
طالبان: په لوګر کې د یوې کورنۍ د ۴ غړو د وژنې په تور ۲ کسان نیول شوي
په لوګر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حصارک سیمه کې د یوې کورنۍ د ۴ غړو د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي. تېره دوشنبه په یاده سیمه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي وو.



















