
د طالبانو هواپوهنې ادارې په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی
د طالبانو د هوايي چلند وزارت اړوند د هواپوهنې ادارې د وري پر ۱۷مه د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

د طالبانو د هوايي چلند وزارت اړوند د هواپوهنې ادارې د وري پر ۱۷مه د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو مشورتي غونډه کې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وینا ته د خبري پوښښ اجازه ورکړل شوه. که څه هم رسنۍ د ټولې ناستې د پوښښ لپاره بلل شوې وې، خو د نورو هېوادونو د استازو د وینا له پیل وړاندې خبریالان له تالاره واېستل شول.

د طالبانو د ماليې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست د متقاعدینو د حقوقو د ورکولو شپږم نوبتي مهالویش اعلان کړ. د مهالوېش له مخې به د دې ډلې د پوهنې او دفاع وزارتونو د متقاعدینو د حقونو ورکولو بهیر د روانې وري میاشتې پر ۲۶مه پیلیږي او د چنګاښ تر ۲۶مې غځیږي.

د طالبانو د ماليې وزارت اعلان کړی چې د تعرفې کمېټې پرشپږو وارداتي توکو تعرفې لوړې کړې دي. د اوربلوونکو مايعاتو تعرفه شپږ سلنه لوړه شوې، د لمريزو اوبو ګرموونکو وسايلو تعرفه شپاړس سلنه شوې او د کرکټ د بېټ پر وارداتو دېرش سلنه تعرفه ټاکل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ایران کې د نسکورې شوې جنګي الوتکې پیلوټ ژغورل شوی دی. ټرمپ پر «ټروت» خواله رسنۍ د یوه پیغام په خپرولو دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه کس اوس په امن کې دی.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ځینو قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د لارو د بندېدو له امله د ځايي خلکو خوراکي توکي تمام شوي دي. ځینو قومي مشرانو خبرداری ورکړ، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو اړ دي، چې له پاکستاني ځواکونو مرسته وغواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د چین په کوربهتوب له پاکستان سره په خبرو کې روښانه دریځ لري.

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغانانو لڼدمهاله پندغالي مخې ته ګڼو افغان کډوالو د اسانتیاوو د کمښت او په اداري چارو کې د پراخې ګډوډۍ له امله لاریون کړی. د یاد لاریون له امله دغه پنډغالي ته تلونکې لارې تړل شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، د داعش ګواښونه، د نشهیي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالي د افغانستان او منځنۍ اسیا ګډې اندېښنې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د درملو او صنایعو د پراختیا له مشر عبدالله عزیزوف سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه لیدلي دي. دغه وزارت وایي، چې ازبکستان غواړي د طالبانو د خوړو او درملو ادارې سره په ګډه یوه کاري ډله جوړه کړي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل کې یې ۱۵ کسان د نشهیي توکو (شیشې، چرسو او ټابلېټ کا) د پلور او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په وینا؛ دغه کسانو ته له اوو میاشتو تر درېیو کلونو د تنفیذي بند او له ۱۰ تر ۳۰ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

د امریکا، اسراییل او ایران په جګړه کې د پاکستان حکومت د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب غږ داسې مهال اوچت کړی، چې په جګړه کې درېیم فریق (اسراییل) هم په مستیقمه توګه ښکېل دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، چې د کابل-جلالاباد لویه لار د «تنګي غارو» په سیمه کې له غره څخه د پرلهپسې ډبرو راښویېدو له امله لا هم د تګراتګ لپاره تړلې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت د یادې ډلې د مشر ملاهبت الله تازه فرمان خپور کړی چې پهکې راغلي، په اداري مراسلاتو کې د بهرنیو ژبو د اصطلاحاتو پر کارونې بندیز لګېدلی. د یاد وزارت په وینا؛ دغه فرمان په څلورو مادو کې صادر شوی او د صدور له نېټې وروسته د اجرا وړ ګڼل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وایي، د «افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي» غونډه د دې وزارت په نوښت نن (یکشنبه د وري ۱۶مه) په کابل کې پیل شوه. د نوموړي په وینا؛ د یادې غونډې مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.

د اسراییل پوځ د یکشنبې په سهار اعلان کړی، چې د دغه هېواد هوايي ځواک په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران حکومت اړوند د توغندیزو سیسټمونو او هوايي دفاعي شبکو پورې تړلي تر ۱۲۰ زیات هدفونه په نښه کړي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي ویاند احسانالله عثماني وایي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۵ کسان مړه او ۳۱ نور ټپيان شوي دي. دغه ورښتونو او سېلابونو د درنو ځاني تلفاتو ترڅنګ عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، په تېر ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳۱زره ډېر خلک د سېلابونو له امله اغېزمن شوي چې د پیاوړو زېربناوو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي.

د طالبانو ویاند مرستیال د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) ویلي، چې د روان ۲۰۲۶کال د فبرورۍ له ۲۲مې د اپرېل تر ۴مې پورې پر افغانستان د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور بیا ټپیان شوي دي.

په پکتیا کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د وروستیو پرلهپسې ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې کڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا؛ په یادو پېښو کې دوه کسه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس مولوي احمدنبي عادل خبر ورکړی، چې د کونړ-نورستان لویه لاره د غره ښویېدنې له امله د تګراتګ لپاره تړل شوې ده. د هغه په وینا؛ دغه لار د مرکز پارون او واما ولسوالۍ اړوند چتراس، سټاب کټه بند او بونې سیمو کې د غر ښوېیدنې له امله تړل شوې.