
حامد کرزي افغان ورزشکارې فریبا هاشمي ته د بریا مبارکي ورکړه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان ورزشکارې فریبا هاشمي ته د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې د هغې د بریا او د سپینو زرو مډال ګټلو مبارکي ورکړې ده. کرزي نورو افغان ښځینه لوبغاړو ته هم د بریا هیله کړې ده.



















