
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۸مه ناسته په روسیه کې جوړېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډو ۸مه ناسته به د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) په روسیه کې جوړه شي. د یاد وزارت په وینا، په دغه ناسته کې به د طالبانو د پلاوي مشري د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.



















