• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجتبی خامنه‌يي د ایران استخباراتو کې د بنسټیزو اصلاحاتو امر وکړ

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د ایران پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، د دغه هېواد مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي د ایران د استخباراتي ادارې د پراخ او اساسي بدلون امر کړی دی. قالیباف زیاتوي، دا پرېکړه په وروستیو کلونو کې د ایران په امنیتي او استخباراتي جوړښتونو کې د سترو او جدي تشو له رابرسېره کېدو وروسته شوې ده.

محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیو کې چې په ټلېګرام کې خپره شوه وویل، وروسته له هغه چې د دې ادارې د اساسي جوړښت مسوده د ساتندویه شورا (شورای نګهبان) له خوا وڅېړل شي، حکومت باید د دایمي وزیر په معرفي کولو کې هېڅ ځنډ ونه کړي. د ایران د استخباراتو پخوانی وزیر اسماعیل خطیب د روان کال د مارچ پر ۱۸مه نېټه د اسراییل په یوه هوایي برید کې ووژل شو او تر دې دمه د هغه ځای ناستی په رسمي توګه نه دی ټاکل شوی؛ خطیب تر دې وړاندې د پخواني مشر علي خامنه‌يي په دفتر کې کار کړی و او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې د دغه بنسټ مشري پر غاړه لرله.

په ایران کې د اسراییل ژور استخباراتي نفوذ په تېرو کلونو کې په بېلابېلو بریدونو کې راڅرګند شوی دی، چې په هغو کې په ۲۰۲۰ کال کې د اټومي ساینسپوه محسن فخري‌زاده او په ۲۰۲۴ کال کې په تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژل شامل دي. دا نفوذ په ځانګړې توګه د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې هم جوت شو، کله چې په ایران کې دننه عواملو د هوایي مدافع دستګاوو، توغندیو ویشتونکو او لوړپوړو پوځي قوماندانانو په نښه کولو کې مرسته وکړه.

د ایران د پارلمان مشر وویل، پارلمان لومړی له حکومته غوښتي وو چې د استخباراتو وزارت د بیاجوړونې لایحه وړاندې کړي، خو د حکومت له ځنډ وروسته وکیلانو دا مسوده پخپله تر لاس لاندې ونیوله. د پارلمان استازو د یکشنبې په ورځ د دغې طرحې عمومي کلیات تصویب کړل، چې له مخې یې د استخباراتو د وزیر شرایط هم بدلېږي؛ په دغو شرایطو کې اوس غیرروحاني کسان هم شامل دي چې د ماسټرۍ سند، په استخباراتي چارو کې تخصص او لږ تر لږه لس کلنه مدیریتي تجربه ولري، چې تر څنګ به یې د اجتهاد خاوندان هم د دغه پوست وړ وګڼل شي.

د ایران پخوانی مذهبي مشر علي خامنه‌يي د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ووژل شو او تر هغه وروسته د خبرګانو شورا د مارچ په میاشت کې د هغه زوی مجتبی خامنه‌يي د نوي مشر په توګه وټاکه. د دغو پوځي نښتو له پیل راهیسې چې په ترڅ کې یې د سپاه پاسداران د قوماندانانو او لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون لسګونه کلیدي کسان وژل شوي، د تهران پر دفاعي او امنیتي بنسټونو د بیارغونې او پراخو اصلاحاتو فشارونه زیات شوي دي.

ډېر لیدل شوي

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو
۱

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۲

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۳

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۴

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۵

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

•
•
•

نور خبرونه

د وسلو صادرولو د محدودیتونو راکمول؛ سویس یې په اړه ټولپوښتنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰
100%

د سویس وګړي د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په اتمه، د دغه هېواد د وسلو د صادراتو د محدودیتونو د کمولو په اړه د پرېکړې لپاره د رایو صندوقونو ته لاړل. د سویس خلک دا ټولپوښتنه د دودیزې بې‌طرفۍ د سیاست او د دغه هېواد د دفاعي صنایعو د راتلونکي لپاره یوه ازموینه بولي.

د رایې ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د سهار په ۱۰ بجو پرانیستل شول او له دوو ساعتونو وروسته یعنې د غرمې په ۱۲ بجو وتړل شول.

تمه کېږي چې لومړنۍ پایلې د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته او د ورځې په پای کې اعلان شي؛ سره له دې د سویس د وګړو یوې لويې برخې د ټولپوښتنې له ورځې وړاندې د پوست له لارې رایه ورکړې ده.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې وړاندیز شوي اصلاحات، د تصویب په صورت کې د سوئیس حکومت ته اجازه ورکوي چې په ځانګړو شرایطو کې ۳۶ لوېدیځو شریکو هېوادونو ته وسلې صادر کړي؛ حتی که دا هېوادونه په وسله‌والو شخړو کې ښکېل هم وي.

دا اصلاحات همدارنګه نورو هېوادونو ته د سویس جوړو وسلو د بیا صادراتو اړوند محدودیتونه کموي او په ځینو مواردو کې به هغه هېوادونه چې د سویس پوځي تجهیزات یې پېرلي وي، درېیم هېواد ته د هغو د لېږدولو لپاره د دغه هېواد اجازې ته اړتیا ونه‌لري.

سره له دې اوکراین به لا هم د سویس د وسلو له مستقیم یا غیرمستقیم ترلاسه کولو څخه بې‌برخې وي.

دا محدودیت د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د سویس د دریځ په دوام ساتل شوی دی.

ملاتړي او مخالفان څه وايي؟

د اصلاحاتو پلویان وايي، چې اوسني محدودیتونه د سویس دفاعي صنعت ته زیان رسوي او د خپلو دفاعي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دغه هېواد وړتیا کمزورې کړې ده.

هغوی استدلال کوي چې د محدودیتونو کمول د سویس د وسلو صنایعو ته دا امکان ورکوي چې په نړیوال بازار کې سیالي وکړي او د هېواد د دفاعي تولید ظرفیت وساتل شي.

په مقابل کې مخالفین خبرداری ورکوي چې د وسلو د صادراتو اسانول کولی شي د سویس اوږدمهاله بې‌طرفي کمزورې کړي او دا هېواد په غیرمستقیم ډول په وسله‌والو شخړو کې ښکېل کړي.

یو شمېر غیر دولتي سازمانونو او د بشري حقونو مدافع ډلو هم له دې اصلاحاتو سره مخالفت کړی دی.

سویس او پوځي بې‌طرفي

سویس د ډېرې اوږدې مودې لپاره د پوځي بې‌طرفۍ سیاست تعقیب کړی دی.

د دې سیاست د اصولو او نړیوالو ژمنو پر بنسټ دا هېواد په جګړه کې له ښکېلو خواوو څخه له پوځي ملاتړ څخه ډډه کوي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، د سویس حکومت د خپلې بې‌طرفۍ سیاست په استناد، د نورو هېوادونو له لوري اوکراین ته د دغه هېواد د جوړو شویو مهماتو او پوځي تجهیزاتو له بیا لېږدولو سره مخالفت وکړ.

دغه پرېکړې د سویس د وسلو پر صادراتو اغېز وکړ او په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریزو کلونو کې د صادراتو کچه راټیټه شوه.

د تامدیا انسټیټیوټ د نظرپوښتنې له مخې، ۴۹ سلنه ځواب ویونکو د وسلو د صادراتو د محدودیتونو له کمولو ملاتړ کړی او ۴۸ سلنه ورسره مخالفت ښودلی دی؛ هغه شمېره چې د دې اصلاحاتو د موافقانو او مخالفانو ترمنځ نږدې واټن په ګوته کوي.

فرانسې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر صنعتي او دفاعي همکاریو د سویس د صادراتي محدودیتونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سویس له مستقیم ولسواک نظام څخه برخمن دی او د دې هېواد وګړي په کال کې څو ځله د مهمو سیاسي او حقوقي مسایلو په اړه رایه ورکوي.

د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ د اتمې نېټې د یکشنبې ورځې ټولپوښتنه هم د وګړو د همدې مستقیمې پرېکړې کولو د بهیر یوه برخه ده.

یوې فرانسوۍ ورځپاڼې له طالبانو سره د پاریس احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۱ GMT+۰
100%

فرانسوي رسنیو له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه د پاریس د احتمالي هوکړې جزئیات خپاره کړي دي. د دې هوکړې له مخې، فرانسه به د افغانانو د بېرته منلو په برخه کې د طالبانو د همکارۍ په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د دې ډلې استازو ته وسپاري.

د راپورونو بر بنسټ په فرانسه کې اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

فرانسوۍ ورځپاڼې «لو فیګارو» راپور ورکړی، چې فرانسې او طالبانو له څو میاشتو راهیسې د یوې احتمالي هوکړې لپاره پټې خبرې کړې دي. د دې هوکړې له مخې، پاریس به له فرانسې څخه د ایستل شویو افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاري.

دغې ورځپاڼې شنبې (د لیندۍ ۷مه) د مارګو بن په قلم په یوه خپاره شوي راپور کې دغه احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې او لیکلي یې دي، چې د دې هوکړې عملي کېدل ښايي د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو د ګوښه کېدو او پر ځای یې د طالبانو د ټاکل شویو استازو د ګومارلو لامل شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې هېڅ اروپايي هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او فرانسه هم واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي جوړې کړې.

په فرانسه کې ۱۰۰ زره افغانان او د کډوالو د ایستلو هڅې

فرانسه د شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوالو کوربه ده او د اروپايي هېوادونو په ډله کې د افغانانو یوه لویه ټولنه په دغه هېواد کې ژوند کوي.

فرانس انټر راډیو یکشنبې ( د لیندۍ ۸ مه) له طالبانو سره د پاریس د احتمالي هوکړې په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د فرانسې حکومت غواړي هغه افغانان له دغه هېواد نه وباسي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا قانوني د استوګنې اسناد نه لري. په دغو کسانو کې ځینې د جرمونو د ترسره کولو مخینه هم لري.

د دې رسنۍ خبریال نیکولا پوینکاره ویلي، چې د فرانسې حکومت د دغو کسانو د بېرته لېږلو لپاره اړ شوی، له طالبانو سره خبرې وکړي. د هغه په وینا، د «لو فیګارو» د راپور له مخې، طالبان به د افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک ترلاسه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو تېره اوونۍ د دغه هېواد په ملي شورا کې وویل، پاریس غواړي هغه افغانان ژر تر ژره له هېواده وباسي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي.

خو نوموړي ټینګار وکړ، چې فرانسه له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو نیت نه لري او له دې ډلې سره تخنیکي خبرې د هغوی د تایید یا په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

په پاریس کې د افغانستان د سفارت برخلیک

د احتمالي هوکړې یوه مهمه او حساسه برخه په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک طالبانو ته سپارل دي. دغه سفارت په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو په واک کې پاتې شوی دی.

«لو فیګارو» لیکلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو له ادارې سره له یوځای کېدو ډډه وکړه. دغو استازولیو له طالبانو سره د اړیکو له پرېکولو او له کابل څخه د بودجې له ترلاسه کولو پرته، خپلو ډیپلوماتیکو او قونسلي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

په پاریس کې د افغانستان سفارت هم لا د فرانسې له کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو سره همکاري کوي او د بېلګې په توګه، له دغه هېواد نه د هغو افغانانو د بېرته لېږلو لپاره یې قونسلي اسناد صادر کړي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په دغه دنده کې دی، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په برخه کې د افغانستان استازیتوب هم کوي. د دې سازمان مرکزي دفتر په پاریس کې دی.

«لو فیګارو» راپور ورکړی، چې د بحث لاندې طرحې له مخې، فرانسه به د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو ډیپلوماتیک اعتبار لغوه کړي، له هغوی به وغواړي چې د سفارت ودانۍ پرېږدي او پر ځای به یې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي استازي وګوماري.

د دې طرحې په عملي کېدو سره به په اروپا کې د افغانستان د یوه مهم ډیپلوماتیک استازولۍ واک طالبانو ته وسپارل شي.

فرانسه: تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په پنځمه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. د دغو خبرو موخه له دغه هېواد نه د هغو افغانانو بېرته لېږل دي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفرو ویلي، چې فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو هم په ملي شورا کې د هغو افغانانو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي. نوموړي ورته مهال د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلاره په کلکه وغندله.

هغه وویل، طالبان ښځې له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کار کولو محرومې کړې دي او اوس هڅه کوي چې د هغوی نومونه هم له عامه ژوند څخه لرې کړي.

افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه اندېښنې

د «لو فیګارو» په راپور کې د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع بنسټونو هغه اندېښنې هم رااخیستل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه یې لري.

د «فرانسه د پناه ځای» په نوم د فرانسوي سازمان مشر وینسنټ بوګران د پناه غوښتونکو هغو هېوادونو ته د نه ستنولو اصل ته په اشارې ویلي، چې هلته د شکنجې، وژل کېدو یا زنداني کېدو له خطر سره مخ وي. هغه ویلي، دا اصل یو نړیوال حقوقي مکلفیت دی او په اړه یې خبرې او جوړجاړی نه شي کېدای.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅ دلیل نه شي کولی د هغو کسانو بېرته لېږل توجیه کړي، چې په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ وي.

دا اندېښنه هم شته، چې فرانسوي چارواکي به څنګه ډاډ ترلاسه کړي، چې بېرته افغانستان ته لېږل شوي افغانان به د شکنجې، زنداني کېدو او یا د ژوند د ګواښ له خطر سره نه مخ کېږي.

له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د اړیکو مخینه

فرانسې په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او له دې ډلې سره یې رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه کړې جوړې؛ خو پاریس په تېرو کلونو کې له طالبانو سره، په ځانګړې توګه د امنیتي او بشري مسایلو په اړه، محدودې اړیکې ساتلې دي.

د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. دا اقدام د هغو اروپايي هېوادونو د هڅو په دوام کې شوی، چې غواړي د افغان کډوالو بېرته ستنول اسانه کړي.

د «لوموند» ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمني د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې له کابل سره مستقیمې تخنیکي خبرې پیل کړې او ناروې هم د همدې کال په مارچ کې په اوسلو کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاره.

همداراز، د جون په میاشت کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

جرمني په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان هم له خپل هېواده ایستلي، چې ډېری یې هغه نارینه وو چې له کورنیو پرته یې ژوند کاوه.

روسیې په ۲۰۲۵ کال کې طالبان په رسمیت وپېژندل او په دې کار سره لومړنی هېواد شو، چې دغه ګام یې پورته کړ. نورو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر: ایران په سیمه کې د رامنځته شوي ناورین مسوول دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۰
100%

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي، د ایران حکومت په سیمه کې د بې‌ثباتۍ او رامتځته شوي ناورین مسوول وباله او خبرداری یې ورکړ، چې د حزب‌الله پر وړاندې د لبنان د حکومت او خلکو زغم ډېر نه دی پاتې.

العربیه یکشنبې (د لیندۍ ۸مه) خبر ورکړی، چې رجي کویټ ته د خپل سفر په درشل کې له «الرای» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، تر هغه چې ایران خپل چلند بدل نه کړي، په سیمه کې ستونزې به همداسې دوام وکړي.

نوموړي حزب‌الله او د دغه ګوند ځینې متحدین د لبنان د حکومت په جوړښت کې ژور نفوذ لرونکي بللي او ویلي یې دي، چې دا وضعیت د دغه هېواد د چارو د پرمختګ مخه نیسي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې حکومت یې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه د اندېښنو له پراخولو سره موافق نه دی. د هغه په وینا، کله چې حکومت غواړي خپل واک پراخه کړي، قانون پلی کړي او وسلې د دولت په انحصار کې راولي، خو ځینې ډلې یې پر وړاندې درېږي، دا کورنۍ جګړه نه، بلکې د هغو ډلو له‌خوا د دولت ننګول دي، چې له قانوني چوکاټ څخه بهر فعالیت کوي.

هغه دا احتمال نه دی رد کړی چې ځینې کړۍ ښايي د لبنان د بې‌ثباته کولو لپاره د «فتنې» جوړولو یا امنیتي عملیاتو هڅه وکړي.

رجي زیاته کړې، چې د لبنان له حکومت او پوځ څخه بهرنی ملاتړ نه دی کم شوی، خو ځینې لوري د پرېکړو د پلي کېدو له ځنډ څخه اندېښمن دي. د هغه په وینا، اصلي ستونزه د پرېکړو د نیولو او عملي کولو ترمنځ د وخت واټن دی.

نوموړي ویلي، د لبنان او سیمې اوسنی وضعیت نور د مبهمو دریځونو زغم نه لري او اړینه ده، چې د وسلو د انحصار په اړه عملي ژمنتیا ژر څرګنده شي، څو لبنان د ایران په ملاتړ په یوه بله جګړه کې ښکېل نه شي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر حزب‌الله ته په خطاب ویلي، چې : «د لبنان د حکومت او خلکو زغم هم حد لري.»
هغه زیاته کړې، لبنان له نړیوال ملاتړ څخه د برخمنېدو لپاره له یوه بې‌ساري فرصت سره مخ دی.

د لبنان حکومت تېر کال د حزب‌الله هر ډول پوځي فعالیت منع کړ او پرېکړه یې وکړه، چې وسلې باید یوازې د دولت په واک کې وي او د پوځ او امنیتي ځواکونو واک باید د هېواد په ټولو سیمو کې پراخ شي.

د لبنان حکومت تېره میاشت د حزب‌الله اړوند د چاودېدونکو توکو یوه لېږدوونکې لارۍ ودروله او د هېواد په سوېل او ختیځ کې یې د «بقاع» سیمې په ګډون پر څو وسلوالو زېرمتونونو چاپې ووهلې.

په غبرګون کې حزب‌الله د خپلو وسلو له سپارلو سره مخالفت کړی او د لبنان پر حکومت یې د اسراییل سره د خبرو له امله نیوکې کړې دي. دغه خبرې د دې لپاره روانې دي، چې اسراییلي ځواکونه د لبنان له هغو لسګونو ښارونو او کلیو څخه ووځي، چې د دغه هېواد په سوېل کې یې نیولي دی.

پاکستان سعودي عربستان ته د خپلو پوځیانو د استولو پرېکړه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۰
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پوځ یو شمېر سرتېري به د یوه ماموریت ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته واستول شي. د دغو سرتېرو د بدرګې مراسم تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع وزیر او د سعودي عربستان د سفیر په حضور کې ترسره شوي.

د پاکستان پوځ یکشنبې ( د لیندۍ ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سرتېري به د دواړو هېوادونو د دفاعي هوکړو په چوکاټ کې د سعودي عربستان په خاوره کې خپلې سپارل شوې دندې ترسره کړي. په خبرپاڼه کې د لېږل کېدونکو سرتېرو شمېر، د ماموریت د پیل کره نېټه او د هغوی د ځای پر ځای کېدو سیمه نه ده په ډاګه شوې.
د پاکستان له روري سعودي عربستان ته د نویو سرتېرو لېږل داسې مهال ترسره کیږي، چې دغو دوو هېوادونو او ترکیې د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې د «مکې د ګډ دفاعي تړون» په چوکاټ کې درې اړخیز دفاعي هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد وسله‌وال برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر میاشتې په ۲۷مه ویلي و، چې د دغه تړون د سیاسي او دفاعي ستراتیژیکې کمېټې په غونډه کې درې واړو هېوادونو د سیمې د امنیتي وضعیت او د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر ملکي او اقتصادي بنسټونو د حوثیانو بریدونه هم وغندل شول او درې واړو هېوادونو د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې، رویټرز خبري اژانس د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۸مه په یوه راپور کې سعودي عربستان ته د شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېرو، او ۱۶ جنګي الوتکو د یوې ډلې، د بې‌پیلوټه الوتکو د دوو ډلو او د هوايي دفاعي سیستم د لېږلو خبر ورکړی و. دغه ځواکونه او پوځي تجهیزات د دواړو هېوادونو د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې ځای پر ځای شوي وو.
خو دا شمېرې د مې میاشتې د راپور اړوند دي او لا څرګنده نه ده، چې اوس د بدرګې مراسمو ته چمتو شوي سرتېري څو تنه دي او ایا د پخوانیو ځواکونو برخه دي او که نوي سرتېري دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغه هېواد سرتېري له څو لسیزو راهیسې په سعودي عربستان کې حضور لري او د روزنې او پوځي همکاریو په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. نوموړي د سرتېرو د شمېر او د هغوی د ځای پر ځای کېدو د څرنګوالي له څرګندولو ډډه کړې ده.
پاکستان وايي، چې د خپلو سرتېرو د ماموریت موخه د سعودي عربستان دفاع او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ده. د پاکستان د پوځ ویاند هم ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد د یمن د کورنۍ جګړې برخه نه ده او ماموریت یې د سعودي عربستان دفاع ده.

انتونیو ګوترېش: فلسطینیان د خپلواکۍ او خپل برخلیک ټاکلو حق لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، فلسطینیان د کرامت، عدالت او خپل برخلیک ټاکلو حق لري. هغه د غزې د تاوتریخوالي درولو، بشري مرستو ته د لاسرسي، د اشغال پای ته رسولو او د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، نن یکشنبه (لیندۍ ۸مه ) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، له فلسطینیانو سره پیوستون باید یوازې د هغوی د کړاوونو د لیدلو او شاهد پاتې کېدو په معنا نه وي، بلکې د دغو کړاوونو د پای ته رسولو او د ناقانونه اشغال د درولو لپاره باید عملي اقدامات وشي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې د لا زیاتو تاوتریخوالو او ویجاړیو د مخنیوي، بشري مرستو ته د بې‌خنډه لاسرسي او د سیمې د رښتینې بیارغونې لپاره ټولې هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې د مېشتېدونکو د تاوتریخوالي، د مېشت‌ځایونو د پراختیا، د کورونو د ویجاړولو، د خلکو د اېستلو، د ځمکو د نیولو او د الحاق د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د فلسطینیانو د خپل برخلیک ټاکلو د مشروع حق له تحقق پرته په منځني ختیځ کې سوله ناشونې ده او ملګري ملتونه به د دوو دولتونو د حل‌لارې په ملاتړ کې خپلې ژمنې ته دوام ورکړي.

د ګوترېش د پیغام له مخې، د دې حل‌لارې پر بنسټ باید دوه خپلواک، د ملي حاکمیت لرونکي او ډیموکراتیک دولتونه، اسراییل او فلسطین، د ۱۹۶۷ کال له جګړې مخکې د کرښو پر بنسټ، په خپلو خوندي او په رسمیت پېژندل شویو پولو کې د سولې او امنیت تر څنګ ژوند وکړي.

هغه زیاته کړې چې غزه او لوېدیځه غاړه باید د فلسطیني دولت نه بېلېدونکې برخې وي او بیت‌المقدس باید د دواړو دولتونو پلازمېنه وي.

ګوترېش د خپل پیغام په پای کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د داسې راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي چې فلسطیني ماشومان له وېرې پرته زده‌کړې وکړي، کورنۍ یې له بې‌ځایه کېدو پرته ژوند وکړي او فلسطینیان بشپړه ملي خپلواکي او حاکمیت ترلاسه کړي.

هغه ټینګار کړی چې فلسطینیان او اسراییلیان دواړه باید له سولې، عدالت، امنیت او انساني کرامت څخه برخمن وي.

د فلسطین او اسراییل شخړه څو لسیزې پخوانۍ ده او د سیمې پر ځمکنۍ، سیاسي او ملي خپلواکۍ د حقونو پر سر رامنځته شوې ده. په ۱۹۴۷ کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش طرحه تصویب کړه، چې له مخې یې باید یو عربي او بل یهودي دولت جوړ شوی وای. په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له خپلواکۍ اعلان وروسته جګړه پیل شوه، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو بې‌ځایه شول.

په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال اسراییل د غزې تړانګه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس ونیول. له هغه راهیسې د فلسطین د خپلواک دولت، د اشغال شویو سیمو، مېشت‌ځایونو او کډوالو د بېرته ستنېدو موضوعات د شخړې له مهمو مسایلو پاتې شوي دي.

د ۱۹۴۸ کال د مې په ۱۴مه اسراییل خپلواکي اعلان کړه او ورپسې د اسراییل او ګاونډیو عربي هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شوه. د دې جګړې په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو یا بې‌ځایه کېدو ته اړ شول فلسطینیان دې پېښې ته «نکبه» یا ستر ناورین وایي.

اسراییل په ۲۰۰۵ کال کې خپل ځواکونه او مېشت‌ځایونه له غزې وایستل، خو په ۲۰۰۷ کال کې د حماس له خوا د غزې تر کنټرول وروسته یې پر دغه تړانګه کلابندي ولګوله. په ورپسې کلونو کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والو ډلو ترمنځ څو ځله جګړې او نښتې وشوې او لا هم دوام لري.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل برید او د اسراییلي وګړو وژل کېدل او یرغمل نیول د جګړې د یوې بلې پراخې څپې د پیل لامل شول. اسراییل په ځواب کې پر غزه پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې د پراخو مرګ‌ژوبلو، ویجاړیو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شول.

تر اوسه د دې شخړې اساسي لانجې د فلسطیني دولت جوړېدل، د اسراییل له خوا د نیول شویو سیمو وضعیت، د بیت‌المقدس برخلیک، د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو حق، امنیت او د سرحدونو ټاکل دي.