
بردي محمدوف: ټاپي پروژه به په افغانستان کې د کارموندنې له ۱۲ زرو ډېر فرصتونه برابر کړي
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي برديمحمدوف ویلي، چې د ټاپي پروژې په پلیتابه سره به یوازې په افغانستان کې له ۱۲ زرو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي برديمحمدوف ویلي، چې د ټاپي پروژې په پلیتابه سره به یوازې په افغانستان کې له ۱۲ زرو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.

د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) د پنجشنبې په ورځ وویل چې له غیررسمي بانکي شبکو څخه جرمي ګټه اخیستنه په یوې نړیوالې ستونزې بدله شوې او مخ په پراخېدو ده. دې ادارې له شرکتونو او حکومتونو وغوښتل چې د پیسو سپینولو د مسلکي خدمتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره لا ډېر ګامونه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان لپاره د دغه هېواد له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره کتلي او په سیمه کې د بدلیدونکي امنیتي وضعیت او د پاکستان اړوند مسایلو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس «تسنیم» د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا د روانې اونۍ په بریدونو کې شپږ نور ایراني پوځي پرسونل وژل شوي، چې له دې سره د وژل شویو پوځيانو شمېر لږ تر لږه ۱۳ ته رسېدلی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د میدان وردک ولایت په مرکز کې د اتفاق مارکیټ ۵۳۱،۲ متره مربع ځمکه دولتي اعلان کړې.

د پاکستان په پارلمان کې د خيبرپښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ استازي شېر افضل مروت ويلي، چې د لکي مروت او بنو د زرګونو پولیسو د معاشونو د بندولو اقدام په کلکه غندي او دغه کار یې له انصاف او قانون سره په ټکر کې بللی دی.

د افغانستان د جګړو په تاریخ کې داسې شخصیتونه کم دي چې د ټوپک تر څنګ یې د جرګې ځای هم پېژندلی وي. جلالالدین حقاني د همدې متضاد تصویر له امله د افغانستان د معاصر تاریخ له پېچلو څېرو څخه دی. د هغه ډېر پلویان او خواخوږي نوموړي ته د « لوی مصلح او ستر غازي» نوم کاروي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار په خوشحال مارکیټ کې د سینګارتوکو اته تنه پلورونکي په دې تور نیولي، چې له محرم پرته یې پر ښځو توکي پلورلي دي.

د پاکستان لومړي وزیر د سرحدي سوداګرۍ د ښه والي لپاره د «سوداګرۍ د اسانتیا بورډ» د جوړېدو حکم ور کړی دی. دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې د تېر کال له اکتوبر مياشتې راهيسې تړلې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په ارزګان کې د متحدې جبهې د مالي تمویل په تور یوه ښځه او د هغې خاوند نیولي او کندهار ته یې انتقال کړي دي. د سرچینو د معلوماتو لهمخې، طالبانو یاد کسان شکنجه کړي هم دي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانانو د هویت، قومونو او ژبو په اړه وروستۍ څرګندونې کرکه پاروونکې بللې دي او وايي، چې دغه ډول بحثونه تفرقه رامنځته کوي او د افغانانو د ملي پیستون خلاف د رواني جګړې لاره پرانیزي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ناټو ته چې د افغانستان موضوع په ناورين بدله شوه، نو له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې د «شوروي ګواښ» پرځای د روسیې ګواښ مطرح کړی دی. همداراز لاوروف وويل، چې ناټو د خپل «مصنوعي حضور» د اوږدولو لپاره د نویو پلمو په لټه کې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې هالنډ د افغانستان له بشري صندوق سره د ۱۶ میلیونه یورو مالي مرسته کړې ده.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې ډیورند کرښې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې يې عمليات کړي او ۱۵ وسله وال یې وژلي دي. د وژل شویو وسله والو هويت تراوسه نه دی روښانه شوی.

د جاپان حکومت او د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو چارو دفتر په افغانستان کې له نشهیي توکو سره د مبارزې په موخه د دوه کلنې پروژې تړون لاسلیک کړ. ټاکل شوې دغه پروژه د ۲۰۲۶ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې په بدخشان، بادغیس، هلمند، کندهار او تخار ولایتونو کې عملي شي.

د واشنګټن له خوا د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په تړاو د طالبانو د وړاندیز له ردولو وروسته د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ویلي، چې امریکایان افغانستان ته د ابادۍ لپاره نه، بلکې د افغانانو د وژلو لپاره راغلي وو.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې تازه شمېرې ښيي، چې د دغه هېواد پولیسو د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۲۵زره او ۳۱۴ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي. د دغه شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو پناهغوښتونکو نوملړ په سر کې راغلي دي.

د افغان الاصله اسټرالیايي هنرمند او شاعر الیاس علوي اثر د اسټرالیا د هنر بانک د لومړنۍ جایزې ګټونکی شو. الیاس علوي چې د جګړو له امله په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډوال شوی و، اوس په ملبورن ښار کې ژوند کوي.

د هرات په ګذرګاه کې د خواجه عبدالله انصاري تاریخي جومات د ۱۰۷ مېلیونه افغانیو په لګښت بیا ورغول شو. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، جومات په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې ۳زره متر مربع مساحت لري او د شاوخوا ۱۰زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د کندهار د احمدشاه بابا په نړۍوال هوايي ډګر کې د یادې ډلې سرحدي شرطې هغه کس نیولی چې غوښتل یې ۸زره او ۲۶۰ ګرامه سره زر په ناقانونه توګه له افغانستان نه بهر ولېږدوي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د لوږې کړکېچ د لا خرابېدو په حال کې دی او ۳.۷ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه راپور له مخې، له ۳.۷ مېلیونه خوارځواکو ماشومانو څخه یو مېلیون یې د خوارځواکۍ له سختې او خطرناکې بڼې سره مخ دي.