
راپور؛ افغانستان او ایران د رېل پټلۍ په برخه کې همغږي او همکاري پراخوي
د «یورېشیا نېټ» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي، چې افغانستان او ایران په وروستیو میاشتو کې د ترانسپورټي او رېل پټلۍ پروژو په برخه کې خپله همکاري او همغږي پراخه کړې ده.

د «یورېشیا نېټ» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي، چې افغانستان او ایران په وروستیو میاشتو کې د ترانسپورټي او رېل پټلۍ پروژو په برخه کې خپله همکاري او همغږي پراخه کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې بېلاروس ته د نورالدین عزيزي په مشرۍ تللي پلاوي د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره د تولیدي فابریکو د جوړولو، د افغانستان–بېلاروس د سوداګریز فورم د جوړېدو او په اقتصادي کمېسیون کې د وړاندې شویو موضوعاتو د څار په اړه خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، لومړنۍ موندنې ښيي چې په اسلامکلا بندر کې د تېرې شپې اورلګېدنې له کبله تر دې مهاله د نفتي توکو لېږدوونکي ۱۵ ټانکرونه په بشپړ او درې نور په جزوي ډول سوځېدلي دي.

د افغانستان د چارو لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه خبرې کړې.

یوه افغانه زدهکوونکې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم مدینه (مستعار نوم) ښودلی وایي، د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو او پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو سره، سره لاهم هڅه کوي خپلې زدهکړې بشپړې کړي او لوړو زدهکړو ته لار پیدا کړي.

د اسلاماباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلینو هغه قضیه وتړله، چې د ویزو مودې د نه غځېدو له امله له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي. یادې محکمې د دغه محصلینو دوسیه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې د پنجشبنې په سهار (د تلې ۹مه) د پاکستان جېټ الوتکو د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ پر «صفار» سیمې هوایي بریدونه کړي. په دغه بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي، ۸ ټپیان او ۳ لاهم لادرکه دي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمې او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت ویلي، د دغه هېواد یو شرکت «انټیګرا کنسټرکشن کېزېډ» په افغانستان کې د خواف ـ هرات د رېل پټلۍ درېیمه برخه بشپړه کړې ده. د راپور له مخې، دغه شرکت د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې سره د رېل پټلۍ د ۴۳ کیلومتره اوږد مسیر د رغولو قرارداد لاسلیک کړی و.

د پنجشنبې په سهار (د تلې ۹مه) د کابل په ګډون د افغانستان یوشمېر ولایتونه د رېښتر په کچه ۵.۲ درجې زلزلې لړزولي دي. د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې تر دې مهاله د زلزلې له امله د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نهشته. د زلزلې مرکز بغلان ته نږدې ښودل شوی.

د ناګویا اسیایي لوبو په ۶۲ کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې د جوجیتسو ۱۹کلن افغان لوبغاړی نورالله شفايي د بحرین ۲۰ کلن استازي علي عبدالله پر وړاندې ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شو. د بحرین استازي علي عبدالله دغه لوبه د ۷-۲ امتیازونو په توپیر وګټله.

د افغان ښځو اعتراضي خوځښتونو او مدني فعالانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ازبکستان د ولسمشر لور سعیده میرضیایف د وینا په غبرګون یوه خبرپاڼه خپره کړې. دوی له ازبکستان نه غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي او اقتصادي تعامل د نړۍوالو ژمنو او بشري حقونو په چوکاټ کې ترسره شي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د نورستان په وروستیو نښتو کې د اسلاماباد د لاس لرلو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه. دغه وزارت وايي، چې په نښتو کې پر پاکستان د لاس لرلو تور لګول د کورنیو ستونزو په اړه د طالبانو «نهیلي او مایوسي» ښیي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عراق څخه د دغه هېواد د وروستي امریکايي سرتېري د منظم وتلو خبر ورکړی او دا بهیر یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پرتله کړی دی. هغه وایي، امریکایي ځواکونه د افغانستان برعکس له عراق څخه په خورا منظم ډول وتلي دي.

د اوکراین چارواکي وايي، روسیې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د انرژۍ او په ځانګړې توګه پر برېښناکوټونو خپل بریدونه پراخ کړي دي. د روسیې د چهارشنبې د بریدونو له امله د کیېف د درېیو سیمو برېښنا پرې شوې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، په تېر یوه کال کې یو زر او ۵۴۴ ماشومان او تنکي زلمیان چې له کورنیو پرته یې پناه غوښتې، په یونان کې د پناه غوښتونکو په مرکزونو کې اوسېدلي دي. د راپور له مخې، افغانان تر مصريانو وروسته د دغو پناه غوښتونکو دویمه لویه ډله جوړوي.

امریکا د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۸مه، له عراق څخه خپل تر دوو لسیزو ډېر پوځي حضور پای ته ورساوه. دغه وتل د هغې هوکړې له مخې ترسره شول چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د واشنګټن او بغداد ترمنځ شوې وه.

امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، له عراق څخه د خپلو وروستیو پوځي اډو د وتلو بهیر بشپړ کړ؛ هغه اقدام چې د امنیتي تشې، د ایران پلوو شیعه وسلهوالو ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعـ .ـش د بیا منظمېدو په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

په کابل کې د سلام پوهنتون مسوولانو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۸مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دغه خصوصي پوهنتون د فعالیت د درولو امر کړی دی. خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد پوهنتون د فعالیتونو له درولو ۲ ورځې مخکې (دوشنبه د تلې ۶مه) دغه پوهنتون ستایلی وو.

د اروپا د پارلمان دوو غړو ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغو کډوالو د لېږد او منلو په اړه له روانډا سره خبرې پیل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري. استازو په وینا، روانډا له دې طرحې هرکلی کړی، خو خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي او تر اوسه هېڅ هوکړه نه ده شوې.

قطر کې د طالبانو سفارت ویلي چې د دوی سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ترکیې له نوي ټاکل شوي سفیر یعقوب جایماز اوغلو سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.