
د ملا ترابي ادعا: ۹۶سلنه افغانان له طالبانو خوښ او تر موږ زیات د افغانستان خواخوږی نشته
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملانورالدین ترابي ادعا کړې، چې د هېواد ۹۶سلنه وګړي له طالبانو څخه خوښ دي. د هغه په وینا،افغانستان تر طالبانو نور زیات خواخوږي نه لري. په داسې حال کې چې د ښځو پر زدهکړو بندیزونو او اقتصادي زوال پر دغه ډلې د خلکو نیوکې خورا لوړې کړې دي.



















