
نور جلال جلالي له نړۍوالو همکارانو سره د افغانستان د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا خبرې کړې
د طالبانو روغتیا وزیر نور جلال جلالي د پولیو لیګاسي چلنج له اجراييوي غړو، تمویلوونکو او بورډ له مشرانو سره په انلاین ناسته کې د روغتیايي سیسټم د اوږدمهاله پیاوړتیا په اړه خبرې کړې. هغه د واکسیناسیون د منظم ترسره کېدو او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پر اهمیت هم ټينګار کړی.



















