• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا والي طالبانو ته: پېښور ستاسو خاوره نه ده «احمقانه څرګندونې» بس کړئ

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د طالبانو د سرحدونو وزیر نورالله نوري هغه څرګندونې «احمقانه او پاروونکې» بللې دي چې ویلي یې وو، طالبان کولای شي په پېښور کې خپل بیرغ پورته کړي.

نورالله نوري د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۹مه، په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته خبرداری ورکوي چې د افغان ولس صبر نور نه وازمويي. هغه وویل، که «اسلامي امارت» وغواړي، کولای شي په دوو ورځو کې په پېښور کې خپل بیرغ پورته کړي.

فیصل کریم کنډي د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه اېکس کې د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې ولیکل چې د طالبانو چارواکي باید د هغه په وینا له «احمقانه او پاروونکو» خبرو لاس واخلي.

هغه زیاته کړه: «پېښور د هغوی نه دی چې ګواښ یې کړي. افغانستان باید له هند څخه زده کړه وکړي.»

پاکستان طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه په رسمیت پېژني، خو د دغه هېواد چارواکي په خپلو څرګندونو کې له طالبانو سره ترینګلتیا او نښتې ډېری وخت له افغانستان سره د ترینګلتیا په توګه مطرح کوي.

د خیبر پښتونخوا والي هم وویل چې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو مخکې د دغه هېواد له حاکمیت څخه دفاع کړې او په راتلونکي کې به هم د پاکستان له «هر وجب خاورې» څخه دفاع وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه هم دوام لري.

په وروستۍ پېښه کې، د پنجشنبې په سهار د کونړ او هلمند ځینې سیمې د پاکستان د هوايي بریدونو هدف وګرځېدې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې په وینا، د وژل شویو ډېری کسان ماشومان وو.

فیصل کریم کنډي د پاکستان د فدرالي حکومت له خوا د خیبر پښتونخوا د والي په توګه ټاکل شوی دی. دغه ایالت له افغانستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو میاشتو کې په کې د بریدونو او وسله‌والو نښتو کچه لوړه شوې ده.

ډېر لیدل شوي

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟
۱

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۵

امریکایي څېړونکی: مسکو له طالبانو سره د مرګونو وسلو د معاملې په اړه محتاط دی

•
•
•

نور خبرونه

د هند او پاکستان کړکېچ؛ ایا کابل د دوو اټومي قدرتونو د سیالۍ قرباني دی؟

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۴ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

کله چې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ له اوو لسیزو راهیسې روانه سیالي د یوه کمزوري او جګړه‌ځپلي ګاونډي تر دروازو رسېږي، پوښتنه یوازې دا نه وي چې څوک پر حقه دی؛ اصلي پوښتنه دا وي چې د دې سیالۍ بیه به څوک ورکوي؟ ښکاره ده، د هند او پاکستان د کړکېچ بیه افغانان پرېکوي او ګټه طالبان وړي.

پاکستان وايي، له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو بریدونه د دغه هېواد د امنیت لپاره جدي ګواښ جوړوي. تازه د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د دې ډلې وسله والو ته پناه ورکړې او له افغان خاورې په پاکستان کې د بریدونو اجازه ورکوي. کابل دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې باید د افغانستان پر خاوره د پوځي بریدونو له لارې حل نه شي.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه پاکستان په کونړ او هلمند کې هوايي بریدونه وکړل. د طالبانو حکومت د ملکي تلفاتو خبر ورکړ، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) لږ تر لږه د لسو ملکي کسانو، چې ډېری یې ماشومان وو، د وژل کېدو راپور ورکړ. پاکستان بیا وویل چې بریدونه یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي، د وسله والو پټنځایونه یې له منځه وړي او ۲۲ وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

دا پېښه د یوې پراخې پوښتنې یوازې یوه برخه ده: ایا پاکستان د خپلې امنیتي ستونزې د حل لپاره افغانستان ته مخ اړوي، که افغانستان ورو - ورو د هغې اوږدې سیالۍ میدان ګرځي چې ریښه یې د کابل او اسلام‌اباد له اړیکو هم ژوره ده؟

د دې پوښتنې تر منځ د یو هېواد نوم ولاړ دی: هند

د ټي ټي پي له خوا پېښې امنیتي ستونزې

ټي ټي پي په پاکستان کې د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی او په وروستیو میاشتو کې هم په خیبر پښتونخوا کې مرګوني بریدونه شوي دي. د سپټمبر په ۲۶مه په ډېره اسماعیل خان کې د یوه ځانمرګي برید مسوولیت همدغې وسله والې ډلې ومانه؛ په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.

اسلام‌اباد وايي چې د دغو بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د ټي ټي پي ځینې شبکې په افغانستان کې فعالیت کوي. طالبان بیا دا ادعا ردوي.

د پاکستان لپاره ښايي پوځي عملیات د لنډمهاله امنیتي اقدام په توګه مطرح وي، خو د افغانستان لپاره هر برید یوازې یوه پوځي پېښه نه ده. دا د حاکمیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د دوو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو موضوع هم ده.

پاکستان د هند ملاتړ ولې یادوي؟

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په امنیتي روایت کې هند په زیاتېدونکي ډول مطرح کېږي. تازه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري هند په مستقیم ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چې هند ټي ټي پي، بلوڅ ازادي غوښتونکو او نورو وسله والو ډلو ته د طالبانو پر مټ ملاتړ برابروي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو هند دا ډول تورونه ردوي.

تر دې دمه داسې خپلواک او عامه شواهد نه دي وړاندې شوي چې په قطعي ډول وښيي هند د ټي ټي پي د تمویل، روزنې او عملیاتي فعالیتونو ملاتړ کوي. له همدې امله دا خبره چې «هند د ټي ټي پي ملاتړی دی» باید د ثابت حقیقت پر ځای د پاکستان د حکومت د ادعا په توګه وړاندې شي.

خو له دې سره یو بل حقیقت هم شته: هند په افغانستان کې له کلونو راهیسې پراخ سیاسي، اقتصادي، بشري او پراختیايي حضور لري.

د هند افغانستان ته څه ورکړي؟

هند د افغانستان له هغو بهرنیو شریکانو څخه دی چې د پراختیا په برخه کې یې اوږدمهاله حضور درلود.

د داود خان له واکمنۍ نیولې تر ډاکتر محمد اشرف غني پورې د هند مرسته او ملاتړ د هغو حکومتونو له محوري سیاستونو څخه وو. په ملګرو ملتونو کې د هند استازي په سپټمبر میاشت کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې له ۵۰۰ څخه په زیاتو پرمختیايي پروژو کې ونډه اخیستې چې ټول ۳۴ ولایتونه یې پوښلي دي. د هند د رسمي معلوماتو له مخې، په دغو همکاریو کې روغتیا، عامه زیربناوې، ظرفیت لوړونه، بشري مرستې، واکسین، درمل او د خوړو امنیت شامل دي.

هند له ۲۰۰۱ وروسته د افغانستان په بیارغونه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پروژې هم تمویل کړې دي. د سلما بند، د پارلمان ودانۍ، د سړکونو او روغتیايي پروژو ترڅنګ، هند د افغانستان لپاره د چابهار له لارې د سوداګریز اتصال ملاتړ کړی دی.

خو د افغانستان لپاره بله پوښتنه هم مهمه ده: ایا د هند له دې اړیکو څخه ګټه اخیستل د پاکستان له ستراتیژیکې محاسبې سره ټکر کوي؟ ځواب یې تر ډېره هو دی.

د هند او پاکستان رقابت یوازې د کشمیر پر سر نه دی. دا د سیمې د امنیت، نفوذ، سوداګرۍ او ستراتیژیک چاپېریال پر سر هم اوږده سیالي ده.

پاکستان د افغانستان جغرافیه د خپل امنیت له محاسبې څخه جلا نه ګڼي. هند بیا افغانستان ته د پاکستان له لارې د تېرېدو پر ځای د بدیلو اقتصادي او سیمه‌ییزو لارو په سترګه ګوري.

همدلته افغانستان د دوو متفاوتو ستراتیژیکو لیدلورو ترمنځ واقع کېږي.

د کابل لپاره له هند سره اړیکه کېدای شي د روغتیا، سوداګرۍ، تعلیم او پراختیا وسیله وي. خو اسلام‌اباد کولای شي همدغه اړیکې د خپل امنیت له زاویې وګوري.

په بل عبارت، هغه اړیکه چې کابل یې اقتصادي ګڼي، اسلام‌اباد یې ممکن امنیتي وګڼي.

دا توپیر د افغانستان لپاره ډېر خطرناک دی.

افغانستان له پاکستان سره زرګونه کیلومتره ګډه پوله لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، ترانزیټ، کډوالۍ، کورنۍ اړیکې او امنیتي مسایل یو له بل سره تړلي دي.

له همدې امله، که د هند او پاکستان رقابت افغانستان ته انتقال شي، د هند له اړیکو څخه د افغانستان اقتصادي ګټه کولای شي په یوه بله جبهه کې امنیتي لګښت پیدا کړي.

خو دا هم باید وویل شي چې د پاکستان امنیتي حساسیت په خپله د دې معنا نه لري چې افغانستان باید له هند سره خپلې اړیکې پرې کړي.

افغانستان د دې حق لري چې له هر هغه هېواد سره اړیکې ولري چې د هغه ملي ګټو ته ګټه رسوي.

ایا افغانستان د هند او پاکستان د شخړې قرباني دی؟

تر یوې اندازې، خو کیسه دومره ساده نه ده.

افغانستان یوازې د هند او پاکستان د سیالۍ قرباني نه دی. د افغانستان داخلي جګړې، د افغان سیاسي او پوځي ډلو انتخابونه، د سیمې د نورو هېوادونو مداخلې او د نړیوالو قدرتونو ستراتیژۍ ټول د دغه هېواد د اوږدې بې‌ثباتۍ برخه دي.

خو افغانستان د هند او پاکستان د رقابت له جغرافیې څخه بهر هم نه دی.

په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان او هند ترمنځ د نفوذ سیالۍ په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي او امنیتي محاسبو بڼه خپله کړې ده. د ۲۰۰۱ وروسته هند د افغانستان د بیا رغونې له مهمو شریکانو څخه شو، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت د خپل ستراتیژیک چاپېریال یوه برخه ګڼله.

اوس کله چې کابل له نوي ډیلي سره اړیکې پراخوي او له اسلام‌اباد سره اړیکې خرابېږي، دا پخوانی رقابت د نوې بڼې د راڅرګندېدو په حال کې دی.

د افغانستان انتخاب به څه وي؟

شاید د افغانستان لپاره تر ټولو خطرناکه پوښتنه همدا وي چې: هند که پاکستان؟

ځکه چې دا پوښتنه په خپله افغانستان د دوو نورو هېوادونو د سیالۍ په چوکاټ کې تعریفوي.

د افغانستان لپاره بل انتخاب هم شته: هند سره اړیکه، پاکستان سره اړیکه، خو د هېڅ یوه په ستراتیژیکه جګړه کې نه شاملېدل.

کابل کولی شول له هند سره د روغتیا، سوداګرۍ، تعلیم او بشري مرستو اړیکې ولري، پرته له دې چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د عملیاتو لپاره ورکړي، خو دا چاره د طالبانو په موجودیت کې ناشونې ده.

همدارنګه کابل کولی شول له پاکستان سره د سرحد، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیټ په اړه خبرې وکړي، پرته له دې چې خپل بهرنی سیاست د اسلام‌اباد د امنیتي غوښتنو تابع کړي.

دا دریځ اسانه نه دی.

پاکستان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان د هغه پر ضد د وسله والو لپاره اډه نه وي. هند غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي. افغانستان بیا غواړي له دواړو سره اړیکې ولري، خو د دواړو د سیالۍ په منځ کې ونه سوځي.

د افغانستان لپاره ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې د هند ملګرتیا د پاکستان ضد ایتلاف تعبیر شي، یا د پاکستان امنیتي غوښتنې د افغانستان د خپلواک بهرني سیاست ځای ونیسي.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړه ښايي ژر پای ته ونه رسېږي. د کشمیر امنیتي سیالي او متقابله بې‌باوري د څو لسیزو میراث دی.

خو دا اړینه نه ده چې د دغې شخړې بل فصل په افغانستان کې ولیکل شي.

افغانستان لا له وړاندې د څو نسلونو د جګړو بیه ورکړې ده. د دې هېواد لپاره تر ټولو خطرناک حالت هغه دی چې د نورو هېوادونو ستراتیژیکې سیالۍ د افغان خاورې پر سر په نیابتي یا مستقیمه جګړه بدلې شي.

د طالبانو په موجودیت کې بدبختانه افغانستان د هند او پاکستان د ستراتیژیکې سیالۍ برخه ګرځېدلی دی او دا سیالي افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدلولی شي.

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د خپرو شویو راپورونو پربنسټ، پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې پر افغانستان درې هوايي بریدونه کړي. دغه بریدونه پر کونړ، پکتیکا، کندهار، خوست او هلمند ولایتونو شوي، چې ۱۶ کسان په‌کې وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي‌ دي.

پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې درې ځله د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د راپورونو له مخې، د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو. سیمه‌ییزو سرچینو هغه مهال ویلي‌ وو، دغه بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوي چې له امله یې په کونړ کې د یوې کورنۍ درې ملکي غړي وژل شوي وو.

پاکستان بیا ادعا کړې وه، چې په دغه بریدونو کې یې ۲۸ «ترهګر او ځانمرګي بریدګر» وژلي دي. ملګرو ملتونو بیا د دغه بریدونو په ترڅ کې د یو ماشوم په ګډون د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان یو وار بیا په کندهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۱۰ ځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان هغه مهال وویل، چې دغه ځایونه د ډرونونو د توغولو او زېرمه کولو لپاره کارېدل؛ خو طالبانو بیا ویلي و چې په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

نن پنجشنبه (د تلې ۹مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمې او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي.
له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسله‌والو د اوښتو په اړه یې پاکستاني‌ سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.

طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلام‌اباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسله‌والو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسله‌والو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.

د طالبانو مخالف جریانونه د پاکستان په تړاو سیاستونو کې ژور اختلافات لري

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱
100%

د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي. د دغو جریانونو یوه ډله له پاکستان سره همکاري د وضعیت د بدلون لپاره اړینه بولي، خو بله ډله بیا دا کار د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو او له مخالفو ډلو سره د اسلام‌اباد د احتمالي همکارۍ په اړه د اټکلونو له خپرېدو وروسته، له طالبانو سره د مخالفو څېرو او جریانونو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل پر څرنګوالي اختلافات لا ډېر څرګند شوي دي.

ځینې جریانونه وايي چې له پاکستان سره «ابدي او همېشنی دښمني» نه لري، د اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو او د طالبانو په اړه د دغه هېواد د سیاست د بدلون هیله یې څرګنده کړې او له دې بدلون څخه یې هرکلی کړی دی. خو د مخالفینو یوه بله ډله د اسلام‌اباد د چلند په اړه شکمنه ده او باور لري چې د پاکستان اصلي موخه لا هم د افغانستان بې‌ثباته ساتل او د یوه بل کورني جنګ رامنځته کول دي.

د دوی ځینې کسان پاکستان تورنوي چې د طالبانو پر ضد د مقاومت له جبهاتو ملاتړ کوي؛ هغه دریځ چې طالبان یې هم په وار وار مطرح کوي.

د پخواني حکومت د اجراییه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د طالبانو ټول مخالف ځواکونه له پاکستان سره اړیکې لري. د هغه په وینا، اسلام‌اباد د وضعیت د بدلون پرېکړه کړې او د طالبانو د مخالفو جریانونو لپاره یې د فعالیت او عملیاتو زمینه برابره کړې ده.

رحیمي په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو جریانونو د دفترونو د پرانیستل کېدو په اړه ویلي: «طالبان هغه مهال له جدي ننګونې سره مخ کېږي چې په پښتون مېشتو سیمو کې خوځښتونه رامنځته شي او نوې جبهې پرانیستل شي».

هغه زیاته کړې چې دا بهیر اوس پیل شوی او ټینګار یې کړی: «موږ له پاکستان سره ابدي او همېشنی دښمني نه لرو. پاکستانیانو خپلې تېروتنې منلې دي، اوس په سمه لار روان دي او موږ د دوی د اوسنیو سیاستونو ملاتړ کوو».

خو د دې نظر پر وړاندې د افغانستان د اکثریت ګوند غړی فضل‌محمود فضلي دغه څرګندونې «خطرناکې او ناسمې» بللې او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان تل د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کړې ده.

فضلي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د اسلام‌اباد د اوسني چلند ملاتړ د «استعماري موخو» سره همغږی بللی او پر اکس پاڼه یې لیکلي: « د اسلام‌اباد د دریځ په هکله دغسې یو برداشت نه یوازې ناسم او خطرناک دی، بلکې په لوی لاس د استعمار د قراردادي هیواد، پاکستان، د شومو پروژو د ملاتړ په معنی هم دی. که تاسو د پاکستان د دریځ ملاتړ کوئ، دا د استعمار د دریځ ملاتړ دی، او د استعمار دریځ او هدف زموږ د هیواد بې‌ثباته ساتل دي؛ دا بې ثباتي که د طالب له لاسه وي او یا د طالب د سټراتیژیکو وروڼو، یعنې مجاهدینو/جنګسالارانو په واسطه».

د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ دا سیاسي ناندرۍ په داسې حال کې روانې دي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د تلې په ۷مه پاکستان تورن کړ چې په نورستان ولایت کې د طالبانو له مخالفینو ملاتړ او هغوی ته وسلې ورکوي او په همدې دلیل یې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړ. اسلام‌اباد دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان څخه د بې‌ثباتۍ هرې هڅې ته به ځواب ورکړو

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي چې د سولې لپاره د پاکستان غوښتنه باید د دغه هېواد د کمزورۍ په مانا ونه ګڼل شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د پاکستان د بې‌ثباته کولو هرې هڅې ته په تېر کې ځواب ورکړل شوی او په راتلونکي کې به هم بې ځوابه نه پاتې کېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ په اسلام‌اباد کې «د افغانستان ستونزه او د سولې په لور پرمختګ» تر عنوان لاندې یو سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او تل به ګاونډیان پاتې شي.
هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې شته او پاکستان تل پر سوله‌ییز ګاونډیتوب او ګډ ارام ژوند باور درلودلی دی.
نوموړي وویل چې پاکستان له طالبانو سره د ستونزو د اوارولو لپاره د ډیپلوماسۍ له لارې خورا ډېرې هڅې کړې دي او کابل ته یې لوړپوړي پلاوي هم استولي دي ځکه ټولې سیاسي او امنیتي ستونزې د معقولو خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
هغه وویل چې افغان طالبان باید له «وسله‌وال فکر» ووځي او د یوه مسئول دولت په څېر مدبرانه طرز فکر او چلند غوره کړي.
د هغه په وینا، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېری شته ستونزو اصلي علت همدا «وسله‌وال فکر» دی.
د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې په افغانستان کې لا هم د ترهګرو او په نړیواله کچه د منع شویو سازمانونو د غړو لپاره خوندي پټنځایونه شته.
د هغه په وینا، پاکستان د خبرو اترو پر مهال له افغان طالبان سره دا مسأله څو ځلې راپورته کړې او ټینګار یې کړی چې د تلپاتې سولې لپاره د خبرو له لارې یوه عملي او دایمي حل‌لاره اړینه ده.
عطاء الله تارړ د اقتصادي اړیکو په اړه وویل چې افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره خورا مهم جغرافیایي موقعیت لري. که امنیت او ثبات ټینګ شي په وچه کې ایسار د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې د پاکستان ګوادر او کراچۍ بندرونو او تودو اوبو ته د خپلو سوداګریزو توکو لاره پرانیزي.
خو نوموړي زیاته کړه چې د دغې پرمختیا پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ تاوتریخوالی، افراطیت او وسله‌وال فکر ده.
عطاء الله تارړ د افغانستان ځوان نفوس ته په اشارې سره وویل چې هلته د ښځو لویه برخه د کاري ځواک برخه نه ده چې له امله یې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د نقش درلودلو له فرصتونو بې‌برخې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان ټولنې ځینې طبقې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې ساتل کېږي چې علت یې یو مشخص ذهنیت دی او هڅه کېږي چې د اسلام په نوم پر خلکو پلي شي.
عطاء الله تارړ وویل چې د اسلام کوم تعبیر چې د پلي کولو او تحمیلولو هڅه یې کېږي د اسلام د حقیقي تعلیماتو استازیتوب نه کوي.
د هغه په وینا د سوله‌ییز ګډ ژوند لپاره د یو بل د شتون، حقونو او ازادۍ منل اړین دي او قانوني او اخلاقي اصل باید دا وي چې هر انسان په امن کې د ژوند کولو حق ولري.
هغه وویل: «د اسلام کومه بڼه چې تحمیلېږي د اسلام حقیقي تعلیمات او مانیز انځور نه دی سوله‌ییز ژوند ایجابوي چې پخپله هم ژوند وکړئ او نورو ته هم د ژوند کولو حق ورکړئ.»
تارړ زیاته کړه چې د افغان ولس او طالبانو د حکومت ترمنځ یو ښکاره واټن موجود دی ځکه هېڅ عام افغان ناامني او بې‌ثباتي نه غواړي بلکې ټول افغانان د زده‌کړې، کار، غونډو کولو، ټولنو جوړولو او اقتصادي خپلواکۍ غوښتونکي دي.
نوموړي په پای کې روښانه کړه چې په افغانستان کې له دوو روښانه حقیقتونو انکار کېږي لومړی د ترهګرۍ او پټنځایونو له شتون څخه انکار او دویم د خپلو خلکو له بنسټیزو حقونو انکار.
تارړ وویل چې افغان ولس د یوه ښه او خوشحاله راتلونکي مستحق دی او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې دننه توافق او خپلو خلکو ته دا حق ورکول اړین دي چې د خپلې خوښې له مخې د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. طالبانو بیا په وار وار د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسله‌والې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي».

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل.

شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او له ۱۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ګاللی دی.

هغه وویل: «نن ورځ نړۍ د پاکستان د زړورو وسله‌والو ځواکونو او ملکي وګړو د قربانیو له امله خوندي ده او د سولې غوښتونکې نړۍ باید دا حقیقت هېر نه کړي».

نوموړي د خپل حکومت د اصلي مسوولیت په توګه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم کتلي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو موجودیت رد کړی او نا امنۍ یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

هم‌مهاله پاکستان د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوایي بریدونو ته هم دوام ورکړی او طالبان ورسره د ډیورند کرښې په په بېلابېلو سیمو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم مخامخ جګړې هم کړې دي.

د دغه کړکېچ له کبله له نږدې یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې بندې او هر ډول سوداګري هم درول شوې ده.