
د افغان ښځو غورځنګ: د نجونو د ښوونځیو تړل «د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه» ده
د افغان ښځو د عدالت او ازادۍ غورځنګ وایي، له څلورو کلونو راهیسې، د طالبانو له لوري د نجونو له زدهکړو محرومیت دوام لري، چې دا د دوی په وینا، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د یو بشپړ نسل راتلونکي ته ګواښ دی.



















