
اسیایي سیالیو ته لاره؛ رزمي افغان لوبغاړي سمیع حمیدي چینایي او منګولیایي سیالان مات کړل
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک او بدني روزنې ریاست ویلي، چې افغان ورزشکار سمېعالله حمیدي په ازبکستان کې د رزمي ورزشونو په اسیایي سیالیو کې خپل چینایي او منګولیایي سیالانو ته ماتې ورکړې ده. د دغه ریاست په وینا، نوموړي په دې بریاوو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره موندلې ده.



















