
بلوچستان: په بېلابېلو پېښو کې ۸ کسان وژل شوي، ۳ نور ټپیان دي
د بلوچستان په خضدار، جهل مګسي، نوشکي او پنجګور ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د بلوچستان په خضدار، جهل مګسي، نوشکي او پنجګور ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ وایي، د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او دیر ولسوالیو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اړوند ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

په پاکستان کې یوه کورنۍ وايي، که څه هم نسلونه یې په دغه هېواد کې اوسېدلي، خو ددغه هېواد د نفوس د ثبت ادارې نادرا په ۲۰۲۱ کال کې د افغان وګړو په توګه د کورنۍ د غړو پېژندپاڼې او د ماشومانو د زېږون اسناد بند کړي دي.

د افغان کډوالو د پراخې ستنېدو له امله د پېښور بورډ بازار د افغان دودیزو جامو کاروبار له سخت کمښت سره مخ شوی؛ سوداګر وايي، د دوی د اصلي پېرېدونکو له کمېدو سره نه یوازې خرڅلاو او تولید راټیټ شوي، بلکې د ګلدوزۍ، ګنډل، ټوکر او نور کارونه هم اغېزمن شوي دي.

هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې یوه ښځه یې د یو نیم کلن ماشوم د وژنې په تور نیولې. د معلوماتو له مخې یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغې میرمنې یو نیم کلن ماشوم له پنځم پوړ نه لاندې غورځولی.

د پاکستان د «جنګ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې پرېکړه شوې چې له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.

کرېټک ویباڼې په خپل خپور شوي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره عیسویان د خپل مذهبي هویت د څرګندولو له وېرې پټ ژوند کوي او د نیول کېدو اندېښنې له امله له یوه ځایه بل ځای ته کډه کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له پاکستانه ۶۵۴ زره او ۱۰۰ افغانان افغانستان ته جبري ستانه یا ایستل شوي چې د دغه هېواد پر کمزوري بشري وضعیت یې فشار زیات کړی دی.

د « ټایمز اف سنټرل ایشیا» راپور ورکړی، چې افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادراتو کچه د پام وړ زیاته شوې. د راپور له مخې د روان کال په لومړیو لس میاشتو کې د قزاقستان د غنمو د اوړو صادرات شاوخوا ۱،۸۷ میلیون ټنو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۱۸،۳ سلنه ډیروالی ښيي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې یې د تېرو پنځو میاشتو پر مهال ۹۱ میله وسلې او د پوځي تجهیزاتو یوه لویه اندازه نیولې ده. دغه وزارت زیاته کړې چې په دې تړاو یې ۳۰کسان هم نیولي.

د ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د وژنو او کورني تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت شوي، خو په ډېرو مواردو کې عاملان له مجازاتو پاتې شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین ادعا کوي چې مردان د خیبرپښتونخوا د وسلهوالو د فعالیتونو پر یوه مهم مرکز بدل شوی او له دغه ښاره د ایالت بېلابېلو سیمو ته د وسلهوالو تګ راتګ او فعالیتونه تنظیمېږي.

د «والسټریټ ژورنال» ورځپاڼې راپور ورکړی چې ایران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه په روانو خبرو کې غوښتنه کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو جنګي بېړۍ دې له دغه اوبو لارې له تېرېدو منع شي، او دا موضوع یې د احتمالي هوکړې د یوې برخې په توګه مطرح کړې ده.

د افغان ملي اردو یوه پخواني افسر یاسر یرغل ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو چټک سقوط یوازې پوځي ماتې نه وه، بلکې د شاوخوا دوو لسیزو په اوږدو کې د پراخو اداري ستونزو، فساد او کمزوري بنسټونو پایله وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د هغوی پر زدهکړو، کار، روغتیا او ټولنیز ژوند پراخ اغېز کړی او ښځې یې لا ډېرې له عامه ژوند څخه ایستلې دي.

د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بېځایه شوو کورنیو د حکومت له لوري د مرستو، کورونو او بنسټیزو اسانتیاوو د بیا رغونې بهیر د ځنډ له امله اندېښنه څرګنده کړې او وايي، تر هغو چې د دوی اساسي ستونزې نه وي حل شوې، په اکتوبر کې سیمې ته د بېرته ستنېدو پلان عملي کېدای نه شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو پرېکړه کړې چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې او تعقیب ادعاوې دې د افغانستان د پخوانۍ قضایي څېړنې څخه جلا وڅېړل شي.

د امریکا د فضایي څېړنو ادارې ناسا د ۲۲ کلن فضايي څارونکي «سویفټ» د ژغورلو مهم ماموریت له ناڅاپي ستونزو سره مخ شوی، خو سره له دې، ساینسپوهان لا هم هیله لري چې د ځمکې پر لور د لوېدو له خطر سره مخ دغه فضايي څارونکی وژغوري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو له امله د خپل ژوند د بېلابېلو فرصتونو له لهمنځه تلو سره سره، افغانه مېرمن مهرما وايي د خپلو ماشومانو لپاره به د کار او خپلواک ژوند هڅې روانې ساتي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان خبرداری ورکړی چې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو دوام به افغانستان ته داسې درنه بیه ولري چې اغېزې به یې د اوسني نسل تر څنګ پر راتلونکو نسلونو هم پاتې شي.

ډیپلومات مجلې د افغان ښځو پنځه کلن محدودیت په اړه خپل یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو سره نړۍ د عادي کېدو په حال کې ده او نړۍوالې ټولنې پام د یادې موضوع پر ځای تر ډېره له طالبانو سره د تعامل څرنګوالي ته اوښتې.