
په دایکنډي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۹ نور ټپیان شوي
په دایکنډي کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۹ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.



















