
ملګري ملتونه: تېرکال د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې سېلابونو تر ۳۱زره ډېر کسان اغېزمن کړي
د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، په تېر ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳۱زره ډېر خلک د سېلابونو له امله اغېزمن شوي چې د پیاوړو زېربناوو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي.



















