د شکایت ثبت، حقوقي څار او د قرباني خوندیتوب ترمنځ اړیکه کمزورې شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو د پخوانۍ کمېشنرې په په وینا، ډېری ښځې اقتصادي سرچینې نه لري او له محرم پرته ان د کور په کرایه نیولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د ماشومانو د حضانت مساله هم د ښځو لپاره د بېلتون پرېکړه ستونزمنوي.
د ملاتړو بنسټونو کمښت او عدالت ته محدود لاسرسی دا احتمال زیاتوي چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت نه شي.
د افغانستان د ښځو د حقونو څار سازمان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو او نجونو سره د فزیکي، رواني او جوړښتي تاوتریخوالي ۲۲۵ پېښې ثبت کړې دي.
د یاد سازمان راپور، چې د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې څېړي، د وژنو، د وژنو د هڅو، کورني تاوتریخوالي، خپلسرو نیونو، جبري ورکېدو او د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې رانغاړي.
دغه بنسټ په ۲۰۲۵ کال کې هم د ترکیې مېشتې ARSA ټولنې په همکارۍ د ښځو او نجونو د حقونو اړوند ۴۱۱ سرغړونې ثبت کړې وې. د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰۰ پېښې پر ښځو مستقیم تاوتریخوالی و. په راپور کې د ښځو او نجونو د قصدي وژنو لږ تر لږه ۷۶ پېښې هم ثبت شوې دي، چې د دغو پېښو تر ټولو ډېرې ۱۶ هغه په ننګرهار کې وې.
راپور د ښځو او نجونو د ځانوژنې او ځانسوځونې تر ۳۰ زیاتې پېښې هم یادې کړې او په توقیفځایونو کې یې د جنسي تاوتریخوالي درې پېښې ثبت کړې دي.
د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د غچ اخیستنې وېره، ټولنیز فشارونه، اقتصادي تړاو، د سرپناه نشتوالی او پر قضايي نظام بېباوري هغه عوامل دي چې ښځې له شکایت کولو راګرځوي.
صالحي وایي، یوه ښځه ښایي له دې ووېرېږي چې تر شکایت وروسته به تاوتریخوالی زیات شي، د ژوند لګښتونه به له لاسه ورکړي یا به له خپلو ماشومانو جلا شي. د کورنۍ د «عزت» په نوم فشار او د ښځې ملامتول هم د هغې پر پرېکړه اغېز کوي.
هغه زیاتوي، « زما په نظر، د ثبت شویو شکایتونو شمېر تر ډېره دا ښيي چې څو ښځې د شکایت تر ځایه رسېدلې دي، خو د تاوتریخوالي د اصلي کچې د معلومولو لپاره دغه شمېر بسنه نه کوي».
د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، فهیمه تر وژل کېدو مخکې هم له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ وه. د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې له یوه بل ګواښ وروسته، هغې له محکمې څخه داسې حکم ترلاسه کړی و چې مېړه یې له هغې او د هغې له کور څخه لرې ساته او د نږدې کېدو اجازه یې نه ورکوله.
د دغه حکم اعتبار د ۱۴۰۵کال د وږي میاشتې په ۲۲مه، یعنې د فهیمې تر وژل کېدو څلور ورځې مخکې پای ته رسېدلی و. د «بیلد» د لیکنې له مخې، د حکم له پای ته رسېدو مخکې د فهیمې مېړه بېرته کور ته ستون شوی و او یو ځل بیا له فهیمې او د هغوی له درېیو ماشومانو سره اوسېده.
هغه ویلي، ان د طالبانو بنسټاېښودونکي او پخواني مشر ملا محمد عمر هم په لومړیو کې دا تصور نه درلود چې دغه ډله به یوه ورځ حکومت جوړ کړي. د خیرخواه په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملا عمر دوی ته ویلي و چې اوس حکومت جوړ شوی دی.
د میدانوردګ لپاره د طالبانو والي همداراز ویلي، چې د خلکو خدمت یوازې د حکومت مسوولیت نه دی؛ بلکې ولس هم باید په دې برخه کې ونډه واخلي.