• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معصوم ستانکزي په کونړ کې د ښوونځي ترڅنګ د چاودنې بې‌پرې څېړنې غوښتنه کړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني ریيس معصوم ستانکزي په کونړ کې ښوونځي ته څېرمه نننۍ خونړۍ چاودنه غندلې او د یادې چاودنې د هر اړخیزې او بې‌پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده. هغه د یادې پېښې له امله د ګڼ شمېر زده‌کوونکو مرګ‌ژوبله «دردوونکې» بللې ده.

ستانکزي (د لېندۍ ۷مه) پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې ټینګار کړی، ملګري ملتونه او طالبان مسوولیت لري چې دغه مرګونې پېښه په بشپړه او بې‌پرې توګه وڅېړي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې څېړنې موخه باید د پېښې د اصلي عاملینو پېژندل او عدالت ته د هغوی راکاږل وي.
تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې یوه ښوونځي ته نږدې چاودنه غندلې وه.
په کونړ کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د اسعداباد ښار یوه ښوونځي ته څېرمه په شوې چاودنه کې لږترلږه ۳۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي. سرچینې وایي، په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کونړ په اسعداباد ښار کې د ښوونځي ترڅنګ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي چې ډېری یې ماشومان دي.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۳

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۴

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۵

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

•
•
•

نور خبرونه

په هغه هېواد کې د موسیقۍ بریا چې امر بالمعروف پنځه کاله د موسیقۍ الې ماتې او سوځولې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۰
100%

د کابل زرګونه اوسېدونکو د شنبې په ورځ د افغانستان د پاپ موسیقۍ د نامتو سندرغاړي وحید صابري د جنازې په مراسمو کې په پراخه او کم‌ساري توګه ګډون وکړ. په دغه مراسمو کې ښځو او نارینه‌و څنګ په څنګ هغه هنرمند بدرګه کړ، چې غږ یې د افغانستان د خلکو د څو نسلونو د خاطرو برخه دی.

دغه بدرګه داسې مهال شوې، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې پر موسیقي سخت بندیزونه لګولي، د موسیقۍ ګڼې الې یې راټولې او له‌منځه وړې او یوشمېر هنرمندان او د موسیقۍ مینه‌وال له سخت امنیتي چلند سره مخ شوي دي.
د وحید صابري جسد چې غږ یې د څو لسیزو لپاره د افغانستان د خلکو په کورونو، محفلونو او خاطرو کې حضور درلود، د شنبې په ورځ د کابل د ګڼ شمېر اوسېدونکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د جنازې لپاره د خلکو پراخ حضور، په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې موسیقي منع ده، دغه مراسمو ته د یوې عادي جنازې تر کچې پراخ مفهوم ورکړ.
د کابل اوسېدونکي د شنبې په ورځ هوايي ډګر ته ولاړل؛ څو د دغه سندرغاړي جنازه ترلاسه کړي. وروسته یې تابوت د عیدګاه جومات ته ولېږداوه او د جنازې له لمانځه وروسته یې هغه د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو وسپاره.

100%

په ګډونوالو کې ښځې هم وې؛ داسې حضور چې د افغانستان په محدود شوي ټولنیز چاپېریال او د یوه سندغاړي د بدرګې په مراسمو کې د پام وړ و. د مشهور پاپ سندرغاړي احمد ظاهر کورنۍ هم د وحید صابري لپاره د ګلانو ګېډۍ لېږلې وه.

100%

دغه مراسم وحید صابري د کورنۍ، مینه‌والو، هنرمندانو او د افغانستان د خلکو په غوښتنه او نوښت ترسره شول. د صابري د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته، په خواله رسنیو کې پراخ کمپاین پیل شو، چې یوشمېر خلکو په‌کې غوښتنه کړې وه، د هغه جسد دې له تاشکند څخه د هغه ټاټوبي کابل ته ولېږدول شي.
د دغه هنرمند د جنازې په لېږد کې کورنۍ، هنري ټولنې او د افغانستان خلکو ونډه درلوده. هېڅ حکومتي ادارې د دغه مراسمو په جوړولو کې ونډه نه‌لرله او د هغه هرکلی د خلکو د ګډون او غوښتنې پایله وه.
داسې بدرګه چې تر جنازې یې پراخ مفهوم درلود
افغان سندرغاړي صدیق شباب افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د وحید صابري د جنازې مراسم «دردناک» خو «معنا لرونکي» بللي دي. هغه ویلي: «په داسې وطن کې چې موسیقي حرامه او هنر خاموش شوی، یو هنرمند په دومره شانداره توګه بدرګه کېږي. کله ناکله باید یو هنرمند لاړ شي؛ څو د هغه د غږ په ارزښت پوه شو. هغه لاړ، خو غږ یې پاتې شو؛ حتی که زمانه د هنر د خاموشولو هڅه کوي».

100%

دغه څرګندونې هغه احساسات منعکسوي، چې د جنازې د مراسمو تر انځورونو خپرېدو وروسته یوشمېر هنرمندانو او د موسیقۍ مینه‌والو په خواله رسنیو کې څرګند کړي وو؛ موسیقي د رسمي بندیزونو او محدودیتونو سربېره لاهم د افغانستان د خلکو په ژوند او فرهنګي حافظه کې ځای لري.
د افغانستان هنرمند ارش بارز افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي، د خلکو پراخ حضور وښودله چې ټولنه څومره ځواکمنېدای شي او څنګه په سمبولیک ډول د خپل اوسني وضعیت پر وړاندې اعتراض څرګندولای شي.
هغه ویلي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې موسیقي په رسمي ډول په‌کې منع شوې او هنرمندان یې په انزوا او له خپل وطنه لرې، د ازاد هنري فعالیت په حسرت کې ژوند تېروي.
د موسیقۍ بندیز ته د خلکو قاطع ځواب
د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ مشر احمد سرمست هم د وحید صابري د جنازې په مراسمو کې د کابل د خلکو پراخ ګډون د موسیقۍ بندیز ته د خلکو «قاطع» ځواب بللی دی.
هغه ویلي: «د کابل د اوسېدونکو او د ارواښاد وحید صابري د مینه‌والو تود او پراخ هرکلی، د هغه د جسد بدرګه کول او د په شهدای صالحین هدیرې ته یې لېږد، په افغانستان کې د موسیقۍ او هنر دښمنانو ته روښانه او قاطع پیغام دی».
د سرمست په وینا، خلکو په پراخ ګډون سره وښودله چې په فرمان صادرولو سره هغه څه له‌منځه نه شي وړل کېدای، چې د خلکو په ژوند او احساساتو کې ریښې لري.
هغه ټینګار کړی، چې موسیقي د افغانستان د خلکو لپاره یوازې تفریح نه؛ بلکې د ژوند، بنسټیزو حقونو او فرهنګي میراث یوه برخه ده.
د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا هم په یوه پیغام کې د هنرمندانو په اړه د خلکو د ملاتړ او مینې له امله مننه کړې ده.
هغه ویلي: «په دې غمجنو ورځو کې، د افغانستان د خلکو له ملاتړ او د هنرمندانو د خدمتونو او مقام په اړه د هغوی له مینې، د زړه له کومې مننه کوم. خلکو یو ځل بیا وښودله، چې هنر او هنرمند ته څومره ارزښت ورکوي».
د دریا په وینا، له یوه هنرمند سره د خلکو د دومره پراخې مینې او ستاینې لیدل د افغانستان هنري ټولنې ته ارزښتناک او د ډاډ وړ مسله ده او ځوان نسل ته د هنري فعالیتونو او خدمت لپاره هیله بخښونکی کېدای شي.
هغه د وحید صابري ځای ځایګی د افغانستان په فرهنګ کې تلپاتې بللی او ویلي یې دي، هغه هنرمند چې مېلیونونه خلک یې له سندرو سره خاطرې لري، تل به د دغه هېواد په فرهنګ کې حضور ولري؛ که څه هم د هغه تشه به احساسېږي.
پنځه کاله د موسیقي الو ماتول او سوځول
په افغانستان کې د موسیقۍ ممنوعیت د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تدریجي ډول پراخ شو.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې په یوشمېر رسنیو کې د موسیقۍ خپرول بند شول او په عامه محفلونو کې د موسیقۍ ژوندۍ اجرا له محدودیتونو سره مخ شوه. د موسیقۍ الو ګڼو غږوونکو او سندرغاړو خپل فعالیتونه ودرول او یا یې د کار د دوام لپاره نورو هېوادونو ته کډه وکړه.
د وخت په تېرېدو دغه محدودیتونه نور هم پراخ شول.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې خپور شو، د موسیقۍ اړوند محدودیتونه هم په‌کې شامل دي. په دغه قانون کې په محفلونو او کورونو کې د موسیقۍ خپرول هم منع شوي دي.
له هغه راهیسې، د موسیقۍ د خپرولو یا اورېدو له امله د خلکو د نیولو، د موسیقۍ الو د ضبط او له‌منځه وړلو، د موسیقۍ له غږوونکو سره د چلند او د هنرمندانو د سپکاوي په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
همداراز، د موسیقۍ د خپرولو له امله د ځینو کسانو د بدني سزا ورکولو راپورونه هم شته.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په بېلابېلو مواردو کې د موسیقۍ الو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت یاد اقدامات د هغو سیاستونو د پلي کولو برخه بللي، چې د دوی په اصطلاح د «منکراتو» د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
دغه محدودیتونه یوازې مسلکي نوازنده‌ګانوموسیقارانو ته نه‌دي محدود شوي. د موسیقۍ د ښوونځیو فعالیت، عامه اجراوې، د موسیقۍ الو پلور او کارول او په رسنیو کې د موسیقۍ خپرول هم له جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي.
په داسې شرایطو کې د افغانستان ګڼ هنرمندان اړ شوي، چې هېواد پرېږدي. ځینې په ګاونډیو هېوادونو او یوشمېر نور په اروپا او شمالي امریکا کې ژوند کوي. د ډېرو لپاره کډوالۍ له خپلو مخاطبانو لرې کېدل، د کاري فرصتونو له لاسه ورکول او د افغانستان له فرهنګي چاپېریال سره د اړیکو ساتلو ستونزې رامنځته کړې دي.
خو د افغانستان موسیقي په بهر کې لاهم دوام لري او جلاوطنه هنرمندان هڅه کوي، د دغه هېواد موسیقۍ خوندي وساتي.
د شهدای صالحین هدیره؛ د افغانستان د موسیقۍ حافظې ارامځای
د وحید صابري د جنازې د مراسمو یوه معنا لرونکې برخه په شهدای صالحین هدیره کې د هغه خاورو ته سپارل دي؛ هغه ځای چې د افغانستان یوشمېر مخکښ سیاسي، فرهنګي، ادبي او هنري شخصیتونه په‌کې خاورو ته سپارل شوي دي.
دغه هدیره د کابل په فرهنګي حافظه کې ځانګړی ځای لري. له تاریخي شخصیتونو او پخوانیو سیمه‌ییزو واکمنانو نیولې، د افغانستان تر یو شمېر مشهورو هنرمندانو او شاعرانو پورې، ډېری یې په دغه هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.
احمد ظاهر چې له مړینې څو لسیزې وروسته هم د افغانستان د موسیقۍ له محبوبو څېرو شمېرل کېږي، د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ استاد سراهنګ او نامتو شاعر عبدالرحیم ساربان له هغو شخصیتونو څخه دي چې نوم او یاد یې له یادې هدیرې سره تړلی دی. د «افغانستان در مسیر تاریخ» کتاب لیکوال غلام‌محمد غبار او د بخارا د امارت وروستی واکمن امیر محمد عالم‌خان هم په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.
اوس وحید صابري هم په دغه ځای کې د افغانستان د موسیقۍ د یوشمېر مخکښو څېرو ترڅنګ ارام کړی دی.
په داسې ځای کې د هغه د قبر موقعیت د موسیقۍ ډېرو مینه‌والو ته د افغان هنرمندانو د بېلابېلو نسلونو ترمنځ د اړیکو یادونه کولای شي؛ هغه نسلونه چې د سبک، ژبې او فعالیت د دورې له توپیر سره، سره د دغه هېواد د موسیقۍ د هویت په جوړولو کې یې ونډه درلوده.
وحید صابري؛ «که کابل روم سرم به دار است»
وحید صابري په خپلو وروستیو سندرو کې چې شعر یې هم خپله لیکلی و، ویلي: «اگر کابل روم سرم به دار است / خرابی روزگار است.» هغه بالاخره کابل ته راستون شو؛ خو د کنسرت لپاره نه، بلکې د خپلې خاورې په غېږ کې د ارام کولو لپاره.

100%

وحید صابري د افغانستان له پېژندل شویو او پخوانیو سندرغاړو و، چې نږدې نیمه پېړۍ یې هنري فعالیت درلود. هغه په ځانګړې توګه د ۱۳۶۰ او ۱۳۷۰ لمریز کلونو په لسیزو کې مشهور شو او د افغانستان د پاپ موسیقۍ له مخکښو څېرو شمېرل کېده.
هغه په کابل کې زېږېدلی و او د کابل پوهنتون د روسي ژبې او ادبیاتو له څانګې فارغ شوی و. خپل مسلکي هنري فعالیت یې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د افغانستان له ملي راډیو او ټلوېزیون سره پیل کړ.
صابري د خپل هنري فعالیت په اوږدو کې له یوشمېر مخکښو افغان سندرغاړو سره همکاري کړې وه. له فرهاد دریا سره د «باران» موسیقۍ ډلې په چوکاټ کې همکاري او همداراز له امیرجان صبوري، وجیهې او فرید رستګار سره د «ګل سرخ» په اړوندو پروګرامونو او هنري فعالیتونو کې همکاري د هغه د هنري کارنامې مهمې برخې وې.
هغه لسګونه سندرې اجرا او ثبت کړې، چې ځینې یې د افغانستان د موسیقۍ د مینه‌والو ترمنځ ډېرې محبوبې شوې.
«یک روز بلند آفتابی»، «دو موجود ز هستی گرامی‌تر است»، «سبزینه‌رنگ»، «لیلا همیشه لیلا»، «دل‌تنگم» او «او به این چشمانی که دارد» د هغه له مشهورو سندرو څخه دي.
د صابري غږ د هغو خلکو لپاره چې په تېرو لسیزو کې د افغانستان له پاپ موسیقۍ سره لوی شوي، د دغه هېواد د فرهنګي ژوند د یوې دورې یادونه کوي؛ هغه دوره چې راډیو، ټلوېزیون، د کېسټو ټیپونو او د موسیقۍ محفلونو د سندرغاړو په پېژندنه او شهرت کې مهم رول درلود.
هغه کلونه له افغانستان نه بهر تېر کړل او د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې اوسېده. بالاخره د ۲۰۲۶کال د نومبر په ۲۱مه د جمعې په ورځ په دغه ښار کې ومړ.
د هغه د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته، کابل ته د جنازې د لېږد غوښتنې په خواله رسنیو کې پراخې شوې. دغه کمپاین بالاخره د هغه ټاټوبي کابل ته د جنازې د لېږد او د وروستیو مراسمو د ترسره کېدو لامل شو.
ایا موسیقي د فرمان په صادرولو د خلکو له ژوند څخه حذف کېدای شي؟
د وحید صابري د جنازې مراسم په داسې شرایطو کې ترسره شول، چې په افغانستان کې د موسیقۍ اجرا له سختو محدودیتونو سره مخ ده. خو په دغه مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون وښودله، چې له هنرمندانو او د هغوی له پخوانیو هنري اثارو سره د خلکو اړیکه د دغه بندیزونو له امله له‌منځه نه‌ده تللې.
البته، دغه مراسم د طالبانو د سیاستونو په اړه د افغانستان د ټولو خلکو د نظر څرګندونه نه‌کوي او د یوې جنازې د ګډونوالو له حضور څخه د ټولو خلکو د لیدلوري پایله نه‌شي اخیستل کېدای. خو په داسې هېواد کې چې موسیقي په‌کې منع شوې، د یوه سندرغاړي د جنازې لپاره د خلکو پراخ هرکلی لږ تر لږه د موسیقۍ د دوامداره محبوبیت او د ځینو هنرمندانو د ټولنیز ځای ځایګي څرګندونه کوي.
په تېرو پنځو کلونو کې ګڼې د موسیقۍ الې راټولې او له‌منځه وړل شوې، د موسیقۍ زده‌کړې محدودې شوې، رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو منع شوې او یوشمېر هنرمندان کډوالۍ ته اړ شوي دي.
خو د وحید صابري د بدرګې مراسم د افغانستان د ټولنې یو بل انځور وړاندې کړ: هغه خلک چې لا هم خپل سندرغاړي پېژني، سندرې یې په یاد لري او د بدرګې لپاره یې راټولېږي. ښايي د دغه مراسمو تر ټولو مهم پیغام د هنرمندانو په خبرو او یا د ګډونوالو په احتمالي شعارونو کې نه؛ بلکې د خلکو په خپل حضور کې نغښتی وي.

100%

وحید صابري په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو، چې د هغه په هېواد کې رسمي سیاست موسیقي منع کړې ده؛ خو غږ یې لا هم د خلکو ترمنځ اورېدل کېږي.
د موسیقۍ خاموشولو لپاره د پنځو کلونو هڅو ونه شو کړای، د سندرغاړو په اړه د خلکو خاطرې پاکې کړي. د موسیقۍ الې ماتولی شو، رسنۍ خاموشولی شو او د موسیقۍ اجرا منع کولی شو؛ خو د یوې ټولنې له ګډې حافظې څخه د هنر حذفول دومره اسانه نه‌دي.
په هغه ورځ چې د وحید صابري جسد په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، د کابل خلکو په خپل حضور سره وښودله چې لږ تر لږه د هغوی په حافظو او احساساتو کې موسیقي لا هم ژوندۍ ده.

افغان سوداګر د کراچۍ په بندر کې د پاتې کانټینرونو د جریمې د معافیت غوښتنه کوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ بندر کې د لارو د بندښت له امله د افغان سوداګرو پاتې کانټینرونه لاهم نه‌دي لیلام شوي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، اوس هم د کراچۍ په بندر کې شاوخوا ۴۵۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې کله چې پر ډیورنډ کرښې لارې وتړل شوې، د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۲۰۰ کانټینرونه بند پاتې شول؛ ډېری دغه کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې وو او ځینې یې د لېږد پرمهال بېرته بندر ته راوګرځول شول.

د یادې خونې مشر خان جان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو دوی ته لیکونه استولي او خبرداری یې ورکړی چې د بندر په کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د کانټینرونو دننه د پرتو توکو له ارزښت هم اوښتي دي؛ له همدې امله ښايي دغه کانټینرونه لیلام شي.

هغه زیاته کړه، ګډې خونې د یوه لیک له لارې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دغه کانټینرونو لپاره مهلت وټاکي؛ څو سوداګر وکولای شي د لېږد لپاره د لارې له برابرېدو سره خپل مالونه له بنده خلاص کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال مشر عبدالغفار هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس هم د کراچۍ په بندر کې له ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کانټینرونه بند پاتې دي. هغه هم د ځنډ او تم کېدو د لګښتونو د زیاتوالي خبره تایید کړه.

نوموړي زیاته کړه، د اوږدې مودې لپاره د دغه کانټینرونو بند پاتې کېدو د سمندري لېږد شرکتونو او بندرونو ځای نیولی و؛ له همدې امله د پاکستان حکومت د هغو د لیلام خبرتیا خپره کړه.

د عبدالغفار په وینا، وروسته د ګډې سوداګرۍ خونې څو غړي د ټرانزیټ عمومي ریاست دفتر ته ورغلل او خپله ستونزه یې له چارواکو سره شریکه کړه. هغوی ته یې د کانټینرونو شمېر او وضعیت روښانه کړ او دغه چارواکو بیا معلومات په کابل کې له خپل دفتر سره شریک کړل.

هغه وویل، د کابل دفتر ورته ویلي چې د دغه کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو ټول لګښتونه باید سل په سلو کې معاف شي. د نوموړي په خبره، سوداګر چمتو دي چې خپل مالونه له بنده خلاص کړي؛ خو که دغه لګښتونه معاف نه‌شي، دوی نه شي کولای خپل مالونه ولېږدوي.

عبدالغفار زیاته کړه، د کانټینرونو لیلامول هم دومره اسانه نه دي چې یوازې خبرتیا خپره شي او وروسته یې لیلام کړي. د هغه په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دغه کانټینرونو په اړه یاد پرمختګ شوی و.

نوموړي وویل، دوی اوس د پاکستان د ټرانزیټ او بندرونو چارواکو ته لیک استولی او غوښتنه یې ترې کړې چې پر دغه کانټینرونو لګېدلي ټول لګښتونه په بشپړ ډول معاف کړي. هغه زیاته کړه، د کراچۍ په بندر کې له پاتې کانټینرونو څخه شاوخوا ۱۲۰ یې غوړي او نږدې ۱۰۰ نور یې خام مواد لېږدوي او په پاتې کانټینرونو کې بېلابېل توکي شامل دي.

د عبدالغفار په وینا، یوشمېر نور کانټینرونه د کراچۍ له بندر څخه د ایران د بندرعباس، دوبۍ او نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ د یوه شرکت مالک زاهد خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د یوه کانټینر د ۶۰۰۰ ډالرو په ارزښت مالونو لپاره دغه لګښتونه ۲۰زره ډالرو ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، ده د ټرانزیټ شاوخوا ۸۰ کانټینرونه لرل چې ډېری یې د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر له لارې لېږدول؛ خو اوس یې درې کانټینرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

نوموړي وویل، هغه کانټینرونه چې د کراچۍ له بندر څخه بېرته ستنېدل، افغان سوداګرو ته یې هم زرګونه ډالره زیان اړولی دی؛ د بېلګې په توګه د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره یې په کراچۍ کې ۱۰ زره ډالره د ځنډ لګښت او پنځه زره ډالره د سمندري لېږد کرایه ورکړې ده.

د هغه په خبره، په دې ټوله پروسه کې تر ټولو ډېر زیان افغان سوداګرو ته اوښتی دی. عبدالغفار وویل، له افغانستان سره د لارو د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي؛ څو د لارو د خلاصېدو لپاره زمینه برابره شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به دغه لارې بېرته پرانیستل شي.
زاهد خان وايي، یوازې په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ له شرکتونو سره تر ۲۰۰ پورې پاکستاني استازي کار کوي. همدارنګه، د چمن، تورخم او غلام خان بندر پر لارو شاوخوا ۶۰۰ استازي په دندو بوخت دي او له هر یوه سره نږدې لس کسان کار کوي، چې د لارو له تړل کېدو سره ټول بې‌روزګاره شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې به هره میاشت شاوخوا ۱۰زره کانټینرونه د کراچۍ بندر ته راتلل. په دغه کانټینرونو کې د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان لپاره توکي لېږدول کېدل او وروسته به پاکستاني لارۍ چلوونکو افغانستان ته رسول. هغه وویل، د لارو له تړل کېدو سره دغه موټرچلوونکي هم بې‌روزګاره شوي دي.

زاهد خان زیاته کړه، پخوا به دوی د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره د پنځو ورځو د بندري لګښت په توګه ۶۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکولې او له دې مودې وروسته به نور لګښتونه هم پرې زیاتېدل؛ همدارنګه، د یوه ۴۰ فوټه کانټینر لپاره یې بندر ته ۸۵زره کلدارې ورکولې.

د هغه په خبره، د لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې افغان سوداګر زیانمن شوي؛ بلکې پاکستاني بندرونو ته هم مالي زیان اوښتی دی.

په ملګرو ملتونو کې افغان ډیپلوماټانو د کونړ د خونړۍ چاودنې د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق او په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندېشه په کونړ ولایت کې خونړۍ چاودنه په کلکه غندلې ده.

یادو ډیپلوماټانو د چاودنې د لامل د روښانولو او د مسوولانو د ځواب ویلو لپاره د رڼو او خپلواکو څېړنو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
نصیراحمد اندېشه د شنبې په ورځ په اېکس پاڼه کې د پیغام په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، چې د کونړ پېښه، د کاپیسا او فراه ولایتونو په دیني مدرسو کې د وروستیو چاودنو په ګډون، له ورته پېښو سره یوځای، یو ځل بیا د طالبانو په واکمن جوړښت کې د «روڼتیا او ځواب ویلو نشتوالی» په ډاګه کوي. ښاغلي اندېشه ویلي، چې رسنیو ته د لاسرسي محدودیت، پر خبریالانو سخت فشارونه او د خپلواکو څارونکو د فعالیت لپاره د زمینې نشتوالی د دغسې پېښو د واقعي څرنګوالي څېړل او روښانول نږدې ناشوني کړي دي.

په ورته مهال نصیراحمد فایق هم د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ویلو او ټپیانو ته د روغتیا د هیله کولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې ماشومان باید په ښوونیز چاپېریال کې له امنیت څخه برخمن وي.

فایق هم د چاودنې د لامل د روښانولو، له ترهګریزو فعالیتونو سره د هغې د احتمالي تړاو د څېړلو او د پېښې د مسوولانو د ځواب ویلو لپاره د رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه بېلابېل روایتونه شتون لري.

د پاکستان یوې دولتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه کور چې د شنبې په ورځ پکې چاودنه وشوه، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د یوې بم جوړولو ډلې د فعالیت ځای و. د اسعداباد ښار اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د چاودنې تر مخه یې د الوتکې غږ اورېدلی و.

د کونړ اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې تایید کړې، چې د زیانمن شوي ښوونځي په څېرمه سیمه کې د چاودېدونکو توکو د جوړولو یو ځای موجود و. سربېره پر دې، د طالبانو په یوه واټس‌اپ ګروپ کې خپاره شوي غږیز فایلونه، چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، دغه ښوونځي ته نږدې د چاودېدونکو توکو د جوړولو د یوې ډلې د فعالیت ښکارندويي کوي.

پاکستاني سرچینې ادعا کوي، چې دغه تاسیسات د ټي‌ټي‌پي اړوند وو او چاودنه ښايي له همدې ځایه شوې وي، خو افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

په ورته مهال طالبانو د دغو تاسیساتو د ماهیت په اړه بل روایت وړاندې کړی دی. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د چاودنې پخلی کړی، خو ویلي یې دي، چې دغه زېرمتون د کان‌کېندنې شرکتونو اړوند و.

هغه د چاودنې لومړنی لامل د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې «غفلت او بې‌احتیاطي» بللې، خو د شرکتونو د نومونو او د زېرمتون د مالکانو د هویت په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

سره له دې، د چاودنې کره لامل او د چاودېدونکو توکو د زېرمتون د مالک هویت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی روښانه شوی. د پاکستاني سرچینو، د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو د چارواکو روایتونه لا هم د دغو تاسیساتو د ماهیت په اړه سره توپیر لري.

سیما سمر د طالبانو د مخالفانو د یووالي غوښتنه وکړه

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر د جرمني په هامبورګ ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو د مخالفانو پر یووالي ټینګار وکړ. هغې وویل، د مخالفو ځواکونو ترمنځ پیوستون کولای شي د دې ډلې د ماتې زمینه برابره کړي.

مېرمن سمر د شنبې په ورځ د لیندۍ په اوومه د جرمني په هامبورګ ښار کې د «له چوپتیا ورهاخوا» کتاب د مخکتنې او د هغې د فعالیتونو او خدمتونو د درناوي په مراسمو کې وویل، د افغانستان خلک باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي او پر خپل برخلیک واکمن واوسي.

نوموړې په عین حال کې ټینګار وکړ چې د وینې تویولو او تاوتریخوالي پلوي نه ده.

دا مراسم په هامبورګ ښار کې د یو شمېر افغانانو له خوا جوړ شوي وو.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، یو شمېر سیاسي څېرو، د مخکیني حکومت چارواکو او مخالفو ډلو د طالبانو پر وړاندې د یوه پراخ ایتلاف د جوړېدو غوښتنه کړې ده، خو د نظر اختلافونو او د مخالفو ځواکونو تیت‌والي تر اوسه د یوه واحد جبهې د جوړېدو مخه نیولې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې د خپلو خبرو په بله برخه کې د جمهوري نظام د سقوط په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د جمهوري نظام ړنګېدل د یوه لوري د کړنو پایله نه وه، بلکې ټول سیاسي او ټولنیز لوبغاړي باید په دې پېښه کې خپله ونډه او مسولیت ومني. هغې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر کړنو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، نړیواله ټولنه ونه توانېده چې افغانستان له هغه بحران څخه وژغوري چې د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو لامل شو.

مېرمن سمر د برابرۍ نشتوالی او د برترۍ غوښتنې پراختیا د افغانستان د بحرانونو له اصلي لاملونو څخه وبلل او زیاته یې کړه چې دغه ستونزې له ۲۰۰۱ کال وروسته د دولت جوړونې په بهیر کې هم په بنسټیز ډول حل نه شوې.

هغې د بن تړون ته په اشارې وویل، که څه هم د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو وروسته د افغانستان لپاره نوی سیاسي نظام طرحه شو، خو د هغې په باور، په دغه بهیر کې برابرۍ، انساني کرامت او د وګړو حقونو ته کافي پاملرنه ونه شوه او په ډېرو مواردو کې قومي تړاوونو پر انساني ارزښتونو برلاسی وموند. سمر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هېڅ قوم باید ځان تر نورو غوره ونه ګڼي او برابري، انساني کرامت او متقابل درناوی باید د هېواد د راتلونکي سیاسي نظام بنسټ وي.

هغې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې وویل، د خلکو غږ چوپ شوی او طالبانو پر ټولنه، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو، پراخ محدودیتونه لګولي دي. د نوموړې په وینا، په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په خورا شدیده توګه خراب شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې له افغانانو وغوښتل چې د یو بل پر تورنولو سربېره، د تېرو تېروتنو په اړه خبرې وکړي او د ګډو حل‌لارو د موندلو لپاره هڅې وکړي. هغې وویل، اوسنی بحران په تورونو لګولو نه حل کېږي او ټول وګړي د افغانستان د برخلیک په اړه مسولیت لري.

مېرمن سمر په پای کې له افغان کډوالو وغوښتل چې افغانستان هېر نه کړي او د هېواد له اوسني وضعیت څخه د خلاصون لپاره هڅې وکړي. هغې ټینګار وکړ چې د وطن او خلکو پر وړاندې د وګړو مسئولیت په کډوالۍ سره نه پای ته رسېږي.

طالبانو نړیوالو ترهګرو ته په پناه ورکولو د بې‌ګناه افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰
100%

د افغانستان متحدې جبهې د کونړ د اسعداباد خونړۍ چاودنې ته په غبرګون کې طالبان تورن کړل چې ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو سره یې د بې‌ګناه خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. متحدې جبهې ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې ځای د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) اډه وه.

د یادې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې ټي‌ټي‌پي له دغه مرکز څخه د ځانمرګو واسکټونو او د سړک غاړې ماینونو په ګډون د چاودېدونکو توکو د جوړولو او زېرمه کولو د ځای په توګه کار اخیست.

د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې، چې په دې برید کې د ملا ندیم په نوم د دې ډلې د یوه قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۳ د ټي‌ټي‌پي غړي هم وژل شوي دي.

د متحدې جبهې د خبرپاڼې له مخې سربېره پر دې لږ تر لږه ۱۰ زده‌کوونکي هم وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو دې مخالفې جبهې ویلي، چې هېڅ افغان په خپل هېواد او ګاونډ کې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو د کوربه‌توب غوښتونکی نه دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار هم په کونړ ولایت کې یوه ښوونځي ته څېرمه خونړۍ چاودنې ته په غبرګون کې ویلي و چې په استوګنیزو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان د بم جوړولو او ساتلو د مرکزونو فعالیت د افغانستان د خلکو ژوند په خطر کې اچولی دی.

ښاغلي حکمتیار د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه، په خپله ایکس پاڼه استوګنیزو کورونو او ښوونځیو ته نږدې د دې مرکزونو پر شتون نیوکه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو ناسم سیاستونه او د واک انحصار د دې لامل شوي چې بې‌ګناه وګړي او ماشومان د هغو پرېکړو قرباني شي چې دوی پکې هېڅ رول نه لري. هغه پوښتنه کړې وه، چې ولې باید په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته پناه او امکانات ورکړل شي ترڅو د دې هېواد له خاورې پر پاکستان د برید لپاره کار واخلي.

حبیب‌الرحمن حکمتیار زیاته کړې، چې د دې مرکزونو د فعالیت په تړاو عادي افغانان تر ټولو ډېر زیان ویني، خو تر هرې خونړۍ پېښې وروسته د دوی بنسټیزو پوښتنو ته ځواب نه ورکول کېږي او یوازې له دې پېښو تبلیغاتي ګټه پورته کېږي.

د اسلامي حزب د مشر زوی د افغانستان پر خاوره د هر ډول بهرني تېري د غندلو ترڅنګ، ټینګار کړی چې طالبان هم باید د هغو سیاستونو په وړاندې ځواب‌ویونکي وي چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. نوموړي همدارنګه د طالبانو له خوا د واک انحصار د افغانستان د نړيوالې انزوا لامل بللی او ویلي یې دي چې دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅ ډله حق نه لري چې خپلې شخصي غوښتنې په زور پر خلکو وتپي.

حکمتیار د ځوان نسل پر زده‌کړو محدودیتونو او د ځوانانو اجباري کډوالۍ ته په اشارې ویلي چې د افغانستان برخلیک باید د خلکو په اراده او ګډون وټاکل شي، نه د یوې محدودې ډلې د غوښتنې پر بنسټ.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د اسعداباد خونړۍ چاودنې د ۱۰ کسانو ژوند اخیستی او لږ تر لږه ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو تایید کړې چې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه ښوونځي ته څېرمه چاودېدلې ده. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د کانونو د استخراج یو شرکت د چاودېدونکو توکو په ساتنه کې په بې‌احتیاطۍ تورن کړ. خو د شرکت او د شرکت د څښتن نوم یې نه دی څرګندی.

په همدې حال کې یوې پاکستانۍ حکومتي سرچینې ادعا کړې چې په کونړ ولایت کې خونړۍ چاودنه د تحریک طالبان پاکستان د بم جوړولو په یوه مرکز کې شوې ده.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیع‌الحق بیان هم ویلي چې د دې چاودنې ډېری قربانیان ماشومان دي.