
اکسیوس: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شوې
اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جمعې په ورځ کېدونکې مذاکرات لغوه شوې دي. ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جمعې په ورځ کېدونکې مذاکرات لغوه شوې دي. ایران له امریکا څخه د مذاکراتو د ځای او د خبرو د بڼې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې ده.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر ملا فیضالله تمیم په کابل کې ښار کې د درملو له ۳ تولیدو فابریکو څخه لیدنه کړې او د هغوی د تولید بهیر یې له نږدې ارزولی دی. دا اداره ټینګار کوي، چې په افغانستان کې شته کارخونې باید معیاري درمل تولید کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د قطر او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د روانو هڅو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د چین ولسشمر شي جینپینګ د چهارشنبې په ورځ په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې له خپل روسي او امریکايي سیالانو سره خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، چې د چین له ولسمشر سره یې د سوداګرۍ او امنیتي مسایلو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې هند ته لوبه بایلوده او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نړۍوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د دې ولایت په اسلامکلا ګمرک کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د دوی په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به په دې بندر کې ګڼهګوڼه کمه او نظم رامنځته شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو شمېر لوړ شوی دی. ډاکټر محمد داوود میرکي د سرطاني ناروغیو د ډېرېدو له لاملونو څخه یو هم د کیمیاوي وسلو کارونه بللې ده.

یو روسی کامیډین ارټمي اوستانین د چارشنبې په ورځ له دې امله په پنځه کاله او نهه میاشتې زندان او ۳۰۰ زره روبله جریمې محکوم شوی، چې په خپله ټوکه کې یې یو پخوانی معیوب سرتېری یاد کړی یا انځور کړی و. هغه په کرکې پارونې او د عیسویانو احساساتو ته په سپکاوي تورن شوی.

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو د پنځو جلا جلا بریدونو په ترڅ کې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې سنګرونه په نښه کړي دي. امریکا وایي، په تېرو نږدې دوو میاشتو کې یې د داعش ډلې ۵۰ غړي وژلي یا هم نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه او د چین ولسمشر شي جینپینګ د ایران، اوکراین او تایوان د وضعیت په اړه اوږدې ټېلیفوني خبرې کړې دي. سپینې ماڼۍ د ټرمپ له قوله ویلي، چې دواړو مشرانو د امریکا او چین پر اړیکو او سوداګرۍ هم بحث کړی دی.

د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په دیارلسو ضلعو کې د بلوچ ازادي غوښتونکي اردو (بی ایل اې) سلګونه جنګیالیو د پاکستان په مختلفو دولتي مراکزو پلان شوي او همغږي شوي بې ساري بریدونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن چار شنبه ویلي چې واشنګټن له ایران سره د خبرو لپاره چمتو دی او دا ناسته د امتیاز ورکولو یا مشروعیت بښنې په توګه نه ګڼي. هغه زیاته کړه چې امریکا چمتو ده له هر چا سره خبرې وکړي.

فاکس نیوز خبر ور کړی، ۲۹ کلن افغان رحمانالله لکڼوال، چې د واشنګټن ډي سي د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو په پېښه کې تورن دی، په محکمه کې ځان بېګناه بللی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې اعلان کړی چې د خبرخونې او نورو څانګو په ګډون به د خپلو کارکوونکو نږدې یو پر درېیمه برخه له دندو ګوښه کړي او د سپورت څانګه به وتړي. د واشنګټن پوسټ د کارکوونکو اتحادیې ویلي دي چې له کارکوونکو پرته واشنګټن پوسټ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نامعلومو کسانو پخوانی افغان سرتېری نبيالله احمدي د کاپیسا ولایت په ریګراوان ولسوالۍ کې له تښتولو وروسته وژلی. د سرچینو په وینا، احمدي د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو پنځه میاشتې وړاندې بېرته افغانستان ته اخراج شوی و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست او ځینو معتبرو نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې، په کابل او ۲۶ نورو ولایتونو او همداراز سالنګونو کې د باران، واورې، تالندې او برېښنا د ورېدو او په ګرمو سیمو کې د سېلابونو راوتلو اټکل دی.

وروسته له هغې چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستان سره د مرستو بندېدو لایحه تصویب کړه، د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.

د طالبانو په بند کې د امریکایي وګړي ډینس کوایل کورنۍ وايي، چې له یو کال زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د طالبانو له بند څخه د هغه د خوشې کېدو هڅې بې پایلې دي. د هغه د کورنۍ په وینا، کوایل پرته له دې چې پرې کوم رسمي تور ولګول شي، طالبانو بندي کړی.

پاکستان او قزاقستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سیمهییزو ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره پر پیاوړې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی. دغه راز د ازبکستان او پاکستان ترمنځ هم هوکړه شوې چې د ترانس ـ افغان رېللارې عملي چارې پیل شي.

چین او پاکستان د څلور اړخیز ټرانزیټي ترانسپورټ تړون (QTTA) د پلي کېدو او پراختیا په موخه ګډه ناسته کړې. د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق وايي، دغه تړون د چین او د سیپک له لارې د پاکستان سمندري بندرونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د القاعدې شبکې مشر سیف العدل د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده ته په یوه لیک کې افغانستان ته د خپلې رهبرۍ د موقتي انتقال په اړه له هغه سره سلا مشورې کړې دي. ددې انتقال لامل، پر ایران د امریکا او اسراییل برید ګڼل کیږي.