
افغان سوکوهوونکي په روسیه کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي
د افغانستان دوه سوکوهوونکي میلاد عزیزي او سبحانالله بابکرخېل سبا (جمعه د سلواغې ۲۴مه) د ارپياېف سازمان په چوکاټ کې په مسکو ښار کې له خپل تانزانیايي او روسي سیالانو سره مخ کېږي.

د افغانستان دوه سوکوهوونکي میلاد عزیزي او سبحانالله بابکرخېل سبا (جمعه د سلواغې ۲۴مه) د ارپياېف سازمان په چوکاټ کې په مسکو ښار کې له خپل تانزانیايي او روسي سیالانو سره مخ کېږي.

شاوخوا ۵۵۰۰ داعـ.ش بندیان له سوریې څخه عراق ته لېږدول شوي او د راپورونو لهمخې، په یاده ډله کې ۲۴ افغان داعـ.شیان هم شامل دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد د ډلهییز امنیت تړون غړو هېوادونو لپاره «د امنیتي ننګونو اصلي مرکز» وباله. افغانستان له منځنۍ اسیا سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون ویلي، چې سبا د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او د سمبالوونکو په وینا یې، یاد پرلت به تر هغو دوام وکړي، څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي، طالبان باید پرېکړه وکړي، چې انزوا غواړي او که له نړۍوالې ټولنې سره ښکېلتیا. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د ښځو د حقونو ورکړه د یادو غوراویو لپاره مهمې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې تمي بروس د امنیت شورا په ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د څارنې کمېټې د کار دوام ته مثبته رایه ورکړه. نوموړې په یاده ناسته کې ویلي، چې طالبان له واشنګټن او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

په روسیې کې د مېشت افغان سوداګر نادر شاه له لوري مرسته شوې ۴۰ ټُنه خوراکي توکي افغانستان ته ورسېدې او د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې تر لاسه کړي دي. طالبان وايي، دغه مرستې به په روژې میاشت کې پر زیانمنو ووېشل شي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د یاد سازمان د امنیت شورا په ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او چا ته دې اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي. نوموړي همداراز له طالبانو غوښتي، چې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه وباسي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې یاده ډله نه له ختیځ سره ولاړه ده چې د لویدیځ پر وړاندې مبارزه وکړي او نه هم له لویدیځ سره ولاړه ده چې د ختیځ پر وړاندې مبارزه وکړي، بلکې ازاده او بېطرفه ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي او له یاد هېواد څخه یې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو او استوګنځایونو د بېپيلوټه الوتکو بریدونه شوي چې په پایله کې یې څو امنیتي کسان ټپیان شوي دي. ځینو وسله والو په ګومل سیمه کې د اعظم کوټ پر امنیتي پوستې د ډرون څرخکې برید کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ د خوست په مستربل کې د خپل یوه ډلګیمشر عبدالستار «سدو» د جنازې په مراسمو کې وویل چې په ۲۰۰۵ کال کې له بګرام زندان نه د یادې شبکې څلور جګپوړي تښتېدلي غړي د دوی او سدو په مرسته میرانشاه ته ولېږدول شول.

د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره د برېښنا اړوند نېمګړو پروژو د چارو بیا پیل، د انرژۍ په برخه کې همکاریو او تر کار لاندې پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د یوه حکم لارې د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په وزارت بدل کړی او د کمیسیون د کفالت چارې دمګړۍ د عبدالحکیم شرعي پرځای د طالبانو د قضایاوو عمومي رییس مولوي احسان الله وثیق ته سپارل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ( یو این او ډي سي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او درملنې سیستم د ښځو اړتیاوو ته په کافي ډول ځواب نه شي ویلی.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان(سي ایس ټي او) یو لوړپوړي پوځي چارواکي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د «افراطي او ترهګرو» ډلو فعالیتونه لا هم د مرکزي اسیا د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي او ګاونډیو سیمو ته د ناامنۍ د پراخېدو خطر زیاتوي.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف خبرې نوې نه دي. له بده مرغه، کله چې د "جوانان مسلمان" د جهادي ډلو یو شمېر مشرانو پاکستان ته پناه یوړه او په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند تر کودتا وروسته د انحصاري قدرت سیاست حاکم شو، میلیونونه افغانان پاکستان او ایران ته کډه شول.

په فراه کې د ویډیوګیمونو د هټیو څښتنانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست له یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۰ هټۍ تړلې دي. هټیوال وايي، چې د امربالمعروف محتسبانو له مکتوب یا خبرتیا او دلیل پرته د دوی هټۍ تړلې دي.

اسلام اباد کې پر جومات د چاودنې او بلوچستان بریدونه د منځني ختیځ په تړاو د پاکستان ډیپلوماسي ګواښي، ځکه پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او د خلیج له نورو هېوادونو سره هم د پوځي همکاریو په اړه خبرې کوي، چې پاکستانی پوځ به د خلیج هېوادونه له بهرنیو بریدونو ساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د حضور په اړه د اسلاماباد دریځ تایید کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې دا مهال د منځنۍ اسیا له هېوادونو او یو شمېر نورو هېوادونو سره د طالبانو اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي او دوی غواړي له ټولو هېوادونو سره رغنده او متقابلې اقتصادي اړیکې ولري.