د کابل د رېګرېشن سیمې اوسېدونکي د کورونو له نړولو شکایت کوي

د کابل ښار د پنځمې حوزې د رېګرېشن سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ د هغو کورونو نړول پیل کړي چې د دوی په وینا، څه باندې شل کاله وړاندې د پخواني حکومت پر مهال کډوالو ته د استوګنې لپاره ورکړل شوي وو.
د سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په دغو کورونو کې ښځې او ماشومان ژوند کوي او کورنیو د کلونو په اوږدو کې په خپلو امکاناتو کورونه جوړ کړي دي.
هغه ادعا کړې چې د سیمې اوسېدونکي د استوګنې قانوني اسناد لري او د ځمکې اړوند مالیه یې هم حکومت ته ورکړې ده. د نوموړي په وینا، په پخواني حکومت کې ورته ډاډ ورکړل شوی و چې له دې سیمې به نه اېستل کېږي.
په رالېږل شوې ویډیو کې د ځینو ودانیو د نړولو بهیر لیدل کېږي.
اوسېدونکي وايي، د کورونو د نړولو د مخنیوي لپاره یې اړوندو ادارو ته عریضې او شکایتونه کړي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د سیمې اوسېدونکي همداراز ادعا کوي چې ځمکه بیا نمرهبندي شوې او ځینې نمرې نورو کسانو ته ورکړل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي له طالب چارواکو غواړي چې د کورونو د نړولو بهیر ودروي او د دوی د ملکیت او استوګنې اسناد وڅېړي.
دوی وايي، که سیمه د سړک جوړولو یا ښاري نقشې د پلي کولو لپاره تخریبېږي، حکومت دې د دوی حقونه په پام کې ونیسي او د له لاسه تلونکو کورونو او ځمکو په بدل کې دې ورته مناسب بدیل یا جبران ورکړي.
کابل ښاروالۍ د روان تخریب په اړه تازه څرګندونې نه دي کړي.
دغې ادارې د ۱۴۰۴ کال په لېندۍ میاشت کې د پنځمې ناحیې په رېګرېشن سیمه کې ۱۲۰ جریبه ځمکه غصب شوې بللې وه او ویلي یې وو، چې په سیمه کې د ناقانونه تاسیساتو د نړولو او ځمکې د پاکولو بهیر به دوام وکړي.
