دقیقاً دېرش کاله وړاندې، په همدې ورځ، طالبان کابل ته ننوتل. ډاکټر نجیب الله یې د ملګرو ملتونو له محوطې وایست، هغه او ورور یې شهیدان او جسدونه یې د کابل په اریانا څلور لاري کې راوځړول.
د طالبانو لومړۍ واکمنۍ افغانستان سخت منزوي کړ او هېواد یې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ څخه شاته پرېښود. هغه مهال یې هم ټول سیاسي، بشري او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي و. خو د القاعدې او اسامه بن لادن مسئلې بالاخره افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې جګړې ډګر کړ.
ورپسې شل کاله طالبانو بریدونه وکړل؛ نه افغان ساه واخیسته او نه افغانستان.
ځانمرګي بریدونه، سړک غاړې ماینونه، هدفي وژنې، چاودنې او هر لوري ته جګړې د افغانانو د ورځني ژوند برخه وګرځېدله. طالب نه قران کریم، نه جومات، نه ښوونځی او نه روغتون پرېښود، هر عامه ځای یې د بریدونو هدف وګرځاوه. طالبان د زرګونه افغانو ښځو، نارینوو او ماشومان د شهادت مسوول وو او دي.
خو له دې ټولو سره سره، یو شمېر مذبذبو سیاستوالو، اشخاصو او پروژوي رسنیو او ژورنالیستانو د "بدل شوي طالب" تصور پر افغانانو خرڅ کړ. طالب یې په نویو نومونو معرفي کړ، د هغه د تېر تاریخ د سپینولو هڅه وشوه، او بالاخره د دوحې تړون او ورپسې سیاسي بهیر افغانستان یو ځل بیا د طالب په ولکه کې کړ.
د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې معامله د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ له نهبخښونکو فصلونو څخه ده.
دېرش کاله تېر شول، طالب دوه ځله پر افغانستان واکمن شو، شل کاله جګړه وشوه او پنځه کاله یې بیا واک تجربه کړ؛ خو زموږ یوه لویه سیاسي ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده: موږ لا هم نه یو توانېدلي چې طالب او طالبي فکر په روښانه ډول تعریف کړو او په وړاندې یې یو ثابت ملي دریځ ولرو.
کله مو ورور وباله، کله ناراضه ورور؛ کله مو د یوه قوم استازی ترې جوړ کړ، کله مو د سیمې د سیاست قرباني وباله، او کله مو د خپلو شخصي، قومي او سیاسي عقدو له امله د هغه د کړنو لپاره توجیه پیدا کړه.
مشهوره خبره ده چې هغه ولس چې له خپل تاریخ څخه زده کړه ونه کړي، د هغه د تکرار خطر ورسره تل مل وي. زموږ ستونزه یوازې دا نه ده چې تاریخ مو هېر کړی؛ ستونزه دا ده چې تاریخ مو څو ځله تکرار کړی او لا هم ترې زده کړه نه کوو.
طالب یو ځل بیا واکمن شو، خو زموږ په سیاسي فکر کې لا هم هماغه پخوانۍ ګډوډي پاتې ده: په دې پوه نه شو چې څوک زموږ سیاسي مخالف دی او څوک دښمن او یا د هېواد لپاره ستراتیژیک ګواښ دی، کومه خبره د افغانستان په ګټه ده او کومه خبره، په شعوري یا غیرشعوري ډول، د طالب سیاسي دریځ پیاوړی کوي؟
سیاسي مخالف او د افغانستان ستراتیژیک ګواښ یو شی نه دي
موږ ټول غیر طالب کولای شو له یو بل سره سخت سیاسي اختلاف ولرو. پر نظام، اشخاصو، تېر حکومت، راتلونکي نظام او حتی د افغانستان پر راتلونکي جوړښت اختلاف ولرو. همدا سیاست دی. اختلاف باید وي، بحث باید وي او نقد هم باید وي. خو سیاسي اختلاف باید په شخصي دښمنۍ، متقابل تخریب او د یو بل په کمزوري کولو بدل نه شي.
زموږ د سیاست یوه لویه برخه له واقعي سیاسي تعامل څخه فیسبوک او ټولنیزو رسنیو ته انتقال شوې ده. له یو بل سره مخامخ خبرې نه کوو، خو پر فیسبوک یو بل کم راولو، مسخره کوو، تخریبوو، خپل ځان راته سلامت او بل ملامت ښکاري، د پرون حسابونه تصفیه کوو او قومي او شخصي عقدې د سیاست په نوم تعقیبوو.
دا قوي سیاست نه دی؛ دا زموږ د سیاسي کمزورۍ نښه ده.
طالب او طالبي فکر د افغانستان بقا له ګواښ سره مخ کړې چې بې له شکه یو ستراتیژیک ګواښ دی، نو باید دا هم درک کړو چې زموږ خپلمنځي بېاتفاقي، شخصي عقدې او عامه تخریب هغه ولس ته چې زموږ نه یو څه هیله لري څه تصویر وړاندې کوي. ولس کله کله له داسې سیاسي چاپېریال سره مخ شي چې مخالفین یې کله ناکله له یو بل سره تر طالب ډېر مصروف دي.
طالب او لابیګران یې هم له همدې تفرقې، بېباورۍ او ګډوډۍ ښه ګټه اخلي.
خو دا په دې معنا نه ده چې اختلافونه پټ کړو، پر یو بل نقد ونه کړو او یا ټول په یوه فکر شو. برعکس، سیاسي بلوغ دا دی چې اختلاف مدیریت کړو، له یو بل سره خبرې وکړو، پر مشترکو ملي موضوعاتو د ګډ کار ساحه پیدا کړو او خپل سیاسي مخالف د ستراتیژیک ګواښ ځای ته پورته نه کړو.
د طالبي فکر پر وړاندې زموږ دریځ باید د لمر په څېر روښانه وي: طالبي فکر یوه افراطي ایډیولوژي ده او افغانستان باید ترې د تل لپاره خلاص شي. دا نه د غچ معنا لري او نه د شخصي دښمنۍ. معنا یې دا ده چې دغه فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري، سیاسي واک ترې واخیستل شي، د افراطیت د بیا تولید سرچینې یې وچې شي، او افغانستان داسې نظام ولري چې هېڅ وسلهواله افراطي مذهبي ډله بیا د دین په نوم پر افغان ملت خپله اراده تحمیل نه کړای شي.
تېرو ۵ کلونو به ټولو افغانانو ته روښانه شوی وي چې له طالب سره یوازې د نصیحت، اعلامیو، سوال او زاریو او فیسبوکي بحثونو سیاست نتیجه نه ورکوي. پر طالب فشار باید جدي، منظم او څو اړخیز وي: سیاسي، اقتصادي، حقوقي او نړیوال فشار. زه پوځي فشار د دې معادلې تر ټولو مهمه برخه ګڼم، خو هر اقدام باید د مشروعیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د افغانستان د ملي ګټو له معیار سره وتلل شي.
زموږ لپاره معیار باید ډېر ساده وي: افغانستان باید راته تر هر څه لومړی وي. نه قوم لومړی دی، نه شخص، نه تنظیم، نه پخوانی حکومت او نه زموږ شخصي عقدې.
که زموږ شخصي او سیاسي اختلاف دومره لوی شي چې د افغانستان اساسي ګټه، د افراطیت خطر او د طالب مسئله رانه ورکه کړي، نو زموږ خپله سیاسي مبارزه د خپل هدف پر ضد کار کوي.
هر فکر، هر حرکت او هر سیاست چې افغانستان د افراطیت، انزوا، استبداد او وروستهپاتېوالي پر لور بیايي، زموږ دریځ یې په وړاندې باید واضح، ثابت او د مصلحتونو تابع نه وي.
د دېرشو کلونو تجربې وروسته، په ځانګړې توګه د تېرو پنځو کلونو له تجربې وروسته، باید نور پر یوه حقیقت پوه شوي وو: طالب یوازې په یوه ژبه پوهېږي؛ د جدي، منظم او دوامدار فشار په ژبه. طالب په مذبذب دریځ، تشو اعلامیو، سوال او زاریو نه بدلېږي.
که غواړو طالبي فکر د افغانستان پر راتلونکي د حاکم فکر په توګه د تل لپاره پای ته ورسوو، باید له پاپولیستي سیاست څخه راووځو، شخصي او قومي عقدې له ملي سیاست څخه جلا کړو، د هرې خبرې او هر دریځ سیاسي پایلې وسنجوو، او سیاست له فیسبوکي جنجال څخه واقعي، منظم او هدفمند سیاسي عمل ته یوسو.
د طالبي فکر له منځه وړل یوازې ژور سیاسي فهم او کلکه انقلابي مبارزه غواړي.