
د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسلهوالو د وژل کېدو ادعا کړې
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسلهوال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسلهوال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي کابل ته د خپل ۳ ورځني سفر له پایته رسېدو وروسته ویلي، چې په کابل کې یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره په کتنو کې له هغوی غوښتي، چې نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار د دوام اجازه ورکړي.

د کرېکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي رحمان الله ګربز کابل کې د یوې غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې د بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یې خیریه بنسټ جوړ کړی دی. د هغه په وینا، غواړي د سوداګرو او شتمنو پر مټ بېوزلو هېوادوالو ته مرستې ورسوي.

تورخم کې سلګونه افغان کډوال چې ډېری یې دویم او درېیم نسل دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه نښتو له امله د ورځو راهیسې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې اسلاماباد د افغانانو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د بدن جوړونې فدراسيون اعلان کړی، چې په کابل د بدن ښکلا او فېټنس سياليو نولسم پړاو په زورخانهيي سالون کې د ۹۸ورزشکارانو په ګډون ترسره شو. ورزشکارانو په بېلابېلو وزنونو کې سيالۍ وکړې او خپلې بدني ښکلاوې او مهارتونه يې نندارې ته وړاندې کړل.

په کابل کې د د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د کندهار ولایت له راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د برېټانيا د ترهګرۍ ضد پوليسو مشر وایي، چې د يهوديانو پر وړاندې ګواښونه زيات شوي دي. هغه د ګواښونو د کچې په اړه ويلي، چې دا هېواد له څه مودې راهيسې له يو پرلهپسې او ورو زياتېدونکي «ترهګريز» ګواښ سره مخ دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور غړو ته د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي په اړه د هبتالله اخوندزاده حکم ابلاغ کړ. د طالبانو مشر تېره اونۍ د یوه حکم په ترڅ کې په هېواد کې د پټاقیو تولید او کارونه او همداراز واردات منع کړي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۶۱روغتیايي مرکزونو ته زیان اړولی دی.

د افغانستان لپاره د کوریا سفارت وایي، چې شارژدافیر مون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره په کابل کې کتلي او د افغان کډوالو پر ملاتړ یې خبرې اترې کړي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له زیاتېدو سره، ستنېدونکي کډوال وایي چې د حکومتي ژمنو سره سره د ثبت، انتقال او اساسي اسانتیاوو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي، او ګڼې کورنۍ په لنډي کوتل کې د څو ورځو لپاره د نوبت په تمه په نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسینزوی په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې کابل کې یې لورګانې تښتول شوي او طالبان یې په موندلو کې پاتې راغلي دي. هغه زیاته کړې: «د خلکو عزت باندې تاسې لوبې کوئ، دا نظام داسې دی چې د عزت خلک بې عزته کړي».

د ایران دننه دوو باخبره سرچینو ایران انټرنشنل ته ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی لهخوا د ډیپلوماسۍ، په ځانګړي ډول د اټومي خبرو اترو د پرمخ وړلو له کړنلارې ناخوښ دي او د هغه د لرې کولو غوښتنه کوي.

خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر ویلي، د باغ سموات صنعتي پارک کې د صنعتي ودې او پراختیا په موخه د شاوخوا ۷۰ فابریکو د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي. د معلوماتو له مخې، دغه پارک چې پر شاوخوا ۴۰۰جریبه ځمکه جوړېږي، په کې به نږدې ۲۰۰ لویې او وړې تولیدي فابریکې فعالیتونه ترسره کړي.

د بدخشان په مرکز او د کشم- فیضاباد د لویې لارې په اوږدو کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۶ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې نن مازدیګر (پنجشنبه د غويي ۱۰مه) رامنځته شوي او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو یې څلورو ولایتونو کې د جلا عملیاتو په لړ کې ۱۷ کسان نیولي دي. دغه وزارت ویلي، نیول شوي کسان د غلا، د وسلو ناقانونه لېږد او د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وایي، د تایوان مساله د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې «تر ټولو لوی ګواښ» ګڼل کېږي او واشنګټن باید په دې اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

کرملین ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د وسلهوالو پرضد جګړه کې د مرستې لپاره یې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې ده.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ ناسته کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ثبات لپاره بیړني او عملي ګامونه پورته کړي.

د ایران د سیستان او بلوچستان چارواکي وايي، چې په نیمروز کې یې د طالبانو له مسوولانو سره یو ۲۳ ټکی هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د دریو سیمه ییزو بازارونو فعالولو او د وړې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د عملي هوکړو پرمخ وړل پکې شامل دي.

طالبانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان په ۴۰م کنفرانس کې ګډون کړی. دغه کنفرانس د ۲۰۲۶م کال د اپریل له ۲۰مې تر ۲۴مې نېټې پورې شوی، چې د بېلابېلو هېوادونو د ریل پټلۍ چارواکو، تخنیکي کارپوهانو او د نړیوالو ادارو استازو پکې برخه اخیستې وه.