
طالبانو د خوست پر ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، چې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني جېټ الوتکو د خوست پر ګربز، اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو هوايي بریونه کړي دي. نوموړي ویلي، چې په دغه بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.


















