
طالبان وایي لغمان کې د پاچا جوی کانال رغنیزې چارې نږدې بشپړې شوې دي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لغمان ولایت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لغمان ولایت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

خوست کې طالب چارواکو ویلي چې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده.

د چین د شانشي ولایت په چینیوان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله لږ ترلږه ۹۰ کان کېندونکي وژل شوي دي. چارواکو دا پېښه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په دغه هېواد کې د کانونو تر ټولو خونړۍ او مرګونې پېښه بللې ده.

د بلوچستان ایالت د تربت ولسوالۍ په ګن سیمه کې ایران ته پر لاره د افغانانو یو موټر له ترافیکي پېښې سره مخ شوی، چې له امله یې ۹ افغان وګړي ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر له رانږدې کېدو سره له خلکو غوښتي چې د حیواناتو د حلالولو او غوښې د پروسس پر مهال روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، څو د کانګو وینې بهېدونکې تبې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل ویلي چې د بلوڅو وسلهوال خوځښت په پیغامونو او تبلیغاتي روایتونو کې د ښځو راڅرګندېدل د دې خوځښت په سمبولیک، ټولنیز او تبلیغاتي جوړښت کې د پام وړ بدلون څرګندوي.

د طالبانو د روغتیا وزارت وايي چې د فراه ولایتي روغتون کې په یوه کال کې له ۳۵۰۰څخه زیات جراحي عملیات ترسره شوي، خو د دولتي روغتونونو د جراحي عملیاتو لوړې شمېرې د روغتیايي خدماتو او د غیرضروري عملیاتو د احتمال په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي چې په اروپا کې د ښياړخو سیاسي جریانونو پراخېدو د کډوالو پر وړاندې د حکومتونو سخت اقدامات زیات کړي او له طالبانو سره د اروپایي ټولنې تعامل یې د بشري حقونو په برخه کې د دې ټولنې پر اعتبار پوښتنې راپورته کړې دي.

د طالبانو تر چتر لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست وایي چې د کابل ښار د «مجتمع ابي امازون» د لامبو حوض کې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره لامبو وهونکو ترمنځ د ټاکنیزو سیالیو له لارې ۳۰ لوبغاړي د کابل ښار د کم عمره لامبو ټیم ته غوره شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي چې د غویي میاشت کې یې د ښځو اړوند ۵۲۴ قضیې حل کړي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه قضیې د کورني تاوتریخوالي، د میراث حق، جبري نکاح او ورته نورو مسایلو پورې اړوند وې.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي چې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ټولنیز کاروبارونه رامنځته شوي او ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ روزنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو تر چترلاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ ۵۰۶۰افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته جبري راستانه کړل شوي. دغه کمېسیون ویلي چې یاد کډوال له لومړنیو مرسته وروسته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د افغانستان د دفتر مشرې اېمي مارټین، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هغه کورنۍ چې د سیند غاړو مېشت وو، سختو سېلابونو زیانمنې کړې دي او اوس بېړنیو او اوږدمهالو مرستو ته اړتیا لري.

د جمهوري نظام پر مهال د افغان فلم رییسې صحرا کریمي ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه یوازې ټولنیز بندیزونه نه دي، بلکې د هغې په وینا د «فکري او انساني موضوعاتو د له منځه وړلو یوه سیسټماټیکه پروژه» ده چې د انسان د ذهن، لید او غبرګون ظرفیتونه کمزوري کوي.

د پاکستان پخواني سناتور او پښتو سیاستوال فرحت الله بابر ویلي، د افغان خبریالانو، هنرمندانو، موسیقارانو او د بشري حقونو د فعالانو جبري بېرته ستنول هغوی داسې چاپېریال ته اړ کوي چې یو وخت ترې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره وتلي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفري او قونسلي خدمتونو څانګې خبرداری ورکړی چېد ایبولا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره حکومت تازه سفري محدودیتونه وضع کړي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ په منځنۍ برخه کې د تحریک طالبان پاکستان او د هغې نه بېلې شوې ډلې جمعیت الاحرار ترمنځ په خونړیو خپلمنځي نښتو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان سمیع سادات پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د هېواد د اقتصادي وضعیت او بشري ناورین مسولیت نه مني او افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري چې د خلکو له ازادیو او مدني حقونو ملاتړ وکړي.

د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ په جیونۍ سیمه کې پولیسو د عملیاتو پر مهال ۴۷ افغان وګړي نیولي، چې ویل کېږي د جیونۍ سمندر له لارې په وړو کېښتیو کې یې ایران ته په ناقانونه ډول د تګ هڅه کوله.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، د اروپايي پارلمان له هغو غړو منندوی دی، چې د افغانستان د خلکو له حقونو ملاتړ کوي او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو پر ضد روښانه دریځ لري. اروپايي پارلمان په یوه پرېکړهلیک کې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو پر پراخولو ټينګار کړی دی.