
غلام حسین محسیني اژه یي: که عزت مو وګواښل شي جګړې ته چمتو یو
د ایران د قضاییه قوې مشر، غلام حسین محسیني اژه یي ویلي، چې هېواد یې جګړه نه غواړي، خو که عزت یې وګواښل شي، جګړې ته به لاس واچوي.

د ایران د قضاییه قوې مشر، غلام حسین محسیني اژه یي ویلي، چې هېواد یې جګړه نه غواړي، خو که عزت یې وګواښل شي، جګړې ته به لاس واچوي.

په تهران کې د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي فضلمحمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال عسکر جلالیان سره لیدنه کړې ده. خبرپاڼه وایي، دې لیدنه کې د عدلي او قضايي همکاریو د پراخېدو او د افغان بندیانو د لېږد د بهیر د نوي پړاو پر پیل خبرې شوې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، چې د پاکستان سوپر ليګ جام ۱۱ پړاو کرکټ سياليو پايلوبه ګټونکې لوبډلې لپاره د ۵۰۰زره ډالرو جایزه ټاکل شوی، او بايلونکې لوبډلې ته به ۳۰۰زره ډالره ورکړل شي.

د والسټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویل شوي، چې د ایران جګړې د امریکا د پوځي وړتیاوو د ارزونې لپاره یو بېساری فرصت برابر کړی، او د واشنګټن اصلي سیالان دا جګړه له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ پروګرام اعلان کړی، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماینپاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د پالیسیو یوه مهمه هغه برخه لغوه کړې، چې له مخې یې د ګڼو هېوادونو د کډوالۍ او پناهغوښتنې دوسیو ارزونه په پراخه کچه درول شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره هېڅ ډول عارضي اوربند نهدی شوی او یوازې د اختر درې ورځو کې وقفه رامنځته شوې وه او هغه هم پای ته رسېدلې ده. د دغه وزارت ویاند نن په اسلاماباد کې وویل، اوسني وضعیت ته د «اوربند» کلیمه کارول ناسمه ده.

د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي، د شنبې په ورځ پېښور کې یوې قبايلي جرګې ته په وينا کې ویلي، دا جرګه د پوځي عملياتو او ډرون بريدونو پرضد رابلل شوې،په ډرون بریدونو او پوځي عملياتو کې بې ګناه خلک، ځوانان او ښځې وژل کيږي. هغه وویل، د پوځ په اندازه واک راکړئ په ۱۰۰ورځو کې امن راوړم.

د ننګرهار ځايي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد ال ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سمندري تګ راتګ ازادي یو بنسټیز او نه منل کېدونکی اصل وباله.

د جرمني په برلین ښار کې د کاناډین نورث اکاډمي په نوښت، د افغانستان د اوسني بحران او راتلونکي وضعیت د ارزونې لپاره علمي او څېړنیزه ناسته، نن د شنبه د غویي پر ۱۲مه ترسره شوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو یې لږ تر لږه ۷۵ کسان په څوارلس ولایتونو کې نیولي دي. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا عملیات د نشهيي توکو ضد پولیسو له لوري د هېواد په ختیځ، سویل، مرکزي او شمالي ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې سراج الدین حقاني د یادې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري سره په لیدنه کې د افغانستان دننه او بهر د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د شنبې په ورځ له خپل ویتنامي سیال لې مین هنګ سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې له دغه هېواد سره به د انرژۍ او کانونو په برخه کې اړیکې نورې هم پراخې کړي. دواړو لوریو اقتصادي امنیت د دوه اړخیزو همکاریو نوی لومړیتوب وباله.

هغه سندونه چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي ښيي، چې د طالبانو مشر ملاهبتالله اخوندزاده په دولتي چوکاټ کې د «ملي» کلیمې پر کارولو بندیز لګولی دی. د دغه حکم پر بنسټ، د یو شمېر امارتي ادارو له نومونو څخه د ملي کلمه لرې شوې او پر ځای یې د «عمومي» کلمه کارول کېږي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده وروستۍ وینا، چې په کې یې د خپل ځان بې قید او شرطه اطاعت غوښتی، د دغې ډلې د ځینو غړو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي وایي چې د ملاهبتالله دا ډول څرګندونې ښیي چې هغه ځان له نورو انسانانو څخه لوړ ګڼي.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې، چې د جمعې په ماښام یې د لوګر ولایت ودانۍ ته نږدې پر یوه امنیتي پوسته په یوه هدفي برید کې ۴ طالبانو مرګژوبله اړولې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو د ازادۍ د نقض لږترلږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي. د دغه مرکز د موندنو له مخې، که څه هم د نیونو کچه د تېر کال پرتله کمه شوې، خو رسنۍ د سانسور او کیفیت له امله ډېر سخت او بحراني حالت کې دي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د مسوولانو یو غږیږ پیغام ترلاسه کړی، چې خپلو ټولو وسلهوالو ته یې امر کړی، چې نور به په نظامي مرکزونو کې ځیرک مبایلونه نه کاروي او د اړیکې ساتلو لپاره دې ساده مبایلونه وکاروي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د سلواکیا له لومړي وزیر روبرټ فیکو سره یې په ټلیفوني اړیکه کې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو په تړاو خبرې کړې دي. په دې خبرو کې سلواکیا له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کېدو له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښت او د پاکستان ناسمو پالیسیو ته په اشاره ویلي، چې حکومت په لوی لاس دغه هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي.