
اېنبيسي نیوز: د ایران په برید کې د امریکا د سمندري ځواک اته سرتیري ټپیان شوي دي
اېنبيسي نیوز د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په هرمز تنګي کې د دوی پر کښتۍ د ایران په توغندیز برید کې د امریکا د سمندري ځواک اته سرتیري ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، دغه برید چې وړاندې یې راپور نه و ورکړل شوی، د وږي په ۲۳مه د کروز توغندي پر مټ ترسره شوی و.



















