
د سنټکام ویاند: ایران د نړیوال امنیت لپاره ښکاره ګواښ دی
د امریکا د مرکزي قوماندې (سنټکام) ویاند ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوال امنیت او سیمهییز ثبات لپاره یو ښکاره ګواښ دی.

د امریکا د مرکزي قوماندې (سنټکام) ویاند ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوال امنیت او سیمهییز ثبات لپاره یو ښکاره ګواښ دی.

طالبانو د ټاپي پروژې د عملي پرمختګ او چټکتیا ادعا کړې او وایي چې د افغانستان په خاوره کې د دې سترې سیمهییزې پروژې چارې په مخته روانې دي. د طالبانو د کانونو وزارت په وینا، هدایت الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه پروژې د تجهیزاتو د لېږد او رغنیزو فعالیتونو ارزولي دي.

د ازبکستان او چین پانګوالو د طالبانو د کانونو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې یوه اسټرالیايي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که چېرې ایران په خبرو اترو کې د امریکا لپاره غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو واشنګټن به د تهران پر وړاندې لا سخت اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د اهل تشیع له استازو سره په کتنه کې ویلي، نظام یې ټولو مذاهبو ته درناوی لري. په داسې حال کې چې طالبان پر حنفي مذهب ټينګار لري او د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، دغه ډله هڅې کوي، چې خلک له خپلو مذهبونو واړوي او سني مذهب ومني.

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د امريکا، اسرایيل او ايران د جګړې له پيل څخه وروسته د متحده عرب اماراتو حکومت زرګونو پاکستاني اهل تشيع وګړي له دغه هېواد څخه ايستلي دي. دوی وایي، د ایستنې اصلي لامل دا دې چې دوی «اهل تشيع» دي. دغه کسان د پاکستان په حکومت هم نيوکې کوي.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو د طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامې» په اړه ژوره اندېښنه او اعتراض څرګند کړی او د دغه اصولنامې د سمدستي او بېقیدوشرطه لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډله، چې د «افغان ابدالیانو» په نوم پېژندل کېږي، د سریلانکا په کوربهتوب د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کوي

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پولیسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام د اورکزو سیمې سره په پوله د یادې ولسوالۍ مرایي پوستې سره نږدې پر یوه موټر چاودنه شوې ده. دوی ویلي، چې په چاودنه کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د طالبانو د ریاستالوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع په کابل کې د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. طالبان وایي، د قطر سفیر د طالبانو او پاکستان ښې اړیکې د سیمې د امنیت، اقتصاد او ثبات لپاره مهمې بللي.

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین سفر له پای ته رسېدو وروسته د هغه د لیدنو او هوکړو جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ په اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو والي اسلامجار د یاد ولایت د ولسوالیو او امنیتي حوزو له جنايي قضايي مسوولانو سره په ناسته کې په هرات کې د امنیت د ټینګښت او جنايي جرمونو د کمولو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران ولسمشر ویلي چې امریکا او اسراییل هڅې کړې وې چې د ایران د شماللوېدیزو او جنوبختیزو سیمو له لارې ایران ته وسلهوالې ډلې نفوذ وکړي، خو دده په وینا، افغانستان، پاکستان او عراق ددې چارې اجازه نه ده ور کړې او دی ترې مننه کوي.

افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د دفاع وزارت یو مکتوب رسېدلی، چې د ملایعقوب په وړاندیز ددې ډلې رییس الوزرا ملاحسن اخوند د خپلو ځانګړو ځواکونو فرقې د قوماندانۍ منسوبینو ته ۷ زره افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی دی. ملایعقوب ویلي، چې ددې ځواکونو کار ډېر او امتیازات کم دي.

د روسیې د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، طالبان غواړي له روسیې سره د موټرو او کرنیزو محصولاتو د وارداتو هغه دود بیا پیل شي چې د شوروي اتحاد په وخت کې موجود و. په دې برخه کې له وړاندې د کاماز موټرو پر واردولو خبرې شوې دي.

سیمهییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اوکراین په تېر یوه کال کې پر مسکو د بېپیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید کړی. په دغه برید کې په مسکو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او یو بل له اوکراین سره پر پوله وژل شوی دی.

ازبکستاني چارواکو اعلان کړی چې له افغانستان څخه یې دغه هېواد ته د نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. دغه ۵۹۳ کیلوګرامه چرس او درې کیلوګرامه تاریاک د یوه افغان په بار وړونکي موټر کې ازبکستان ته لېږدول کېدل.

د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ له خپل امریکایې سیال ډونالډ ټرمپ سره د یکشنبې په ورځ ټلیفوني خبرې کړې او د امریکا او چین ترمنځ د وروستۍ غونډې پر پایلو غږیدلي دي.

په کندهار کې ځايي اوسېدونکو او د ځينو انټرنېټي شبکو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو پر استوګنیزو سیمو له څو میاشتو راهیسې نوري فایبر او وای فای انټرنېټ قطع کړی دی. دوی زیاتوي چې له دولتي او سوداګریزو مراکزو پرته، نور خلک یوازې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي.

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران له ولسمشر سره د تړلو دروازو ترشا یونیم ساعته خصوصي لیدنه کړې او دواړو لوریو د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د منځګړیتوب او د خبرو د بیا پیلیدو په تړاو خبرې کړې دي.