مکرون: د یوه هېواد په بمبارۍ حکومت نه بدلېږي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له اېبيسي نیوز سره په خبرو کې د ایران د جګړې په اړه ویلي: «زما په باور دا به د عملي کېدو وړ نه وي، چې د یوه هېواد په بمبارۍ دې نوی حکومت واک ته ورسېږي». هغه ټینګار وکړ: «دغه لاره پایله نهورکوي».
مکرون د هرمز تنګي په اړه هم وویل: «ښايي وړاندې هرمز تنګی له خپل ارزښت څخه کم ارزول شوی و او اوس باید دغه ستونزه حل کړو». هغه زیاته کړه: «د ایران حکومت پوه شو، چې دغه کارټ له ځان سره لري».
مکرون وویل، د دوشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هغه د لیدنې «اصلي موخه» دا وه چې د هرمز تنګي د «بېرته پرانیستلو لپاره مناسبې هوکړې» ته زمینه برابره شي او په نړۍ کې د مخ پر زیاتېدونکې انرژۍ له ناورین سره د مقابلې لپاره حل لار وموندل شي؛ هغه ناورین چې د پټرولو، ډیزلو او جېټ الوتکو د تېلو بیې لوړې کړې دي.
د فرانسې ولسمشر وویل، کله چې جګړه پیل شوه «د ایران حکومت پوه شو، چې دغه کارټ ورسره دی»؛ یعنې کولای شي د هرمز تنګی وتړي. مکرون د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه موضوع د ټرمپ لپاره «یوه ړنده نقطه» وه، مکرون په ځواب کې وویل: «زه نه غواړم دلته څوک پړ کړم. موږ اوس په دغه وضعیت کې یو. زه فکر کوم امریکا ــ یعنې ستاسو هېواد ــ کولای شي دغه ستونزه حل کړي او موږ تاسو ته اړتیا لرو».
او د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا فرانسه به د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره خپل پوځي ځواکونه واستوي وویل: «زه نه غواړم له هېڅ هېواد سره مخامخ شخړه وکړم؛ خو موږ چمتو یو چې د لا زیاتې ونډې اخیستو لپاره اقدام وکړو، څو د ځینو ظرفیتونو ساتنه وکړو او د بېړیو د تګراتګ زمینه برابره کړو، هو».
