
ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟
د څو پړاویزو پټو عملیاتو جزییاتو په ډاګه کړې چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال او د ننګرهار بانفوذه څېره عبدالظاهر قدیر څنګه نایروبي ته وغوښتل شو او هلته ونیول شو.

د څو پړاویزو پټو عملیاتو جزییاتو په ډاګه کړې چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال او د ننګرهار بانفوذه څېره عبدالظاهر قدیر څنګه نایروبي ته وغوښتل شو او هلته ونیول شو.

د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې، چې جنګیالیو یې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو پر دوو کسانو برید کړی او دواړه یې وژلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، د امریکا د ولسمشر استازي به د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د روانو خبرو په لړ کې په راتلونکو ورځو کې له کییف سره خبرې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د بارانونو له امله د احتمالي سېلابونو له راوتلو خبرداری ورکړی او له اړوندو سیمو یې د چمتووالي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یې شپږ تنه د بېلابېلو غلاوو په تور نیولي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان په مهترلام ښار کې د طالبانو د پنځمې امنیتي حوزې د منسوبینو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د بوسنیا سرحدي پولیسو ویلي، چې د کرواسیا سرحد ته نږدې یې د ۱۸ افغانانو په ګډون ۹۶ پناه غوښتونکي نیولي دي. د نیولو دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د بوسنیا پولیسو ته د کرواسیا سرحدي پولیسو د دغه هېواد شمالي پولې ته څېرمه د مهاجرینو د یوې لویې ډلې د راټولېدو خبر ورکړ شو.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د «تورغر» په نوم نوې ولسوالۍ جوړه شوې او د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هغې د اداري کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنیت د یوه «مشروع او ځوابویونکي سیاسي نظام» له جوړېدو پرته نهشي راتلای.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی باور صندوق وايي، په سویلي افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو، د طبیعي پېښو پر وړاندې د خونديتابه او د کاروبارونو د ودې په برخو کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې ۲،۵۶ میلیونو څخه ډېرو خلکو ته مرستې رسېدلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې په کندهار کې د ولایتي پرمختیایي کمېټې په غونډه کې د دغه ولایت والي ملا شیرین اخوند ویلي، چې د کندهار د یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو او سیمو اوسېدونکي لا هم بشپړو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نهلري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امیندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته رواني روغتیايي ستونزې په ځانګړي ډول خپګان ډېر عام دی او له هرو پنځو ښځو یوه په دې موده کې له رواني ستونزې سره مخ کېږي. په افغانستان کې هم له هرو پنځو کسانو یو له رواني روغتیايي ستونزې سره ژوند کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په نورستان کې یې ۴ ډوله ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د یوې بولۍ له لارې پلورلي دي. یادې ډبرې پر څه باندې ۱۲۲ میلیونه افغانیو پلورل شوي او په دې کې څه باندې ۱۲ میلیونه یې طالبانو ته رسېدلي دي.

دا ورځې بیا هغه کسان چې د بامیان تاریخي مجسمې یې ړنګې کړې، په ویاړ او غرور دغه د ملي فرهنګ ضد جنایت د خپلې کارنامې په توګه یادوي. پوره پینځهویشت کاله پخوا د بامیان له زړه څخه تورې لوخړې پورته شوې او په نړۍ کې یې تر ټولو لوړې ولاړې لرغونې مجسمې راونړولې.

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د روسیې په ولادیوستوک ښار کې د ختیځ اقتصادي فورم په څنډه کې د یو شمیر روسي چارواکو او علمي مسوولانو سره د افغانستان او روسیې د اړیکو او دو اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهاب الدین دلاور د روسیې د سره صلیب له رییس پاول ساوچوک سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې همغږۍ، بشري همکاریو، د رضاکارانو د روزنې او په روسیه کې د مېشتو افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په لغمان کې له طالبانو سره په مخامخ نښته کې د خپلو دریو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی. زرغون بهیر ویلي، چې د دوی درې تنه غړي د ۱۳ طالبانو تر وژلو وروسته وژل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړې د ترلاسه کولو احتمال شته. په ورته وخت کې کییف وايي، د سولې په هڅو کې د «نوي تحرک» تمه لري.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي برديمحمدوف ویلي، چې د ټاپي پروژې په پلیتابه سره به یوازې په افغانستان کې له ۱۲ زرو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.

د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) د پنجشنبې په ورځ وویل چې له غیررسمي بانکي شبکو څخه جرمي ګټه اخیستنه په یوې نړیوالې ستونزې بدله شوې او مخ په پراخېدو ده. دې ادارې له شرکتونو او حکومتونو وغوښتل چې د پیسو سپینولو د مسلکي خدمتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره لا ډېر ګامونه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان لپاره د دغه هېواد له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره کتلي او په سیمه کې د بدلیدونکي امنیتي وضعیت او د پاکستان اړوند مسایلو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس «تسنیم» د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا د روانې اونۍ په بریدونو کې شپږ نور ایراني پوځي پرسونل وژل شوي، چې له دې سره د وژل شویو پوځيانو شمېر لږ تر لږه ۱۳ ته رسېدلی دی.