ډونالډ ټرمپ: پوتین که غواړي د جي۲۰ سرمشریزې ته راتلای شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه په فلوریډا کې د جي۲۰ غونډې ته ورتلای شي. بلخوا کرملېن وایي، په یاده سرمشریزه کې د پوتین د ګډون پرېکړه لا نهده شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) خبریالانو ته ویلي، نهپوهېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د راتلونکې میاشتې د جي۲۰ په سرمشریزه کې ګډون وکړي که نه، خو که د ده په واک کې وای او پوتین غوښتلی چې ګډون وکړي، نو اجازه به یې ورکړې وای.
ټرمپ ویلي: «که هغه غواړي، په یقیني توګه راتلای شي».
نوموړي زیاته کړې، ځینې کسان به د پوتین له ګډون او لیدلو خوښ نهوي، خو دی شک لري چې پهخپله پوتین دې هم دې غونډې ته د ورتګ لپاره لېوالتیا ولري.
بلخوا کرملېن د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د جي۲۰ په راتلونکې سرمشریزه کې د ولادیمیر پوتین د ګډون په اړه لا هېڅ پرېکړه نهده شوې.
پوتین تېره اونۍ په چین کې له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته ویلي وو، چې د امریکا له ولسمشر سره تر خبرو وروسته به په دې اړه غور وکړي، خو زیاته کړې یې وه، چې امریکا ته د سفر د پرېکړې پر مهال به په روسیه کې روان وضعیت هم په پام کې ونیسي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ تر دې څرګندونو مخکې پهخپله ټولنیزه شبکه «ټروث سوشیل» کې لیکلي وو، چې غواړي روسیه د اروپا په بېلابېلو سیمو کې خپل پوځي «تېری» راکم کړي، څو د دې اقدام له لارې په اوکراین کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو زمینه برابره شي.
د جي۲۰ ډله د نړۍ د سترو اقتصادونو د هېوادونو ټولګه ده، چې د نړیوال اقتصاد، سوداګرۍ او مالي همکاریو په اړه خبرې کوي. د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه د امریکا په فلوریډا ایالت کې جوړېږي.
