د پاکستان لومړی وزیر له پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته ځي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۹مه روسیې ته په درې ورځني رسمي سفر ځي. نوموړی به په دغه سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، سیمهییز تحولات او د افغانستان اړوند مسایل هم د دواړو لورو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دي.
شریف به په مسکو کې له پوتین سربېره د روسیې له لومړي وزیر میخایل میشوستین او د دغه هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري. د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا، د انرژۍ، صنعت، کرنې، ترانسپورټ، ساینس او ټکنالوژۍ، زدهکړو او دفاعي برخو کې همکاري د خبرو اترو اصلي موضوعات بلل شوي دي. دواړه لوري به د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان وضعیت او له طالبانو سره د اسلاماباد اړیکې هم د دغه سفر د خبرو اترو له موضوعاتو څخه دي. خو تر اوسه د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته د پام څرنګوالي او کچې په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.
روسیې په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي. مسکو یوازینی هېواد هم دی چې د طالبانو اداره یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلې ده. دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې، په ځانګړې توګه د سرحدي ترینګلتیاوو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه د متقابلو تورونو له امله، له بېساري کړکېچ سره مخ دي.
روسیې تر دې مخکې د مسکو په یوه غونډه کې د داعش پر ضد د طالبانو د اقداماتو ستاینه کړې وه. په مقابل کې، پاکستان د طالبانو اداره د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي)، په ملاتړ تورنوي. طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.
په دغه سفر کې به له شریف سره یو لوړپوړی پلاوی هم مل وي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، یو شمېر وزیران او لوړپوړي دولتي چارواکي پکې شامل دي. ځینو پاکستاني رسنیو د دغه پلاوي په ترکیب کې د لوړپوړو پوځي چارواکو د احتمالي ګډون خبر هم ورکړی دی.
ټاکل شوې چې د دغه سفر په ترڅ کې د لوړو زدهکړو، ساینس او ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، مخابراتو، کلتور او رسنیو په برخو کې څو هوکړهلیکونه او تفاهملیکونه لاسلیک شي. د پاکستان او روسیې ترمنځ سوداګریزه غونډه به هم په مسکو کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شي.
پاکستان او روسیې په دې وروستیو کې په مسکو کې د بینالحکومتي ګډ کمېسیون په غونډه کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اقتصادي همکارۍ پروګرام لاسلیک کړی دی. دواړو هېوادونو همداراز ټاکلې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته ورسوي.
دا د شهباز شریف د لومړي وزارت په دوره کې روسیې ته د هغه لومړنی رسمي سفر دی. نوموړی به له دغه سفر وروسته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) په غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ شي.
