• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکو په بلوچستان کې د اوو افغانانو په ګډون د ۱۱ کارګرو وژنه وغندله

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍ کې د اوو افغانانو په ګډون د ۱۱ کارګرو وژنه غندلې او د عاملانو د سملاسي محاکمې لارښوونه یې کړې ده.

اصف علي زرداري او شهباز شریف د یکشنبې په ورځ په جلا، جلا بیانونو کې دا یوه «ترهګریزه» کړنه بللې ده. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، چې د بې‌ګناه او زیارکښو کسانو په نښه کول د بشریت ضد عمل دی.

هغه زیاته کړې، چې د کارګرو تښتول او بیا یې وژنه بزدلانه عمل دی او عاملین به یې خامخا د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغه ادعا کړې، چې «له بهرني ملاتړه برخمن عناصر د وېرې په خپرولو خپلو ناوړه موخو ته نه‌شي رسېدای».

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دغه کارګرو د ډزو پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده. نوموړي څرګنده کړه، هغه کسان چې بې‌ګناه کارګر او ولسي وګړي په نښه کوي، هېڅ ډول زړه سوی نه پرې کېږي. شهباز شریف اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د برید عاملان ژر تر ژره وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

همدارنګه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم په کوهلو کې د سکرو د کان کارګرو وژنه غندلې او د هغوی له کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.
د پاکستان په بلوچستان کې د وژل شویو ۷ افغان کارګرو د کار مالک افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټاکل شوې د دغه وژل شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته ولېږدول شي. افغانستان انټرنشنل- پښتو د دغه کارګرو نومونه ترلاسه کړي. دوی ټول د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي دي.

ډېر لیدل شوي

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و
۱

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۲

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

۳

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۴

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۵

د ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر د سي ای اې په پټ زندان کې په اوبو خپله شکنجه تایید کړه

•
•
•

نور خبرونه

د اندونیزیا د ښځو ملي کمېسیون د افغان ښځو د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۰
100%

په اندونیزیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون د دغه هېواد له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دې کمېسیون د اندونیزیا له حکومت څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د مشرتابه له مقام څخه په ګټې اخیستنې، د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د نړۍ د هېوادونو ملاتړ راجلب کړي.

دا غوښتنه د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه جاکارتا ښار کې په یوه غونډه کې مطرح شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې موندنې وڅېړل شوې.

د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون مشرې، ماریا الفه انشور، وویل چې طالبانو بېرته واک ته له رسېدو راهیسې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لګولی او روغتیايي خدمتونو ته یې د هغوی لاسرسی او په عامه ډګرونو کې د ښځو حضور هم ستونزمن کړی دی.

هغې زیاته کړه، هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، له ګواښونو، نیول کېدو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

انشور ټینګار وکړ چې د ښځو ځپل باید د دین په نوم توجیه نه شي. د هغې په وینا، د اندونیزیا تجربې ښودلې چې دیني عالمان، د ښځو غورځنګونه او د بشري حقونو بنسټونه کولای شي د عدالت ته د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره په ګډه کار وکړي.

دې کمېسیون له دیني عالمانو، ښوونیزو بنسټونو او مذهبي ټولنو وغوښتل چې د هغو کسانو پر وړاندې دریځ ونیسي چې د دین په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی توجیه کوي او د هغوی حقونه محدودوي.

د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون د نړیوالې دادخواهۍ برخې مشرې، سونداګ فریشکا سیمانجونتاک، وویل چې نړیواله ټولنه باید داسې زمینه برابره کړي چې افغان ښځې وکولای شي په بشپړ امنیت کې په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي او په بحثونو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

سیمانجونتاک همداراز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو څخه د ملاتړ او د هغو شواهدو او شهادتونو د تعقیب غوښتنه وکړه چې د افغانستان د ښځو ولسي محکمې راټول کړي دي. د هغې په وینا، دا هڅې باید تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي، د ښځو حقونه بېرته هغوی ته ور وګرځوي او د قربانیانو، شاهدانو او د بشري حقونو د مدافعانو ساتنه وکړي.

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې د ۱۴۰۴ کال د قوس په ۲۰مه د هالنډ په هاګ ښار کې د طالبانو هغه سیاستونه او کړنې چې ښځې او نجونې یې د جنسیت له امله ځورولي، د بشریت پر وړاندې د جنایت بېلګې وبللې. د دې محکمې حکم الزامي نه دی، خو کولای شي په نورو مراجعو کې د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو د تعقیب او د هغو د عاملانو د ځواب‌ویلو لپاره بنسټ وګرځي.

په جاکارتا کې دا غونډه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین یوه برخه وه. د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون له رسنیو او خلکو وغوښتل چې د محکمې موندنې خپرې کړي او د افغان ښځو غږ لا ډېرو خلکو ته ورسوي.

دې کمېسیون د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت او د ښځو د پیاوړتیا او د ماشومانو د ساتنې له وزارت څخه هم وغوښتل چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو ډیپلوماتیکو غونډو کې د ښځو حقونه او جنسیتي عدالت مطرح کړي.

د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون یو رسمي بنسټ دی چې په ۱۹۹۸ کال کې د دغه هېواد د ولسمشر په فرمان جوړ شوی او له حکومته خپلواک فعالیت کوي.

د طالبانو پوهنې وزارت: د ښوونیزو مرکزونو د خوندیتوب لپاره باید احتمالي ګواښونه وپېژندل شي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند ذبیح‌الله همت وایي، چې د ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ د احتمالي ګواښونو د مخنیوي او د پېښو د پېژندنې لپاره د بېلابېلو وزارتونو او سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ همغږي اړینه ده.

هغه ټینګار وکړ چې د خطرناکو او چاودېدونکو توکو د لیدلو پر مهال باید پر وخت د طالبانو اړوندو ادارو ته خبر ورکړل شي، څو د پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي. دا څرګندونې د کونړ په اسعداباد کې د ښوونځي ترڅنګ تر هغې خونړۍ چاودنې وروسته کېږي چې د ښوونیزو ځایونو د خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د شنبې په ورځ د اسعداباد اړوند د شګۍ کلي ښوونځي ترڅنګ درنې چاودنې یو شمېر زده‌‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله واړوله. طالبانو په دغه پېښه کې د ۷زده‌کوونکو وژل کېدل او تر ۱۰۰څخه د ډېرو ټپي کېدل تایید کړي دي. طالبان ادعا کوي چې چاودنه د کانونو د اېستلو شرکتونو د چاودېدونکو توکو په ډیپو کې شوې ده، خو ځايي سرچینې وايي چې د ښوونځي په څنګ کې د بم جوړولو کارخونه موجوده وه او د پېښې اصلي څرنګوالی لا هم په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د ملګرو ملتونو د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې د راپور له مخې، طالبانو له ۱۴۰۲ تر ۱۴۰۴ کاله پورې ۶۴ ښوونځي او یو روغتون د خپلو پوځي اهدافو لپاره کارولي دي. د دغه سازمان په حواله، د طالبانو لخوا د ښوونځیو پوځي کارونې شاوخوا ۳۲ زره او ۵۰۰ ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې کړي دي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په مرکزي حوزه کې ثبت شوې دي. د نړیوالو بشردوستانه اصولو پر بنسټ ښوونځي ملکي ځایونه دي، خو د پوځي تاسیساتو او مهماتو ځای پر ځای کول دا ډول ځایونه په پوځي هدفونو بدلوي.

تر دې وړاندې هم د تعلیمي بنسټونو د پوځي کارونې په اړه اندېښنې راپورته شوې وې، لکه د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې د پنجشېر د پریان ولسوالۍ په میرزا عبدالغفور یعقوبي لېسه کې د اورلګېدنې پېښه، چې ځایي خلکو پکې د طالبانو د پوځي حضور یادونه کړې وه. همدارنګه په ۱۴۰۵ کال کې راپورونه ورکړل شول چې د پکتیا پوهنتون د نجونو په پخوانۍ لیلیه کې د طالبانو ځانمرګي بریدګر مېشت کړل شوي، که څه هم طالبانو یاده ودانۍ د دیني زده‌کړو مرکز ونوماوه او د دغو تورونو په اړه یې چوپتیا غوره کړه.

په کونړ کې تر دغې خونړۍ چاودنې وروسته، د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما اعلان وکړ چې په اسعداباد کې د شوې چاودنې څېړنه کوي او د ښوونځي د زده‌کوونکو پر مرګ‌ژوبله یې ژوره اندېښنه ښودلې ده. په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې دفتر هم په یوه بیان کې د دغې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه او د زده‌کوونکو او ښوونځیو د ژغورنې او خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

په اسعداباد کې د مرګونې چاودنې په اړه ضدونقیض معلومات خپاره شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
100%

د کونړ د مرکز اسعداباد، شګۍ منځني ښوونځي ته څېرمه تر مرګونې چاودنې دوه ورځې وروسته لا هم په سیمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه روښانه انځور نشته. طالبان وایي، چې دا پېښه د کانونو د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې، خو د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه نورې ادعاوې هم مطرح شوې دي.

په ورته وخت کې سیمې ته د خبریالانو او خپلواکو څارونکو د لاسرسي مخنیوي د حقیقت روښانه کېدو امکان محدود کړی دی.

په دې پېښه کې یو شمېر استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سیمه‌یزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ ماشومان وژل شوي او د ماشومانو او زده‌کوونکو په ګډون شاوخوا ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

  • سرچینې: د کونړ په چاودنه کې ۳۲ ماشومان وژل شوي دي

    سرچینې: د کونړ په چاودنه کې ۳۲ ماشومان وژل شوي دي

ځینې سرچینې وایي، چې د وژل شویو شمېر ۱۷ تنه دی.

د دې سرچینو په وینا، په وژل شویو کې د ټي‌ټي‌پي څلور غړي، څلور ماشومان، د ټي‌ټي‌پي د یوه غړي د کورنۍ دوې ښځې چې چاودنه د دوی په کور کې شوې، درې نور نامعلوم کسان، یو ښوونکی او د ښوونځي درې زده‌کوونکي شامل دي.

روغتون سرچینې هم د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰ تنه راپور کوي.

ځینې باخبره سرچینې وایي، چې د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر اعلان شویو شمېرو زیات وي.

د سیمه‌یزو سرچینو په وینا، د چاودنې شدت دومره و چې د څو درسي ټولګیو چتونه راپرېوتل او یو شمېر زده‌کوونکي تر خاورو لاندې مړه شول.

د یوې کورنۍ څلور ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې دي.

یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره په ننګرهار کې د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په مقابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع مخکې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۰ تنه او د ټپیانو شمېر ۱۱۰ تنه اعلان کړی و.

هغه ویلي و چې ډېری قربانیان ماشومان دي.

دا چاودنه د شنبې په سهار، د لیندۍ په ۷مه، له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې، هغه مهال وشوه چې زده‌کوونکي په ټولګیو کې حاضر وو. د شګي منځنی ښوونځی شاوخوا ۱۵۰ زده‌کوونکي او ۱۳ ښوونکي لري.

د چاودنې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه

د طالبانو چارواکو د چاودنې علت د کانونو د استخراج شرکتونو پورې د اړوندو چاودېدونکو توکو په ساتنه کې بې‌احتیاطي بللې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دا توکي ښوونځي ته نږدې په یوه کور کې ساتل کېدل او د کونړ–نورستان د لویې لارې په اوږدو کې د کانونو د استخراج او د ډبرو ماتولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع‌الحق حق‌بیان هم ویلي، چې چاودنه د یوه سوداګر په کور کې شوې چې د کانونو چاودېدونکي توکي په کې زېرمه شوي وو.

له دې سره سره، د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه نور روایتونه هم مطرح شوي دي.

پاکستاني سرچینې: کومه ودانۍ چې چاودنه پکې شوې، د ټي‌ټي‌پي مرکز و

پاکستاني سرچینې ادعا کوي هغه ودانۍ چې چاودنه په کې شوې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د بم جوړولو او د غړو د روزنې مرکز و.

د سرچینو په ادعا، دغه مرکز د «شهید بیت‌الله محسود» تر نامه لاندې فعالیت کاوه او په هغه کې په موټرو کې ځای پر ځای شوي بمونه، ځانمرګي واسکټونه او د سړک غاړې ماینونه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره جوړېدل.

دا سرچینې وایي، چې مولانا فاروق سواتي د دې مرکز مشري پر غاړه درلوده او د چاودنې پر مهال هم د ټي‌ټي‌پي یو شمېر غړي له چاودېدونکو توکو سره د کار پر زده‌کړه بوخت وو.

پاکستاني سرچینو دا ادعا هم کړې، چې چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د جوړولو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله شوې او په پایله کې یې د دې مرکز د قوماندان او د بم جوړولو د یو شمېر متخصصینو په ګډون د ټي‌ټي‌پي شاوخوا ۳۰ غړي وژل شوي دي.

دې سرچینو د دې ډلې د ټپیانو شمېر هم ۲۸ تنه اعلان کړی دی.

سره له دې، افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دا ادعاوې، لکه د مرکز ماهیت، د وژل شویو کسانو هویت او د ټي‌ټي‌پي د غړو د تلفاتو شمېر په خپلواکه توګه تایید کړي.

د سیمې ځینو اوسېدونکو تر چاودنې وړاندې د الوتکې د غږ اورېدو خبره کړې ده.

یو شمېر نورو هم په دې سیمه کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د پخواني تګ راتګ خبر ورکړی دی.

طالبانو د چاودنې د ځای د کره ماهیت، د هغه د مالک، د چاودېدونکو توکو د ډول او د دې موادو د ساتنې د څرنګوالي په اړه روښانه جزییات نه دي وړاندې کړي.

ویجاړ شوي کورونه او د لاسرسي محدودیت

له پېښې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې، تخریب شوي ټولګي، راپرېوتلي چتونه او د زده‌کوونکو پاشل شوي کتابونه او بکسونه ښیي.

په دې انځورونو کې، د ښوونځي شاوخوا استوګنیزو کورونو ته اوښتي زیانونه هم لیدل کېږي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې تر چاودنې وروسته، سیمې ته پر تګ راتګ سخت بندیز لګېدلی او هېچا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

خبریالان هم نه دي توانېدلي چې له سیمې لیدنه وکړي او د زیانونو، د قربانیانو د شمېر او د هغه ځای د څرنګوالي چې چاودنه په کې شوې ده، د خپلواکې ارزونې امکان نه دی برابر شوی.

دا محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې د چاودنې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې شوي او د طالبانو د رسمي شمېرو او د سیمه‌ییزو سرچینو د ارقامو ترمنځ واټن هم د پام وړ دی.

نړیوال غبرګونونه او د څېړنو غوښتنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی، چې د اسعداباد په چاودنه کې د ماشومانو او نورو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه راپورونه تعقیبوي.

یوناما په یوه اعلامیه کې د دې پېښې پر انساني زیانونو د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې دا موضوع څاري.

دې دفتر تر اوسه د چاودنې د لامل یا د قربانیانو د دقیق شمېر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې ښوونیز مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي او له هر ډول ګواښ څخه پاک چاپیریال وي.

اروپایي ټولنې او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

سره له دې لا هم څرګنده نه ده، چې طالبان به یوناما ته د ساحوي څېړنو او د دې پېښې په اړه د خپلواکو پلټنو د ترسره کولو اجازه ورکړي که نه.

یوناما په تېر کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته، د ملکي تلفاتو او د دې بریدونو د اړخونو په اړه ځانګړي راپورونه خپاره کړي وو؛ خو دا ځل یې تر دې دمه د پېښې د تعقیب پر یوې عمومي اعلامیې بسنه کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي څېرو د کونړ د چاودنې په اړه د دې بنسټ د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بریدونو مخینه او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور تور

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پاکستان په تېرو میاشتو کې په وار وار د کونړ ولایت او د افغانستان یو شمېر نورې ختیځې سیمې د خپلو هوایي بریدونو هدف ګرځولې دي.

په دې بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان سنګرونه او مرکزونه وو.

اسلام‌اباد ادعا کوي، چې پاکستاني جنګیالي د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا کې د افغان طالبانو تر ملاتړ لاندې د دې هېواد پر ضد فعالیت کوي او شاوخوا شپږ زره د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې حضور لري.

پاکستان همدا راز ادعا کوي، چې حافظ ګل بهادر او د ټي‌ټي‌پي یو شمېر نور مشران په افغانستان کې دي.

پاکستاني چارواکو د دې ادعاوو ترڅنګ، په افغانستان کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو د مشرانو د شتون خبره هم کړې ده.

طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

سره له دې، د کونړ خونړۍ چاودنې او د پېښې د رامنځته کېدو د ځای د څرنګوالي په اړه شکونو یو ځل بیا د افغانستان په ختیځو سیمو کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو د فعالیت او له ملکي ځایونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د تلفاتو په شمېرو کې اختلاف، د چاودنې د علت په اړه بېلابېل روایتونه، د استوګنیزو کورونو ویجاړېدل او سیمې ته د خبریالانو او خپلواکو څارونکو د لاسرسي مخنیوي، د اسداباد په اندرسېر سیمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

تر څو چې د خپلواکې څېړنې امکان برابر نه شي، د چاودنې اصلي علت او د تلفاتو رښتیني اړخونه به په ابهام کې پاتې وي.

د پاکستان لومړی وزیر له پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته ځي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۵ GMT+۰
100%

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۹مه روسیې ته په درې ورځني رسمي سفر ځي. نوموړی به په دغه سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، سیمه‌ییز تحولات او د افغانستان اړوند مسایل هم د دواړو لورو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دي.

شریف به په مسکو کې له پوتین سربېره د روسیې له لومړي وزیر میخایل میشوستین او د دغه هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري. د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا، د انرژۍ، صنعت، کرنې، ترانسپورټ، ساینس او ټکنالوژۍ، زده‌کړو او دفاعي برخو کې همکاري د خبرو اترو اصلي موضوعات بلل شوي دي. دواړه لوري به د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان وضعیت او له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې هم د دغه سفر د خبرو اترو له موضوعاتو څخه دي. خو تر اوسه د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته د پام څرنګوالي او کچې په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.

روسیې په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي. مسکو یوازینی هېواد هم دی چې د طالبانو اداره یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلې ده. دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې، په ځانګړې توګه د سرحدي ترینګلتیاوو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د متقابلو تورونو له امله، له بې‌ساري کړکېچ سره مخ دي.

روسیې تر دې مخکې د مسکو په یوه غونډه کې د داعش پر ضد د طالبانو د اقداماتو ستاینه کړې وه. په مقابل کې، پاکستان د طالبانو اداره د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)، په ملاتړ تورنوي. طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

په دغه سفر کې به له شریف سره یو لوړپوړی پلاوی هم مل وي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، یو شمېر وزیران او لوړپوړي دولتي چارواکي پکې شامل دي. ځینو پاکستاني رسنیو د دغه پلاوي په ترکیب کې د لوړپوړو پوځي چارواکو د احتمالي ګډون خبر هم ورکړی دی.

ټاکل شوې چې د دغه سفر په ترڅ کې د لوړو زده‌کړو، ساینس او ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، مخابراتو، کلتور او رسنیو په برخو کې څو هوکړه‌لیکونه او تفاهم‌لیکونه لاسلیک شي. د پاکستان او روسیې ترمنځ سوداګریزه غونډه به هم په مسکو کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شي.

پاکستان او روسیې په دې وروستیو کې په مسکو کې د بین‌الحکومتي ګډ کمېسیون په غونډه کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اقتصادي همکارۍ پروګرام لاسلیک کړی دی. دواړو هېوادونو همداراز ټاکلې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

دا د شهباز شریف د لومړي وزارت په دوره کې روسیې ته د هغه لومړنی رسمي سفر دی. نوموړی به له دغه سفر وروسته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) په غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ شي.

الجزیره:چین ته د خرو صادرات د پاکستاني بېوزلو عواید ګواښي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۰
100%

له پاکستان څخه چین ته د خرو د غوښې او پوستکو د صادراتو له زیاتېدو سره، د بلوچستان په کلیوالو سیمو کې د خرو بیې لوړې شوې او د هغو کورنیو اندېښنې یې زیاتې کړې چې د خپل ورځني ژوند او عاید لپاره پر دغو حیواناتو تکیه لري.

د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې یو شمېر اوسېدونکي الجزیره ته ویلي، چې د خرو پر سوداګرۍ د چینايي تقاضا له زیاتېدو وروسته د دغو حیواناتو بیې څو برابره لوړې شوې او د غلاوو پېښې هم ډېرې شوې دي.
محمد نور، چې د بلوچستان د تمپ سیمې اوسېدونکی دی، وایي د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره یې دوه خره وپلورل، خو اوس د نوي خر د اخیستو توان نه لري. نوموړی پخوا د خرو په وسیله د لرګیو، شګو او ډبرو د لېږد له لارې ورځنی عاید ترلاسه کاوه، خو اوس پر ورځنۍ مزدورۍ تکیه کوي.
د راپور له مخې، په چین کې د «ایجاو» په نوم د دودیز درملیز محصول د تولید لپاره د خرو پوستکو ته پراخه اړتیا شته.
دغه محصول د خرو له پوستکو ترلاسه شوي جلاتین څخه جوړېږي او د چین بازار کې پلورل کېږي.
څېړنې ښيي چې د ایجاو صنعت هر کال د څلورو تر پنځو میلیونو د خرو پوستکو ته اړتیا لري، خو د چین کورنی تولید دا اړتیا نه شي پوره کولای؛ له همدې امله د نورو هېوادونو، په ګډون د پاکستان، بازارونو ته مخه شوې ده.
د پاکستان د اقتصادي سروې له مخې، هېواد دا مهال شاوخوا ۶.۲ میلیونه خره لري او د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې د خرو لوی نفوس لري.
د ګوادر په ازاده سوداګریزه سیمه کې یوې چینايي کمپنۍ د خرو د غوښې او پوستکو د پروسس او صادراتو فعالیت پیل کړی دی. راپورونه ښيي چې دغې کمپنۍ د روان کال په جولای کې نږدې ۹۵ ټنه او په اکتوبر کې ۸۱ ټنه د خرو غوښه، هډوکي او پوستکي چین ته صادر کړي دي.
همداراز یوې بلې پاکستاني - چینايي ګډې کمپنۍ ته هم اجازه ورکړل شوې چې هر کال تر ۱۵۰ زرو پورې خره پروسس او چین ته صادر کړي.
خو د حیواناتو د هوساینې او اقتصادي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د خرو د سوداګرۍ پراختیا ښايي د بېوزلو کورنیو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي، ځکه ډېری هغه خره چې د صادراتو ځنځیر ته داخلېږي د کلیوالو خلکو کاري حیوانات دي.
د حیواناتو د هوساینې کارپوه سید نعیم عباس ویلي، چې که د خرو د نسل د زیاتولو او ساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي نه شي، نو د صادراتو زیاتېدونکې تقاضا به په ارامه توګه د هغو زرګونو کورنیو د عاید سرچینې له منځه یوسي چې د ژوند ګوزاره یې پر خرو ولاړه ده.
په بلوچستان کې ګڼ کلیوال لا هم خر د بار وړلو، تګ راتګ او د کورنۍ د عاید مهمه وسیله ګڼي، خو د چین بازار ته د تقاضا له لوړیدو سره دغه حیوان په زیاتېدونکې توګه د صادراتي توکي بڼه خپلوي.