
امیرخان متقي د راتلونکې دوشنبې په ورځ په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر مسوولین وايي، امیر خان متقي به د مسکو فارمټ مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه د راتلونکې دوشنبې په ورځ روسیې ته په یوه رسمي سفر لاړ شي. د یادو مسوولینو په وینا، متقي به په یاده غونډه کې له ګډون سربېره نورې دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.



















