
طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۲ کسان نیولي دي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په هلمند، کندوز، بغلان او اروزګان ولایتونو کې یې د غلا، قتل او نشهيي توکو د پېر او پلور په تور ۲۲ کسان نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په هلمند، کندوز، بغلان او اروزګان ولایتونو کې یې د غلا، قتل او نشهيي توکو د پېر او پلور په تور ۲۲ کسان نیولي دي.

وېښتان د انسان د ښکلا، ځوانۍ او جذابیت مهمه برخه ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د عمر له زیاتېدو وړاندې د وېښتانو سپینېدل د ډېرو خلکو لپاره پر یوې جدي اندېښنې بدل شوي دي.

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، چې چاپلوس سلاکاران، جاهل دوستان او متعصب ملګري د انسان تر ټولو بد دوښمنان دي. نوموړي د کوم طالب چارواکي د نوم له اخیستو پرته د کنایې په ډول ویلي، چې دا ډول کسان انسان له سمې لارې څخه باسي او د هلاکت کندې ته یې غورځوي.

په تاشکند کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د یادې ډلې سفیر عبدالغفار بحر د بنګلهدېش له سفیر محمد منیرالاسلام سره په لیدنه کې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي حالاتو او د سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د یوې پاکستانۍ سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې اسلاماباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو په تړاو د ایران اصلاح شوی وړاندیز له امریکا سره شریک کړی. سرچینې زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه «په دوامداره توګه خپلې سرې کرښې بدلوي».

د طالبانو د روغتیا وزارت د درملو خدمتونو رییس بشیراحمد هارون وایي، چې دامهال په افغانستان کې ۱۲۰ د درملو جوړولو کارخونې فعالیت لري. د هغه په وینا؛ وروسته له هغې چې له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بندیز ولګېده، د کورنیو تولیداتو له امله تر ډېره د درملو د کمښت تشه ډکه شوې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۸مه) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، هغه دولتي ځمکې او نمرې چې د دوی له لوري خلکو ته د استوګنې لپاره وېشل شوې یا پلورل شوې دي؛ د سوداګریزې ګټې لپاره یې پېر او پلور منع دی.

نن (د مئ ۱۸مه) د موزیمونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغانستان لاهم د خپل فرهنګي میراث، تاریخي اثارو او موزیمونو د ساتنې له جدي ننګونو سره مخ دی.

سياېناېن د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د غویي ۲۶مه) د خپلې ملي امنیت ډلې له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل؛ ترڅو له ایران سره د جګړې لپاره پر پوځي انتخابونو بحث او خبرې وکړي.

د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ یو اوسېدونکي په دولتي روغتونونو کې د بنسټیزو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کړی. نوموړي ویلي، چې مېرمن یې د بامیان په روغتون کې عملیات شوې؛ خو دی اړ شوی چې د لابراتواري معایناتو او درملو ترلاسه کولو لپاره شخصي لابراتوارونو او درملتونونو ته مراجعه وکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليابادي ویلي، چې له طالبانو سره به د برېښنا او اوبو په برخه کې همکاري پراخه کړي. د ایران سفارت په خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله راغلي: «دغه همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب پربنسټ د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی».

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره میاشت له پاکستان او ایران نه ۲۷زره او ۲۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳زره او ۲۸۵ کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبر ورکړی، چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳۵مېلیون کرونه (۵،۴۹ مېلیونه امریکایي ډالر) مرسته ځانګړې کړې ده. یادې ادارې ویلي، چې د دغه مرستې له لارې به زیانمنونکې ټولنې په ټول افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی ومومي.

اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په خپلو تر ټولو لویو ډرون بریدونو کې د روسیې پر ۱۴ سیمو د نږدې ۶۰۰ ډرونونو پرمټ بریدونه کړي دي. د روسي چارواکو په وینا؛ په دغه بریدونو کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي خلکو لاریون کړی او دغه لویه لاره یې د هر ډول تګراتګ پر مخ تړلې ده. لاریونوال وایي، چې پاکستان دې له طالبانو سره په افغانستان کې د بندپاتې سوداګریزو او مساپرو وړونکو موټرو د ستنېدو په اړه خبرې وکړي.

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان د واڼه ښار په رستم بازار کې د یوې زورورې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ځایي پولیسو په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې د ملک طارق په نوم د احمدزي وزیرو یو قومي مشر هم شامل دی، چې ګومان کېږي د برید اصلي هدف و.

د افغانستان انټرنشنل – پښتو لهخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ په تېرو درېیو ورځو کې (د غویي له ۲۵مې تر ۲۷مې) ۳زره او ۱۱۶ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۱۶زره او ۳۲۰ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو وېش کمېټې خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر ۱۴۹۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې دي. یادې کمېټې زیاته کړې، چې دغه نمرې یې په ننګرهار، سمنګان، زابل، فراه، کندوز، هلمند او غزني ولایتونو کې وېشلې.

له «پولیو پاک افغانستان» سازمان وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۸مه) به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شي. له «پولیو پاک افغانستان» سازمان زیاته کړې، چې په سویلي ولایتونو کې به دغه کمپاین (د غویي په ۲۹مه) پیل شي.

د امریکا او ایران د بېپایلو خبرو او د ټرمپ تر خبرداري وروسته متحده عربي اماراتو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د ډرون برید له امله په یوې اټومي بټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د سعودي عربستان دفاع وزارت هم ویلي، چې د خپل هوایي حریم پر سر یې درې ډرون الوتکې کشف او لهمنځه وړې دي.

په کندوز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وايي، چې د دغه ولایت په چهاردرې او اقتاش ولسوالیو کې ۱۱ کسان د «قتل او الکولي مشروباتو جوړولو» په تور نیول شوي دي. طالبانو زیاته کړې، چې په تخار کې بیا دوه تنه د «غلا» په تور نیول شوي دي.