
د خبریالانو ناروښانه برخلیک؛ جلاوطنه افغان خبریالانې افغانستان ته له جبري ستنېدو وېره لري
پاکستان کې مېشتې افغان ښځینه خبریالانې او فعالانې چې اوسمهال د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي وایي، افغانستان ته بېرته تګ کولای شي د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي. افغان خبریاله یاسمین نبيزاده د طالبانو تر ګواښونو وروسته دامهال په پاکستان کې له یوه ناروښانه برخلیک سره مخ ده.



















