
لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي دي
طالبانو وایي د لغمان ولایت په پادیش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو وایي د لغمان ولایت په پادیش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د لاهور عالي محکمې د عمران خان د خور علیمه خان د نظر بندۍ پر ضد د قضیې اورېدنه تر ۲۵ سپتمبر پورې ځنډولې ده. محکمې له مدافعې وکیلانو پوښتلي چې ولې اړوندې ادارې ته له مراجعې وړاندې محکمه ته قضیه وړاندې شوې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې له نیم میلیون ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي دي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې په افغانستان کې د نسبتاً درنو بارانونو، تالنده او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د تحریک انصاف ګوند له خوا د سپټمبر پر ۲۷مه اسلاماباد کې د اوږده لاریون د اعلان وروسته د پاکستان حکومت د امنیتي تدابیرو د سختولو پلان جوړ کړی او د سرچینو په وینا یوازې په اسلاماباد کې به له ۲۲ زرو ډېر پولیس او امنیتي چارواکي وګمارل شي.

په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ پنځه کارکوونکي، سلطان علي رحیمي، حامد صدیقي، صایم حزیم، قدیر حمیدي او بسمالله، د طالبانو په بند کې له ۶۸ ورځو تېرولو وروسته د سهشنبې په ورځ له زندان څخه خوشې شوي دي.

په بهرنیو چارو کې، د قطر د دولت وزیر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړې غونډې پر مهال د افغانانو د ژوند شرایط ستونزمن وګڼل او د حل لپاره یې د دیپلوماتیکو هڅو دوام او نړیوالې پاملرنې ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان باید یو ځل بیا د جګړې، وینې تویېدو او د قدرتونو د نیابتي سیالیو پر ډګر بدل نه شي.

د بریتانیا دفاع وزارت ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندلي چې ښايي په افغانستان کې د برېتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژلو له دوسیې سره تړاو ولري. د دغو اسنادو موندل کېدل به په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه روانې څېړنې لا وځنډوي.

د پښتونخوا د پېښور پولیس وايي چې یوې مور خپله ۱۷ کلنه ناواده شوې لور د حمل له معلومېدو وروسته له ونې راځړولې او وژلې یې ده. د پولیسو په وینا، مور له وژنې وروسته د ټاون سیمې د پولیسو مرکز ته ورغلې او د خپلې لور پر وژلو یې اعتراف کړی چې له همدې امله نیول شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، په نیویارک کې د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړې غونډې پرمهال، یو ځل بیا له افغان خاورې پاکستان او سیمې ته د « ترهګریزو » ګواښونو د شتوالي تور پورې کړی. هغه له طالبانو غوښتي، چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او د نجونو د زده کړو حق ومني.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د سوېلي کوریا په یوه نړیواله غونډه کې ویلي، چې د دغه هېواد په وروستي سیاسي بدلون کې له قرباني کېدو وروسته، افغان ښځې د ډیموکراسۍ د ماتې او پر نړیوالو متحدینو د باور په اړه له جدي پوښتنو سره مخ دي.

افغان ووشوکارانو د جاپان په ناګویا ښار کې، د اسیا د المپیکي لوبو پر مهال د برونزو دوه مډالونه وګټل. په دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماتې ورکړی ده.

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د جوړ شوي اتحاد ویاند ویلي چې د پښتونخوا د بنو په ممندخېل سیمه کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې د دغه اتحاد یو قوماندان فتح الله چې په «سیف الله فتح» هم مشهور و د سپټمبر په ۲۲مه نېټه وژل شوی دی.

په کندز کې د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۴ تنه د قمار وهلو په تور نیولي دي. د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو کسانو څخه یوه اندازه نغدې پیسې او د قمار وسایل هم نیول شوي دي.

د امریکا فدرالي محکمې د افغان سوداګر کمالالدین نبيزاده هغه غوښتنه رد کړه چې نوم یې د دغه هېواد د خزانې وزارت د بندیزونو له نوملړه وایستل شي. محکمې ویلي، د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول اداره د نبيزاده نوم د بندیزونو په نوملړ کې د شاملولو لپاره لازم اسناد او دلایل لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په افغانستان کې پر ملکي وګړو د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې افغانان باید د پاکستاني طالبانو تحریک په اړه د افغان طالبانو او پاکستان د تګلارو قرباني نه شي او د دغو سیاستونو بیه پرې نه کړي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان، تماس ډلې په خپله وروستۍ غونډه کې د افغان نجونو د زده کړو پر ملاتړ او د بشري وضعیت د ښه والي په اړه خبرې کړې دي. دا غونډه، د دغه سازمان د سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په مشرۍ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې شوې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره د طوطي میدان ګازي بلاک د قرارداد د عملي کېدو پر وړاندې د شته تخنیکي او مالي ستونزو د حل او د پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وايي، هېواد یې د افغانستان پر کونړ او پکتيکا ولايتونو د پاکستان بريدونه، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، په کلکه غندي.

د طالبانو د بلخ والي رسنیز دفتر وايي، له کابل څخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ورغلي پلاوي ددې ډلې د بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او بامیان ولایتونو له مسوولانو سره کتلي دي. د طالبانو د بلخ والي په دې ناسته کې په لرې پرتو او غرنیو ولسوالیو کې د تشکیلاتو ډېرولو غوښتنه کړې ده.