واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د دې ډلې وسله وال مخالفان لا هم نه دي توانېدلي چې د ځواک توازن بدل کړي. طالبان په ټول افغانستان کې دولتي ادارې او د هېواد اصلي اقتصادي سرچینې په خپل واک کې لري.
مخالفان نه کومه سیمه تر خپلې ولکې لاندې لري او نه هم له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه برخمن دي چې وکولای شي، لکه د جګړو په کلونو کې د طالبانو په اړه د پاکستان ملاتړ، یوې چریکي ډلې ته د پراختیا او دوام زمینه برابره کړي.
موږ د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په اړه د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیا، څو څېړونکو او پخوانیو افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.
د څېړونکو نظر دا دی چې طالبان له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې لا هم په دې معنا نه دي چې د طالبانو سقوط نږدې دی.
یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو راتلونکی باید یوازې د جګړې د ډګرونو له وضعیت څخه ونه ارزول شي. د هغه په اند، د دې ډلې تر ټولو مهمه کمزوري سیاسي ده: «زموږ د هیلې تر ټولو مهم عامل د طالبانو سیاسي ماتې ده، چې له نېکه مرغه موږ دې هدف ته رسېدلي یو.»
د هغه په وینا، طالبان سره له دې چې واک او پراخ امکانات په لاس کې لري، نه دي توانېدلي چې ملي مشروعیت، د خلکو رضایت او یا نړیوال منل کېدل ترلاسه کړي. خو د مخالفانو ستونزه همدلته ده.
تر اوسه د طالبانو سیاسي ماتې د دې ډلې په واکمنۍ کې د قدرت په بحران نه ده بدله شوې.
په استرالیا کې دوه افغان څیړونکي عباس فراسو او نعمت بیژن د دې کمزورۍ د پایلو په ارزونه کې ډېر محتاط دي.
د دوی له نظره، د مشروعیت نشتوالی په خپله د یوه نظام د نږدې سقوط نښه نه ده. طالبان لا هم د قدرت د اعمالو اصلي وسایل په واک کې لري او مخالفان هم نه دي توانېدلي چې وسله وال مقاومت هغې کچې ته ورسوي چې د سیمې پر کنټرول د دې ډلې ولکه وننګوي.
خو دواړه خبرداری ورکوي چې که اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بحرانونه دوام وکړي، طالبان نه شي کولای خپل ثبات قطعي وبولي.
د مقاومت ډلو چریکي بریدونه اوس مهال تر ډېره سمبولیک او سیاسي اړخ لري. د دغو بریدونو پیغام دا دی چې طالبان ماتېدونکي نه دي.
خو دا بریدونه هغه مهال د طالبانو لپاره پر جدي ګواښ بدلېږي چې د مقاومت ډلې وکولای شي د دې ډلې پر سیمه ییز کنټرول محدودیت ولګوي، له غرنیو لمنو ووځي او په کلیو کې اډې پیدا کړي.
له دې سره یو ځای، دوی یوه باوري شاتنۍ جبهې ته اړتیا لري چې پیسې، وسلې، د جنګیالیو د درملنې زمینه او د خپلو مشرانو لپاره خوندي پناه ځای برابر کړي.
یاسین ضیا وايي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي بدلون نږدې ټولې لارې تړلې دي. ټاکنې نشته، اساسي قانون څنګ ته شوی او ښځې د عامه ژوند له یوې لویې برخې حذف شوې دي.
هغه وویل: «هر کله چې یوه واکمني د اصلاح ټولې لارې وتړي، په عملي توګه د ځان پر وړاندې د مخالفت ټولنیزه زمینه پراخوي.»
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې ناخوښي لا څرګنده شوې ده. په بدخشان کې اعتراضونو د سیمه ییزو خلکو او طالبانو ترمنځ د سرچینو او د دغو سیمو د ادارې پر سر د تاوتریخوالي یوه برخه څرګنده کړې ده.
وروسته له هغې چې د طالبانو د مخالفانو یوې ډلې، چې «سپاهی میهن» نومېږي، د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ خپل بیرغ پورته کړ.
په سوېلي افغانستان کې هم طالبان په ځینو مواردو کې اړ شوي چې د بزګرانو د اقتصادي فشارونو پر وړاندې نرمښت وښيي طالبانو په ځینو سوېلي سیمو کې په غیررسمي ډول د کوکنارو کرکیلې ته اجازه ورکړې ده. دا ډول امتیازونه چندان د حیرانتیا وړ نه دي. سوېل د طالبانو دودیزه اډه ده او د بېوزلو بزګرانو ترمنځ د ناخوښۍ پراختیا د دې ډلې لپاره درنه بیه لرلای شي.
عباس فراسو د طالبانو د دوام یو له مهمو عواملو څخه د یوه پیاوړي او منظم اپوزیسیون نشتوالی بولي. هغه وايي، د طالبانو مخالفان تیت پرک دي، ګډه قومانده او ګډ سیاسي پروګرام نه لري او له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه هم برخمن نه دي.
فراسو وویل: «د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، په راتلونکو دوو تر پنځو کلونو کې تر ټولو محتمل سناریو د طالبانو د امارت ټینګښت دی.»
دا وړاندوینه په دې معنا نه ده چې د طالبانو ستونزې حل شوې دي. د هغه له نظره، دا ډلې تر ډېره ځکه دوام کړی چې مخالفان یې لا نه دي توانېدلي د طالبانو له کمزوریو څخه استفاده وکړي.
د بدخشان په زیباک کې وروستۍ نښتې د ازادۍ جبهې لپاره ځانګړی اهمیت لري. یاسین ضیا وايي، دا جګړې د دې جبهې د ډېرو نورو عملیاتو په پرتله له کوچنیو چریکي بریدونو څخه اوښتې او له طالبانو سره په مستقیمې مقابلې بدلې شوې دي.
هغه وویل: «دا تحول په یوازې ځان د ځواک د توازن د بدلون په معنا نه دی، خو ښيي چې د طالبانو پر وړاندې ولسي مبارزه له محدودو چریکي عملیاتو څخه د جګړې د ډګر پېچلو بڼو ته بدله شوې ده.» ضیا په عین حال کې مني چې په تېرو پنځو کلونو کې د ازادۍ جبهې ډېری عملیات کوچني او محدود وو. هغه وویل: «موږ باید واقعیت له تبلیغاتو سره بدل نه کړو. یو مسوول حرکت باید د خپلو نننیو وړتیاوو او خپل وروستي هدف ترمنځ توپیر وکړي.»
هغه همداراز وویل: «موږ پوهېږو چې د کوچنیو بریدونو بېحده تکرار په یوازې ځان هېڅ حکومت نه شي نسکورولای.»
په تېرو کلونو کې د ازادۍ جبهې د بریدونو درې موخې لرلې: په ډګر کې د حضور ساتل، د طالبانو د ماتې نه منلو تصور له منځه وړل او په افغانستان کې د منظمې شبکې جوړول.
ضیا وايي، راتلونکی پړاو ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري. د سیاسي تنظیم پراخول، له ټولنې سره اړیکې، د قوماندې یووالی، په ډېرو سیمو کې حضور او د یوه معتبر سیاسي بدیل وړاندې کول هغه اړتیاوې دي چې نوموړي پرې ټینګار کوي.
علي احمد جلالي، د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر، هم په بدخشان کې وروستي تحولات د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د غبرګون د زیاتېدو نښه بولي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، هر «استبدادي نظام» بالاخره د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي، خو د مخالفانو اوسني تیت پرک بریدونه لا هم د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي.
جلالي وویل، په لرې پرتو سیمو کې محدود عملیات د ځواک د توازن د بدلولو لپاره کافي نه دي. د هغه له نظره، د مخالفانو بریا سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري.
هغه خبرداری ورکړ چې که اعتراضونه او نښتې تیت پرکې پاتې شي، طالبان کولای شي د خپلو پوځي او امنیتي امکاناتو په کارولو سره یې مهار کړي.
اقتصاد د طالبانو د واکمنۍ له نورو زیانمنو برخو څخه دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
طالبان د لوږې، بېکارۍ او د ژوند د اقتصادي بحران د مقابلې لپاره کافي سرچینې نه لري او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په څېر د بهرنیو مرستو دوام ته اړتیا لري.
د طالبانو یو شمېر مخالفانو، په ځانګړي ډول امرالله صالح، په تېرو کلونو کې هیله لرله چې د بهرنیو مرستو کمېدل یا بندېدل به پر دې ډلې فشار زیات کړي. خو د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې پراخ فقر په لازمي ډول سیاسي پاڅون ته نه اړوي.
یاسین ضیا د فقر له امله رامنځته شوې ناخوښي، د سیاسي ځپنې او د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو ترڅنګ، د مقاومت د ټولنیزې زمینې یوه برخه بولي.
خو نعمت بیژن د خلکو د عمومي ناخوښۍ او پر حکومت د سمدستي ګواښ ترمنځ توپیر کوي.
هغه وایي: «فقر یا نړیوال انزوا په یوازې ځان ښايي د حکومت د سمدستي سقوط لامل نه شي.»
د بیژن له نظره، ستونزه هغه مهال د طالبانو لپاره جدي کېږي چې اقتصادي فشار د واکمنۍ دننه جوړښت ته سرایت وکړي.
د عوایدو کمېدل، د سرچینو پر سر سیالي، د قوماندانانو ناخوښي او د طالبانو د ادارې د توان کمېدل چې خپلو وفادارو شبکو ته ګټې برابرې کړي، کولای شي د طالبانو داخلي ثبات زیانمن کړي.
بیژن وویل، که «خلک احساس کړي چې د خپل ژوند، زده کړو، کار او د خپلو اولادونو د راتلونکي د ښه کېدو هېڅ هیله نشته»، ناخوښي کولای شي خطرناکه بڼه غوره کړي.
عباس فراسو هم وايي، طالبان په ځینو برخو کې، لکه د مالیاتو او داخلي عوایدو په راټولولو کې، ډېر بریالي شوي دي. خو هغه دا موضوع د دې نښه نه بولي چې طالبان په یوه عادي حکومت بدل شوي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو اقتصادي جوړښت تر ډېره پر ګمرکونو، مالیاتو او د کانونو پر استخراج ولاړ دی او اصلي هدف یې د سیاسي او امنیتي دستګاه ساتل دي، نه د هوساینې دولت جوړول.
هغه د طالبانو اقتصاد «لوټمار اقتصاد» بولي او وايي: «طالب ډلې د دغو سرچینو د ترلاسه کولو پر سر په سخته سیالۍ کې دي.»
په کابل کې د کندهار د رهبرۍ د مېشتو چارواکو او د حقاني شبکې او د طالبانو د ځینو سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ اختلافات څو ځله راپور شوي دي. خو دا اختلافات تر اوسه داسې درز او بیلتون ته نه دي رسېدلي چې د واکمنۍ یووالی له ګواښ سره مخ کړي.
عباس فراسو وايي، د طالبانو د رهبرۍ واکمني، د کورنیو مخالفانو ځپل، د سقوط له وېرې ګډ احساس، د ګډو دښمنانو شتون او د قدرت پر انحصار ایډیالوژیک باور تر اوسه د دغو درزونو د پراخېدو مخه نیولې ده.
نعمت بیژن هم داخلي اختلافات جدي بولي، خو وايي خطر هغه مهال زیاتېږي چې څو بحرانونه په یوه وخت کې رامنځته شي.
د رهبرۍ د ځایناستۍ بحران، د داخلي اختلافاتو زیاتېدل، د قوماندانانو جلا کېدل او د عوایدو ناڅاپي کمېدل هغه عوامل دي چې د نوموړي په نظر کولای شي د طالبانو یووالی له ننګونې سره مخ کړي.
بیژن وویل: «که په افغانستان او سیمه کې اوسني شرایط دوام وکړي، تر ټولو محتمل سناریو د تدریجي زړېدو ترڅنګ د اوسني وضعیت دوام دی.»
دا زړېدل ښايي کلونه دوام وکړي، پرته له دې چې سمدستي د نظام پر سقوط واوړي.
د طالبانو د مخالفانو له جدي ستونزو څخه یوه د اغېزمن بهرني ملاتړ نشتوالی دی. طالبانو د پخواني حکومت پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن وو.
مجاهدینو هم د شوروي اتحاد او د ببرک کارمل او نجیب الله د حکومتونو پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ درلود.
اوسنۍ مقاومتي ډلې داسې ملاتړ نه لري. حتا د سیمې ځینې هېوادونه چې له طالبانو سره اختلاف لري، د افغانستان د یوې نوې جګړې ملاتړ ته چندان لېوالتیا نه ښيي.
ایران هم پر یو شمېر د طالبانو مخالفانو فشار راوړی چې له دې ډلې سره له وسله والې مقابلې ډډه وکړي.
یاسین ضیا وايي، مقاومت نه شي کولای خپل راتلونکی د بهرنیو هېوادونو له پرېکړو سره وتړي.
هغه وویل: «هغه حکومت چې د بهر له خوا جوړ شي، په هماغه اندازه چې ژر جوړېږي، د هماغو ملاتړو د سیاست له بدلون سره هم په چټکۍ سره ړنګېدای شي. د پخواني جمهوریت تجربه او د دوحې تړون د دې په اړه زموږ ټولو لپاره ډېر جدي درسونه لري.»
ضیا وايي، د مبارزې اصلي بنسټ باید په افغانستان کې دننه جوړ شي او پر پخوانیو امنیتي ځواکونو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې، سیاسي مخورو او داخلي شبکو تکیه وکړي.
د افغانستان پر وړاندې د سترو قدرتونو د پاملرنې کمېدل هم د طالبانو په ګټه تمام شوي دي.
فراسو وايي، د اوکراین جګړې، د منځني ختیځ بحرانونو او د امریکا او چین سیالۍ د دې لامل شوې چې افغانستان نور د تېرو ۲۰ کلونو په څېر د سترو قدرتونو په بهرني سیاست کې ځای ونه لري.
د داعش خراسان ګواښ هم د طالبانو دریځ پیاوړی کړی دی. د داعش د پراختیا په اړه اندېښنې ایران، روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره امنیتي همکارۍ ته ډېر هڅولي دي.
د طالبانو د کمزوریو په اړه د مخالفانو او شنونکو ترمنځ چندان اختلاف نشته. د مشروعیت بحران، ټولنیزه ناخوښي، اقتصادي فشار او داخلي اختلافات واقعي دي. خو تېرو پنځو کلونو ښودلې چې د دغو کمزوریو شتون په یوازې ځان د حکومت د بدلون لپاره کافي نه دی.
خو تمیم عاصي، د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، وايي چې دا بحرانونه او د طالبانو د نظام ځانګړتیاوې کولای شي «د یوه نظام، لکه د طالبانو، وړتیا د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ټکانونو پر وړاندې د مقابلې لپاره راکمه کړي او د داخلي پاڅونونو او بهرنیو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړي.»