• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سر له سبا د کندهار- دبۍ تر منځ د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې بیا پیلېږي

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۱

له څوکلونو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د کندهار- دبۍ تر منځ د اریانا افغان هوايي شرکت مستقیمې الوتنې بیا پېلېږي. د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي، تر دې وروسته به د یوه منظم مهالوېش له‌مخې، دغه الوتنې دوام ومومي.

د اریانا- افغان هوايي شرکت مسوولینو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) ویلي، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې به د جمعې له ورځې پیل شي.

د دوی په وینا، دغه الوتنې به تر دې وروسته د منظم مهالوېش له‌مخې ترسره شي او ورسره به د کندهار سوداګرو، محصلانو او ترانزیټي مسافرو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د دې هوايي لارې په فعالېدو سره به د کندهار او د دبۍ د نړیوالو بازارونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پیاوړې شي.

د دغه هوايي شرکت د وېب‌پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د کندهار- دبۍ تر منځ د ټکټ بیه ۲۳۰ او د دبۍ- کندهار د ټکټ بیه بیا ۲۱۵ ډالره ټاکل شوې ده.

ډېر لیدل شوي

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ
۱

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ

۲

طالبانو په تېر یو کال کې د څه باندې ۳۱زره سوالګرو له راټولولو خبر ورکړی دی

۳

جلاوطنه سیاسي ګوند؛ د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور په خپرولو سره د موجودیت اعلان وکړ

۴

تر جګړې ۲۰کاله وروسته؛ کاناډایي سرتېري وایي په کندهار کې د «مدوسا» عملیات یې لا هېر نه‌دي

۵

د امریکا یوې محکمې د پکتیکا له پوځي پوستې تښتېدلی امریکايي سرتېری یو ځل بیا مجرم وباله

•
•
•

نور خبرونه

د پخواني پارلمان غړی: له پوهنتونونو د حقوقو او سیاسي علومو د څانګو حذف علمي توجیه نه‌لري

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخواني پارلمان غړی محمدسرور جوادي وایي، د طالبانو له لوري له خصوصي پوهنتونونو څخه د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګو د حذف لپاره وړاندې شوي دلیلونه د دغو علمي څانګو د بشپړ حذف لپاره کافي نه دي.

جوادي په یوې ځانګړې مرکه کې «ایراف» رسنۍ ته ویلي، د دغو څانګو د حذف اصلي دلیلونه باید طالبان روښانه کړي، خو تر اوسه یې د دې پرېکړې لپاره کومه روښانه او د منلو وړ توجیه نه ده وړاندې کړې.

د نوموړي په وینا، ځینې طالب چارواکي د محصلانو د شمېر کموالی او د تدریس ټیټ کیفیت د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګو د حذف دلیل بولي، خو دا دلایل د یوه علمي رشتې د بشپړ حذف لپاره توجیه کېدای نه شي.

جوادي وایي، که په یوه خصوصي ښوونیز بنسټ کې د زده‌کړې کیفیت ټیټ وي یا سرغړونه شوې وي، د حل لاره یې باید د کیفیت لوړول، مشوره او اصلاح وي، نه د یوې علمي څانګې بشپړ تړل.

هغه زیاتوي، حکومت باید د خصوصي پوهنتونونو پر فعالیتونو د قانون له مخې څارنه وکړي او که کومه سرغړونه موجوده وي، د قانون له ټاکل شویو لارو یې باید مخه ونیول شي.

د پخواني پارلمان غړي په خبره، حقوق د افغانستان لپاره له تر ټولو اړینو بشري علومو څخه دي؛ ځکه د ده په وینا، هېواد له قانوني بې‌ثباتۍ، په قوانینو کې له ګڼو تناقضونو او په بېلابېلو برخو کې له قانوني تشو سره مخ دی.

هغه وایي، سیاسي علوم او نړیوالې اړیکې هم تلپاتې علمي اړتیاوې دي او سیاست، حکومتولي، د هېوادونو ترمنځ اړیکې او نړیوال مناسبات هېڅکله خپل اهمیت له لاسه نه ورکوي.

جوادي وړاندیز کړی چې که په یوه علمي برخه کې د مسلکي کادرونو د زیاتوالي ستونزه موجوده وي، د محصلانو د جذب ظرفیت دې راکم شي یا دې په تدریجي ډول بدلونونه راوستل شي، خو د یوې علمي څانګې بشپړ حذف باید د روښانه او مسلکي اړتیا‌سنجونې پر بنسټ وي.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د پوهنتوني څانګو د راتلونکي په اړه پرېکړې باید له علمي مطالعاتو او اړتیا‌سنجونې سره ملې وي؛ په ځانګړي ډول داسې مهال چې د هېواد نیمایي وګړي له زده‌کړو او کار څخه محروم دي.

جوادي وایي، د ده په باور د طالبانو اوسني چارواکي کومه «مدونه او تثبیت شوې فرهنګي تګلاره» نه لري او ډېری پرېکړې یې د افرادو د شخصي لیدلوري او برداشتونو له مخې کېږي.

هغه احتمال څرګندوي چې ځینې طالب چارواکي ښایي حقوق، سیاسي علوم او نړیوالې اړیکې د خپلې ځانګړې دیني او سیاسي لیدلوري له مخې غیرضروري یا حتی زیانمنې وګڼي.

د محصلانو د شمېر کموالی او د تدریس ټیټ کیفیت د دغو څانګو د حذف لپاره «مضحک» دلیل بللو سره، جوادي وایي که د زده‌کوونکو د کمښت ستونزه وي، خصوصي پوهنتونونه کولای شي په خپله د یوه رشتې ظرفیت کم او د نورو څانګو ظرفیت لوړ کړي.

هغه خبرداری ورکوي چې د زده‌کړو پر وړاندې د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د ښځو پر لوړو زده‌کړو بندیز او د ځینو پوهنتوني څانګو حذف، «فاجعه او د افغانستان د بېرته ډبرینې دورې ته ستنېدل» رامنځته کولی شي.

جوادي ټینګار کوي چې پوهنتون باید د علم، څېړنې، نیوکې، پوښتنې او د پوهې د تولید ځای وي او د حکومت څارنه باید د علمي بنسټونو له هر اړخیزې سیاسي مداخلې سره ګډه نه شي.

هغه له استادانو، محصلانو او فرهنګي فعالانو غواړي چې د «علمي او فرهنګي مقاومت» لړۍ روانه وساتي او د نوې ټکنالوژۍ، انلاین زده‌کړو او علمي شبکو له لارې د ځوانانو له علمي سرچینو سره د اړیکې د ساتلو هڅه وکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د محصلانو د کمښت او د تدریس د ټیټ کیفیت له امله له خصوصي پوهنتونونو څخه د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې حذف کړي. دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د طالبانو له سترګو پناه ښوونځي؛ افغانستان کې یو شمېر نجونې په پټه زده‌کړې کوي

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۱
100%

واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لا هم پر ځای دی. خو په افغانستان کې یو شمېر نجونو او ښځو، د نیول کېدو او سزا له ګواښ سره هم د زده‌کړو او کار د دوام لپاره پټې لارې موندلې دي.

د دې مبارزې یوه برخه د طالبانو له سترګو پناه، په کورونو او پټو ټولګیو کې روانه ده او بله برخه یې په عامه ځایونو کې لیدل کېږي. د امریکا د پي‌بي‌اېس شبکې خبریالان په کابل کې یوه له دغو پټو ښوونځیو ته ورغلي و او له هغو نجونو سره یې خبرې کړي چې په پټه زده‌کړې کوي.

هغوی وروسته هرات ته ولاړل؛ هغه ښار ته چې ښځې پکې وايي، د طالبانو له فشارونو او چلند سره سره، لا هم د زده‌کړو او کار لپاره له خپلو کورونو څخه بهر وځي.

د سهار له سپېدو سره لسګونه تنکۍ پیغلې په چوپتیا کې د کابل ښار د یوې فرعي کوڅې له یوې بې‌نښې دروازې څخه یوه کور ته ننوځي. هغوی له تورو زینو ښکته کېږي او یوې ګرمې او تنګې ځمکتلې ته رسېږي چې د غټو پردو تر شا پټه ده.

د ځمکتلې په دې خونه کې هغه نجونې زده‌کړې کوي چې طالبان له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه بې‌برخې کړې دي.

د پي‌بي‌اېس د راپور له مخې، فریما، چې مستعار نوم یې کارول شوی، د دې ښوونځي بنسټ‌ايښودونکې او ښوونکې ده. نوموړې وايي، کله چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګېد، داسې یې احساس کړه چې هم یې خپله دنده له لاسه ورکړې او هم یې ژوند بې‌موخې شوی دی. وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپل کور پر ټولګي بدل کړي او نجونې راټولې کړي، څو هر څه چې زده یې دي، هغوی ته یې ور وښيي.

فریما وايي: «له هماغه پیله، په ناڅاپي ډول سلګونه زده‌کوونکې راغلې. ټولې ډېرې خوښې وې، ځکه له ډېرې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د هیلو یوه کړکۍ ورته پرانیستل شوې وه».

دغه ښوونځی د زده‌کوونکو د راجلبولو لپاره هېڅ اعلان نه کوي. نجونې د خپلو ملګرو او خپلوانو له لارې د دې ځای په اړه خبرېږي او د سیمې اوسېدونکي هم د ښوونځي راز ساتي، څو ښوونکي او زده‌کوونکې د طالبانو له خوا ونه پېژندل شي.

فریما وايي، د نجونو د زده‌کړې لېوالتیا ښوونکي هڅوي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. د هغې په وینا، د زده‌کوونکو کورنۍ هم له ټولو ګواښونو سره سره د خپلو لوڼو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

۱۳ کلنه نیلوفر د دې ښوونځي له زده‌کوونکو څخه ده. هغې په ۱۲ کلنۍ کې په دې وېره کې ژوند کاوه چې هغه ورځ به راشي چې نور به ښوونځي ته د تلو اجازه ونه لري. وروسته د کورنۍ ملګرو ورته د داسې یوه ځای په اړه وویل چې نیلوفر کولای شي هلته په پټه خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نیلوفر وايي: «اوس چې دلته زده‌کړې کوو او زموږ ملاتړ کېږي، ډېره خوشاله او هیله‌منه یم. کله چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړم، غواړم نورو نجونو ته هم درس ورکړم، څو هغوی هم د زده‌کړې فرصت ولري».

نوشا او مریم، چې دواړه ۱۸ کلنې زده‌کوونکې دي، نږدې پنځه کاله له ښوونځي څخه لرې پاتې شوې دي. هغوی څو میاشتې مخکې د دغه پټ ښوونځي په اړه خبر شوې. نوشا وايي، له زده‌کړو څخه د کلونو محرومیت هغه ژورې ناهیلۍ ته رسولې وه. هغې خوب نه شو کولای او شپې به یې په ژړا تېرولې.

نوشا وايي: «داسې احساس مې کاوه چې ساه مې بندېږي. داسې وه لکه په یوه ډېر کوچني زندان کې چې بندۍ شوې یم».

هغه زیاتوي: «کله چې دې ښوونځي ته راغلم او پوه شوم چې داسې یو ځای شته، له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې باید زده‌کړې وکړم او بریالۍ شم. باید داسې څوک شم چې د ځان او راتلونکي نسل لپاره ښه راتلونکی جوړ کړای شي».

مریم هم وايي چې د زده‌کړو د دروازو تړل کېدو د هغې هیله او پر راتلونکي باور له منځه وړی دی.

مریم وايي: «په افغانستان کې داسې احساس کېږي چې نجلۍ یا ښځه اوسېدل لکه جرم دی. طالبانو زموږ ژوند لا سخت کړی دی. ځینې ځوانې نجونې اړ کېږي چې واده وکړي، ځکه د زده‌کړې ټولې دروازې یې پر مخ تړل شوې دي».

هغه وايي، هر ځل چې کوم ځای ته ځي یا څوک د دوی کور ته راځي، ترې پوښتنه کېږي چې ایا کوژدن یا غوښتونکی لري که نه. دا پوښتنې هغه د جبري واده په اړه وېروي.

مریم زیاتوي: «له کله راهیسې چې دې ځای ته راغلې یم، پوه شوې یم چې که په یوه ورځ کې یوازې یوه کلمه هم زده کړم، هماغه یوه کلمه زما لپاره د ټولې نړۍ هومره ارزښت لري. کله ناکله د یوه شي پر ارزښت هغه وخت پوهېږئ چې له تاسو څخه واخیستل شي».

فریما او د هغې همکاران پوهېږي چې که وپېژندل شي، ښايي بندیان شي یا له لا سختو سزاوو سره مخ شي.

هغې د پي‌بي‌اېس خبریال ته وویل: «زموږ دا کار ډېر لوی ګواښ لري. خو بیا هم غواړو ودرېږو او مقاومت وکړو، ځکه افغانستان داسې ښځو ته اړتیا لري چې ودرېږي او مقاومت وکړي. غواړو نړۍ ته وښیو چې څه پېښ شوي، زموږ د لارې پای نه دی».

خو ټولې نجونې نه شي کولای چې داسې پټو ښوونځیو ته لاره پیدا کړي. مایا د ښوونځي په ۱۱م ټولګي کې وه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل. له هغه وروسته له هغې څخه پوهنتون ته د تلو او د دندې د لرلو هیله واخیستل شوه او کورنۍ یې له داسې یوه سړي سره واده کړه چې تر دې مخکې یې هېڅکله نه و لیدلی.

د پي‌بي‌اېس خبریال له مایا سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي، څو د هغې د مېړه کورنۍ له مرکې خبره نه شي او هغه ونه ځوروي. مایا وايي: «کله چې پوه شئ خپلو هیلو ته نه شئ رسېدای او اړ یاست چې په کور کې پاتې شئ او ټول پام مو پر مېړه وي، داسې احساس کوئ چې د خپل ژوند پر هېڅ یوه پرېکړه واک نه لرئ».

مایا له واده لږه موده وروسته امېدواره شوه. د پي‌بي‌اېس د راپور له مخې، هغه د امېدوارۍ لپاره ډېره کمزورې او د خپل ځان د ساتنې لپاره ډېره ځوانه وه. هغې د امېدوارۍ په درېیمه میاشت کې خپل ماشوم له لاسه ورکړ.

مایا وايي: «کله چې راته وویل شول چې ماشوم مې له لاسه ورکړی، کور ته راغلم او ډېرې مې وژړل. خلکو ویل چې زه ډېره ځوانه یم او ښايي بیا امېدواره نه شم. هغه زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه.»

هغه فعالان چې له پي‌بي‌اېس سره یې خبرې کړې دي، وايي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ښارونو کې د کم‌عمره نجونو ودونه هم زیات شوي دي. د هغوی په وینا، کله ناکله ۱۴ کلنې نجونې اړ کېږي چې له هغو نارینه‌وو سره واده وکړي چې تر هغوی ډېر عمرونه لري.

مایا وېره لري چې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل به نورې ډېرې نجونې هم د هغې په څېر برخلیک ته ورسوي.

هغې وویل: «نجونې ان دا هم نه شي ویلای چې واده نه غواړي. کېدای شي له داسې یوه سړي سره واده وکړي چې هېڅ نه پوهېږي له هغوی سره به څنګه چلند کوي. دلته د یوې ښځې ژوند ډېر سخت دی. په رښتیا، اوس زما راتلونکي ته ډېره هېله نه ده پاتې.»

د پي‌بي‌اېس د خبریالانو د سفر دویمه برخه په هرات کې تېره شوې ده. هغوی له هغو ښځو سره لیدلي چې د طالبانو د تګلارو پر ضد د اعتراض لپاره کوڅو او واټونو ته راوتلې دي.

له دغو ښځو څخه یوه وايي، د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو مخکې، په هرات کې ښځو کولای شول خپلې خوښې جامې واغوندي او له خپلو ازادیو ګټه واخلي. نوموړې وايي، اوس د طالبانو ډېری فرمانونه د ښځو ژوند محدودوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ځواکونه د هرات په واټونو کې ګزمې کوي. یوه ښځه وايي، هغه ښځې چې عموماً چادري نه اغوندي، اړ دي چې چادري په پلاستیکي کڅوړه کې له ځان سره وګرځوي، څو د طالبانو له ځواکونو سره د مخامخ کېدو پر مهال یې سمدستي واغوندي.

هغې وویل، اوس ډېرې ښځې د نیول کېدو له وېرې له کورونو څخه بهر نه وځي. نوموړې همداراز وايي، یو ځل یې ولیدل چې د طالبانو ځواکونو یوه ښځه د خپل مېړه د سترګو په وړاندې ووهله.

د جامو د اغوستلو د مقرراتو له سختېدو سره، د هرات یو شمېر ښځې او نجونې واټونو ته راووتلې. هغوی «زده‌کړه، کار، آزادي» شعارونه ورکول او د ښځو د خپل‌سرو نیونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کوله.

معترضې ښځې پي‌بي‌اېس ته وايي چې د طالبانو ځواکونه د ښار په بېلابېلو برخو کې په زغروالو موټرو او وسلو سمبال ځای پر ځای شول او د اعتراض له پیل لږ وروسته یې ډزې وکړې.

دیما، چې له معترضو ښځو څخه ده، وايي: «د طالبانو ځواکونه له ټوپکو سره زموږ پر لور راغلل او ډزې یې وکړې. دا یوه ډېره وېروونکې تجربه وه. په هغه شېبه کې موږ داسې احساس کاوه چې ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړو.»

پي‌بي‌اېس وايي، معترضې ښځې د ډزو د مخنیوي لپاره له کوڅو څخه وتښتېدې. د دغه شبکې د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او نامعلوم شمېر نور کسان ټپیان یا ونیول شول.

دیما وايي، له اعتراض وروسته د طالبانو ځواکونو د معترضانو د موندلو لپاره کورونه او روغتونونه وپلټل. د هغې په وینا، یو شمېر ټپیان هم له روغتونونو څخه ونیول شول او نیونې نږدې هره ورځ روانې وې.

هغې وویل، هغه نجونې چې له زندان څخه خوشې شوې، دومره سختې ځپل شوې وې چې نه یې شو کولای د هغو پېښو په اړه خبرې وکړي چې پرې تېرې شوې وې. دیما وايي: «کله چې بېرته کور ته راغلې، ټول بدنونه یې لړزېدل. لاسونه یې لړزېدل او نه یې شو کولای په دې اړه خبرې وکړي».

هغه لا هم هر ځل چې له کوره بهر وځي، ځان خوندي نه احساسوي. خو وايي، که بیا کوم اعتراض وشي، یو ځل بیا به واټونو ته ووځي.

دیما وايي: «پوهېږم چې ښايي ووژل شم یا پر ما ډزې وشي. که زما کار له یوه نسل سره مرسته کولای شي چې په ازادۍ ژوند وکړي او د زده‌کړې او کار حق ولري، بیا هم به په اعتراض کې ګډون وکړم».

هغه ښځې چې د پي‌بي‌اېس خبریالانو په هرات کې ورسره لیدلي دي، خپله مبارزه یوازې تر واټونو پورې محدوده نه ګڼي. هغوی په یوه پټ انلاین ښوونځي کې هم درس ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونو تنکیو نجونو ته زده‌کړې برابروي.

دغه ښوونځی یوې ښځې جوړ کړی چې په راپور کې د «مبارز» په مستعار نوم معرفي شوې ده. هغه وايي، هره ورځ له وېرې، ډېرو ستونزو او یوې نوې ننګونې سره پیلېږي، خو ځان ته وايي چې باید زړوره پاتې شي.

دغه ښوونکې هره ورځ د کور د دروازې د ټکولو غږ ته په وېره کې سترګې په لار وي. هغه ګواښ چې دوی ورسره مخ دي، د هغو نجونو د زده‌کړې له امله دی چې لا هم غواړي ولولي، زده‌کړې وکړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.

دا ژباړه د ورکړل شوي متن د ټولو برخو پر بنسټ شوې او تکرار شوې برخه هم پکې له منځه نه ده وړل شوې، څو د اصلي موادو هېڅ جمله پاتې نه شي.

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
100%

د څو پړاویزو پټو عملیاتو جزییاتو په ډاګه کړې چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال او د ننګرهار بانفوذه څېره عبدالظاهر قدیر څنګه نایروبي ته وغوښتل شو او هلته ونیول شو.

د امریکا د فدرالي محکمې د اسنادو او د دغه هېواد د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې عبدالظاهر قدیر ته د نږدې کېدو او د هغه پر وړاندې د عملیاتو د پرمخ وړلو لپاره له یوه پټ جاسوس څخه کار اخیستی و.

قدیر په کینیا کې له نیول کېدو وروسته تر یوه کال ډېر وخت هڅه وکړه چې امریکا ته د هغه د سپارلو مخه ونیول شي، خو په پای کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۹مه نیویارک ته ولېږدول شو. نوموړی اوس د نیویارک د سویلي ولسوالۍ په فدرالي محکمه کې له داسې تورونو سره مخ دی چې په نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره د دسیسې جوړول، د درنو ماشين‌ټوپکو او چاودېدونکو توکو د وسایلو برابرول پکې شامل دي.

دا تورونه لا تر اوسه په محکمه کې نه دي ثابت شوي او تر هغه چې محکمه پرې وروستی حکم وکړي، قدیر بې‌ګناه ګڼل کېږي. د هغه کورنۍ او مدافع وکیلان هم دا دوسیه سیاسي بولي.

د عبدالظاهر قدیر په اړه څېړنې شاوخوا د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال پیل شوې. د کینیا «ډېلي نیشن» ورځپاڼې د هغه د نیول کېدو په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې کارکوونکو د قدیر ته د نږدې کېدو لپاره له داسې کس څخه کار واخیست چې له شاوخوا ۱۳۸۹ کال راهیسې یې قدیر پېژانده.

دغه پټ خبرورکوونکی له امریکايي چارواکو سره تر همکارۍ مخکې په یوه بل هېواد کې د درغلۍ په تور نیول شوی و او قضیه یې لا روانه وه. امریکايي چارواکو هغه معلومات چې نوموړي د عملیاتو په لړ کې د حاجي قدیر په اړه ورکول، د باور وړ وبلل.

دغه پټ خبرورکوونکي قدیر ته وویل چې د خپلو پخوانیو پلورونکو له نشه‌يي توکو څخه خوښ نه دی او غواړي د هېروینو او مېتامفېټامین، چې په عامه توګه د «شیشې» په نوم یادېږي، لپاره نوی برابرونکی پیدا کړي. دواړو لورو په خپلو خبرو کې د نشه‌يي توکو لپاره د «جنس» کلیمه کاروله.

خبرې ورو ورو له نشه‌يي توکو واوښتې او د وسلو تر پېرلو ورسېدې. د محکمې په اسنادو کې راغلي چې د برید کوونکو ټوپکو، درنو ماشين‌ټوپکو، تومانچو، راکټ‌ویشتونکو او لاسي بمونو د برابرولو په اړه هم خبرې شوې وې.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې قدیر په یوه خبرو کې ویلي وو: «زه چمتو یم هر هغه کار وکړم چې پیسې راوړي.» هغه ځان «استاد» بللی و او په افغانستان کې یې نور برابرونکي «شاګردان» بللي وو.

د دوو کیلوګرامه شیشې ازمایښتي معامله

د لومړۍ معاملې له مخې ټاکل شوې وه چې دوه کیلوګرامه مېتامفېټامین د سویلي افریقا ژوهانسبورګ ښار ته ولېږدول شي. د دې بار بیه ۱۴ زره امریکايي ډالر ټاکل شوې وه او پلان دا و چې له رسېدو وروسته دغه نشه‌يي توکي له سویلي افریقا څخه نیویارک ته ولېږدول شي.

دغه بار په ژوهانسبورګ کې د یوه هوټل په تمځای کې وسپارل شو. یوه بل پټ خبرورکوونکي دغه نشه‌يي توکي ترلاسه کړل او وروسته یې د سویلي افریقا امنیتي ځواکونو ته وسپارل.

د بار د پلټنې پر مهال چارواکو دوه پلاستیکي لوښي وموندل چې پر سر یې د اوښ انځور لرونکی شین رنګی ټاپه لګېدلې وه. له ازموینې وروسته څرګنده شوه چې په دغو لوښو کې مېتامفېټامین وو.

د وسلو د پېرلو خبرې

د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو کې خبرې نوې پړاو ته ننوتې او د وسلو پېرل او لېږدول د خبرو اصلي موضوع وګرځېدل. د «ډېلي نیشن» د راپور له مخې، پټ خبرورکوونکي له قدیر څخه وپوښتل چې ایا کولای شي وسلې کینیا یا تانزانیا ته ولېږدوي. د محکمې د اسنادو له مخې، قدیر په ځواب کې ویلي وو: «ستونزه نشته.»

له خبرو وروسته دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د معاملې د وروستي کولو لپاره مخامخ سره وګوري او نایروبي یې د لیدنې لپاره وټاکه.

قدیر د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب په میاشت کې نایروبي ته ولاړ. هغه فکر کاوه چې د نشه‌يي توکو د یوه نړیوال قاچاقي شبکې له استازو سره به وګوري، خو هغه کسان چې ورسره یې لیدنه وشوه، په حقیقت کې هغه پټ خبرورکوونکي وو چې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې تر څار لاندې یې فعالیت کاوه.

کینیايي امنیتي ځواکونو د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري پر ۲۶مه، د دغې لیدنې له پای ته رسېدو وروسته، قدیر په هغه هوټل کې ونیو چې نوموړی پکې اوسېده.

د امریکا ته د سپارلو د مخنیوي لپاره تر یوه کال ډېرې هڅې

د قدیر نیول کېدل په کینیا کې د هغه د امریکا ته د سپارلو پر سر د یوې اوږدې حقوقي مبارزې پیل و. د هغه مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې د کینیا او امریکا ترمنځ د مجرمینو د سپارلو دوه اړخیز تړون نشته او له همدې امله امریکا ته د هغه لېږد قانوني بنسټ نه لري.

د کینیا حکومت بیا د ۱۹۸۸ کال د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او رواني اغېز لرونکو موادو د ناقانونه قاچاق پر وړاندې کنوانسیون ته مخه کړه او ویې ویل چې دغه نړیوال تړون د قدیر امریکا ته د سپارلو لپاره اړین قانوني بنسټ برابروي.

د کینیا د استیناف محکمې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې د حکومت دریځ ومانه او امریکا ته یې د قدیر سپارل قانوني وبلل. له دې پرېکړې سره د هغه د لېږد وروستی مهم حقوقي خنډ هم له منځه ولاړ.

قدیر په پای کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۹مه امریکا ته ولېږدول شو.

د سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق تور

امریکايي څارنوالانو پر قدیر تور لګولی چې امریکا ته د سلګونو کیلوګرامه هېروینو او مېتامفېټامین د واردولو لپاره یې هڅې کړې دي. نوموړی د ماشين‌ټوپکو او چاودېدونکو توکو د وسایلو د برابرولو او ساتلو له تورونو سره هم مخ دی.

د امریکا د قوانینو له مخې، که د دغو تورونو ځینې برخې ثابتې شي، ښايي د عمر تر پایه د بند سزا ولري. خو دوسیه لا هم له محاکمې مخکې پړاو کې ده او محکمې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې قدیر مجرم دی که نه.

د قدیر کورنۍ او مدافع وکیلان وايي چې دا دوسیه سیاسي انګېزه لري. په مقابل کې، امریکايي څارنوالان وايي چې د پټو عملیاتو پر مهال راټول شوي شواهد د نوموړي پر وړاندې لګېدلي تورونه پیاوړي کوي.

اوس باید محکمه د دغو ادعاوو د کره‌والي او د قضیې د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

عبدالظاهر قدیر د ننګرهار له یوې بانفوذه کورنۍ څخه دی او په دغه ولایت کې له پېژندل شویو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي. هغه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د افغانستان د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو او د جمهوري نظام تر نسکورېدو پورې یې د افغانستان په سیاست کې حضور درلود.

محمد حنیف اتمر: په افغانستان کې له مشروع سیاسي نظام پرته تلپاتې سوله نه‌شي راتلای

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنیت د یوه «مشروع او ځواب‌ویونکي سیاسي نظام» له جوړېدو پرته نه‌شي راتلای.

محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د افغانستان په اړه د امریکا اوسنۍ تګلاره د افغانانو، امریکا، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډو ګټو ته د رسېدو لپاره لازم جامعیت او همغږي نه‌لري.

اتمر دا څرګندونې د افغاني‌الاصله امریکايۍ عایشه وهاب د امریکا د کانګرس د غړې په توګه د لوړې مراسمو ته د مبارکۍ په پیغام کې کړې دي.

هغه ویلي، وهاب ته د امریکا د کانګرس په توګه د یوه مهم قانون‌جوړونکي بنسټ غړیتوب «د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه» ده.

اتمر له مېرمن وهاب څخه غوښتي، چې په خپل نوي سیاسي دریځ کې له افغانانو په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو سره «اغېزناکه او رغنده» اړیکه ټینګه کړي او د هغوی له هغې مبارزې ملاتړ وکړي، چې د اساسي حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو، د یوه مشروع سیاسي نظام د رامنځته کولو او په افغانستان کې د سولې او دوامداره امنیت لپاره یې کوي.

نوموړي ټینګار کړی: «په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنیت چې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره هم ځانګړی اهمیت لري، د یوه مشروع او ځواب‌ویونکي سیاسي نظام له جوړېدو پرته نه‌شي ترلاسه کېدای».

د اتمر په وینا، د دغه نظام مشروعیت باید د خلکو پر اراده ولاړ وي او افغانستان باید خپلو نړیوالو ژمنو ته په ځانګړي ډول د افغانانو د اساسي حقونو او ازادیو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمن پاتې شي.

هغه زیاته کړې، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته ترسره شي او افغانستان باید د «ښه او بد ترهګرۍ» ترمنځ تفکیک ونه‌کړي.

اتمر د امریکا پر اوسنۍ افغان پالیسۍ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د افغانستان په اړه د امریکا اوسنۍ تګلاره لا هم هغه لازم پوهاوی، جامعیت او همغږي نه‌لري چې د افغانستان، امریکا، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډې ګټې خوندي کړي».

د جمهوري نظام د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر له امریکا څخه د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بیا پیل غوښتنه هم کړې، خو ټینګار یې کړی، چې دغه مرستې باید «په داسې ډول وي چې په مستقیمه توګه اړمنو افغانانو ته ورسېږي».

نوموړي همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د ۲۷۲۱ شمېرې پرېکړه‌لیک پر بنسټ د افغانستان د سیاسي بهیر د پیاوړتیا او د افغان لورو ترمنځ د هوکړې د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

اتمر وايي، د افغانستان د بشري مرستو بیا پیل، د سیاسي بهیر پیاوړتیا او د افغانانو ترمنځ د هوکړې لپاره هڅې یوازې «اخلاقي مسوولیت» نه، بلکې د افغانستان، امریکا، سیمې او نړیوالې ټولنې د ګډو ګټو لپاره هم اړینې دي.

له جلال الدین تر سراج الدین؛ جګړه‌ییز نفوذ، سیاسي منځګړیتوب او د طالبانو تابع قوماندانان

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
100%

د افغانستان د جګړو په تاریخ کې داسې شخصیتونه کم دي چې د ټوپک تر څنګ یې د جرګې ځای هم پېژندلی وي. جلال‌الدین حقاني د همدې متضاد تصویر له امله د افغانستان د معاصر تاریخ له پېچلو څېرو څخه دی. د هغه ډېر پلویان او خواخوږي نوموړي ته د « لوی مصلح او ستر غازي» نوم کاروي.

مولوي جلال الدین حقاني له شوروي ځواکونو سره په جهاد او د ۱۹۰۱ میلادي کال د اپرېل په پای کې د خوست په سقوط کې ټاکونکی رول درلود.

جلال الدین حقاني د شوروي ځواکونو خلاف د جهاد او تنظیمي جګړو پرمهال له خپلو سیاسي او پوځي مخالفینو سره لیکونه تبادله کړل، د جګړې د درولو لپاره یې مشخصې سیمې وړاندیز کړې، د قوماندانانو د سرتاسري شورا د جوړولو هڅه یې وکړه او د مجاهدینو د تنظیمي اختلافاتو د کمولو لپاره یې د یوه ګډ جوړښت نظرونه وړاندې کړل.

د هغه د نږدې کسانو د روایتونو له مخې، جرګه د ده لپاره د سیمه‌ییز نفوذ او ټولنیز نظم یوه وسیله وه. د قبیلو او قومي شخړو په هواري کې خلکو هغه ته مراجعه کوله او د ده د روغې جوړې هڅې تر میرانشاه او پېښوره پورې غځېدلې وې.

د نجیب‌الله د حکومت د ملي روغې جوړې په دوره کې کابل هڅه وکړه چې له جلال‌الدین حقاني سره د خبرو یوه لار پیدا کړي. نجیب‌الله پوهېده چې حقاني په خوست او پکتیا کې پوځي او قومي وزن لري.

نجیب‌الله په یوه لیک کې د جګړې د پای ته رسولو اړتیا مطرح کړې. هغه وايي، د ده او حقاني په جګړه کې بې‌ګناه مسلمانان وژل کېږي، کلي او کورونه ویجاړېږي او د وطن د ژغورنې لپاره غواړي له حقاني سره د روغې جوړې ذمه‌واري پر غاړه واخلي. د هغه په لیک کې حتا د ملاقات لپاره د باور د رامنځته کولو هڅه تر دې حده رسېږي چې د خپلو شلو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو د تضمین خبره کوي.د حقاني ځواب بیا د سیاسي امتیازونو د غوښتنې پر ځای د هغه د جګړې اساسي شرطونه وړاندې کوي.

هغه د شوروي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي، د سولې د مرکز په توګه د خوست، ګردېز، ارګون یا بلې سیمې د ټاکلو وړاندیز کوي او وايي چې هلته دې پوځي فعالیتونه ودرول شي، څو د سولې عملي پروسه پیل شي.

په یوه بل مهم شرط کې هغه له ډاکټر نجیب‌الله غواړي چې پر خپلې تېرې مفکورې او ماضي اعتراف وکړي او «د جهاد ملګرتیا» ته راوګرځي. حقاني په همدې لیک کې وايي چې د وزارتونو او واکمنۍ وږی نه دی او حتا د نجیب‌الله د شخصي دفاع خبره کوي، چې که هغه د ده له شرایطو سره سم د جګړې له مسیر څخه ووځي.

په دغو لیکونو کې دواړو خواوو هڅه کړې چې د مخالف لوري درناوی وساتي، سره له دې چې د هغوی سیاسي او پوځي دریځونه یو له بل سره په ټکر کې وو.

100%

په ۱۳۷۰ کال کې نجیب‌الله بیا حقاني ته د ملاقات بلنه ورکوي او وايي چې د ټولو «غټو او وړو» مسایلو د حل لپاره دې له نږدې ورسره خبرې وکړي. په هغه لیک کې دا اړیکه حتا د «یوه پښتانه او مسلمان» د خبرې په توګه بیان شوې ده.

دا اړیکې بالاخره هغه سیاسي جوړجاړي ته ونه رسېدې چې جګړه ختمه کړي. خو ارزښت یې په دې کې دی چې ښيي د افغانستان په یوه تر ټولو سخت سیاسي او پوځي پړاو کې هم د مخالفینو د یوې برخې ترمنځ د خبرو دروازه په بشپړه توګه تړلې نه وه.

کله چې مجاهدین د یو بل پر وړاندې ودرېدل

د شوروي ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدینو ترمنځ دا اندېښنې ورو ورو په اختلافونو او شخړو بدلېدې، چې که بهرنی دښمن مات شي، نو د واک مساله به څنګه حل کېږي؟

د تنظیمونو ترمنځ اختلافات ژور وو. د موقت حکومت طرحې موجودې وې، خو تنظیمي مشرانو د واک د وېش، وزارتونو او سیاسي نفوذ پر سر له یو بل سره اختلاف درلود.

حقاني په دې پړاو کې هڅه وکړه چې له تنظیمي مشرانو هاخوا د جبهاتو او قوماندانانو ترمنځ یو بل ډول همغږي رامنځته کړي.

100%

له حاجي عبدالحق، محمد انور جګدلک، قاضي امین وردګ، اخترمحمد ټولواک، مولوي ارسلا رحماني، قاري بابا او سیدجګړن سره د ناستو له لارې د دې نظر د پخېدو هڅه وشوه چې قوماندانان باید د ګډو عملیاتو او یوې واحدې ستراتیژۍ پر سر سره نږدې شي. احمدشاه مسعود هم محمد یونس قانوني د خپل باصلاحیته استازي په توګه ور وپېژانده.

دا کار وروسته د قوماندانانو د سرتاسري شورا په نوم یوې پراخې تجربې ته ورسېد.د شورا د جوړښت لپاره د ولایتونو پر اساس د هېواد د وېش طرحه وشوه. د هر ولایت قوماندانانو ته د خپلو استازو د معرفي کولو ونډه ورکړل شوه او په ټولیز ډول د ۶۱ کسیز کمېسیون د جوړېدو پرېکړه وشوه، څو د شورا لپاره جامع لایحه او طرز العمل برابر کړي.

د شورا په غونډو کې ځینو قوماندانانو د تنظیمي مشرانو پر اختلافاتو سختې نیوکې وکړې. هغوی حتا خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي له خپلو تنظیمي مشرانو برائت اعلان کړي. خو حقاني وویل چې دوی د مشرانو پر خلاف نه دي راټول شوي او نه غواړي هغوی ته ګواښ متوجه کړي. د ده په وینا، قوماندانان د خپلو جبهاتو دننه د همغږۍ او همکارۍ لپاره سره راټول شوي دي؛ مشران دې په خپل ځای پاتې شي، خو قوماندانان دې له دننه د اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړي.

ددې شورا له لارې د واک د سوله‌ییز انتقال لپاره د «استازې شورا» له لارې یوه طرحه هم مطرح شوې وه. تصور دا و چې که د نجیب‌الله حکومت د داخلي فشار یا بل تحول له امله ړنګ شي، تنظیمي مشران ښايي د یوه ګډ حکومت پر سر سلا نه شي، خو یو منظم ګډ قوت کولی شي پر مشرانو فشار راوړي چې یوې ګډې حللارې ته ورسېږي.

د حقاني په ویناوو کې حتا دا احتمال هم مطرح شوی چې که مشران پر یوه ګډ حکومت سلا نه شي، یوه متحده انقلابي شورا دې د موقتي مودې لپاره د واک چارې پر غاړه واخلي، تر هغې چې وضعیت آرام او د خلکو د رایې له لارې د حکومت جوړېدو زمینه برابره شي.

دا طرحه د هغه د فکر یو مهم اړخ څرګندوي: هغه غوښتل پوځي ځواک د واک د شخصي غصب لپاره نه، بلکې د سیاسي جوړجاړي د مجبورولو او د ګډې پرېکړې د رامنځته کولو وسیله شي.

حقاني څو ځله له مسعود سره د مخابرې له لارې تماسونه ونیول او د افغانستان شمال ته لاړ، چې له مسعود او نورو قوماندانانو سره د شورا په اړه خبرې وکړي. خو د افغانستان په شمال کې د نورو تغییراتو او ګوندي اختلافونو له امله د قوماندانانو د شورا چارې ټکنۍ شوې.

همدا سابقه یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي، چې که جلال‌الدین حقاني دومره پراخ نظامي او شبکوي وزن درلود، نو ولې یې د خپلواک سیاسي مرکز د جوړولو پر ځای د طالبانو له تحریک سره یوځای کېدل غوره کړل؟ او له هغه وروسته، چې د حقاني کورنۍ خپل نظامي او استخباراتي ظرفیتونه وساتل او سراج‌الدین حقاني د طالبانو په نظام کې په یوه مهم امنیتي او سیاسي شخصیت بدل شو، ولې بیا هم د طالبانو د امارت پوړۍ ته ونه رسېد؟

د دې پوښتنې ځواب د حقاني شبکې په تاریخ کې د ځواک تر څنګ د مشروعیت، سازماني جوړښت او بیعت په مسایلو کې موندل کېږي.

100%

له جهادي جوړښت څخه تر حقاني شبکې

د حقاني شبکې د تشکل لومړنۍ رېښې د ۱۹۷۰مو کلونو له نیمایي سره تړلې دي.

جلال الدین حقاني پاکستان ته له تګ وروسته د مولوي یونس خالص له حزب اسلامي سره یوځای شو او د افغان حکومت او وروسته د شوروي ضد جګړې پر مهال یې د لویې پکتیا په جغرافیا کې پام وړ نظامي نفوذ ترلاسه کړ. په دې مرحله کې د حقاني جوړښت لا د یوې خپلواکې او مشخصې «شبکې» بڼه نه لرله، خو د افغان یاغیانو او مجاهدینو یو پیاوړی ادرس و.

د شوروي ضد جګړې په اوږدو کې حقاني د خپلو پوځي وړتیاوو، سیمه‌ییزو اړیکو او د بهرنیو مجاهدینو له شبکو سره د راشه درشه له امله په یوه مهم قوماندان بدل شو. د ده د ډلې اړیکې د کرښې دواړو غاړو له جهادي چاپېریالونو سره پراخې شوې. همدې اړیکو وروسته د شبکې د جوړښت او مالي او لوژستیکي ظرفیت په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوباوه.

د شوروي ضد جګړې له دورې راهیسې جلال‌الدین حقاني له یو شمېر عربي مجاهدینو او د افغانستان د جهاد له نړیوالو ملاتړو سره نږدې اړیکې درلودې. د اسامه بن لادن، عبدالله عزام، مکتب الخدمات او د خلیجي هېوادونو له ځینو خیریه او مالي شبکو سره د هغه اړیکې د ده د نظامي جوړښت په مالي او ټولنیزه پیاوړتیا کې مهمې بلل کېږي.

د حقاني د نفوذ یو مهم اړخ د پاکستان له استخباراتو او امنیتي او جهادي چاپېریال سره د هغه اړیکې وې.

له ۱۹۷۰مو کلونو وروسته، په ځانګړي ډول د شوروي ضد جګړې په جریان کې، پاکستان د افغان مجاهدینو د ګڼو ډلو لپاره د روزنې، تمویل، تګ راتګ او سیاسي تنظیم مهم مرکز و. حقاني هم په همدې چاپېریال کې د یوه اغېزناک قوماندان په توګه مطرح شو.

د پاکستان د استخباراتي ادارې، په ځانګړي ډول د ای‌اېس‌ای او حقاني ترمنځ د اړیکو په اړه پراخ اسناد او ادعاوې موجودې دي.

د امریکايي چارواکو له نظره، له پاکستاني استخباراتي جوړښتونو سره د حقاني شبکې اړیکو له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د جګړې په تحلیل کې ځانګړی اهمیت درلود. د پاکستان په خاوره او قبایلي سیمو کې د جهادي شبکو له مرکزونو، د سرحدي سیمو له جنګي ظرفیتونو او د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره اړیکو حقاني ته د اوږدې جګړې لپاره مهم عملیاتي امکانات برابر کړل. دغه اړیکې په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو د چریکي جګړې په جریان کې مهمې پاتې شوې.

حقاني په لویه پکتیا او د هغې په شاوخوا کې د قبایلي، ټولنیزو او نظامي اړیکو پراخه شبکه لرله.

د سیمه‌ییزو جرګو، قومي مشرانو، محلي قوماندانانو او جنګي جوړښتونو سره اړیکو هغه ته دا توان ورکړی و چې په سیمه کې د پام وړ تحرک رامنځته کړي.

د دې اړیکو یوبل مهم اړخ له عربي نړۍ سره د حقاني د کورنۍ اړیکې وې. حقاني له یوې یمنۍ مېرمنې سره دویم واده وکړ، چې د انس حقاني او د ده د یو شمېر نورو زامنو مور وه. دغه کورنی تړاو پخپله د مالي تمویل ثبوت نه شي ګڼل کېدای، خو د عربي ټولنې له ځینو برخو سره یې د حقاني کورنۍ ټولنیزې او کورنۍ اړیکې پراخې کړې او د هغه د کورنۍ نړیوال جهادي ارتباطات یې لا نږدې کړل.

دغه راز د شوروي ضد جګړې پر مهال له عربي مجاهدینو او نړیوالو جهادي شبکو سره اړیکو حقاني ته د افغانستان له سیمه‌ییز چاپېریال څخه بهر د اړیکو یو پراخ میدان برابر کړ. مکتب الخدمات، عرب مجاهدینو او د خلیجي هېوادونو ځینې خیریه شبکو د هغه وخت د افغان جهاد په نړیوال تمویل کې مهم رول درلود. له دغو شبکو سره د حقانيانو اړیکو د دې شبکې جوړښت ته د بشري، مالي او لوژستیکي منابعو د ترلاسه کولو امکانات زیات کړل.

د کرزي له حکومت سره د حقانیانو د روغې جوړې هڅې

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته د جلال‌الدین حقاني د کورنۍ او د هغه د شبکې لپاره یوه اساسي مساله داوه، چې له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره څنګه تعامل وکړي. د طالبانو د نظام له سقوط سره د افغانستان سیاسي جوړښت په بنسټیز ډول بدل شو، خو د حقاني کورنۍ د پخوانیو سیمه‌ییزو، ټولنیزو، جهادي او قبیلوي اړیکو له امله وتوانېده چې خپل نفوذ وساتي.

د دې دورې په اړه د حقاني د کورنۍ د ځینو غړو د سیاسي تماسونو او د نوي حکومت له چارواکو سره د جوړجاړي د هڅو روایتونه هم موجود دي. د حاجي ابراهیم حقاني د کابل سفر او د حامد کرزي له حکومت سره د اړیکو هڅه د همدې احتمالي مسیر یوه بېلګه ګڼل کېږي.

په دوه زره لومړي زیږدیز کال کې د امریکا تر برید وروسته د جلال الدین حقاني کشر ورور حاجي ابراهیم حقاني کابل ته لاړ څو له حامد کرزي، مارشال فهیم او نوي حکومت سره د خبرو اترو له لارې خپله ستونزه حل او د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي.

امرالله صالح په خپله رساله «پس از مسعود» کې اعتراف کوي چې کابل ته د ابراهیم حقاني راتګ او د سولې پیغام یوه رښتینې غوښتنه وه، خو د واشنګټن پوځي منطق او استخباراتي ړوندوالي دا زرین چانس له منځه یوړ. امریکایانو د ابراهیم حقاني غوښتنې رد کړې او د هغوی پر کورونو او سيمو یې درنې بمبارۍ پیل کړې.

کله چې له نوي جمهوري نظام سره د جلال الدین حقاني د وروڼو د روغې جوړې هڅې ناکامې شوې، هغوی بېرته خپلې لیکې له سره ورغولې او په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې د افغان حکومت خلاف فعالیتونه پیل کړل. حقاني شبکې د قبایلي سیمو د رضاکاره جنګیالیو په مټ د طالبانو د جګړې سړې لیکې بېرته تودې کړې.

د ۲۰۰۰مو کلونو په منځ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد د ترسره کېدونکو پېچلو بریدونو له زیاتېدو سره، د حقاني نوم په تدریج سره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه د یوه ځانګړي عملیاتي مرکز په توګه مطرح شو. د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د استخباراتي ارزونو له مخې، په کابل او ختیځو ولایتونو کې یو شمېر ستر او پېچلي بریدونه له هغه جوړښت سره تړل کېدل چې وروسته په پراخه کچه د «حقاني شبکې» په نوم وپېژندل شول.

په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقاني شبکه د بهرنیو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامله کړه.

د حقاني شبکې د نظامي فعالیت یوه مهمه ځانګړتیا د پیچلو، څو پړاویزو او لوړو هدفونو پر ضد د بریدونو تنظیم و. په دغو عملیاتو کې ځانمرګي بریدونه، چاودېدونکي توکي، وسله‌وال نفوذ او همغږي بریدونه شامل وو. د شبکې پر وړاندې د امریکا او ناټو د استخباراتي ارزونو یوه مهمه برخه هم د همدې عملیاتي ظرفیت د تشخیص او له منځه وړلو پر هڅو متمرکزه وه.

له دې شبکې سره د تړلو ګڼو بریدونو له ډلې په ۲۰۰۸ کال کې پر حامد کرزي د برید هڅه، د کابل پر سرینا هوټل برید، په ۲۰۱۱ کال کې پر امریکايي سفارت او د ناټو پر مرکزي دفتر برید، پر چاپمېن پوځي مرکز برید او په ۲۰۱۷ کال کې د کابل د زنبق څلورلارې خونړۍ چاودنه یادېږي.

په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو پر مرکزي دفتر له برید وروسته د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز مایک مولن حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې له یوه مهم عملیاتي جوړښت سره تړلې وبلله.

د حقاني شبکې د عملیاتي ظرفیت له پراخېدو سره، د امریکا او ناټو د استخباراتي او پوځي عملیاتو یوه مهمه برخه د دې شبکې د رهبرۍ، کورنۍ او نږدې قوماندانانو پر ضد متمرکزه شوه. د شبکې د مهمو غړو نیول، وژل کېدل او د هغوی پر پټنځایونو بریدونه د همدې ستراتیژۍ برخه وه.

انس حقاني، چې د سراج‌الدین حقاني ورور دی، په ۲۰۱۴ کال کې په بحرین کې ونیول شو او وروسته افغانستان ته ولېږدول شو. هغه د څو کلونو لپاره د بګرام په زندان کې بندي و او په ۲۰۱۹ کال کې د بندیانو د یوې مهمې تبادلې په ترڅ کې خوشې شو.

بدرالدین حقاني د شبکې له مهمو عملیاتي قوماندانانو څخه و او په ۲۰۱۲ کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. نصرالدین حقاني د شبکې د مالي او لوژستیکي چارو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده او په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې ووژل شو. د حقاني د کورنۍ یو شمېر نور غړي او نږدې قوماندانان هم د ۲۰۰۰مو کلونو په اوږدو کې په جګړو او هوايي بریدونو کې ووژل شول.مفتي احمد جان، چې د سراج‌الدین حقاني له نږدې همکارانو څخه و، د شبکې په مذهبي، استخباراتي او عملیاتي چارو کې مهم رول درلود او په ۲۰۱۴ کال کې په وزیرستان کې د ډرون په برید کې ووژل شو.

د حقاني شبکې د دوام یو مهم عامل د مالي سرچینو، سیمه‌ییزو اړیکو، بهرنیو مرستو او لوژستیکي امکاناتو ترکیب هم و. د شوروي ضد جګړې له دورې څخه پاتې شوې اړیکې، له عربي جهادي چاپېریال سره ارتباطات او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ټولنیزې اړیکې د دې جوړښت د دوام لپاره مهمې سرچینې وې.

100%

په طالبانو کې د حقاني شبکې رول او ځای

له ۲۰۰۱ وروسته د حقاني شبکې جوړښت په بشپړ ډول د یوه سیمه‌ییز جنګي ګروپ په توګه پاتې نه شو، بلکې د طالبانو د بیا راټولېدونکې وسله‌والې مبارزې له مهمو محورونو څخه و. د جلال‌الدین حقاني پخوانیو سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو، د سرحدي سیمو له جهادي چاپېریال سره تړاو او د کورنۍ د شبکوي جوړښت دوام دې ته زمینه برابره کړه چې دغه جوړښت خپل نظامي او استخباراتي ظرفیتونه بېرته منظم کړي. په دې دوره کې د حقاني شبکې ځانګړتیا دا وه چې له طالبانو سره یې اړیکه نه د بشپړې خپلواکۍ بڼه لرله او نه د یوه عادي نظامي واحد په توګه تعریفېدای شوای. شبکه له طالبانو سره د مذهبي مشروعیت او بیعت له مخې ژوره تړلې وه، خو په ورته وخت کې یې خپل ځانګړي مالي، ټولنیز، استخباراتي او عملیاتي ظرفیتونه هم ساتلي وو.

له همدې امله، د حقاني شبکې د رول او ځای په تړاو یو تعبیر دا دی چې دا د طالبانو په تحریک کې یو څه خپلواک عملیاتي او شبکوي محور و. ددې شبکې مشران په دې باور دي، چې د حقانیانو د روغې جوړې د هڅو له ناکامېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو خلاف لومړني بریدونه دوی پیل کړل او وروسته دغه تحرکات د کندهار جبهو ته هم وغځېدل.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د حقاني شبکې په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون رامنځته شو. سراج‌الدین حقاني د کورنیو چارو د وزارت مشري ترلاسه کړه او د هغه اړوند ګڼ کسان د امنیتي او اداري جوړښتونو په بېلابېلو برخو کې لوړپوړو دندو ته ورسېدل. په دې توګه، د حقاني شبکې یوه مهمه برخه له غیررسمي قدرت څخه رسمي دولتي قدرت ته ولېږدېده.

سراج‌الدین حقاني په همدې نوي جوړښت کې په تدریج سره د یوه مهم سیاسي شخصیت په توګه هم راڅرګند شوی دی. د هغه سیاسي سبک د طالبانو د رهبرۍ له هغه ډول سره په ځینو برخو کې توپیر لري چې تر ډېره پر ایډیولوژیک انضباط، د امیر پر متمرکز واک او د داخلي اطاعت پر اصل ولاړ دی. سراج‌الدین حقاني په تېرو کلونو کې د حکومتولۍ، د ولس او حکومت د اړیکو، د واک د تمرکز او د نجونو د تعلیم په څېر موضوعاتو کې داسې څرګندونې کړې چې د طالبانو د رهبرۍ د سخت دریځو سیاستونو په پرتله نرمې بلل شوې دي. هغه له قومي مشرانو، قبیلو او د مختلفو قومونو له استازو سره د اړیکو رغولو په لټه کې دی، خو د سرچینو په وینا، د طالبانو مشرتابه یې دغه هڅې د علماوو شوراګانو له لارې کم اغیزې کړې دي.

له نړۍ او بهرنیو استازو سره د هغه لیدنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه یوڅه عمل‌پاله دریځونه هم د هغه د سیاسي سبک یوه برخه ګرځېدلې ده.خو سراج‌الدین حقاني د یوه بشپړ اصلاح‌طلب یا د طالبانو له ایډیولوژیک چوکاټ څخه د وتلي سیاستوال په توګه تعبیرول ښايي بې احتیاطي وي. هغه لا هم د طالبانو د ادارې یوه مهمه برخه ده، د همدې تحریک له مذهبي او سیاسي مشروعیت سره تړلی دی او د طالبانو د نظام د عمومي جوړښت د ساتلو لپاره کار کوي.

د طالبانو د اوسني جوړښت په اړه په سیاسي بحثونو کې د «کندهار ډلې» او «حقاني ډلې» یا «کابل ډلې» اصطلاحات ډېر کارول کېږي. دغه اصطلاحات تر یوه حده د طالبانو د داخلي اختلافونو په تشریح کې مرسته کوي، خو د دغو اختلافونو اصلي محور ډېری په کندهار کې په یوې خاصې حلقې پورې د قدرت په انحصار، د پرېکړو کولو پر صلاحیت، د دولتي منابعو پر وېش، د حکومتولۍ پر سبک او له نړیوال نظام سره د تعامل پر څرنګوالي راڅرخي.

د ملا هبت‌الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې د طالبانو د رهبرۍ مرکز په کندهار کې دی او د نظام د اساسي ایډیولوژیکو او ستراتیژیکو پرېکړو وروستی واک په همدې مرکز کې انحصاري شوی دی.

سراج‌الدین حقاني د پلار په څېر منځګړی رول لوبولی شي؟

بېلابېل راپورونه څرګندوي چې د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو ترڅنګ، د ځینو لوېدیځو هېوادونو او د طالبانو دننه د اصلاح غوښتونکو کړیو پام تر ډېره سراج‌الدین حقاني ته اوښتی دی. هغه په ځینو کړیو کې د یوڅه اصلاح غوښتونکي او بدلون‌منونکي طالب مشر په توګه مطرح کېږي. سراج‌الدین حقاني له خپلو نږدې ملګرو او شبکې سره خپلې مالي او لوژستیکي اړیکې او مرستې هم تر ډېره ساتلې دي، خو له دې ټول سیاسي او له پلاره ور پاتې قومي او نظامي وزن سره سره، په عمل کې یې له ملا هبت‌الله اخوندزاده سره له مستقیم تصادم څخه تر اوسه ډډه کړې او له هغه سره یې په چلند کې محتاطانه او محافظه‌کارانه دریځ غوره کړی دی.

په مقابل کې، د جلال‌الدین حقاني د درانه نظامي وزن او د هغه د کورنۍ او جنګیالیو پراخو قربانیو ته په کتو، د طالبانو رهبرۍ د هغه د کورنۍ او شبکې لپاره داسې جلا او استثنایي سیاسي مقام په رسمیت نه دی پېژندلی چې د طالبانو د تحریک له عمومي جوړښت څخه یې لوړ یا مستقل حیثیت څرګند کړي.

د پام وړ خبره دا ده چې د طالبانو هېڅ مشر، نه ملا محمد عمر او نه ملا هبت‌الله اخوندزاده، او نه هم د رهبرۍ اړوند مهمو څېرو د جلال‌الدین حقاني د تلین یا یادغونډو پر مهال داسې څرګند دریځ نیولی چې د هغه جګړه‌ییز رول، قربانۍ، کورنۍ او شبکې ته یې د ملا اخترمحمد منصور او یا ملامحمد عمر په څېر جلا او ځانګړی امتیاز ورکړی وي. په دې معنا، چې حقاني او د هغه شبکه تل د امارت د عمومي جوړښت یوه برخه او د رهبرۍ تابع ځواک ګڼل شوی دی.

د طالبانو د تحریک په دننه کې د «امیر» د اطاعت مفکوره د دې ډلې د مذهبي او سیاسي مشروعیت او انحصار له مهمو بنسټونو څخه ده. د رهبرۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه د تحریک د داخلي مشروعیت د بنسټ د ننګولو معنا هم لرلای شي. حقاني شبکه که څه هم پراخ امنیتي او ټولنیز ظرفیت لري، خو خپل سیاسي مشروعیت تر ډېره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه اخلي. له همدې امله، له هبت الله سره یې له مستقیم تقابل نه ډډه کړې ده.

100%

د جلال‌الدین او سراج‌الدین ترمنځ اصلي توپیر ښايي د شخصیت تر څنګ د زمانې توپیر وي.

جلال‌الدین په داسې افغانستان کې راڅرګند شو چې واک ویشل شوی و، قومي او جهادي شبکې ډېرې خپلواکې وې او یوه قوماندان په خپل شخصي نفوذ کولی شول له څو بېلابېلو مرکزونو سره په یو وخت کې اړیکې وساتي.

سراج‌الدین په داسې جوړښت کې فعالیت کوي چې واک په یوه عمودي سیاسي ـ مذهبي نظام کې ډېر متمرکز دی. د یوه لوړپوړي چارواکي لپاره د خپلواک منځګړي په توګه عمل کول، په ځانګړي ډول له مخالفینو سره، د هغه د پلار د دورې په پرتله ډېر محدود سیاسي ځای لري.له همدې امله که د جلال‌الدین حقاني بری د «جرګې، اړیکو او شبکې» په مثلث کې ولیدل شي، د سراج‌الدین اوسنی نقش تر ډېره د «نظام، امنیت او رهبرۍ» له مثلث سره تړلی ښکاري.

سراج‌الدین حقاني ته په اوس وخت کې یوه ترټولو ستره پوښتنه دا راجع کیږي، چې ایا هغه کولی شي له خپل رسمي ځواک څخه هاخوا د اعتماد، منځګړیتوب او سیاسي تفاهم داسې فضا جوړه کړي لکه پلار یې چې د مجاهدینو د مختلفو ډلو ترمنځ هڅه کوله؟.