• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ګډون له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر ۲۶ سلنه زیات شوی

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د افغانستان په ګډون د سیمې له ۹ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر۲۵،۹۹سلنه زیات شوی. په داسې حال کې چې یوازې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۸۹،۵۳ سلنه کمښت راغلی او ارزښت یې۲۱،۳۲ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی، تېر کال همدې موده کې دا اندازه ۲۰۰ میلیونه او ۸۰۱ زره ډالره وه.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې د سوداګریز کسر دغه زیاتوالی د سیمې په بازارونو کې د پاکستان د صادراتو د کمېدو ښکارندویي کوي، چې عمده لامل یې بنګله ‌دېش، ورپسې افغانستان او سریلانکا ته د پاکستان د صادراتو کمښت دی.

له افغانستان سره سوداګري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې ځنډول شوې، چې له امله یې د پاکستان پر عمومي صادراتو هم منفي اغېز شوی دی.

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د پام وړ کمښت، سریلانکا ته د صادراتو راټیټېدل او له هند سره د سوداګریز عدم توازن زیاتوالی د دې وضعیت مهم لاملونه بلل شوي دي.

د راپور له مخې، افغانستان، چین، بنګله‌ دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالدیف په ګډون د سیمې نهو هېوادونو ته د پاکستان صادرات د روان مالي کال د جولای او اکتوبر میاشتو ترمنځ ۱.۶۸ سلنه کم شوي او یو میلیارد او ۳۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه یو میلیارد او ۳۶۵ میلیونه ډالره وه.

برعکس، له دغو هېوادونو څخه د پاکستان واردات ۲۰.۱۷ سلنه زیات شوي او ۷ میلیارده او ۸۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د تېر مالي کال په همدې موده کې د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۴۹۶ میلیونه ډالره و.

د نورو شمېرو له مخې، له چین څخه د پاکستان واردات ۲۰.۳۵ سلنه زیات شوي او د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۷ میلیارده او ۶۸۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا اندازه ۶ میلیارده او ۳۸۳ میلیونه ډالره وه.

افغانستان ته د پاکستان صادراتو کې ۸۹ سلنه کموالی

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۸۹.۵۳ سلنه کمښت راغلی او ارزښت یې ۲۱ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته راټیټ شوی دی، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا اندازه ۲۰۰ میلیونه او ۸۰۱ زره ډالره وه.

له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم په څرګند ډول کم شوي او د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یوازې ۲۵۳ زره ډالرو ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د تېر مالي کال په همدې موده کې د وارداتو ارزښت ۵ میلیونه او ۳۹۷ زره ډالره و. په دې توګه د وارداتو کچه ۹۵.۳۱ سلنه راټیټه شوې ده.

د سیمې د نهو هېوادونو په منځ کې افغانستان هغه هېواد دی چې له هغه سره په سوداګرۍ کې د صادراتو د عوایدو د کمښت اندازه د پیسو له پلوه تر ټولو زیاته وه

ډېر لیدل شوي

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و
۱

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۲

د ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر د سي ای اې په پټ زندان کې په اوبو خپله شکنجه تایید کړه

۳

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

۴

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۵

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان سعودي عربستان ته د خپلو پوځیانو د استولو پرېکړه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۰
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پوځ یو شمېر سرتېري به د یوه ماموریت ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته واستول شي. د دغو سرتېرو د بدرګې مراسم تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع وزیر او د سعودي عربستان د سفیر په حضور کې ترسره شوي.

د پاکستان پوځ یکشنبې ( د لیندۍ ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سرتېري به د دواړو هېوادونو د دفاعي هوکړو په چوکاټ کې د سعودي عربستان په خاوره کې خپلې سپارل شوې دندې ترسره کړي. په خبرپاڼه کې د لېږل کېدونکو سرتېرو شمېر، د ماموریت د پیل کره نېټه او د هغوی د ځای پر ځای کېدو سیمه نه ده په ډاګه شوې.
د پاکستان له روري سعودي عربستان ته د نویو سرتېرو لېږل داسې مهال ترسره کیږي، چې دغو دوو هېوادونو او ترکیې د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې د «مکې د ګډ دفاعي تړون» په چوکاټ کې درې اړخیز دفاعي هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد وسله‌وال برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر میاشتې په ۲۷مه ویلي و، چې د دغه تړون د سیاسي او دفاعي ستراتیژیکې کمېټې په غونډه کې درې واړو هېوادونو د سیمې د امنیتي وضعیت او د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر ملکي او اقتصادي بنسټونو د حوثیانو بریدونه هم وغندل شول او درې واړو هېوادونو د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې، رویټرز خبري اژانس د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۸مه په یوه راپور کې سعودي عربستان ته د شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېرو، او ۱۶ جنګي الوتکو د یوې ډلې، د بې‌پیلوټه الوتکو د دوو ډلو او د هوايي دفاعي سیستم د لېږلو خبر ورکړی و. دغه ځواکونه او پوځي تجهیزات د دواړو هېوادونو د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې ځای پر ځای شوي وو.
خو دا شمېرې د مې میاشتې د راپور اړوند دي او لا څرګنده نه ده، چې اوس د بدرګې مراسمو ته چمتو شوي سرتېري څو تنه دي او ایا د پخوانیو ځواکونو برخه دي او که نوي سرتېري دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغه هېواد سرتېري له څو لسیزو راهیسې په سعودي عربستان کې حضور لري او د روزنې او پوځي همکاریو په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. نوموړي د سرتېرو د شمېر او د هغوی د ځای پر ځای کېدو د څرنګوالي له څرګندولو ډډه کړې ده.
پاکستان وايي، چې د خپلو سرتېرو د ماموریت موخه د سعودي عربستان دفاع او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ده. د پاکستان د پوځ ویاند هم ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد د یمن د کورنۍ جګړې برخه نه ده او ماموریت یې د سعودي عربستان دفاع ده.

ایراني چارواکي:د ماهیرود له لارې افغانستان ته د ایران ټرانزیټي لاریو شمېر ۸۶ سلنه زیات شوی

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۰
100%

د ایران د سویلي خراسان چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته د ټرانزیټي موټرو شمېر ۸۶ سلنه زیات شوی او د لېږدول شویو توکو ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دسویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي ویلي، د روان کال له پیله د اتو میاشتو تر پایه د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته ۳۶ زره او ۲۶۴ باروړونکي موټر تېر شوي دي.

د هغه په وینا، د دغو موټرو له لارې افغانستان ته د لېږدول شویو توکو ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی او ټول وزن یې شاوخوا ۹۰۷ زره ټنو ته رسېږي.

نوموړي ویلي، په دغو توکو کې بوره، خوراکي غوړي، وریجې، د څارویو خوراک، کچالو او نور توکي شامل دي.

د سویلي خراسان والي زیاته کړې، د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د ټرانزیټي موټرو شمېر ۸۶ سلنه، د لېږدول شویو توکو ارزښت ۱۹ سلنه او وزن یې ۸۶ سلنه زیات شوی دی.

هاشمي همدارنګه ویلي، له افغانستان څخه ایران ته د وارداتي توکو وزن ۹۳۲ سلنه لوړ شوی دی.

بلخوا، دسویلي خراسان ولایت د کرنې ادارې مشر محسن اسفندیاري ویلي، له افغانستان څخه دغه ولایت ته د کرنیزو محصولاتو واردات هم د پام وړ زیات شوي دي.

د هغه په وینا، په ۱۴۰۳ کال کې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات څو سوه ټنو ته هم نه رسېدل، خو په ۱۴۰۴ کال کې دوه زره او ۷۶ ټنو ته ورسېدل او د روان کال له پیله تر اوسه له ۲۰ زره ټنو اوښتي دي.

اسفندیاري ویلي، په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو واردات د تېر کال په پرتله ۸۶۸ سلنه زیات شوي او د روان کال په ترڅ کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۸۸۳ سلنه وده لري.

نوموړي زیاته کړې، د اړوندو ادارو په همکارۍ تر اوسه له افغانستان څخه سویلي خراسان ته څه باندې ۲۰ زره او ۵۰۰ ټنه کرنیز محصولات وارد شوي دي.

د ایران د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ماهیرود پوله د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو له مهمو لارو څخه ده او دواړه لوري د صادراتو او وارداتو د بهیر د چټکتیا لپاره د اړینو زیربناوو پر جوړولو کار کوي.

سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمي توګه د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه دی منلی، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له دغه حکومت سره سیاسي، سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ساتلې او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا هڅې کړې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو مهمې برخې سوداګري، ټرانزیټ، د انرژۍ لېږد، د سرحدونو امنیت، د اوبو مدیریت او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو موضوعات دي.

د پاکستان حکومت: اسلام‌اباد کې د مولانا فضل‌الرحمان کور د یوه افغان وګړي په نوم د ثبت دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰
100%

د پاکستان د پلازمېنې پراختیا ادارې (سي‌ډي‌اې) وایي، په اسلام اباد کې یې د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمان کور د «امان‌الله» نومي افغان وګړي په نوم د ثبت له امله مهر‌لاک کړی او د یاد شخص پاکستانۍ پېژندپاڼه هم لغوه شوې ده.

د اسلام‌اباد پولیسو ویلي، چې د پلازمېنې پراختیا ادارې په غوښتنه یې د کور د مهرولو په عملیاتو کې له دغې ادارې سره همکاري کړې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه کور مساحت شاوخوا زر متره مربع دی.
د سي‌ډي‌اې په هغه حکم کې چې د نوامبر ۲۷صادر شوی راغلي، چې د امان‌الله د پیژندپاڼې او کورنیو سوابقو د څېړنې پر مهال د پاکستان د وګړو د ثبت ادارې (نادرا) یو شمېر توپیرونه موندلي دي. د حکم له مخې، امان‌الله د معتبرو اسنادو د وړاندې کولو لپاره غوښتل شوی و، خو د دوسیې د څېړنې په غونډه کې حاضر نه شو.
د پاکستان د قوانینو له مخې، بهرني وګړي د فدرالي یا ایالتي حکومت له لیکلې اجازې پرته د ځمکې او غیرمنقولو شتمنیو د مالکیت حق نه لري.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د فضل‌الرحمان د کورنۍ غړو د کور تر مهرولو مخکې خپل شخصي توکي له هغه ځایه ایستلي وو. پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال کومه غیرعادي پېښه نه ده شوې، څوک نه دي نیول شوي او هېڅ شتمني هم نه ده ضبط شوې.
د جمعیت علمای اسلام ګوند تر دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د فضل‌الرحمان زوی مولانا اسجد محمود د دغو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی؛ خو د اسلام‌اباد پولیسو دا ادعا رد کړې ده.

د فضل‌الرحمان د ګوند د لوړپوړو غړو نیول

پاکستاني پولیسو چهارشنبې (د لیندۍ ۵مه) د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي او د ملي شورا غړی مولانا عبدالغفور حیدري، د دغه ګوند د پنجاب څانګې مشر مولانا امجد خان او د جمعیت طلبه اسلام د مرکزي زده‌کوونکو سازمان مشر ملک اویس د سرګودې په ښار کې نیولي دي.
پولیسو ویلي، دغه کسان د غونډو او لاریونونو په اړه د لګول شویو محدودیتونو د سرغړونې له امله نیول شوي او په دې اړه ورته خبرتیاوې هم ورکړل شوې دي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د خپلو لسګونو غړو او پلویانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
فضل‌الرحمان د جمعې په ورځ ادعا وکړه، چې پولیسو نیولی دی؛ خو د لاهور والي دا ادعا رد کړه.

د فضل‌الرحمان د کور تړل کېدل او د نوموړي د ګوند د غړو نیول په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. فضل‌الرحمان د حکومت پر سیاستونو، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په اړه د حکومت پر تګلارو او د مخالفو سیاسي ډلو پر فعالیتونو د محدودیتونو په اړه نیوکې کړې دي.
د پنجاب ایالت چارواکو تر دې وړاندې فضل‌الرحمان او د هغه د ګوند اته نور غړي د ۳۰ ورځو لپاره د سرګودې سیمې ته له ننوتلو او هلته له اوسېدو منع کړي وو.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو د افغانستان د طالبانو په اړه د فضل‌الرحمان پر دریځ نیوکه کړې وه او له هغه یې غوښتي وو، چې روښانه کړي د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی او که د افغانستان. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هغه د پاکستان ضد روایت په خپرولو تورن کړی و.
دغه نیوکې وروسته له هغې وشوې، چې فضل‌الرحمان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د حل لپاره د پوځي اقدام پر ځای د خبرو اترو غوښتنه وکړه.
فضل‌الرحمان وروسته له هغې، چې په سرګوده کې یې د ګوند د غونډې مخه ونیول شوه او یو شمېر غړي یې ونیول شول، له خپلو پلویانو وغوښتل چې په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړي او لویې لارې وتړي.
د دغه ګوند پلویانو هم د پاکستان په څو ښارونو کې لاریونونه وکړل.

افغان سوداګر د کراچۍ په بندر کې د پاتې کانټینرونو د جریمې د معافیت غوښتنه کوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ بندر کې د لارو د بندښت له امله د افغان سوداګرو پاتې کانټینرونه لاهم نه‌دي لیلام شوي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، اوس هم د کراچۍ په بندر کې شاوخوا ۴۵۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې کله چې پر ډیورنډ کرښې لارې وتړل شوې، د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۲۰۰ کانټینرونه بند پاتې شول؛ ډېری دغه کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې وو او ځینې یې د لېږد پرمهال بېرته بندر ته راوګرځول شول.

د یادې خونې مشر خان جان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو دوی ته لیکونه استولي او خبرداری یې ورکړی چې د بندر په کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د کانټینرونو دننه د پرتو توکو له ارزښت هم اوښتي دي؛ له همدې امله ښايي دغه کانټینرونه لیلام شي.

هغه زیاته کړه، ګډې خونې د یوه لیک له لارې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دغه کانټینرونو لپاره مهلت وټاکي؛ څو سوداګر وکولای شي د لېږد لپاره د لارې له برابرېدو سره خپل مالونه له بنده خلاص کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال مشر عبدالغفار هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس هم د کراچۍ په بندر کې له ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کانټینرونه بند پاتې دي. هغه هم د ځنډ او تم کېدو د لګښتونو د زیاتوالي خبره تایید کړه.

نوموړي زیاته کړه، د اوږدې مودې لپاره د دغه کانټینرونو بند پاتې کېدو د سمندري لېږد شرکتونو او بندرونو ځای نیولی و؛ له همدې امله د پاکستان حکومت د هغو د لیلام خبرتیا خپره کړه.

د عبدالغفار په وینا، وروسته د ګډې سوداګرۍ خونې څو غړي د ټرانزیټ عمومي ریاست دفتر ته ورغلل او خپله ستونزه یې له چارواکو سره شریکه کړه. هغوی ته یې د کانټینرونو شمېر او وضعیت روښانه کړ او دغه چارواکو بیا معلومات په کابل کې له خپل دفتر سره شریک کړل.

هغه وویل، د کابل دفتر ورته ویلي چې د دغه کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو ټول لګښتونه باید سل په سلو کې معاف شي. د نوموړي په خبره، سوداګر چمتو دي چې خپل مالونه له بنده خلاص کړي؛ خو که دغه لګښتونه معاف نه‌شي، دوی نه شي کولای خپل مالونه ولېږدوي.

عبدالغفار زیاته کړه، د کانټینرونو لیلامول هم دومره اسانه نه دي چې یوازې خبرتیا خپره شي او وروسته یې لیلام کړي. د هغه په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دغه کانټینرونو په اړه یاد پرمختګ شوی و.

نوموړي وویل، دوی اوس د پاکستان د ټرانزیټ او بندرونو چارواکو ته لیک استولی او غوښتنه یې ترې کړې چې پر دغه کانټینرونو لګېدلي ټول لګښتونه په بشپړ ډول معاف کړي. هغه زیاته کړه، د کراچۍ په بندر کې له پاتې کانټینرونو څخه شاوخوا ۱۲۰ یې غوړي او نږدې ۱۰۰ نور یې خام مواد لېږدوي او په پاتې کانټینرونو کې بېلابېل توکي شامل دي.

د عبدالغفار په وینا، یوشمېر نور کانټینرونه د کراچۍ له بندر څخه د ایران د بندرعباس، دوبۍ او نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ د یوه شرکت مالک زاهد خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر کانټینرونو د ځنډ او تم کېدو لګښتونه دومره لوړ شوي چې د یوه کانټینر د ۶۰۰۰ ډالرو په ارزښت مالونو لپاره دغه لګښتونه ۲۰زره ډالرو ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، ده د ټرانزیټ شاوخوا ۸۰ کانټینرونه لرل چې ډېری یې د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر له لارې لېږدول؛ خو اوس یې درې کانټینرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

نوموړي وویل، هغه کانټینرونه چې د کراچۍ له بندر څخه بېرته ستنېدل، افغان سوداګرو ته یې هم زرګونه ډالره زیان اړولی دی؛ د بېلګې په توګه د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره یې په کراچۍ کې ۱۰ زره ډالره د ځنډ لګښت او پنځه زره ډالره د سمندري لېږد کرایه ورکړې ده.

د هغه په خبره، په دې ټوله پروسه کې تر ټولو ډېر زیان افغان سوداګرو ته اوښتی دی. عبدالغفار وویل، له افغانستان سره د لارو د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي؛ څو د لارو د خلاصېدو لپاره زمینه برابره شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به دغه لارې بېرته پرانیستل شي.
زاهد خان وايي، یوازې په کراچۍ کې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ له شرکتونو سره تر ۲۰۰ پورې پاکستاني استازي کار کوي. همدارنګه، د چمن، تورخم او غلام خان بندر پر لارو شاوخوا ۶۰۰ استازي په دندو بوخت دي او له هر یوه سره نږدې لس کسان کار کوي، چې د لارو له تړل کېدو سره ټول بې‌روزګاره شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې به هره میاشت شاوخوا ۱۰زره کانټینرونه د کراچۍ بندر ته راتلل. په دغه کانټینرونو کې د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان لپاره توکي لېږدول کېدل او وروسته به پاکستاني لارۍ چلوونکو افغانستان ته رسول. هغه وویل، د لارو له تړل کېدو سره دغه موټرچلوونکي هم بې‌روزګاره شوي دي.

زاهد خان زیاته کړه، پخوا به دوی د یوه ۲۰ فوټه کانټینر لپاره د پنځو ورځو د بندري لګښت په توګه ۶۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکولې او له دې مودې وروسته به نور لګښتونه هم پرې زیاتېدل؛ همدارنګه، د یوه ۴۰ فوټه کانټینر لپاره یې بندر ته ۸۵زره کلدارې ورکولې.

د هغه په خبره، د لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې افغان سوداګر زیانمن شوي؛ بلکې پاکستاني بندرونو ته هم مالي زیان اوښتی دی.

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰
100%
د عکس په اړه په ورکړل شوو معلوماتو کې د لیدل کېدونکې صحنې یا ځای جزئیات نشته.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یې د ډیورند کرښې په ګډون د افغانستان په سرحدي سیمو کې ۱۰۳۰ پوستې جوړې کړې دي. دغه وزارت په دې موده کې د څو لواوو او کنډکونو له جوړولو خبر هم ورکړی دی.

د دغه وزارت د تاسیساتو مرستیال عبدالستار هاشمي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، د ۶۵۰ میلیارده افغانیو په لګښت یې څه باندې پنځه لواوې جوړې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې ۱۱ کنډکونه، ۲۲ ټولۍ او یو زر او ۳۰ پوستې هم جوړې شوې دي.

د هاشمي په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې هم ۱۰ پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې یو میلیارد افغانۍ بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

هاشمي په دې تړاو ویلي: «په ټوله کې د ۱ میلیار او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تر کار او پلان لاندې د برېښنا پروژې دي او موخه یې د اردو لپاره سهولت رامنځته کول دي».

هغه همداراز ویلي: « د ۹۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت متفرقې پروژې ترسره شوي او د ۹۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نورې پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې روان کال به بشپړې شي».

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په دغو لواوو کې یې عصري تاسیسات، د نقلیه وسایطو د ترمیم کارځایونه، روغتیايي خدمتونه، د اوسېدو او اداري چارو ودانۍ او لوژستیکي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

په دې تړاو د طالبانو د خالد بن ولید دویمې لوا قوماندان محب‌الله خالد ویلي: « د امنیه قوماندانۍ او د پرسونل د اوسېدو ځایونو لپاره دغو تعمیرونو کې ډیرې اسانتیاوې برابر شوي دي».

همداراز، د طالبانو د فوق‌العاده لوا مرستیال ولي محمد ویلي، چې په دغې لوا کې یې هم ټولې چارې منظمې کړي، پوستو ته یې لارې غځولې او د اوبو امکانات یې ورته برابر کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت همداراز وايي، چې د هندوکش غرونو په شاوخوا کې یې هم ګڼې پوستې جوړې کړي او په وینا یې، اجازه به ورنه کړي چې څوک د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

که څه هم طالبانو په څرګنده توګه نه‌دي ویلي، چې په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې څومره پوستې جوړې کړي، خو له شاوخوا یوه کال راهیسې په دې سیمه کې د دغو پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې هم شوې دي.

تېره میاشت هم د طالبانو د ۲۱۵ «عزم» قول اردو قوماندانۍ په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له نویو جوړېدونکو پوستو لیدنه کړې وه.

د تورخم اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د دواړو لورو ترمنځ د پوستو د جوړېدو پر سر وخت ناوخت نښتې کېږي او یو بل ته د نویو پوستو د جوړولو اجازه نه‌ورکوي.

څه موده وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د تورخم دروازې ته څېرمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړو لورو پر یو بل ډزې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، د نښتې لامل د طالبانو له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه د «ځنګل» په نوم د یوې پوستې د جوړولو چارې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شاوخوا یوه کال راهیسې اړیکې ترینګلې دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې او دغه ډلې له افغانستان څخه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي، خو طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

پاکستان د همدې ادعاوو له مخې څو ځله د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي او د یوناما په وینا، په ډېریو دغو بریدونو کې ملګي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.