
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو تر منځ ۱۰ سوداګریز هوکړې لاسلیک شوې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورنو تر منځ د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورنو تر منځ د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې.

د «سوزن طلايي» په نوم یوې مدني ټولنې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو د نږدې پنځه کلن بندیز پر وړاندې د یوه سمبولیک اعتراض په توګه خپل درسي ټولګي د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو دروازو تر شا جوړ کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پر دغه وزارت د طالبانو د استخباراتو د چاپې په تړاو راپورونه چې ګواکې استخباراتو نورجلال جلالي ته نږدې ۵ چارواکي نیولي، رد کړل، خو بیا یې هم ویلي، کېدای شي هر وخت ځينې کسان د پالیسۍ د نهمراعاتولو له امله تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې د هرات ولایت لپاره له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د سختو بارانونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.

چین وايي چمتو دی چې د منځني ختیځ د کړکېچ کمولو لپاره له روسیې سره همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دا خبرې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د ایټالیا ساحل ته نږدې دوو سوداګریزو بېړیو د کډوالو د یوې کښتۍ ۳۲ تنه ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې موندلي ، خو د ژغورنې ادارې وايي چې ۷۱ نور کسان په سمندر کې ورک شوي دي. په یاده کښتۍ کې ټول ۱۰۵ تنه سپاره وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې یې له سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه بشري مرستې کابل ته استولې دي. په دغو مرستو کې د پخلنځي وسایل، روغتیايي کڅوړې، خیمې، او نور اړین توکي شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د وري له ۶مې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمېر ۹۹ کسانو او د ټپیانو شمېر ۱۵۴ ته رسیدلی دی. تاره په خوست کې د روانو ورښتونو له امله ۵۷۰ کورونه زيانمن شوي او ۱۱۰ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې.

د ازبکستان د درملو ادارې مسوول د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو واردولو په برخه پانګونه وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویاند وايي، چې په کابل، زابل او سرپل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور خلکو پر وړاندې له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو ووهل شول. یاده محکمه وايي، دغو کسانو ته له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کالو او ۳ میاشتو د تنفيذي بند سزا اورول شوې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په «بدلزو» سیمه کې یې د ۵۸۰ پسونو د قاچاق مخه ونیوله. یاد وزارت ویلي، قاچاق وړونکو غوښتل دغه څاروي له ډیورنډ کرښې هاخوا ته واړوي. د پېښې په تړاو ده تنه نیول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک رییس ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی او دغه راز د بانکونو شتمنۍ هم ۴،۶۹ سلنه زیاته شوې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه زوارت وزیر هدایت الله بدري نن د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل. سادین ایلدیز ویلی، چې ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د پېښو پړ وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل–جلالاباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم د موټرو پرمخ تړلې ده. یاد وزارت وايي، چې لار یې په لومړي پړاو کې پاکه کړه، خو ماسپښین یوځل بیا له غره نه کاڼي رالوېدلي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايي، چې په تاشکند کې ددې ډلې سفیر عبدالغفار بحر د کوربه هېواد د زرغونتیا په پروګرام کې ګډون کړی او ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان خپل ورور هېواد بللی او له کابل سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي، چې تېره شپه د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ د باریکاب حوزې کوزه علانه سیمه کې د کور نړیدو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو د هوايي چلند وزارت اړوند د هواپوهنې ادارې د وري پر ۱۷مه د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو مشورتي غونډه کې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وینا ته د خبري پوښښ اجازه ورکړل شوه. که څه هم رسنۍ د ټولې ناستې د پوښښ لپاره بلل شوې وې، خو د نورو هېوادونو د استازو د وینا له پیل وړاندې خبریالان له تالاره واېستل شول.

د طالبانو د ماليې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست د متقاعدینو د حقوقو د ورکولو شپږم نوبتي مهالویش اعلان کړ. د مهالوېش له مخې به د دې ډلې د پوهنې او دفاع وزارتونو د متقاعدینو د حقونو ورکولو بهیر د روانې وري میاشتې پر ۲۶مه پیلیږي او د چنګاښ تر ۲۶مې غځیږي.