
د اختر په مناسبت کندهار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي
د لوی اختر له رارسېدو سره هممهاله په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او زرګونه خلک د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو او لویې عیدګاه ته روان دي.

د لوی اختر له رارسېدو سره هممهاله په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او زرګونه خلک د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو او لویې عیدګاه ته روان دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي ویلي، که د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد روان چلند همداسې دوام وکړي او هغه ته درنې سزاګانې واورول شي؛ نو سیاسي کړکېچ به نور هم ژور شي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رافع خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې یې په ټول افغانستان کې تر ۱۱.۶ مېلیونه ډېرې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي. د هغه په وینا؛ دامهال په ټول افغانستان کې ۸۷ څانګې د برېښنا د وېش فعالیتونه پرمخ وړي.

نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد سره له دې چې محدوده وده کړې؛ خو لاهم له جدي ننګونو سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا؛ د نفوس او انفلاسیون زیاتوالي او د بهرنیو مرستو کمښت د خلکو پر معیشت فشار زیات کړی او د خلکو د ژوند کچه یې کمزورې کړې ده.

د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ سیمې په شیخ موسی بابا چونګي سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ، د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې، د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې «زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي. زموږ سیمې زموږ د خلکو د وژلو په ډګرونو بدلې شوې دي».

طالبانو اعلان کړی چې د سېشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، ټولټال ۸۶۸کورنۍ چې شمېر یې یو زر او ۸۴۷کسانو ته رسېږي، د بېلابېلو لارو افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هیله لري چې د ایران د جګړې ښکېل لوري د اوربند پر دوام خپلې ژمنې وساتي او د یو بل پر وړاندې خپل مصالحهمحور دریځ ته دوام ورکړي، څو سوله ژر تر ژره منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د لوی اختر په مناسبت پېغام کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد پر خرابېدونکي وضعیت سختې نیوکې کړي. هغه وایي، د طالبانو تر غیرقانوني او غاصبانه واکمنۍ لاندې اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

جنرال سمېع سادات د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې پر افغانانو غږ کړی چې د طالبانو په خلاف په ټول هېواد کې قیام وکړي او پر افغانستان دا حاکم رژیم نسکور کړي. هغه زیاته کړې چې له خپلو ملګرو سره په هڅه کې دی، څو امکانات راټول او افغانستان له طالبانو ازاد کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پراختیا شرکت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د میدان وردګو جامع جومات د ۸۷ میلیونه افغانیو (شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو) په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په پاکستان کې افغان زده کړيالان هلکان او نجونې وايي، دوی په پاکستان کې د ويزو د نه نوې کېدو له ستونزې سره مخ دي، چې له کبله یې د دوی په خبره د سياسي بنديانو په څېر ژوند کوي.

د افغانستان لپاره د ایټالیې سفارت، د ښځو او نجونو د وضعیت او د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې) په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده. دغه هېواد ویلي چې افغان نجونې د خپل ماشومتوب د تېرولو حق لري، نه دا چې په زوره ودونو ته اړ ایستل شي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» چې په کې د ماشومو نجونو ودونه قانوني ګڼل شوي، یو بل «ظالمانه اقدام» بللی او د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راپېښېدو اټکل کړی دی.

د ازبکستان هېواد له لوري په بلخ ولایت کې د طالبانو تر ادارې لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۲۰۰ ټنه بشري مرستې وسپارل شوې. دغه مرستې په داسې حال کې د طالبانو سرې میاشتې ته سپارل کېږي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ګڼو کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په خوست کې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د جوړښت لپاره تمریني او ازمایښتي کمپ له اته ورځنیو تمریناتو او سیالیو وروسته پای ته رسېدلي دي. د معلوماتو له مخې، په دغه کمپ کې ټول ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی و او ازموینې ترسره شوې.

په پنجشېر کې څو باخبره ځایي سرچینو د سېشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د دوشنبې ورځې له چاودنې وروسته د عبداللهخېل درې په ولسوالۍ کې «له ۳۰ څخه ډېر ځایي اوسېدونکي نیولي دي»ځینې سرچینې وایي، یو شمېر نیول شوي کسان بېرته خوشې شوي، خو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

د ایران سپاه پاسدان سمندري ځواک ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ بېړۍ د دې ځواک له اجازې وروسته د هُرمز له تنګي تېرې شوې دي. د سپاه د سمندري ځواک د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو بېړیو کې نفتلېږدوونکې، کانتینر وړونکې او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.