• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو مرکز: طالبانو په روزګان کې پنځه خبریالان د تصویر اخیستو د اجازې سربېره نیولي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو په روزګان کې پنځه سیمه‌ییز خبریالان سره له دې چې د ملا برادر یوه ملګري ورته د تصویر او ویډیو اخیستو اجازه ورکړې وه نیولي دي.

د دغه مرکز په وینا، خبریالان له څو ساعتونو بند وروسته په لیکلې بڼه د دې ژمنې په ورکولو خوشې شوي چې د تصویر او ویډیو اخیستو له بندیز سره به سم عمل کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په روزګان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې پنځه سیمه‌ییز خبریالان د ترینکوټ ښار د جامع جومات او مرکزي عیدګاه د پرانیستې په مراسمو کې د تصویر او ویډیو اخیستو له امله احضار او نیولي دي. په دغه مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و.
دغه مرکز د یوې سیمه‌ییزې سرچینې په حواله ویلي، د مراسمو پرمهال د امر بالمعروف ادارې یوه کارکوونکي خبریالانو ته خبرداری ورکړی و چې تصویر او ویډیو اخیستل منع دي؛ خو د ملا برادر یوه ملګري هغوی ته ډاډ ورکړی و، چې خپل کار ته دوام ورکولای شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د دغه مراسمو د انځورونو او ویډیوګانو له خپرېدو وروسته پنځه خبریالان د شنبې په ورځ د سهار شاوخوا لس بجې ونیول شول او د مازدیګر په څلور نیمو بجو خوشې شول.
په دغه خبریالانو کې د تړون غږ راډیو مسوول احمدشاه جواد، د پیوستون راډیو ټلوېزیون مسوول بریالی منګل، د دغه رسنۍ د خپرونې مدیر سمیع‌الله رحماني، د سلام روزګان راډیو مسوول بریالی انصاري او د شمع راډیو مسوول احسان‌الله ولسمل ښودل شوي دي.
په روزګان کې د ۱۴۰۴کال په مرغومي میاشت کې د ساکښو موجوداتو د تصویر پر خپرېدو بندیز لګېدلی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، د ۱۴۰۳کال په زمري میاشت کې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له اعلان راهیسې دغه محدودیت په رسمي ډول د افغانستان ۲۵ ولایتونو ته غځېدلی دی.د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو پنځو خبریالانو نیول د رسنیو پر ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د محدودیتونو د دوام یوه بېلګه بللې او له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو مسلکي حقونو ته درناوی وکړي او هغوی ته له نیول کېدو د وېرې پرته د کار زمینه برابره کړي.


ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۳

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۴

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۵

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

•
•
•

نور خبرونه

افغان سوداګر د کراچۍ په بندر کې د پاتې کانټینرونو د جریمې د معافیت غوښتنه کوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ بندر کې د لارو د بندښت له امله د افغان سوداګرو پاتې کانټینرونه لاهم نه‌دي لیلام شوي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، اوس هم د کراچۍ په بندر کې شاوخوا ۴۵۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې کله چې پر ډیورنډ کرښې لارې وتړل شوې، د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۲۰۰ کانټینرونه بند پاتې شول؛ ډېری دغه کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې وو او ځینې یې د لېږد پرمهال بېرته بندر ته راوګرځول شول.

د یادې خونې مشر خان جان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو دوی ته لیکونه استولي او خبرداری یې ورکړی چې د بندر په کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د کانټینرونو دننه د پرتو توکو له ارزښت هم اوښتي دي؛ له همدې امله ښايي دغه کانټینرونه لیلام شي.

هغه زیاته کړه، ګډې خونې د یوه لیک له لارې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دغه کانټینرونو لپاره مهلت وټاکي؛ څو سوداګر وکولای شي د لېږد لپاره د لارې له برابرېدو سره خپل مالونه له بنده خلاص کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال مشر عبدالغفار هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس هم د کراچۍ په بندر کې له ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کانټینرونه بند پاتې دي. هغه هم د ځنډ او تم کېدو د لګښتونو د زیاتوالي خبره تایید کړه.

نوموړي زیاته کړه، د اوږدې مودې لپاره د دغه کانټینرونو بند پاتې کېدو د سمندري لېږد شرکتونو او بندرونو ځای نیولی و؛ له همدې امله د پاکستان حکومت د هغو د لیلام خبرتیا خپره کړه.

د عبدالغفار په وینا، وروسته د ګډې سوداګرۍ خونې څو غړي د ټرانزیټ عمومي ریاست دفتر ته ورغلل او خپله ستونزه یې له چارواکو سره شریکه کړه. هغوی ته یې د کانټینرونو شمېر او وضعیت روښانه کړ او دغه چارواکو بیا معلومات په کابل کې له خپل دفتر سره شریک کړل.

هغه وویل، د کابل دفتر ورته ویلي چې د دغه کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو ټول لګښتونه باید سل په سلو کې معاف شي. د نوموړي په خبره، سوداګر چمتو دي چې خپل مالونه له بنده خلاص کړي؛ خو که دغه لګښتونه معاف نه‌شي، دوی نه شي کولای خپل مالونه ولېږدوي.

عبدالغفار زیاته کړه، د کانټینرونو لیلامول هم دومره اسانه نه دي چې یوازې خبرتیا خپره شي او وروسته یې لیلام کړي. د هغه په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دغه کانټینرونو په اړه یاد پرمختګ شوی و.

نوموړي وویل، دوی اوس د پاکستان د ټرانزیټ او بندرونو چارواکو ته لیک استولی او غوښتنه یې ترې کړې چې پر دغه کانټینرونو لګېدلي ټول لګښتونه په بشپړ ډول معاف کړي. هغه زیاته کړه، د کراچۍ په بندر کې له پاتې کانټینرونو څخه شاوخوا ۱۲۰ یې غوړي او نږدې ۱۰۰ نور یې خام مواد لېږدوي او په پاتې کانټینرونو کې بېلابېل توکي شامل دي.

د عبدالغفار په وینا، یوشمېر نور کانټینرونه د کراچۍ له بندر څخه د ایران د بندرعباس، دوبۍ او نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ د یوه شرکت مالک زاهد خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د یوه کانټینر د ۶۰۰۰ ډالرو په ارزښت مالونو لپاره دغه لګښتونه ۲۰زره ډالرو ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، ده د ټرانزیټ شاوخوا ۸۰ کانټینرونه لرل چې ډېری یې د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر له لارې لېږدول؛ خو اوس یې درې کانټینرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

نوموړي وویل، هغه کانټینرونه چې د کراچۍ له بندر څخه بېرته ستنېدل، افغان سوداګرو ته یې هم زرګونه ډالره زیان اړولی دی؛ د بېلګې په توګه د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره یې په کراچۍ کې ۱۰ زره ډالره د ځنډ لګښت او پنځه زره ډالره د سمندري لېږد کرایه ورکړې ده.

د هغه په خبره، په دې ټوله پروسه کې تر ټولو ډېر زیان افغان سوداګرو ته اوښتی دی. عبدالغفار وویل، له افغانستان سره د لارو د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي؛ څو د لارو د خلاصېدو لپاره زمینه برابره شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به دغه لارې بېرته پرانیستل شي.
زاهد خان وايي، یوازې په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ له شرکتونو سره تر ۲۰۰ پورې پاکستاني استازي کار کوي. همدارنګه، د چمن، تورخم او غلام خان بندر پر لارو شاوخوا ۶۰۰ استازي په دندو بوخت دي او له هر یوه سره نږدې لس کسان کار کوي، چې د لارو له تړل کېدو سره ټول بې‌روزګاره شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې به هره میاشت شاوخوا ۱۰زره کانټینرونه د کراچۍ بندر ته راتلل. په دغه کانټینرونو کې د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان لپاره توکي لېږدول کېدل او وروسته به پاکستاني لارۍ چلوونکو افغانستان ته رسول. هغه وویل، د لارو له تړل کېدو سره دغه موټرچلوونکي هم بې‌روزګاره شوي دي.

زاهد خان زیاته کړه، پخوا به دوی د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره د پنځو ورځو د بندري لګښت په توګه ۶۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکولې او له دې مودې وروسته به نور لګښتونه هم پرې زیاتېدل؛ همدارنګه، د یوه ۴۰ فوټه کانټینر لپاره یې بندر ته ۸۵زره کلدارې ورکولې.

د هغه په خبره، د لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې افغان سوداګر زیانمن شوي؛ بلکې پاکستاني بندرونو ته هم مالي زیان اوښتی دی.

په ملګرو ملتونو کې افغان ډیپلوماټانو د کونړ د خونړۍ چاودنې د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق او په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندېشه په کونړ ولایت کې خونړۍ چاودنه په کلکه غندلې ده.

یادو ډیپلوماټانو د چاودنې د لامل د روښانولو او د مسوولانو د ځواب ویلو لپاره د رڼو او خپلواکو څېړنو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
نصیراحمد اندېشه د شنبې په ورځ په اېکس پاڼه کې د پیغام په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، چې د کونړ پېښه، د کاپیسا او فراه ولایتونو په دیني مدرسو کې د وروستیو چاودنو په ګډون، له ورته پېښو سره یوځای، یو ځل بیا د طالبانو په واکمن جوړښت کې د «روڼتیا او ځواب ویلو نشتوالی» په ډاګه کوي. ښاغلي اندېشه ویلي، چې رسنیو ته د لاسرسي محدودیت، پر خبریالانو سخت فشارونه او د خپلواکو څارونکو د فعالیت لپاره د زمینې نشتوالی د دغسې پېښو د واقعي څرنګوالي څېړل او روښانول نږدې ناشوني کړي دي.

په ورته مهال نصیراحمد فایق هم د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ویلو او ټپیانو ته د روغتیا د هیله کولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې ماشومان باید په ښوونیز چاپېریال کې له امنیت څخه برخمن وي.

فایق هم د چاودنې د لامل د روښانولو، له ترهګریزو فعالیتونو سره د هغې د احتمالي تړاو د څېړلو او د پېښې د مسوولانو د ځواب ویلو لپاره د رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه بېلابېل روایتونه شتون لري.

د پاکستان یوې دولتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه کور چې د شنبې په ورځ پکې چاودنه وشوه، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د یوې بم جوړولو ډلې د فعالیت ځای و. د اسعداباد ښار اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د چاودنې تر مخه یې د الوتکې غږ اورېدلی و.

د کونړ اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې تایید کړې، چې د زیانمن شوي ښوونځي په څېرمه سیمه کې د چاودېدونکو توکو د جوړولو یو ځای موجود و. سربېره پر دې، د طالبانو په یوه واټس‌اپ ګروپ کې خپاره شوي غږیز فایلونه، چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، دغه ښوونځي ته نږدې د چاودېدونکو توکو د جوړولو د یوې ډلې د فعالیت ښکارندويي کوي.

پاکستاني سرچینې ادعا کوي، چې دغه تاسیسات د ټي‌ټي‌پي اړوند وو او چاودنه ښايي له همدې ځایه شوې وي، خو افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

په ورته مهال طالبانو د دغو تاسیساتو د ماهیت په اړه بل روایت وړاندې کړی دی. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د چاودنې پخلی کړی، خو ویلي یې دي، چې دغه زېرمتون د کان‌کېندنې شرکتونو اړوند و.

هغه د چاودنې لومړنی لامل د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې «غفلت او بې‌احتیاطي» بللې، خو د شرکتونو د نومونو او د زېرمتون د مالکانو د هویت په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

سره له دې، د چاودنې کره لامل او د چاودېدونکو توکو د زېرمتون د مالک هویت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی روښانه شوی. د پاکستاني سرچینو، د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو د چارواکو روایتونه لا هم د دغو تاسیساتو د ماهیت په اړه سره توپیر لري.

سیما سمر د طالبانو د مخالفانو د یووالي غوښتنه وکړه

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر د جرمني په هامبورګ ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو د مخالفانو پر یووالي ټینګار وکړ. هغې وویل، د مخالفو ځواکونو ترمنځ پیوستون کولای شي د دې ډلې د ماتې زمینه برابره کړي.

مېرمن سمر د شنبې په ورځ د لیندۍ په اوومه د جرمني په هامبورګ ښار کې د «له چوپتیا ورهاخوا» کتاب د مخکتنې او د هغې د فعالیتونو او خدمتونو د درناوي په مراسمو کې وویل، د افغانستان خلک باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي او پر خپل برخلیک واکمن واوسي.

نوموړې په عین حال کې ټینګار وکړ چې د وینې تویولو او تاوتریخوالي پلوي نه ده.

دا مراسم په هامبورګ ښار کې د یو شمېر افغانانو له خوا جوړ شوي وو.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، یو شمېر سیاسي څېرو، د مخکیني حکومت چارواکو او مخالفو ډلو د طالبانو پر وړاندې د یوه پراخ ایتلاف د جوړېدو غوښتنه کړې ده، خو د نظر اختلافونو او د مخالفو ځواکونو تیت‌والي تر اوسه د یوه واحد جبهې د جوړېدو مخه نیولې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې د خپلو خبرو په بله برخه کې د جمهوري نظام د سقوط په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د جمهوري نظام ړنګېدل د یوه لوري د کړنو پایله نه وه، بلکې ټول سیاسي او ټولنیز لوبغاړي باید په دې پېښه کې خپله ونډه او مسولیت ومني. هغې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر کړنو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، نړیواله ټولنه ونه توانېده چې افغانستان له هغه بحران څخه وژغوري چې د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو لامل شو.

مېرمن سمر د برابرۍ نشتوالی او د برترۍ غوښتنې پراختیا د افغانستان د بحرانونو له اصلي لاملونو څخه وبلل او زیاته یې کړه چې دغه ستونزې له ۲۰۰۱ کال وروسته د دولت جوړونې په بهیر کې هم په بنسټیز ډول حل نه شوې.

هغې د بن تړون ته په اشارې وویل، که څه هم د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو وروسته د افغانستان لپاره نوی سیاسي نظام طرحه شو، خو د هغې په باور، په دغه بهیر کې برابرۍ، انساني کرامت او د وګړو حقونو ته کافي پاملرنه ونه شوه او په ډېرو مواردو کې قومي تړاوونو پر انساني ارزښتونو برلاسی وموند. سمر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هېڅ قوم باید ځان تر نورو غوره ونه ګڼي او برابري، انساني کرامت او متقابل درناوی باید د هېواد د راتلونکي سیاسي نظام بنسټ وي.

هغې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې وویل، د خلکو غږ چوپ شوی او طالبانو پر ټولنه، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو، پراخ محدودیتونه لګولي دي. د نوموړې په وینا، په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په خورا شدیده توګه خراب شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې له افغانانو وغوښتل چې د یو بل پر تورنولو سربېره، د تېرو تېروتنو په اړه خبرې وکړي او د ګډو حل‌لارو د موندلو لپاره هڅې وکړي. هغې وویل، اوسنی بحران په تورونو لګولو نه حل کېږي او ټول وګړي د افغانستان د برخلیک په اړه مسولیت لري.

مېرمن سمر په پای کې له افغان کډوالو وغوښتل چې افغانستان هېر نه کړي او د هېواد له اوسني وضعیت څخه د خلاصون لپاره هڅې وکړي. هغې ټینګار وکړ چې د وطن او خلکو پر وړاندې د وګړو مسئولیت په کډوالۍ سره نه پای ته رسېږي.

طالبانو نړیوالو ترهګرو ته په پناه ورکولو د بې‌ګناه افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰
100%

د افغانستان متحدې جبهې د کونړ د اسعداباد خونړۍ چاودنې ته په غبرګون کې طالبان تورن کړل چې ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو سره یې د بې‌ګناه خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. متحدې جبهې ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې ځای د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) اډه وه.

د یادې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې ټي‌ټي‌پي له دغه مرکز څخه د ځانمرګو واسکټونو او د سړک غاړې ماینونو په ګډون د چاودېدونکو توکو د جوړولو او زېرمه کولو د ځای په توګه کار اخیست.

د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې، چې په دې برید کې د ملا ندیم په نوم د دې ډلې د یوه قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۳ د ټي‌ټي‌پي غړي هم وژل شوي دي.

د متحدې جبهې د خبرپاڼې له مخې سربېره پر دې لږ تر لږه ۱۰ زده‌کوونکي هم وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو دې مخالفې جبهې ویلي، چې هېڅ افغان په خپل هېواد او ګاونډ کې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو د کوربه‌توب غوښتونکی نه دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار هم په کونړ ولایت کې یوه ښوونځي ته څېرمه خونړۍ چاودنې ته په غبرګون کې ویلي و چې په استوګنیزو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان د بم جوړولو او ساتلو د مرکزونو فعالیت د افغانستان د خلکو ژوند په خطر کې اچولی دی.

ښاغلي حکمتیار د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه، په خپله ایکس پاڼه استوګنیزو کورونو او ښوونځیو ته نږدې د دې مرکزونو پر شتون نیوکه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو ناسم سیاستونه او د واک انحصار د دې لامل شوي چې بې‌ګناه وګړي او ماشومان د هغو پرېکړو قرباني شي چې دوی پکې هېڅ رول نه لري. هغه پوښتنه کړې وه، چې ولې باید په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته پناه او امکانات ورکړل شي ترڅو د دې هېواد له خاورې پر پاکستان د برید لپاره کار واخلي.

حبیب‌الرحمن حکمتیار زیاته کړې، چې د دې مرکزونو د فعالیت په تړاو عادي افغانان تر ټولو ډېر زیان ویني، خو تر هرې خونړۍ پېښې وروسته د دوی بنسټیزو پوښتنو ته ځواب نه ورکول کېږي او یوازې له دې پېښو تبلیغاتي ګټه پورته کېږي.

د اسلامي حزب د مشر زوی د افغانستان پر خاوره د هر ډول بهرني تېري د غندلو ترڅنګ، ټینګار کړی چې طالبان هم باید د هغو سیاستونو په وړاندې ځواب‌ویونکي وي چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. نوموړي همدارنګه د طالبانو له خوا د واک انحصار د افغانستان د نړيوالې انزوا لامل بللی او ویلي یې دي چې دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅ ډله حق نه لري چې خپلې شخصي غوښتنې په زور پر خلکو وتپي.

حکمتیار د ځوان نسل پر زده‌کړو محدودیتونو او د ځوانانو اجباري کډوالۍ ته په اشارې ویلي چې د افغانستان برخلیک باید د خلکو په اراده او ګډون وټاکل شي، نه د یوې محدودې ډلې د غوښتنې پر بنسټ.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د اسعداباد خونړۍ چاودنې د ۱۰ کسانو ژوند اخیستی او لږ تر لږه ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو تایید کړې چې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه ښوونځي ته څېرمه چاودېدلې ده. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د کانونو د استخراج یو شرکت د چاودېدونکو توکو په ساتنه کې په بې‌احتیاطۍ تورن کړ. خو د شرکت او د شرکت د څښتن نوم یې نه دی څرګندی.

په همدې حال کې یوې پاکستانۍ حکومتي سرچینې ادعا کړې چې په کونړ ولایت کې خونړۍ چاودنه د تحریک طالبان پاکستان د بم جوړولو په یوه مرکز کې شوې ده.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیع‌الحق بیان هم ویلي چې د دې چاودنې ډېری قربانیان ماشومان دي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر: هېچا د ښځو د نومونو د لرې کولو امر نه دی کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰
100%

په بلخ کې د طالبانو او د دغې ډلې د عدلیې وزارت ویاندویانو د دغه ولایت په روغتونونو او درملنې مرکزونو کې د ښځو د اصلي نومونو پر کارولو د بندیز د حکم د خپرېدو په اړه راپورونه رد کړل. هغوی زیاتوي چې د ښځو د نومونو د کارولو د مخنیوي په اړه هېڅ رسمي فرمان یا امر نه دی صادر شوی.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ولایت کې د درملنې په مرکزونو کې د ښځو د اصلي نومونو پر کارولو د بندیز اړه راپور ناسم دی او د والي دفتر په دې برخه کې هېڅ حکم نه دی صادر کړی.

په ورته مهال د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي هم په دې اړه راپورونه رد کړې او هغه یې اوازه بللې ده. نوموړي ویلي چې د ښځو د اصلي نومونو د کارولو د منع په اړه هېڅ قانون یا امر نه دی صادر شوی.

دا غبرګونونه وروسته له هغه مطرح شول چې ګارډین ورځپاڼې او زن‌ټایمز په یو ګډ راپور کې ولیکل، چې د افغانستان په شمال د بلخ ولایت کې طالب چارواکو ښځینه ناروغانې د هغوی په اصلي نومونو له بللو منع کړې دي. د دغو دوو رسنیو د راپور پر بنسټ، د طالبانو چارواکو په مې میاشت کې شخصي روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی چې د ښځو د نوم پر ځای د «بي‌بي» کلمه وکاروي.

د دې راپور د سرچینو په وینا، دا امر حتی په طبي نسخو هم تطبیقېږي.

ګارډین او زن‌ټایمز په خپل راپور کې د افغان ښځو او ډاکټرانو له قوله لیکلي، چې د درملنې خدمتونو ته د ښځو په لاسرسي کې د طالبانو محدودیتونو هغوی له سختو او کله نا کله نامعقولو شرایطو سره مخامخ کړي دي. دغه راپور د ښځو د نوم د کارولو د محدودیت تر څنګ د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځینه ناروغانو د درملنې غیررسمي منع کولو ته هم اشاره کړې ده.

د یو شمېر ډاکټرانو د شاهدۍ پر بنسټ، د طالبانو امنیتي ځواکونه د کلینیکونو په پلټلو او زندان ته د نارینه ډاکټرانو په ګواښلو سره د ښځینه ناروغانو د مستقیمې درملنې مخه نیسي.

طالبانو تر اوسه د ښځو پر ضد لسګونه محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. د دغو محدودیتونو له مخې ښځې له محرم پرته د سفر کولو اجازه نه لري او درملنې خدمتونو ته د هغوی لاسرسی هم له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

نارینه ډاکټران هم د ښځینه ناروغانو په معاینه او درملنه کې له ځینو محدودیتونو سره مخ دي.

د مزارشریف یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا بعیده نه ده چې دا ډول محدودیت د طالبانو له خوا لګول شوی وي؛ ځکه چې د هغه په وینا، د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د نوم ړنګول یا پټول کومه نوې موضوع نه ده. همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د درملنې په مرکزونو کې د «بي‌بي» کلمې د کارولو په اړه د طالبانو د نوي حکم د صادرېدو په اړه خبر نه لري.

په افغانستان کې د ښځو د نوم د نه کارولو موضوع اوږده مخینه لري او د ټولنې په ځینو برخو کې په عمومي غونډو او حتی په کورنیو کې د ښځو د نومونو اخیستل له کلتوري حساسیتونو سره مخامخ وو. خو له دې سره په تېر وخت کې په طبي نسخو، د روغتونونو په اسنادو او رسمي کاغذونو کې د ښځو د نومونو د لیکلو هېڅ رسمي بندیز شتون نه درلود.

که څه هم د افغانستان د ټولنې په ځینو برخو کې ښځې ډېری وخت د خپل اصلي نوم پر ځای د کورنۍ په نسبت لکه د یو سړي د مور، خور، لور یا مېرمنې په نوم یادېږي، خو دا ټولنیز حساسیت د درملنې او اداري اسنادو څخه د ښځو د نومونو د ړنګولو لپاره د کوم رسمي حکم په مانا نه و.

په افغانستان کې د ښځو د نومونو اخیستلو په اړه ټولنیز حساسیتونه په تېرو کلونو کې د ښځو د حقونو د فعالانو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې یو شمېر ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د «زما نوم چېرته دی؟» کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین هڅه کوله چې د «زما نوم چېرته دی» په هشټاګ سره له هغه دود سره مبارزه وکړي چې له مخې یې ښځې د خپل اصلي نوم پر ځای د یوه سړي د مور، خور، لور یا مېرمنې په توګه پېژندل کېږي او د هغوی خپلواک هویت له پامه غورځول کېږي.

دغه بهیر په ځینو مواردو کې حتی د ودونو په بلنلیکونو، د قبرونو په تیږو او رسمي اسنادو کې هم لیدل کېده. په هغه وخت کې د ماشومانو په پېژندپاڼو کې د پلار نوم لیکل کېده، خو په دغو اسنادو کې د مور د نوم لیکل معمول نه وو. د «زما نوم چېرته دی؟» کمپاین د ښځو د خپلواک هویت او نوم د په رسمیت پېژندلو او په رسمي اسنادو کې د هغوی د نومونو د درج غوښتنه کوله.

دغه کمپاین په ۲۰۲۰ کال کې خپلې یوې حقوقي لاسته راوړنې ته ورسېد. په هغه وخت کې د افغانستان پخواني حکومت د ماشومانو په تذکرو کې د مور د نوم درج تصویب کړ؛ هغه اقدام چې د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا د ښځو د خپلواک هویت د په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه ګام په توګه وستایل شو.

اوس له هغه کمپاین څخه د څو کلونو په تېرېدو او واک ته د طالبانو په بېرته راستنېدو سره، د بلخ په درملنې مرکزونو کې د ښځو د نومونو د کارولو د منع په اړه راپورونو، یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو د هویت د ړنګېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

که څه هم د طالبانو ویاندویانو دا راپور رد کړی دی، خو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي د دې ډلې محدودیتونه لا هم د بشري حقونو د بنسټونو او د ښځو د حقونو د مدافعانو د اندېښنې اصلي موضوعات دي.