هرات کې یو محصل: طالبانو پوهنتون ته د غاښونو څانګې د لسګونه محصلینو د ورتګ مخه نیولې ده

د هرات پوهنتون د طب د غاښونو څانګې یو محصل افغانستان انټرنشنل ته په لیږلي پيغام کې ویلي، طالبانو د دغه څانګې شاوخوا ۷۰ محصلین د «سنت او شریعت» د نه مراعتولو په پلمه له پوهنځي اېستلي او خبرداری یې ورکړی چې تر دویمې خبرتیا پورې دې پوهنتون ته نه ورځي.
دغه محصل ویلي، چې د پوهنتون مشر د امربالمعروف له محتسبانو سره پوهنځي ته ورغلی او یوشمېر محصلین یې له ټولګي اېستلي دي. هغه زیاته کړه: «موږ ته یې وویل، چې له نن څخه پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نهلرئ ځکه سنت مو نهدی مراعت کړی».
نوموړی زیاتوي، ټولو محصلینو هم «ږېره لویه کړې، هم یې خولۍ لرلې او هم یې هغه موارد رعایت کړي چې طالبانو تر غوښتي وو». دغه محصل وایي، طالبانو د دوی له پېژندګلوۍ تر لیکلو او امضاء اخیستلو وروسته خبرداری ورکړی چې تر دویمې خبرتیا پوهنتون ته نهشي تلای.
د معلوماتو له مخې، په هرات پوهنتون کې د محصلانو پر ظاهري بڼه او لباس د طالبانو د امر بالمعروف د ادارې فشارونه نوې موضوع نهده. د همدې کال په اپرېل میاشت کې هم د یادې ادارې محتسبانو د هرات پوهنتون ته له ننوتلو وروسته تر ۲۰ زیات محصلان نیولي وو. د سرچینو په وینا، د دغه محصلانو د نیول کېدو لامل د خولۍ نه په سر کول او د ږېرې لنډوالی ښودل شوی و.
